د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پنځه ډالۍ

پوهندوی آصف بهاند 06.06.2015 14:57

(د حاجي محمد نوزادي نوي چاپ شوي آثار)

په دې وروستیو کې د ښاغلي نوزادي د نه ستړې کیدونکو هلو ځلو په پایله کې د ده پنځه عنوانه کتابونه له چاپه را ووتل. که له یوې خوا یې په ناروغه وجود په لیکلو، ژباړلو او تخلیق باندې ډیرې ستړیاوې ګاللې دي، نو له بله پلوه یې په چاپ، خپرولو او د سپانسورانو په لټون پسې هم ښه پوره ځان ستړی کړی دی. دا پنځه عنوانه کتابونه دا دي:
۱ـ انسانان ولي یو بل مچوي؟
۲- د وزیر فتح خان او د ده د کورنۍ تاریخی رول په سدوزي دولت کي
۳- د کوه نور الماس له کومه راغی او چیرته ولاړ؟
۴- د ځان طبیب
۵- بریتور آشنا
نوزادي د خپل نوي شعري جونګ(بریتور آشنا)  تر څنګ  و توانید چې خپل څلور نور کتابونه چاپ کړي. پتیل شوې ده چې  د ۲۰۱۵ کال د جون په اوومه نیټه د همدې پنځو نویو چاپ شوو کتابونو د مخکتنې محفل د ډنمارک په آغوس نومي ښار کې جوړ شي. دا محفل باید د یوې فرهنګي ټولنې یا فرهنګي موسسې لکه رادیو، تلویزیون، چاپي خپرونې، ویبساتونو او یا کومې خپرندویې ټولنې له لوري جوړ شوی وای، مګر هیڅ یوې مسولې موسسې یا آدرس دا کار ونه کړ او بیا هم په خپله نوازادی او د نوزادي شخصي یاران او د ده د آثارو، افکارو او شعر مینه وال وتوانیدل چې د مخکتنې دا محفل جوړ کړي. زه علم اوفرهنګ ته، پښتو ژبې او ادب ته د نوزادي صاحب دا هڅې ستایم او د نوزادي د چاپ شوو آثارو له سپانسورانو نه مننه کوم چې د چاپ بار یې پر اوږو اخیستی دی.
د نوزادي د آثارو چاپیدل نه یوازې ده ته، د ده کورنۍ ته، بلکې ټولو فرهنګیانو ته، علم او ادب ته یوه لاسته راوړنه او بریا ده چې زه په اول کې ده ته، د ده کورنۍ ته او بیا ټولو فرهنګیانو ته د دې بریا مبارکي وایم.
د فلمونو پرانستل او د کتابونو مخکاته اوس د نړۍ په کچه په یو دود باندې بدل شوي دي، په پرمختللو ټولنو کې چې د کتاب اخستنې او لوستنې کلتور موجود دی، د مخکتنې غونډې د کلتوري ارزښت تر څنګه، یو څه تجارتي بڼه هم درلودلای شي، خو زموږ په هیواد کې بر عکس کتاب ډیر ځلې د خرڅلاو په نیت نه چاپیږي او د مخکتنې غونډې یې هم د کتاب خرڅلاو له پاره نه، بلکې موخه یې تر ډیرې اندازې پورې د کتاب او لیکوال یا شاعر پیژندنه او قدرداني وي.
په افغانانو کې د کتاب د مخکاته دود پخوا دومره نه و، اوس اوس یو څه دې دود ته پام ور اوښتی دی. زما د مالوماتو له مخې په علمي او هنري ډول د کتاب مخکاته دود د شپیتمې لسیزې په پیل کې له دولتي او رسمي موسساتو نه جلا  په کابل کې د یوې نیمه پټې فرهنګې حلقې له خوا رامنځ ته شو.  هغه وخت به چې د کوم یار دوست کتاب چاپ شو، نو د چاپ شوي کتاب لیکوال یا شاعر به په کوم کور کې شاعر اولیکوال دوستان یاران سره راټول کړل او یوه یا دوو تنو به پر چاپ شوي کتاب باندې د نقد په ډول خبرې کولې.
کله چې په وطن کې  رنګارنګ بادونو زور واخست، فرهنګي یاران دوستان سره خواره واره شول، هر څه ګډ وډ شول، بیا نو څوک چیرې ولاړل او څوک     ...
کتابونه به چاپ شوي وي، مخکتنې به هم شوې وي، ما به هم ګډون په کې کړی وي.څو غوره بیلګې یې دا دي:
 ــ په ماسکو کې د پیر محمد کاروان د «چنار خبرې کوي» د شعري ټولګي د مخکاته په پلمه د ۱۹۹۸ کال د جنورۍ په یو دیرشمه نیټه د څو تنو فرهنګیانو له خوا یوشانداره محفل ونیول شو چې د مقالو، شعرونو او خاطرو ویلو په ګډون د استاد یار محمد علیزي له خوا د یوه سندریز پروګرام په ترڅ کې، د ګل پاچا الفت، غني خان غني، حمزه شینواري، پیر محمد کاروان او ځینو نورو شاعرانو شعرونه د موسیقي په څپو کې واورول شول.
