د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت ۱۱

پوهندوی آصف بهاند 31.05.2015 23:39

په دې ویبپاڼې(kitabtoon.com) کې به اوس د آنلاین شوو کتابونو له ډلې څخه د نمونې په توګه څو کتابونه په مفصل ډول معرفي کړم، محتویاتو ته به یې نظر وکړم چې څه په کې راغلي دي؟ څومره د کوچنیانو له پاره ګټور دي؟ مواد یې له اوسنیو شرایطو او غوښتنو سره سمون لري که نه؟
   
لومړی: یوه لمن کیسې:

د کوچنیانو له پاره دا ګټور کتاب د ښاغلي محب زغم په قلم لیکل شوی دی. ښاغلی ډاکتر زغم پرته له طبي مطالبو، د ښه هنري ذوق او عالي استعداد له مخې په هنري ادبیاتو کې هم تخلیقات کړي دي. د شعر او ادب په باب نظریات، شعر، ناول، لنډې کیسې او ... یې لیکلي دي. ډاکتر زغم هم په خپل مسلک(طب) کې او هم د ادبیاتو په ډګر کې د ماشوم او کوچني ژوند او روزلو ته په بنیادي ډول پاملرنه کړې ده، چې دا د نوې ټولنې د نوي نسل درکول، ورباندې پوهیدل او دهغوپیژندل دي. د هغوی د ستونزو پیژندل او ورته د حل لارې لټول دي، ډاکتر زغم دا کار کړی او د حل د لارې په توګه یې عملي کار ورته کړی، کیسې یې ورته لیکلي دي او د راتلونکو زیږیدونکو ماشومانو اروايي ستنونزو د مخنیوي له پاره یې ډیرې ګټورې ژباړې کړي چې ښه بیلګه یې همدا کتاب(یوه لمن کیسې) دی چې له اردو ژبې نه یې پښتو ته اړولی دی. د دې کتاب لوستل مشرانو او کورنیو ته لکه ډیوه لار ښود په لاس ور کوي چې د ماشوم د رواني سلامتیا له پاره له هغه سره باید څه ډول چلن وشي.
 
