د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان ماشوم د سترو ننګونو په منګولو کې

عبدالغني (هاشمي) 02.06.2015 12:31

که څه هم زموږ هېواد په وروستیو کلونو کې د ژوند په بېلابېلو ډګرونو کې ځینې د پام وړ پرمخنګونه کړي، خو له دې سره بیا هم د ټولنې د نورو بېلابېلو قشرونو ترڅنګ، افغان ماشومان د خپل ژوند په تاند پسرلي کې له یو لړ ستونزو او ننګونو سره لاس او ګرېوان دي، چې دلته د هغو درېیو سترو ننګونو یادونه کوو، چې په پراخه او جدي توګه زموږ د هېواد د ماشومانو ژوند له څو اړخونو ګواښي.
ښوونیزې - روزنیزې ستونزې:
د ښوونې روزنې په برخه کې زموږ هېواد له لسلګونه، آن سلګونه ستونزو او ننګونو سره مخ دی، خو موږ به پر هغو بحث وکړو، چې دا بهیر یې له سختو او بنسټیزو خنډونو سره مخ کړی او زموږ د هېواد بچې یې له امله یې له ډېر معنوي زیان سره مخ دي.
درسي مواد: د نړۍ په نورو، په ځانګړي ډول پرمختللیو هېوادونو کې د ماشومانو لپاره درسي توکي د هغه هېواد د سواد کچې، ټولنیز او اقتصادي ژوند او فرهنګي ارزښتونو په پام کې نیولو سره چمتو کېږي، خو زموږ په هېواد کې درسي مواد تر ډېره بریده د ټولنې د ټولیزو عیني شرایطو، سواد او پوهې کچې په پام کې نیولو نه، بلکې د نورو هېوادونو د درسي موادو په تقلید او یا هم په ارماني ډول چمتو کېږي، چې د ماشومانو او کورنیو له ټولنیزې کچې سره همغږي نه لري، ځکه نو د ښوونې په برخه کې يې د پام وړ ګټور نه واقع کېږي.
ښوونیز پرسونل او نه مسلکي توب: که څه هم په وروستیو کلونو کې د ښوونکو او ښوونیز پرسونل د مسلکي پوهې د لوړولو په برخه کې څه ناڅه کار شوی، خو بیا هم په دې برخه کې ډېرې نیمګړتیاوې شته، په ډېریو په ځانګړي ډول لرې پرتو سیمو ښوونځیو کې د کافي مسلکي ښوونکو نه شتون لا هم هغه ننګونه ده، چې زموږ د هېواد بچې یې له امله له معنوي زیان سره مخ دي او په ډېر ټیټ کیفیت روزل کېږي.
د څارنې ټیټه کچه:د مسلکي او پوهو کادرونو له خوا په جدي او دومداره توګه د ښوونځيو د ښوونیز بهیر تفتیش او څارنه، د ښوونیزو چارو په سمون او پیاوړتیا کې د پام وړ مثبت اغېز لري، خو له بده مرغه له یوې خوا زموږ په هېواد کې په ټولیز ډول او د ډېریو ولایتونو او لرې پرتو سیمو په ښوونځيو کې په ځانګړي ډول، دا بهیر پڅ او نیمګړی دی، که په دې برخه کې څه ناڅه فعالیتونه هم ترسره کېږي، له یوې خوا بسیا نه دي او له بل لوري د مسلکي کادرونو له خوا نه ترسره کېږي، چې اغېز یې لږ دی.
بله ننګونه چې زموږ د ښوونې او روزنې بهیر تر خپل منفي اغېز لاندې راولي، هغه د کورنیو له خوا د اقتصادي ستونزو، سرپرست نه درلودلو، په نشه يي توکو د والدینو روږدي کېدلو او نورو بېلابېلو لاملونو له کبله نورو، په ځانګړي ډول شاقه کارونو ته د ماشومانو ګمارل دي، چې دا حالت د هغوی پر ښوونیز او روزنیز بهیر ډېره منفي اغېزه کوي.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د یوې سروې له مخې ۵۲ فيصده افغان ماشومان اړ دي چې له کوره بهر د روزي پیدا کولو یا په نشه يي توكو د خپل روږدي پلار د اړتیا پوره كولو، لوږې، بې سرپرستۍ او بې روزګارۍ لپاره درانه کارونه وکړي.