ــ د ډنمارک په وایله نومي ښار کې د محمد صفر خواریکښ د ډنمارکي پښتو قاموس(ډنمارکي پښتو سمندرګی) د مخکاته محفل، د ۲۰۱۰ کال د اګست په ۱۴ مه نیټه.
 ــ د ۲۰۱۲ کال په جون کې  د ډنمارک په آغوس نومی ښار کې د ابراهیم نعیمي  د «او لا ګلونه سوځي» کتاب د مخکاته محفل.
ــ  او دا دی اوس(د ۲۰۱۵ کال د جون اوومه) د نوزادي د پنځو ډالیو د مخکتنې محفل.
په نوره نړۍ کې د مخکتنې محافل اکثرآ د کتاب د خرڅلا له پاره وي، خو زموږ دا ننی محفل کې نه کوم کتاب خرڅیږي او نه هم د شهرت له پاره دی، دا محفل یوازې د لیکوال او شاعر د قدر دانۍ په غرض او د کتابونو د پیژندنې او د کتابونو پرمحتویاتو باندې د بحث  له پاره جوړ شوی دی.
ﻧﻮزادي دزدﻛړو اوﻣﺴﻠﻚ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ  ﻳﻮاﻧﺠﻨﻴﺮ دى، ﺧﻮ د ژﺑﺎړې، ﻟﻴﻜﻨﯥ اوﺗﺨﻠﻴﻖ ﭘﻪډګر ﻛﯥ ﻳﯥ ﻫﻢ د ﺧﭙﻞ ژوﻧﺪ ډﻳﺮه ﺑﺮﺧﻪ او وﺧﺖ ﻛﺎروﻟﻰ دى. زه نه غواړم دلته د نوزادي پر بیوګرافۍ باندې څه و وایم، مینه وال کولای شي د  ده بیوګرافي په دې لینک کې ولولي:
http://www.afghan-german.com/tahLiLha/EditAutor.aspx?46
دغه راز زه نه غواړم چې د ښاغلي نوزادي دغه چاپ شوي آثار د نقد په تله کې وتلم. د مهاجرت په دې چاپیریال کې، د نا خوالو د توفانونو په دې اړو دوړ کې زه ځان ته دا حق نه ورکوم چې پرته له دې چې لیکوال او شاعر ته څه حق او امتیاز ورکړو د هغه نیمګړتیاوې د هغه په مخ کې کتار ودروو او له کړو مثبتو شیانو نه یې هم زړه ور تور او پیښمانه کړو. په ټول کې زما نظر د ننۍ مخکتنې او د ښاغلي نوزادي د آثارو په باب  داسې دی لکه د استاد اسدالله غضنفر د دې خبرو په شان:  
«په ډېر ښه اثر کې هم داسې څه شته چې نیمګړتیا یې وګڼو او په ډېر بې اهمیته اثر کې داسې څه موندلای شو چې ویې ستایو. که د کتاب یومخیزه ستاینه کوو، اورېدونکی یې ممکن ونه مني او تبلیغات ورښکاره شي. که یې یومخیزه غندنه کوو، نه یوازې بې عدالتي ښکاري بلکې د مخکتنې د غونډې اصلي غوښتنه پکې تر پښو لاندې کیږي.»
http://www.taand.com/archives/32362
د حاجي محمد نوزادي پر ژباړو او علمي کارونو باندې ښایي نور دوستان د خپلو مسلکونو په رڼا او تجربو له مخې یا وغږیږي او یا مقالې ولیکي. ما د نوزادي پر تخلیق باندې څو کرښې لیکلې دي چې د ده په نوي شعري جونګ( بریتور آشنا) کې راغلې تجربو ته اشاره ده.
ښاغلي نوزادي مخکې له دې نه چې خپله دویمه شعري ټولګه(بریتور آشنا) چاپ ته ولیږي، له ما نه یې هیله وکړه چې د ده پردې شعري ټولګه باندې د مقدمې په ډول خپل نظر ولیکم. ما دا کار وکړ او خپله لیکنې ته مې سر لیک ورکړ:
د توتکۍ له وزرو(د نوزادي د شعر په بڼ کې).
