د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اتصالات لخوا د قران د حسن تلاوت اتمه کلنۍ سیالي پیل شوه

نعمت الله ظفرزی 02.06.2015 23:47

د اتصالات د قران کریم د حسن تلاوت کلنۍ سیالۍ ته د غوره کولو لومړی پړاو د روان کال د مي میاشتې په ۲۸مه نیټه د هیواد په ۵ زونونو کې  پیل او د درې ورځو لپاره یې دوام وکړ. پدې پړاو کې ۵۰ تنه په کابل کې د کیدونکي سیالي په بل پړاو کې د ګډون لپاره وټاکل شول.
د قرآنکریم د حسن تلاوت سیالي هر کال د مبارکې روژې په رارسیدلو او له دغې مبارکې میاشتې څخه د لمانځنې په توګه او په ځوانانو کې د اسلامي ارزښتونو د دودلو له امله ترسره کیږي.
د افغانستان اتصالات د سوداګریزو چارو مشر یاسرابوالعمایم وویل، په ځوانانو کې د اسلامي فرهنګ دودول او په افغانستان کې د تعلیمي پروګرامونو څخه ملاتړ زمونږ د کاري لومړیتوبونو څخه دي.
نوموړي زیاته کړه، زمونږ موخه د موکو برابرول  او خلکو سره مرسته کول دي، ترڅو خپل هدف ته ورسیږي، مونږ د ټولنې د وګړو د ژوند کیفیت لوړولو ته ژمن یو، چې دا هر څه مونږ د پاملرنې، شریکولو او الهام ورکولو له لارې ترسره کوو.
ابوالعمایم له موکې څخه په ګټې اخیستنې ددې سیالۍ ټولو ګډونکوونکو ته د بریا او غوره سیالۍ د ترسره کولو هیله وکړه.  
د غوره قاریانو د ټاکلو پروګرام په یو مهال د هیواد په ۵ زونونو کې پیل شو، چې له مخې به یې دوهم پړاو ته د لارې موندلو په صورت کې  ټاکل شوي قاریان په کابل کې سیالیو کې ګډون  کوي.
د ویلو وړ دی، د ۵۰ تنو ټاکل شوو قاریانو سیالي د روان کال د می په ۳۱مه نیټه د حج او اوقافو وزارت، د اتصالات او آریانا تلویزیون د لوړپوړو چارواکو پر وړاندې په کابل کې پیل شوې.
د سیالۍ کوونکو داوري د حفظ، تجوید او قرانکریم د حسن تلاوت د قانون (قاعدې) له مخې ترسره کیږي  او د سیالیو په پای کې پنځه غوره قاریانو ته تصدیق پاڼې او نغدې جایزې ورکول کیږي.
دا ځل د قرآن کریم د حسن تلاوت اتمه کلنۍ سیالي په افغانستان کې د اتصالات د فعالیت د اتم کال سره په ورته مهال کې پیل شوې. د اتصالات د قرانکریم د حسن تلاوت سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۸ کال کې  پیل شوې، او په ډیر لنډ مهال کې په ټول افغانستان کې یو ډیر لیدونکي پروګرام باندې بدل شو.
د اتصالات د قرآن پاک د حسن تلاوت په کلنۍ سیالۍ کې ډیر ځوانان د هیواد له ګوټ ګوټ څخه ګډون کوي او ددې پروګرام له لارې غوره قاریان ټولنې ته پیژندل کیږي او پیژندل شوي دي. همدارنګه د تیر پړاو ګټونکي قاریانو وکولای شو، چې د عربو متحده اماراتو کې د قران کریم په نړیوالو سیالو کې د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړي.
د یادونې وړ دی، هغه کسان چې ددې پروګرام د کتلو لیوالتیا لري کولای شي د روژې په مبارکه میاشت کې یې د آریانا تلویزیون په پرده وویني څخه وویني.
د افغانستان اتصالات په اړه:- د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابرتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې د عربو متحده اماراتو کې موقعیت لري او د نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه ده. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې، اتصالات د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره اوس د هیواد یوه له پرمختللو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې تر ۴ ملیونه څخه ډیر فعاله پیریدونکي لري. اتصالات په هڅه کې دی، چې د غوره کیفیت، نویو خدمتونو، ټیټو بیو او د هیواد په هر ولایت کې د پراخه پوښښ په درلودلو سره بازار کې غوره ځای ومومي.
له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا اتصالات له۳۰۰ ملیونه ډالرو څخه ډیره پانګونه کړیده او لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده چې په افغانستان کې د 3.75G خدمتونه وړاندې کړل.
دلاډیرو معلوماتو لپاره www.etisalat.af او یا هم  www.facebook.com/etisalatafg ویبپاڼو څخه لیدنه وکړئ.