زه نه غواړم دلته د ده پرټولو علمي او هنري هڅو وغږیږم. دا یو جلا بحث، بله پاڼه او علیده فصل دی. که خیر و بیا به یا زه یا کوم بل څیړونکی کار پرې وکړي. دا دی له نیکه مرغه چې د خپلو تخلیقاتو په سلسله کې یې کوچنیان هم نه دي هیر کړي. د ښوونې روزنې او د کوچنیانو د ادبیاتو د یو ښه فعال په ډول د دې ساحې د نورو قلموالو په څنګ کې د یو زړه سواندي فعال په ډول کار کوي، قلم چلوي او د دې وطن د راتلونکې په خاطر یې د نوي نسل روزلو ته په عقیدې درلودلو سره پر له پسې هڅې کړې چې یوه ښه بیلګه یې «یوه لمن کیسې» دي.
په «یوه لمن کیسې» نومې ټولګه کې ټولې اوه(۷) کیسې راوړل شوې دي. هغه اوه کیسې دا دي:
ملګرتیا، وز وزی، ببرک او تلویزیون، چینجی په نوکانو کې، بنجر، پاپي په څه شي پسې ګرځیده او شپه په ځنګل کې.
د ماشومانو او کوچنیانو د روزلو په برخه کې د بیلابیلو هیوادونو کارپوهان دې پایلې ته رسیدلي دي چې انځوریزې کیسې د کوچنیانو ډیرې خوښیږي او د دوی پر ماشوم ذهن باندې یې تاثیر ډیر ښه او مثبت وي. د همدې علمي منل شوي اصل له مخې په ټولګه کې له هرې یوې کیسې سره، په کیسې پورې اړوند انځورونه هم راوړل شوي دي.
د هرې کیسې په پای کې، د کیسې په متن او محتوا پورې اړوند د کوچني د آزمویلو له پاره درې پوښتنې راوړل شوي دي. دا د ښوونکو، میندو پلرونو او نورو مشرانو کار دی چې څه ډول په مطالعه کې کوچني ته لار ښوونه وکړي او د همدغو پو ښتنو په پوښتلو سره یې و آزمیي.
د دې کتاب د کیسو په ترڅ کې، کوچنیانو ته د دوی په ژبه ویل کیږي چې باید په تلویزیون کې څه وګوري، څه ونه ګوري. کوچنیان باید د لویانو له پاره په خپریدونکو پروګرامونو باندې خپل وخت تیر نه کړي او یوازې د دوی له پاره برابر کړي مسایل تعقیب کړي. ځکه چې هر څوک له خپل عمر سره سم باید پروګرام ولري د مشرانو او یا ځینو منفي شیانو تقلید ونه کړي. لکه د همدې کتاب(یوه لمن کیسې) د «ببرک او تلویزیون» په کیسه کې.
د دې کتاب ټولې کیسې په داسې روحیه او محتوا برابرې شوې دي چې د هغو له لارې لیکوال غواړي د کوچنیانو په ذهن کې د هڅې، کار، فعالیت، دوستۍ، مرستې او متقابل درناوي حس پیاوړی کړی. خو لیکوال باید په خپلو کیسو کې ځینو داسې منفي ټکو ته پام شوی وای او په خپلو کیسو کې یې نه وای مطرح کړې چې د کوچني په راتلونکي ژوند کې د یو منفي ټکي په ډول رول لوبولای شي. لکه د سپیو جنګول او د جګړې او وینو تویلو له لارې څه لاس ته راوړل.
په کیسه کې د مرستې، دوستۍ او ملګرتیا په ټکي ټینګار شوی، خو د جګړې او د جګړې له لارې ژوند پر مخ بیول، دا به کوچني لوستونکي ته څه په لاس ورکړې. زموږ ټولنې او خلکو دا څه کم څلویښت کاله د جګړې په غږ او د باروتو په بوی کې ژوند کړی، قلموال باید داسې څه وکړي چې د ادب په ښکلو تورو سره دغه بوی او دود ورنه هیر کړي. همدغه ماشوم چې دا کیسې لولي، هغه په دې بوی او دود کې زیږیدلی دی. جګړې او وینې تویولو یې پر بدن او ذهن بې شمیره منفي اثرونه پریښي دی. موږ باید داسې څه وکړو او ولیکو چې هغه ورنه هیر کړو او د نوي ژوند او نوي تمدن یو ښه څیره ورته انځور کړو څو د هغه په ذهن او ضمیر کې د باور څلی په پاخه ډول ودان او لوړ کړو. که لیکوال په همدې کیسه کې یوازې دومره اشاره ورته کړې وای چې جنګ کول ښه نه دي او د جګړې له لارې څه لاس ته راوړل هم ښه نه دي، نو به ډیره ښه وای.
د دې خبرې کول اړین ګڼم چې له دې خبرو نه زما موخه د ښاغلي زغم او د ده د آثارو نقد نه دی، دا زما یوه دوستانه مشوره ده چې که په پام کې ونیول شي، نو ښه به وي. که د ارزونې مسآله وي، نو زما له پاره د ښاغلي  زغم کار په علمي او فرهنګي دواړو برخو کې په ډیر څه ارزي او زما د امید سترګې ده ته او ده ته ورته نورو قلموالو ته ور اوړي.
په ټول کې د دې ټولګې کیسې پرته له ډیرو لږو منفي ټکو نه، نورې ټولې کیسې ګټورې او د ښې تربیوي جنبې درلودونکې کیسې دي چې په ښه ادبي بڼه لیکل شوي او د کوچنیانو ژبه او روحیه په کې په نظر کې نیول شوې ده. مینه وال کولای شي په دې لینک کې یې ولولي:
http://kitabtoon.com/mashomano-narhai/kessay/456-yawalamankesay
 