 دا مقاله یا دا مقدمه اوس د ده په همدې شعري ټولګه کې چاپ شوې ده او په دریو برخو کې ما پخوا په بریښنا پڼو کې خپره کړې ده:
http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_a_de_totakay1.pdf  
  http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_a_de_totakay2.pdf  
  http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_a_de_totakay3.pdf  

د بریتور آشنا د مقدمې په یوه برخه کې د نوزادي  شعر ته ما داسې اشاره کړې ده:
څه ﻛﻢ څلورﻟﺴﻴﺰې ﺷﻮې ﭼﯥ زﻣﻮږ ټوﻟﻨﻪ اوﺧﻠﻚ دﺟګړې ښاﻣﺎر،دﻧﺎﭘﻮهۍښاﻣﺎر،دﺑﯥ اﻋﺘﺒﺎرۍ ښاﻣﺎر،د ځانځانۍ ښاﻣﺎراوڅه ﻧﻮروﺧﻄﺮﻧﺎﻛﻮښاﻣﺎراﻧﻮﭼﻴﭽﻠﻲدي او ﻟﻪ «دﻛﻦ» نه څه ﭼﯥ، ﻟﻪ ټوﻟﯥ دﻧﻴﺎ ﻧﻪ ﭘﺎړوګان ورﺗﻪ راﻏﻠﻲ دي،ﺧﻮﭘﺮدېښاﻣﺎرﭼﻴﭽﻠﯥ ټوﻟﻨﻪ اوﺧﻠﻜﻮﺑﺎﻧﺪې ﻳﯥ دم اوﻣﻨﺘﺮﺗﺎﺛﻴﺮ ﻧﻪ دى ﻛړى.ﻫﺮڅوك ﭼﯥﻫﺮﭼﻴﺮې دي زﻳړزبیښلي، ﻏﻤﺠﻦ دي اوﻟﻮرى ورﻧﻪ ورك دى .ﻟﻪ ﻫﺴﺘﻮﻧﻜﻮﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ ﻧﻪ ﺧﭙﻞ ﻳﺎر،دﻟﺪار اوﺣﺘﻰ دار ﻫﻢ ورك دى.ﺧﭙﻞ ﻟښکرﻳﯥ،دﻟﻐﺎﺗﻮلښکرﻳﯥ ﻫﻢ ورﻧﻪ ﻣﺮوردى اوﻟﻜﻪ داﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺧﻠﻚ دﺧﺰاﻧﻮدﭘﺎﺳﻪ وږي، ﺗږيﭘﺮاﺗﻪ دي،ﺧﭙﻞ لښکرﻳﯥ،دﺧﭙﻠﻮﻟﻐﺎﺗﻮدﺧﺰاﻧﯥ ﻳﻮﺗﻮرى ﻳﯥ ﻣﺮﺳﺘﯥ ﺗﻪ ﻧﻪ راځي ﭼﯥدﺧﭙﻞ ﺣﺰﻳﻦ اوﻏﻤﺠﻦ زړه ﭘﻴﻐﺎم ﭘﻪ ﻛﯥ وﻧﻐﺎړي اوﭼﻴﺮﺗﻪ ﻳﯥ دﻛﻮم اورﻳﺪوﻧﻜﻲ دﻏﻮږاوﻳﺎ دﻛﻮم ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ دﺳﺘﺮګوﻧﺬراﻧﻪ ﻛړي .ﻧﻮزادى ﻫﻢ دﻓﺮﻫﻨګ ﭘﻪ ﻫﻤﺪې زﻳړزﺑیښلي ﺑڼ ﻛﯥ ﺧﺰان ځپلی وﻻړ و، دﭘﻴﺮﻣﺤﻤﺪ ﻛﺎروان دﻋﺎ ﺧﺪاى ﻗﺒﻮﻟﻪ ﻛړه ﭼﯥ وﻳﻠﻲ ﻳﯥ و:
«راﺷﻪ درﺣﻤﺖ ﺑﺎراﻧﻪ ښار اﺧﻴﺴﺘﻰ اور دی … »
ﻧﺎ څاﭘﻪ درﺣﻤﺖ ﺑﺎران وورﻳﺪ اوﭘﻪ ﻫﻤﺪې اړ ودوړﻛﯥ ﭼﻴﺮې دﻛﻮﻣﯥ ﺗﻮﺗکۍ ﻟﻪ  وزرو ﻧﻪ درﺣﻤﺖ اوﺑﻪ دﻧﻮزادي ﺳﺘﻮﻧﻲ ﺗﻪ وروڅڅیدې،ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ ﻋﺎﻃﻔﻲ ﺳﺘﻮﻧﻰ ﻳﯥ ﻟﻮﻧﺪﺷﻮ،ﺗﺎﻧﺪ ﺷﻮ،دﺷﻌﺮﻏﻮټۍ ﭘﻪ ﻛﯥ ﻏﻮټه ﺷﻮې اودادى اوس دﻏﻪ ﻏﻮټۍ ﻏﻮړﻳﺪﻟﯥ دي  اوﺳﺘﺎﺳﻮ ﭘﻪ ﻣﺦ ﻛﯥ ﭘﺮﺗﯥ دي.
