د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د انتاني ناروغیو تاریخچه

حیات الله امتیاز طوطاخیل 31.05.2015 23:34

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

انتاني ناروغۍ له ډيرې پخوا مودي څخه پيژندل شوي دي مګر لاملونه يي تر ډيرې مودې پوري څرګندنه و .
لومړي داسې فکر کيده چې ددې ناروغيو لامل زيان رسونکي ګازونه دي مګر په شپاړسمه پيړي کې يو ايټالوي عالم چې Dr Fracastro نوميده داسي نظرڅرګند کړه چې انتاني ناروغۍ له رنځور څخه روغ انسان ته انتقاليږي او هم ددي ناروغيو د ليږ ديدني په اړه يي داسي وويل چې دا ناروغۍ نېغ په نېغه له ناروغ څخه دهوا او د کور دسامان الا تو په واسطه ليږ ديدنه کوي .
په اتلسمه پيړۍ کې الماني پوهKracher داسي فکر وکړ چې ددي ناروغيو لامل يو ژوندي کوچني موجود دي .
دانتاني نارغيو په اړه ډيرې ارزښتناکې څيړني دفرانسوي پوه L.Pasture او جرمني پوه رابرت کوخ په واسطه تر سره شوي دي . دوي ثابته کړه چې يو ژوندي مايکرو اورګانيزم په کوربه کې د نا روغۍ لا مل کيږي . دا مايکرو اور ګانيزم کيداشي چې باکتريا،وايروس،فنګس،رکتسيا،پروتوزوا او نور وي .
دلامل پر بنسټ دا ناروغۍ دباکتريائي ،وايروسي ،فنګسي او پروتوزوايي ناروغيو په نوم نومول شوي .اوثابته شوه کله چې د ناروغۍ عامل د کوربه و جود ته ننوځي نو د کوربه دفاغى ځواک فعاليږي چې د ناروغۍ لامل له منځه يوسي . له بله پلوه د ناروغۍ لامل پر عضويت ويجاړونکې اغيزه لري دکوربه اوميکروب ترمنځ د مجادلې په پايله کې دناروغۍ وصفي کلينکي بڼه را منځته کيږي چې پردي باندي د بهرني چاپيريال شرايط لکه دژوندسطحه .دنده اود تغذي حالت اغيزه لري .
ټوله نړۍ له مايکرو اورګانيزمونو څخه ډکه ده ،چې ګڼ شمير يي د انسانانو لپاره ضرر رسونکي نه دي او لاد ژوند لپاره اړين دي ،چې ځيني له دي اورګانيز مونو څخه دانسان په وجود کې ژوند کوي او نار مل فلورا جوړوي ، نن سبا انتاني ناروغۍ په وروسته پاتي هيوادونو کې د مړېنې او معيوبيتونو مهم لامل دي ځکه چې په دې هيوادونو کې له يوه پلوه غربت او دوګړيو ګڼه ګوڼه او له بله پلوه ځاني او ټولنيزې روغتيا ساتني له پاره وړ درمل او وقايوي تدبيرونه نه نيول کيږي .
په پرمختللو هيوادونو کې د وړمکروب ضد درمل کارونه،معافيت، واکسين او رغتيا ساتني په پوره پاملرنه دانتان دکنترول پر وړاندې د پام وړ برياليتوبونه لاسته راوړي دي . مګر له دې سره سره په دي هيوادونو کې يو شميرنو يو انتاني ناروغيو سررا پورته کړي دي چې په (١-١) جدول کې ښودل شوي دي ، په نوموړو هيوادونو کې د مکروب ضد درملو سره ټينګار يوه لويه ستونزه رامنځ ته کړې ده، دځمکې پرسر تګ راتګ او انتقال دانتاني ناروغيو د خپريدو او دسيمه ايزو پتوجنونو دنړيوال کيدو لامل شوي،همدارنګه په دي هيوادونو کې درګ له لياري د ناوړه درملو کارونه،جنسي اړيکې،دخوړوپه جوړيدو او څارويو په ساتنه کې بدلونونه دانتاني ناروغيو په منځته راتګ اود کچې په زياتوالي کې ستره برخه لري
دانتاني ناروغيو تعريف :
له هغو ناروغيو څخه عبارت دي چې د يو ژوندي مايکرو اورګانيزم په واسطه کلينکي نښي نښانې او فزيولوجيک بدلونونه د کوربه په عضويت کې رامنځته کوي . يا ويلي شو هغه وظيفوي يا تخريبي تشوشات چې دناروغۍ لا مل او کوربه تر منځ د مجادلي په پايله کې دچاپيريال په ځانګړو شرايطو کې رامنځته کيږي .
دناروغۍ ليږ ديدنه د يوه ځانګړي ليږدونکي په واسطه تر سره کيږي .
داليږدونکي کيداشي ژوندي يا غير ژوندي وي .