دویم:ستوري(د ماشومانو له پاره شعرونه):

دا د کوچنیانو له پاره د علم ګل سحر د شعرونو ټولګه ده چې د مصور بنسټ له لوري د نښتر د دودیزې مشاعرې په ویاړ خپره شوې ده. په دې شعري ټولګه کې د کوچنیانو له پاره د سحر صاحب دوه ویشت(۲۲)  ټوټې شعرونه له انځورونو سره راوړل شوي دي چې له ډیرو اړخونو د ستایلو وړ دي.
ښاغلی سحر مسلکي لیکوال او ښوونکی دی، دی په شعر اوادب کې مسلکي زدکړې لري، کلونه کلونه په ټولګي کې استادانو ته ناست دی او د همدې مسلک یعنې ادبیاتو زدکړې یې کړې دي د همدې له پاره او د هغې مینې په خاطر چې د وطن له نوي نسل سره یې لري له خپلې لاس لرلې خزانې(شعر اودب) نه یې په ځای استفاده کړې او هغه یې د ادبې آثارو په بڼه د کوچنیانو مخې ته د کوچنیانو په ژبه د دوی د ادبیاتو په نامه  د دوی مخې ته ایښې ده.ښاغلي سحر د ګڼو څیړنیزواو ژباړو تر څنګه په شعر او نثر کې هم آثار لري او د کو چنیانو له پاره یې له دې اثر(ستوري) نه پرته د « چرګه او کوتره » په نامه د ماشومانو له پاره دکیسو یوه ټولګه هم چاپ کړې ده.
ښاغلی سحر د یوه مسلکي لیکوال په توګه توانیدلی چې د دې ټولګې په شعرونو کې د کوچنیانو ځانګړې ژبې او رواني حالت ته په پام سره، د هغوی غوښتنې او پوښتنې په خپلو شعرونو کې په پام کې ونیسي. څه چې اوسنی وخت ایجابوي، سحر په علمي ډول په خپلو دغو شعرونو کې په پام کې نیولي دي. دا یې بیلګې دي:
کمپیوتر

دا مې کمپیوتر دی
له هر ځای نه خبر دی
هر راز معلومات لري
رسمونه هم ډیر زیات لري
کاږمه رسمونه کې
ساتمه نوټونه کې (ستوري، ۳۴ مخ)
http://kitabtoon.com/mashomano-narhai/kessay/449-stori  


جګړه
 
دا جګړه کړې خدایه ورکه
شي مې کرکه له ټوپکه
موږ د سولې ژوندون غواړو
د الله په پراخه ځمکه
د انسان په نامه یاد یو
دښمني نه لرو کرکه
ټوپک ایسته کړه اوږې نه
د خپل ورور دښمني مه کړه
چې د ډزو آواز ورک شي
بیا به خوب وکړي نانځکه   (ستوري، ۳۵ مخ)
http://kitabtoon.com/mashomano-narhai/kessay/449-stori
 
د کوچنیانو له پاره د ښاغلي سحر د شعرونو په دې ټولګه کې تر ټولو مهمه او جالبه خبره چې پام ورته شوی دی هغه دا ده چې د کتاب انځورونه د کوچني په هنرمندو ګوتو ایستل شوي دي او د کتاب په پای کې د کوچني یو عکس او د هغه دا جملې راوړل شوې دي:
«دوستانو سلام!
د دې کتاب د شعرونو له پاره انځورونه ما کښلي. زه روښان زرمتی، د پکتیا ولایت د زرملې ولسوالۍ اوسیدونکی یم. رښتیا کله، کله کیسې هم لیکم. که تاسو هم کیسې یا شعرونه ولیکل، انځورونه به یې زه ورته وکاږم، وعده ده. روښان زرمتی»
د دې کوچني په هنرمندو ګوتو ایستل شوي دا انځورونه او له دې شعرونو سره یې چاپول، که له یوې خوا د هر شعر محتوا منعکسوي او د دې رسمونو انځورګر تشویقیږي، له بلې خوا نه هغه کوچنیان چې دا کتاب لولي او انځورونه ګوري، هغوی هم تشویقیږي او د یو ښه ، مثبت هنري فرهنګي کار ته هڅول کیږي.