ﻛﻠﻪ ﻣﯥ ﭼﯥ دﻧﻮزادي دﺷﻌﺮوﻧﻮدا ټولګه(بریتور آشنا)، (نوزاديیې بریتور آشنا بولي اوزه یې د توتکۍ له وزرو بولم) وﻟﻮﺳﺘﻠﻪ،ﺗﺮټوﻟﻮ ډیر ﻣﯥ«دﺗﻮﺗکۍ له وزرو» نومیﺷﻌﺮﺧﻮښ ﺷﻮ، ﻧﻮځکه ﻣﯥ دﺧﭙﻠﯥ مقالېﺳﺮﻟﻴﻚ ﻫﻢ ﻟﻪ ﻫﻤﺪې ﻧﺎﻣﻪ ﻧﻪ ﭘﻪ اﺳﺘﻔﺎدې ﺳﺮه وټاکه .
ﻧﻮزادي ﺻﺎﺣﺐ دﺗﻮﺗکۍ ﻟﻪ وزروﻧﻪ د اوﺑﻮ دڅکلو ﻛﻴﺴﻪ د «بریتور آشنا» ﭘﻪ ﻣﻘﺪﻣﻪ ﻛﯥ راوړېده، زه ﻳﯥ دﺑﻴﺎ وﻳﻠﻮ اړﺗﻴﺎ ﻧﻪ وﻳﻨﻢ، دا ﭼﯥ ﻟﻪ ﻋﻠﻤﻲ ﭘﻠﻮه به دﺗﻮتکۍ ﻟﻪ وزروﻧﻪ داوﺑﻮ څکلﭘﻪ زدﻛړه اوﭘﻮﻫﻪ ﻛﯥ ﻣﻮﺛﺮه وي اوﻛﻪ ﻧﻪ، زه ﻓﻜﺮﻛﻮم ﭼﯥ دا ﻣﻬﻤﻪ ﻧﻪ ده، ﻣﻬﻤﻪ دا ده ﭼﯥدداﺳﯥ دود ﻳﺎ ﻋﻘﻴﺪې ﭘﻴﺮوي،دزده ﻛړې اوﭘﻮﻫﯥ ﭘﻪ ﻟﻮر ﻳﻮﻣﺜﺒﺖ ﺣﺮﻛﺖ اوﻧﻴﻚ ﻓﺎل دى .
د دې ﺷﻌﺮي ټولګې ﻟﻪ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ وروﺳﺘﻪ زه دې ﭘﺎﻳﻠﯥ ﺗﻪ ورﺳﻴﺪم ﭼﯥ د ﺗﻮتکۍ ﻟﻪوزرو ﻧﻪ دﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ ﺳﺘﻮﻧﻲ ﻛﯥ ﻟﻪ څڅول ﺷﻮو اوﺑﻮ ﻧﻪ درﺣﻤﺖ ﺑﺎران ﺟﻮړ ﺷﻮى دى،دﻧﻮزادي ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ  ﻳﯥ دﺷﻌﺮ آﻟﻬﻪ ﺑﻴﺎ ﭘﻪ ګډا سر ﻛړې  ده او دﻫﻐﯥ د ګډا او ﺳﻨﺪرو ﭘﺎﻳﻠﻪ دﺷﻌﺮوﻧﻮ دﻏﻪ ټولګه(بریتور آشنا)ده ﭼﯥ ﺳﺘﺎﺳﻮﭘﻪ ﻻس ﻛﯥ ده.
د ﺷﻌﺮوﻧﻮ ﭘﻪ دې ټولګه ﻛﯥ داﺳﯥ ﺷﻌﺮوﻧﻪ راوړل ﺷﻮي دي ﭼﯥ زﻣﺎ ﺷﻌﺮي ذوق ﻳﯥﻳﻮ څه را ﺧړوب ﻛړ، ﻧﻮ ﻟﻮﻣړى ﺑﻪ ﻳﯥ دﺷﻌﺮ د انځوروﻧﻮ دګډا ﭘﻪ داﻳﺮه ﻛﯥ، دﺷﻌﺮ د ﻳﻮڅو انځوروﻧﻮ ﭘﻪ ښکلا ﺑﺎﻧﺪې ﺳﺘﺮګې ﺧﻮږې ﻛړو، ﺑﻴﺎ ﺑﻪ ﺧﭙﻞ ﺑﺤﺚ ﭘﺴﯥ وغځوم :
دﺗﺨﻴﻞ ﻣﻼ، دژﺑﯥ ﻣﺎﺗﻴﺪل، دﭘﻴﻐﻮرﻣﺎر، دﻟﻴﻮﻧﺘﻮب ﺑﺎران، ﻣﺎﺗﻪ ژﺑﻪ، ﭘﻪ دارﭘﺴﯥدﻣﻨﺼﻮر ژړل، د ﺷﻮﻧډو ﭘﺘﺎﺳﻪ، ﭘﻪ ﺑڼو ﺑﻨﺪه اوښکه، د ﺗﻮﺑﯥ ﻛﺮل، د ګرﻳﻮان ﻛﻮر ﺗﻪ دﺗڼۍ وروړل او …
ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ «دﺗﻮتکۍ وزر» ﻧﻮﻣﻰ ﺷﻌﺮﭼﯥ ﺗﺎﺳﻮ وﻟﻮﻟﺊ،ﻫﻠﺘﻪ ﻟﻴﺪل ﻛﻴږي ﭼﯥ ﺷﺎﻋﺮ دﻣﺎﺷﻮﻣﺘﻮب ﺧﻮږې اوﭘﺎﻛﯥ دﻧﻴﺎ ګۍ ﺗﻪ ځي او دﻫﻐﻪ وﺧﺖ اوﻫﻐﻪ ځای د ﺧﺎﻃﺮاﺗﻮ ﭘﻪﻳﺎدوﻟﻮﺳﺮه دﺧﭙﻞ اوﺳﻨﻲ ژوﻧﺪ ﺗﭙﻞ ﺷﻮي دردوﻧﻪ اوﻏﻤﻮﻧﻪ ټکوروي. وګورئ:
