د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هلمند دولایتي شورا غیرقانوي او سلیکوي کړني

میرولي افغان 23.05.2015 00:49

ولایتي شورا ته ځکه د ولس کور ویل کیږي چي د ولس استازي پکښې دي، د ولس په رایه باندي هم دغي شورا ته راغلي وي بیا نو د خپلي کاري دورې تر پایه پوري د ولس د ستونزو لپاره لستوڼي راونغاړي او ورسره مله پاته سي .
دلته هلمند کي هم هلمندي ولس د خپلو ستونزو د حل کولو لپاره ځینو وکسانو ته رایه ورکړه او تر  دغه کوره پوري یې راوره سول، دغه کسانو ( وکیلانو) مخکي تر انتخاباتو د ستونزو په حلولو کي ډیري ژمني خلکو ته ورکړي وې خو د یو کال په تېرېدو سره اوس له خپلي سپېڅلي دندي  ناوړه ګټه پورته کوي چي د هغوئ د جملې څخه یو هم د ولایتي شورا وکیل بشیر احمد شاکر دی .
څو ورځي وړاندي په هلمند کي د موټرونو د تورو ښیښو د پاکولو لړې د هلمند د امنیې قومندانۍ له لوري پېل سوه غوښتل یې په لښکرګاه ښار کي د هغو موټرونو ښیښې پاکي کړي چي توري وي ، پدې لړۍ کي یوه ورځ زموږ او ستاسي یو عسکر ورور چي شپه او ورځ یې د ولس په خدمت کي پر ځان یوه کړې ده پر یو چوک د بشیر احمد شاکر د قریب یو موټر راګرځولی دی او غوښتل یې چي د هغه موټر توري ښيښې ورپاکي کړي بیا هغه نفر بشیر احمد شاکر ته زنګ وهي او بشیراحمد شاکر راځي په عام بازار کي هغه عسکر وهي ډبوي او په وینو یې رنګوي چي ټوله د بازار خلک ورته ګوري او بیا ورڅخه ځي .
کله چي دغه صحنه تیریږي ټلوېزیون والا راځي او پوښتنه کوي د مالوماتو اخیستلو وروسته بشیر احمد شاکر ته زنګ وهي او پوښتنه ورڅخه کوي بشیر احمد شاکر دغه خبریال ته سپکي سپوري کوي او څو ځله دا خبره کوي چي خود مي وهلی دی، خبریال دغه خبري ثبت کړي هم دي، بیاددې ولایت  د قومندان امنیه مل پاسوال نبي جان ملاخېل سره اړیکه نیول کیږي او هغه دا رد وي چي زموږ سرتیری د هیچا لخوا ندی وهل سوی، ماښام دغه ټلوېزیون خبر پر جوړوي او په خبر کي هغه سپکي سپوري چي خبریال ته سوي دي او بشیر احمد شاکر دا هم ویلي دي چي هو ما وهلی دی خپروي خو بیا هم د قومندان لخوا ردیږي .
له دغي ورځي نه دوې ورځي وروسته د هلمند ولایتي شورا یو راپور  درلودلی وؤ پکښي د هلمند ولایتي شورا ریس الحاج محمد کریم اتل داطلاعاتو او کلتور وزارت له وزیر څخه غوښتنه کړې وه چي دغه ډول رسنۍ باید بندي سي چي په خلکو پسي تور پوري کوي .
اوس نو تور څه ډول وي ټوله ښار ولیدی چي بشیر احمد شاکر په عام بازار کي عسکر ووهلی او بیا یې خبریال ته وه هم ویل چي هو ما وهلی دی ، بیا هم تور دی ،
اوس به نو څه ډول یو رسنۍ د خلکو ستونزي تر چارواکو پوري ورسوي چي چارواکي دخپلو کسانو پر سرغړوونکو کړنو پردې اچوي او د رسنیو بندیدل غواړي  ،
پداسي حال کي دا ډول کارونه ترسره کیږي چي پدې وروستیو کي د هلمند مدني ټولني ریس سردار محمد همدرد، د هلمند ولایتي شورا ریس الحاج محمد کریم اتل او دغه بدمعاش وکیل بشیر احمد شاکر دغه دریې واړه سره یو ځای سوي دي .
موږ هلمندی ولس د دغسي خلکو څارنوالۍ ته معرفي کېدل غواړو او په مرکز کي پر خپلو مشرانو غږ کوؤ چي داسي کسان هغه که وکیل وي او که بل څوک څارنوالۍ ته معرفي کړي، زموږ پولیس د وهلو او ټکولو لپاره نه دي او قومندان ته دي وویل سي چي د دغه ډول خلکو سره لاس نه یو کوي دا خلک غواړي پر هلمندي ولس خپله پاچاهي وکړي او بس ....