دریم:مغرور میږی:
د کوچنیانو ادبیاتو د غوړیدنې او بډایینې په برخه کې د مصور بنسټ د فعالیتونو په لړ «مغرور میږی» بل د حساب وړ ګام دی چې اخستل شوی دی مغرور میږی(د کوچنیانو له پاره د درویشت لنډو کیسو ټولګه) ده چې له اردو ژبې څخه ښاغلي  بارکوال میا خیل پښتو ته را ژباړلی دی او مصور خپرندوی بنسټ په کابل کې په  ۲۰۱۰ کال د چاپ په ګاڼه سمبال کړی دی.
د دې کتاب په باب او په اوسني وخت کې د کوچنیانو د ادبیاتو د څرنګوالي په باب مې  د ښاغلي صدیق الله بدر په قلم یوه ګټوره او د قدر وړ مقاله تر سترګو شوه چې په ۲۰۱۰ کال کې د کتاب له چاپ سره سم یې لیکلې او «کلید ګروپ» ویبپانه کې یې خپره کړې ده. اړینه یې ګڼم چې د موضوع د لا روښانتیا له پاره یې ځینې برخې را واخلم:
« په افغانستان کې د ماشوم د ادبياتو د ودې له پاره هڅه يو اساسي ضرورت دی، خو زموږ په ټولنه کې له پرونه تر ننه په دې برخه کې هڅې خورې ورې دي او پوره انسجام نه لري. کله کله زموږ ځينې ليکوال د دغې اړتيا په پوهیدو د ماشومانو له پاره کيسې او ترانې ليکلې يا له نورو ژبو راژباړلې دي، خو ډېر ځله يې د چاپ له پاره امکانات نه دي موندلي.
په تیرو نهو کلونو کې نړيوالې ټولنې په بیلابیلو برخو کې د ودې او پرمختګ له پاره ډېرې مرستې وکړې، خو دغه مرستې په ځای ونه لګیدې او موږ لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ يو.
ډېری کارپوهان په دې باور دي چې د نورو ټولنو ترڅنګ د مور او ماشوم په نومونو يو شمیر ټولنې جوړې شوې، خو دا چې د دغو ټولنو په سر کې کارپوه او خواخوږي کسان نه دي راغلي، هڅې يې تر ډېره نمايشي او يوازې په زیات لګښته غونډو جوړولو متمرکزې وې. حال دا چې په کار وه، دغه ټولنې د ترلاسه شويو مرستو پر بنسټ د مور او ماشوم په برخه کې د ماشوم د ادبیاتو له پاره هم هڅې کړې وای چې يې نه دي کړې.
ډېر ځله يو شمیر مدني ټولنو د خپلو نورو کارونو ترڅنګ دغه مسئله د يوې اړتيا په توګه طرح کړې، خو په دې برخه کې يې بيا عملي اقدام ته زړه نه دی ښه کړی.
د نړۍ په کچه د ماشوم د روزنې له پاره په پراخه کچه د ماشوم ادبیاتو ته ډېره توجه کیږي او په دې برخه کې په زرګونه کتابونه چاپ او خپرېږي، خو د افغانستان ماشومان له دې توجه بې برخې دي، په تیره بيا د دغه هیواد د لرو پرتو سيمو ماشومان. د پايتخت په ګډون په ښارونو کې استوګن ماشومان تر ډېره بريده هم د ژوند له بیلابیلو خوندونو برخمن دي او هم کتابونو ته ښه لاسرسی لري. د لرې پرتو سيمو ماشومان نه يوازې دا چې د ژوند له لومړنيو اسانتیاوو برخمن نه دي، بلکې د ګوليو او بارتو په سیوري کې ژوند کوي، په ډېری دغو سیمو کې حتی ماشومان ښوونځيو ته له تګ نه هم بې برخې پاتې دي، څه ورسي دې ته چې د دوی د فکري روزنې له پاره ممد کتابونه ورته ورکړل شي. دا هغه اندېښنه ده چې بايد په جدي توګه ورته پاملرنه وشي.