«ﻣـــــﺎﺷـــﻮﻣــﺘـــﻮب څـــه ﺑــﺎﭼﺎﻫﻲ وه
ﻣــــﻮږ ﺑــﻪ ﺗـــــﻞ ﻟــــﻮﺑــــﯥ ﻛــﻮﻟـــــﯥ
ﻛــﺎﺷــــــــﻜﯥ آ د خــــټـو ﻛــــــﻮر واى
ﭼــﻰ ﺗــــﻴــﺮاﻧـــــﻮ ﻛــــﯥ ﻳــــﯥ ځـاﻟــﯥ
ﺗـــــــــﻮﺗـــــﻜــــﻴـــﻮ ﺟـــــــﻮړوﻟـــــــﯥ
ﻛـــﺎﺷـــﻜــﻰ ﺧـــﻮرﻣـــﯥ راﺳــــﺮه واى
ﺗــــﻮتــکــۍ ﺑـــــــﻪ ﻣــــــﻮ ﻧـــــﻴـــﻮﻟـﯥ
ﻟـــــﻪ وزرﻧـــــــﻪ ﻳــــﯥ ﭘـــــﺮ ﻟــــﭙــــﻪ
اوﺑــــــﻪ ﻣــــــﺎﺗـــــــﻪ راﻛـــــﻮﻟـــــــﯥ
ﭼـﻰ ﻣﯥ ﺧــﻼص ذﻫﻦ ښاﻳﺴـــﺘــﻪ ﺷـﻲ
ﺳﺒـــــﻘـــﻮﻧـــــﻪ ﭼــﯥ ﻣــﯥ زده ﺷــــي
ﭼــــﯥ را ګــیــره ﺗــﻮتــکــۍ ﻛـــــړم
ﭘـــــﺮ وزر ﻳـــــﯥ اوﺑــــﻪ را ﻛـــــړي
ﺑــﻴــﺎ ﻳــﯥ ﻣَـﭻ ﭘــــﺮ ﻛـــﻜـــﺮۍ ﻛـړي
ګــوﻧــﺪى دا ځــل را ﻟﻪ ﺧـﻼص ﻛړي
د زړګــــي ﺑﻨــــﺪ ﺑﻨـــــﺪ رګــــــــــوﻧﻪ
ګـــوﻧﺪې دا ﺑـــــﻪ را ټــــکور ﻛـــړي
ﭘــــﺮې ﻧــﺎﺳــﻮر ﻧــﺎﺳـﻮر زﺧــﻤﻮنه»
په دې ټولګه کې نوزادي خپل فکر هم د آزادو شعرونو په قالب کې او هم د غزل په قالب کې وړاندې کړی دی. دی توانیدلی دی چې خپل فکر په دواړو قالبونو کې لوستونکو ته ورسوي. دا یې د غزل په قلب کې یوه غوره بیلګه ده:
ﺷﻮر
ﭘــــــــــﻪ اﻳــــــــــﺮو ﻧــــــــــﻪ ﺳــــــــــﻮزم زه اور ﻟټــــــــــﻮم
ځـــــــﻢ د ﺳـــــــﻜﻮن ﻟـــــــــﻪ ﻛـــــــﻮره ﺷـــــــﻮر ﻟټــــــــــﻮم
دﻣـــﺎښـــــــــــﺎﻣــﻮ اﺳـــــــــــﺘﺎزى ﻣـــــــــــﻪ راﻟﻴـــــــــــږ ئ
دﺳــــــــــــﺒﺎوون ﭘﺮﻧﻴﻠــــــــــــﯥ ﺳــــــــــــﭙﻮر ﻟټـــــــــــــﻮم
دﻣـــــــــړه ﺳـــــــــﺎﺣـــﻞ ﻟـــــــــﻪ ﻗﺒﺮﺳـــــــــﺘﺎﻧﻪ وځـــــــــﻢ