له دې او نورو ډېر شمېر ستونزو له کبله زموږ د هېواد ډېری ماشومان له زده کړو هم پاتې کېږي، چې د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې، اوسمهال يوولس اعشاريه پنځه مليونه ماشومان او نوي زلميان ښوونځي ته ځي او لا هم یو اعشاریه درې ميليونه تنه ښوونځي ته له تگ څخه بې برخې دي، چې زيات شمېر يې نجونې دي، خو ځينې مراجع بیا دا ۳ږ۱ ملیونه شمېره نه مني او دا شمېره تردې پورته ګڼي.
 روغتیايي ستونزې او ننګونې:
ټولنې ته د روغیتا له پلوه د یوه ښه ماشوم وړاندې کولو لپاره تدابیر، د مور په رحم کې د ماشوم له تشکیلېدو او یا هم تر هغې وړاندې پیلېږي، چې له بده مرغه دولت خو په دې برخه کې داسې ځانګړي تدابیر او هڅې چې ټول ملت تر خپل پوښښ لاندې راولي؛ نه لري، خو زموږ د ډېرو لږو حتا په نشت حساب هېوادوالو پرته نور د ټول هېواد په کچه زموږ وګړي دې برخې ته پاملرنه نه کوي او یا هم د فقر او نورو ستونزو له امله ورته رسیده ګي نه شي کولای.
پر دې سربېره زموږ ماشومان له زېږون وروسته له بېلابېلو ستونزو او ننګونو سره لاس او ګرېوان دي، چې ډېری مړینې او نورې روغتیايي ستونزې د همدغو نیمګړتیاوو له کبله رامنځته کېږي.
د رایټز موسسې د یوه راپور له مخې په افغانستان کې په سلو کې ۲۵ ماشومان روغتیايي اسانتیاوو ته د نه لاسرسي، فقر او نورو بېلابېلو لاملونو له کبله تر پنځه کلنۍ وړاندې بېرته مري.
د ماشوم روغتیا ساتنې په برخه کې د کورنيو پوهې او امکاناتو نه درلودل یا هم لږه پوهه او امکانات په بېلابېلو ناروغیو د ماشومانو د اخته کېدو آن مړینې بل لامل دی.
ماشومان د مکروبونو او سړو تودو پر وړاندې لږ مقاومت لري، چې زموږ د هېواد ککړ چاپېریال او روغتیا ساتنې وقایوي امکاناتو نه شتون له کبله ډېری ماشومان په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي او د مړینې لامل یې ګرځي.
 د ماشومانو درملنې روغتیايي مرکزونو نه شتون: کله چې د ناروغیو د مخینوي او وقایې لپاره امکانات موجود نه وي، نو باید د درملنې لپاره پیاوړي مرکزونه شتون ولري، چې له بده مرغه زموږ په هېواد کې د ماشومانو ددرملنې له یوه دوو مرکزونو پرته، په دې برخه کې خدمتونه په اصطلاح په صفر کې ضرب دي.
بله ستونزه په ښوونځیو کې د سالم چاپېریال او روغتیايي تدابیرو نه شتون دی، چې ډېری ماشومان یې له امله په ناروغیو اخته کېږي او ساري ناروغیو له یوه ماشومه بل ته انتقالېږي.
