د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ژور خفګان څخه دخلاصون آسانه لار

اجمل درمان 17.05.2015 12:55

ژباړه / اجمل درمان
ډيپریشن یوه جدي ذهني ناروغي ده چې په کې ذهني او جسماني دواړه خطرات شتون لري او عموماً دغه ناروغي د خفګان پر مهال په انسان برید کوي. که چیري پر وخت ددغې ناروغۍ مخنیوی ونشي نو په ټولیز ډول ستاسې په مزاج (خوي او اخلاقو) کې بدلون راولي او په ژوند کې مو اختلال او ګډوډي رامنځته کوي خو ددغو کورنیو نسخو په وسیله کولای شۍ په یاده ناروغۍ په کافي اندازه برلاسي شۍ.
شیدې، شات، او د مڼې خوړل: هره ورځ په یو ګیلاس شیدو کې د شاتو ګډول او د مڼې سره یو ځاي خوړل مو په طبیعت کې زړه راښکونکی بدلون روالي چې په وسیله یې کولاۍ شي په ژور خفګان برلاسي ولرۍ.
د لاچي خوړل: دوه داني غټ لاچي واخلۍ، میده میده یې کړۍ او پوډر ترې جوړ کړۍ. بیا یې په یو ګیلاس تودو اوبو کې د یوې کاچوغې بورې سره یو ځاي حل او نوش جان کړۍ. په ورځ کې دوه ځلي ددغې نسخي د استعمال په وسیله؛ کولای شي په ژور خفګان برلاسي شۍ.
د ګلاب د ګلپاڼو استعمال: که چیرې تاسې د کوم ذهني فشار له امله د ژور خفګان سره لاس او ګریوان یاست نو د تازه ګلاب، ګلپاڼې په یو ګیلاس جوش اوبو کې د یوې کاچوغې بورې سره یو ځاۍ وڅکۍ، له ژور خفګان څخه به خلاصون پیدا کړۍ.