ﭘــــــــﻪ ﺗــــﻮﭘــــــــﺎﻧﯥ څــــپــو ﻛــــــــﯥ ﻛــــــــﻮر ﻟټــــــــﻮم
زﺧــﻤــــــﯥ ﻳــــــﺎدوﻧـــﻮ زړه زﺧـــﻤــــــﻰ زﺧﻤــــــﻰ ﻛــــــړ
اوس ﺑـــــــﻪ ﻛـــــــﻮم زﺧـــــــﻢ ﺗـــــــﻪ ټکـــــــﻮر ﻟټـــــــــــﻮم
دزاړه ﻳـــــــــﺎر زﻳـــــــــﻦ ﻛـــــــــړي آس ﭘـــــــــﻪ ﺗﻤـــــــــﻪ
د ﺟﺎﻧــــــــــﺎن ﭘــــــــــﻞ د ﺟﺎﻧــــــــــﺎن ﻟــــــــــﻮر ﻟټــــــــــﻮم
ﭼــــــﯥ ﻣــــــﯥ ﭘــــــﻪ درد دﺳــــــــﻮي زړه ﭘــــــﻮﻫــﻴــــږي
ﻓـــــــــﺮاق ﺳـــــــــیــځــلی ﻟﻜـــــــــﻪ ﺳـــــــــﻜﻮر ﻟټـــــــــﻮم
زﻧــځــــیــر دﻋـــﻘــــــﻞ دې ﺟﻨــــــﻮن ﻣــــــﺎت ﻧــــــﻪ ﻛــــــړ
ﻧـــــــﻮزادي ﺳـــــــﺘﺎ ﭘـــــښوﺗـــــﻪ ﺑـــــــﻪ ﻧـــــــﻮر ﻟــټـــــــﻮم
http://www.taand.com/archives/29931    
رند نوزاديﻛﻠﻪ ﻛﻠﻪ دﺗﻴﺮو ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ زاړه ﻛﺎرول ﺷﻮي انځوروﻧﻪ ﺳﺮه ﻧﻐﺎړي، ﻣﺮوړي ﻳﯥاوﻧﻮي ښکلي ﺗﺼﺎوﻳﺮ ورﻧﻪ ﺟﻮړوي او ﻟﻪ ځانګړې ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ رﻧﺪۍ ﺳﺮه ځان ﺗﻪ ﻓﺘﻮاوېﺻﺎدروي ﭼﯥ ﻧﻔﻠﻲ روژې دﺷﻮﻧډو ﭘﻪ ﭘﺘﺎﺳﻮ ﻧﻪ ﻣﺎﺗﻴږي. وګورئ:
ﻣﺎښام آذان ﭘﻪ ﺑﻬﺎﻧﻪ ﻣﯥ ګوره ﻣﻪ ځــنډوه
ﻧﻔﻠﻲ روژې ﭘﻪ ﭘﺘﺎﺳﻮ دﺷﻮﻧډو ﻧﻪ ﻣﺎﺗﻴږي
ﻧﻮزادي ﻟﻪ آزاد ﺷﻌﺮ ﻧﻪ ﻗﺎﻓﻴﻪ وال ﺗﻪ ډﻳﺮه ﭘﺎﻣﻠﺮﻧﻪ ﻛړې ده. ﭘﻪ ﻗﺎﻓﻴﻪ ﻳﯥ زوراﭼﻮﻟﻰ دىاوﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ  ﻣﻬﺎرت ﺳﺮه د ﻗﺎﻓﻴﯥ ﻛﭽﻜﻮل ﭘﻪ ﻏﺎړه دﺷﻌﺮﻟﻪ ﻣﻠﻜﯥ ﻧﻪ دانځوروﻧﻮ ﺧﻴﺮﻏﻮاړي، ﺗﺮڅو دﺧﭙﻠﯥ ﺗﻠﻠﯥ، ﺑﺎﻳﻠﻠﯥ ځوانۍ ﻳﺎدوﻧﻪ ﺗﺎزه ﻛړي او ﭘﺮ ﺧﭙﻠﻮ ټپوﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې د ﺷﻌﺮﻧﺮم ﻣﺮﻫﻢ ﻛﻴږدي اوﺧﭙﻞ ﺑﻮډاﺗﻮب ﺳﺮه ﻫﻢ دﻫﻤﺪې ﺷﻌﺮي انځوروﻧﻮ ﭘﻪ زوراوﻣﺮﺳﺘﻪ ګوتې وﻣﺮوړي .