په منظمه توګه د بېلابېلو ناروغیو د مخینوونکو واکسینونو نه تطبیق بله ننګونه ده چې که څه هم د عامې روغتیا وزارت په دې برخه کې ډېره پاملرنه کوي، خو بیا هم ډېرو پراخو او جدي اقداماتو ته اړتیا ده، څو ماشومان له ډېریو ناروغیو وژغورل شي. خو له بده مرغه زموږ هېودوال د ځينو نورو ناروغیو ترڅنګ د پولیو یا ګوزڼ له ناروغۍ هم لا خلاص نه دي، چې په ټوله نړۍ کې یې ټغر ټول شوی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د سروې له مخې په ۲۰۱۴ کال کې د پولیو ۲۸ پېښې موندل شوې وې، چې کېدای شي په هغو سیمو کې چې نړیوال یا هېوادني روغتیايي سازمانونه او ادارې ورته لاسرسي نه لري، نورې داسې پېښې هم شتون ولري، چې نه دي ثبت شوي.
جګړه او ناامني:
د فقر او بېلابېلو محرومیتونو او ناخوالو ترڅنګ، جګړه او نه خوندیتوب هغه بله ستره بدمرغي ده، چې په ډېرې بې رحمۍ په ټولیز ډول زموږ د ټولو هېوادوالو او په ځانګړي ډول له یوه لوري زموږ د تنکیو ماشومانو ژوند اخلي، له بله اړخه یې نازولي روحونه په شدت سره ګواښي او تر خپل ناوړه اغېز لاندې یې راولي او له بل لوري یې هم د ژوند له ډېرو حقونو او اسانتیاوو بې برخې کوي.
که پر ماشومانو د جګړې د نورو اړخونو له بدو او ناوړه اغېزو تېر شو، یوازې په جګړه کې د دغه بې ګناه قشر په تلفاتو تم شو، نو ګورو چې د وروستیو لسیزو په جګړو کې زموږ د هېواد ماشومانو ته درانه تلفات اوښتي. سربېره پردې چې زرګونه ماشومانو په جګړو کې خپل ځانونه له لاسه ورکړي، ډېری یې له دې امله معیوب او معلول شوي هم دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) لخوا د یوې خپرې شوي اعلامیې له مخې، د ۲۰۱۳ کال په لومړیو څلورو میاشتوکې (د جنورۍ له پیل څخه د اپریل د میاشتې ترپایه) د ماشومانو د مرګ ژوبلې شمېره۴۱۴ ښودل شوې ده، په داسې حال کې چې دا شمېره د ۲۰۱۲ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۳۲۷ ښودل شوې وه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا شمېره په جګړه کې د ماشومانو د تلفاتو په شمېره کی ۲۷ سلنه لوړوالی ښیی.
څه موده وړاندې یوناما په جګړه کې د ماشومانو د ساتنې یو کتابګوټی خپور کړ او په هغه کې یوناما ویلي، چې په ۲۰۱۳ کال کې دوی ۱۷۰۰ هغه پېښې ثبت كړي، چې په كې ماشومان وژل شوي او يا ټپيان شوي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي یان کوبیش د دغه كتابګوټي د پېژندلو په خاطر د بشري حقونو په خپلواك كمېسيون كې جوړې شوې ناستې كې ويلي، ۵۴۵ ماشومان وژل شوي او ۱۱۴۹ نور ټپيان دي.
خو که وغواړو د افغان ماشومانو د تلفاتو دقیقه شمېره پیدا کړو، اول خو نشته که وي هم کره او دقیقه نه ده، چې دا په خپل ذات کی یوه بله ستونزه ده.
د بېلابېلو لوریو له خوا د جګړه ییزو فعالیتونو په موخه د ماشومانو ګمارنه هم د یوه بل ناورین په توګه په ډېرې بې رحمۍ زموږ د ماشومانو ژوند اخلي او هغوی د ژوند په ښکلي پړاو کې د ژوند له بېلابېلو نعمتونو څخه بې برخې کوي.
اوس نو دا پوښتنه رامنځته کېږي، چې که افغان دولت او نړیواله ټولنه د افغانستان ماشومانو ته جدي پاملرنه ونه کړي؛ د نن ماشومان به د افغانستان د سبا لپاره کومې پایلې ولري؟
ایا د جګړې لیکو ته به ورځي که د ودې، پرمختګ، پراخیتا، سمون او رغون د کاروان له یون سره یوځای کېږي؟