ډیری انسانان
01.06.2015 12:34د انسانانو ډیرۍ په بیړۍ کې د عرشې مسافران
په اورګاډي کې د دریمې درجې خاوندان
په پلیو لارو کې آبلې پښې روان
دانسانانو ډیری
په اته کلني کې شاقه کار ته ځي
په شل کلنۍ وادء کوي
او په څلویښت کلنۍ عمر کې مري
ډوډۍ ،د ډیرۍ انسانیت نه بل هر چاته کفایت کوي
وریجې هم داسې
بوره هم داسې
کالي هم داسې
کتاب هم داسې
د ډیری انسانانو
په ځمکه سیوری نشته
په کوڅه کې ېې د بریښنا ګروپ نشته
په کړکۍ کې ېې شیشه نشته؛
خو یوشی لري د انسانانو ډیری: او هغه امید دی
امید لري ډیری انسانیت
ځکه چې بغیر له امیده خو ژوند ناشونی دی! (ناظم حکمت)