ﭘﻪ دې ټولګه ﻛﯥ دﻗﺎﻓﻴﻪ وال ﺷﻌﺮښې ﻧﻤﻮﻧﯥ ﻣﻴﻨﺪﻻى کیږي، ﺧﻮ د« ﻣﺎﻫﻲ ګیراوﭘﺎﭼا» کیسه  ﻳﯥ اوج ګڼلاى ﺷﻮ .اوﺳﻨﻲ پښتوﺷﻌﺮﺗﻪ ادﺑﭙﻮﻫﺎن رزﻣﻲ ـ ﺗﻐﺰﻟﻲ ﺷﻌﺮ وﻳﻼى دى، او دﻧﻮزادي  ﭘﻪ دېټولګه(بریتور آشنا)ﻛﯥ دواړو ﺑﺮﺧﻮ ﺗﻪ ﭘﺎﻣﻠﺮﻧﻪ ﺷﻮې. د رزﻣﻲ ﺷﻌﺮ ښه ﺑﻴﻠګه ﻳﯥ « ﻧﻤﻚ ﺣﺮام دوران» دى ﭼﯥ داﻓﻐﺎن ﻣﻠﺖ د رزﻣﻮﻧﻮ، ﻣﻴړاﻧﻮ او ﻧﺎﺧﻮاﻟﻮ ﻏﻮره نمونهﻳﯥ ﭘﻪ دوو ګوﺗﻮﻛﺎﻏﺬﻛﯥ راﻏﻮټه ﻛړې ده:
نمک ﺣﺮام دوران :
ﻛـــﻮم روﻳﺒـــﺎر ﺑـــﻪ ﺑﻴـــﺎ دﻳـــﺎر د کوڅې راﺷـــﻲ
ﭼﯥ ﭘﻴــﻐـﺎم ﻳـﯥ وﭼـﻮ ﺷـﻮﻧــډ و ﺗـــﻪ ﻣﻮﺳـﻜــﺎ ﺷـﻲ
ﻛـــﻮم ﻣــﻴﺮوﻳــﺲ ﺑـﻪ ﺑﻴﺎ ګرګین ﭘﻪ وﻳﻨﻮﺳـﻮر ﻛـړي
http://www.taand.com/archives/30041  
 په شعر کې د نوزادي غوښتنې او پیام ښکاره او برالا دی ﻧﻮزادي دﺧﭙﻞ ژوﻧﺪ ټوﻟﯥ ﺗﺠﺮﺑﯥ،ﺧﺎﻃﺮې او دﻳﻮاﻟﻮﻧﻪ  ﭘﻪ ﺳﻮﻛﺎﻧﻮ وﻫﻲ، ځوابوﻧﻪ ورنه ﻏﻮاړي اوﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ ﭼﻴﻐﻮ ﺳﺮه ﻏﻮاړي د ﺧﺎﻣﻮش اﻛﺜﺮﻳﺖ ﻟﻪ داﻳﺮې څخه ﻟﻮﻣړى ځان او ﺑﻴﺎ ﺧﭙﻞ ﻧﻮر د ﻛﺘﺎر ﻣﻠګري را وﺑﺎﺳﻲ او راوﻳښ ﻳﯥ ﻛړي، دﻫﻤﺪې ﻫﺪفﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﭼﻐﯥ وﻫﻲ:
ﻧــﻮر د ﻋـﻘـﻞ ﻟﻪ ﺑﺎزاره ﺑــﻪ راوځـم
ﻟـﻴﻮﻧـﻮﻏـﻮﻧﺪې ﻟﻪ ښاره ﺑـﻪ راوځـــم
د ﺗﻘﺪﻳﺮﭘﻪ ګوﺗﻮ څیرې ګرﻳﻮان ﺳﺮه
ﻫــﻮښـیــاراﻧـﻮ ﻟـﻪ ﻛـﺘﺎره ﺑﻪ راوځم
ﺗــﺮ اﻳﺮو ﻻﻧﺪې ﺑڅـرﻛﻰ ﻧﻪ ﭘﺮﻳﻮزم
و ﻟــﻤـﺒـﻮﺗـﻪ ﻟﻪ اﻧـګـاره ﺑـﻪ راوځـم
ﭘﻪ ﻟﻴﻤﻮ ﻛﯥ ﺑﻪ ﻣﯥ ﻣﻴﻨﻪ ﻳﺎر ﺗﻪ ﻳﻮﺳﻢ
ﻟﻪ ﻗﺎﺻﺪه، ﻟﻪ روﻳﺒــﺎره ﺑﻪ راوځـــم
د ﺑـﺮﻳښنا ﭘﻪ دود ﺑﻪ ځم د ﻳﺎر ﺗﺮﻛﻠﻰ
دﺗـﻴـﺎرو د ﻳــﻮن ﻟﻪ ﻛﺎره ﺑﻪ راوځم
ﭼﻰ ﺷﻤﻠﻪ ﻣﻰ د اﻳﻮب ﺑﻴﺎ ﺟګه ﻧﻪ ﻛړه
ﻣــﻼلۍ د ﻏـﺎړې ﻫـﺎره ﺑـﻪ راوځــــم
دﻟﻤﺮښارﻛﯥ ﺑﻪ د ﭘﻴﻐﻠﻮ اﺗڼ ﺟﻮړ ﻛړم
ﺗــﻮرو ﺷـﭙﻮ ﻛﯥ ﻟﻪ ﺧـﻤﺎره ﺑـﻪ راوځم
ﭘښتنوﺗﻪ ﺑﻪ ﻛړم ږغ «ﻛښتۍ ډوﺑﻴږي!»