يو شمیر افغان فرهنګيانو په دې وروستيو کې دغې اندېښنې ته په پام په يو جالب اقدام لاس پورې کړی. دغو فرهنګيانو د ماشوم د ادبیاتو د ودې او بډاينې او د افغان ماشومانو د فکري روزنې له پاره د (مصور) په نوم يو بنسټ پرانیستی چې په دې برخه کې د نورو هڅو تر څنګ ماشومانو ته کسيه ييز، انځوريز، معلوماتي او شعري کتابونه هم چاپوي. دغې ټولنې له يوه کال راهيسې ۲۲ عنوانه کتابونه چاپ کړي.
تیره اوونۍ دغه بنسټ دوه نور کتابونه هم چاپ کړل. ويل کیږي چې د دغو کتابونو ډېره برخه به لرې پرتو سيمو ته وړل کیږي او پر ماشومانو به توزيع کیږي.»
http://tkg.af/pashto/culture-and-art/book/3401-د-ماشوم-د-ادبياتو-د-ودې-يوه-ښه-هڅه  
  مخکې هم وویل شول په مغرور میږي کې درویشت لنډې کیسې راغلي دي او ورسره په پیل کې یو ټوټه شعر چې له جګړې او وژنو نه د یو ماشوم ډار ښيي. وروسته له هغه د کتاب د ژباړن ښاغي بارکوال میاخیل سریزه راوړل شوې ده. په سرسزه کې د کوچنیانو د ادبیاتو پر مهم والي خبرې شوې دي او لویان یې مکلف ګڼلي چې د نوي نسل روزلو ته له کومې لارې څنګه پام وکړي. ده ټینګار کړی چې د کوچنیانو د ادب برخه خواره ده او باید پاملرنه ورته وشي. دی د خپلې مقدمې په یوه برخه کې وايي:
«... ما هم د ګلالیو کوچنیانو د ادبیاتو نیستۍ ته په پام سره دا خبره حس کړې ده چې موږ باید د لویانو تر ادبیاتو د کوچنیانو د ادبیاتو پیاوړي کولو ته زیات پام وکړو، خو دا کار ښايی یو څه جدي پاملرنه و غواړي، ځکه کوچنیانو ته د شعر، کیسې یا کوم بل څه تر لیکلو مخکې لیکوال او شاعر باید کوچنی شي، د کوچنیانو نړۍ ته سر ور ښکاره کړي، په دې مانا چې د کوچني احساسات، طبعه، غوښتنې او هیلې په پام کې ونیسي او بیا ورته د هغوی په ژبه لیکنه وکړي ...»
http://kitabtoon.com/mashomano-narhai/kessay/146-maghror-megai  
کله چې د «مغرور میږی» متن ته لوستونکي ننوزي، لیدل کیږي چې ژباړن ډیر په ځای او په شعوري ډول داسې کیسې  د ژباړې له پاره انتخاب کړي دي چې هلته کوچنیان او تنکي ځوانان په خپله کرکترونه دي او ځان په کې میندلای شي، د همدې له پاره ویلای شو چې د دې کیسو روزنیز اړخ قوی دی او په کوچنیانو باندې ډیر ژر او مثبت تاثیر کولای شي.


د یولسمې برخې پای