و اﻗــﺮارﺗــﻪ ﻟــﻪ اﻧــﻜﺎره ﺑــﻪ راوځــم
http://www.taand.com/archives/30123  
  ﻛﻴﺪاى ﺷﻲ ﭘﻪ ﻳﻮځانګړي ﺑﺤﺚ ﻛﯥ د ﻧﻮزادي دﺷﻌﺮوﻧﻮ ﭘﺨﻮانۍ ټولګه (دوړاﻧګو ﺟﻨﺎزې) او ددې ټولګې(بریتور آشنا)ﺷﻌﺮوﻧﻪ ﻳﻮﻟﻪ ﺑﻞ ﺳﺮه ﭘﺮﺗﻠﻪ ﺷﻲ، ﺧﻮ زه دﻟﺘﻪ دا ﻛﺎر ﻧﻪﻛﻮم. دوﻣﺮه واﻳﻢ ﭼﯥ دﻧﻮزادي دﺷﻌﺮوﻧﻮ دا ﺟﻮﻧګ دده دﻧﻮﻳﻮ ﺷﻌﺮي ﺗﺠﺮﺑﻮ ﻳﻮ ﺗﺎزه ﭘﻴﺸﻜﺶ دى.
دﻧﻮزادي دﺷﻌﺮوﻧﻮ دا ټولګه دده دژوﻧﺪ د دردوﻧﻮ، رنځوﻧﻮ، ﻣﺎﺗﻮ، ﻫﺠﺮﺗﻮﻧﻮ،ﻳﺂﺳﻮﻧﻮ د دورې ﻣﺤﺼﻮل ﺗﺨﻠﻴﻘﺎت دي، ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ ﭘﻪ ښه توګه دده دزړه اوﺿﻤﻴﺮﻏږانځور ﺷﻮى دى.ﭘﻪ رﺳﺎ ژﺑﻪ ﺧﭙﻠﯥ ځواﻧﯥ ﭘﺴﯥ اﻓﺴﻮس ﻛﻮي اوﻟﻪ ﻳﻮه رنځووﻧﻜﻲ ﺣﺎﻟﺖ ﺳﺮه ﻻس ګرﻳﻮان دى، ﺧﻮﻟﻪ دې ټوﻟﻮﻛړاووﻧﻮ اوﺳﺘﻮﻧﺰو ﺳﺮه،ﺳﺮه ﭘﻪ ده ﻛﯥ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ دﻣﻴﻨﯥﺟﺬﺑﻪ ژوﻧﺪۍ ده، دوﻃﻦ دﻣﻴﻨﯥ ﺟﺬﺑﻪ، دﺧﻠﻜﻮ د ﻣﻴﻨﯥ ﺟﺬﺑﻪ اودده د ﺧﭙﻠﯥ ورﻛﯥ ﻣﻴﻨﯥﺟﺬﺑﻪ .
څو ورځې مخکې د پښتو ورځ په غورو او نارو سورو ولمانځل شوه، د احساساتي لمانځلو تر څنګ پر پښتو ژبې باندې څو تنو ریښتینو زړه سواندو د دې ورځې د لمانځلو په خاطر داسې لیکلي وو:
«د پښتو ژبې د لمانځنې په ویاړ
ما پخوا هم لیکلي او ویلي و: ژبه په تشو نارو، سورو او چغو نه پانګمنه کېږي – ژبه باید سیاسي – اقتصادي ، فرهنګي شي .
زه هیله لرم چې هر څوک د خپلې مورنۍ ژبې د لمانځنې ، پالنې ، روزنې او پانګمن کول حق ولري، خو ژبه په تشو نارو ، سورو ، چغو او هغې ته د لویو ستاینو په ورکولو نه پانګمه کیږي او نه وده کوي . ژبه د علمي ، تخلیقي آثارو په رامنځ ته کولو او د غوره اثارو په ژباړلو ژبه کیږي او تر ټولو مهمه دا چې ژبه باید په غوره توګه سیاسي – اقتصادي ، فرهنګي شي ...»
https://www.facebook.com/profile.php?id=100001882552459&fref=nf
«که غواړئ ژبه مو پياوړې او له سيالانو سره سياله شي، کتاب وړيا مه غواړئ، ويې پیرئ چې ليکوال يې په نس موړ شي او بل کتاب درته وليکي. د هغې او دغې ورځې نمانځل کوم ځای نه نيسي.»
 https://www.facebook.com/bahijothmani?fref=nf  
او دا کار دا دی ښاغلي نوزادي تر سره کړ. خپل کتابونه یې چاپ او خپاره کړل او خپلې مورنۍ ژبې ته یې په غورو، نارو سورو او شعارونو نه، بلکې عملا خدمت وکړ، نور یې پر تاسو.
پای