د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کليوال ادبي ملګري ټولنې اونيزه دوه دېرشمه ناسته وکړه

مجيد ژړاند 17.05.2015 12:40

دروان کال دغويي مياشتې پر اووه ويشتمه نېټه کليوال ادبي ملګري ټولنې خپله پرله پسې دوه دېرشمه اونيزه ناسته وکړه.
ددغه غونډې دنظامت چارې دمجيد ژړاند په غاړه وې، دغونډې پيل دماسپښين په دوه نيمو بجو دعبدالمتين افغانمل له لوري دسېپڅلي کلام په مبارکو ايتونو سره وشو.
لومړی دتېرې ناستې بشپړ راپور دغونډې ګډونوالو ته وړاندې شو، حبيب الرحمن تاثير په راپورنيوکه وکړه اوويې ويل:دغه راپور دنور کله په پرتله ډېر لنډ و، څنګه چې تېره اونۍ دژباړې دهنر په اړه ښکلی لکچر وړاندې شوی و، دهغه په حق کې زیاتی شوی دی، دلکچر ډېرې برخې په راپور کې نشته، په راتلونکي کې باید ورته پام وشي.
سیف الله لکڼ خېل هم دراپور په لنډون له دې امله نيوکه وکړه، هغه څه چې په تېر لکچر کې وړاندې شوي وو، په دغه راپور کې باید دهغه لکچر ټولې برخې ځای شوې وای، تر څو ددننۍ ناستې ګډونوال هم ترې خبر شوي وای.
مرتضی وردګ راپور کې بله خامۍ په ګوته کړه، راپور کې باید دژباړې په شاليد هم يو څو پراګرافه ليکل شوي وای.
په راپور له بحث کولو وروسته سيف الله لکڼ خېل خپل لکچر چې (په ځان باور) موضوع وه، دغونډې ګډونوالو ته وړاندې کړه.
لکڼ خېل دخپل لکچر په پيل کې وويل (( په ځان باور يو ه اکتسابي عمل دی، چې دانسان له پيدايښت سره سم پيدا کېږي، دوخت په تېرېدو سره پراخېږي او ريښې غځوي.
په ځان باور له ماشومتوبه پيليږي او هغه کورنۍ چې ماشومانو ته يواځې دغوږ نيونې موکې ورکوي، دمشرانو په وړاندې دخبرو او نظر شريکولو وخت نه ورکول کېږي، په هغوی کې له ماشومتوبه په خپل ځان دباور روحيه کمزوري کيږي او په ځوانۍ کې له ګڼو ستونزو سره مخ وي.))
لکڼ خېل دخپل لکچر دپايلې په ټکو کې ځينې مهم ټکي چې په ځان دباور کچه لوړوي دغونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل
لومړی: دخپل ځان ژوره پېژندنه ، په ځان کې د پټو، غټو وړتياوو درک کول، په ځان باور داعتماد په زیاتولو کې بنسټيزه چاره ده.
دویم: دخپل ځان کمزورې نقطې پېژندل او دهغوی له منځه وړل.
دريم : دنورو پېژندل، یانې دخپلو ملګرو پېژندل، دهغوی له وړتياوو او استعدادونو څخه په هغو برخو کې ګټه واخلو چې زموږ لپاره يې اغېز زیات وي.
څلورم: خپل چاپېريال په سمه توګه وپېژنو، تر څو له هغو څخه په خپل پرمختګ کې ګټه واخلو.
پنځم: خپلې وړتياوې او استعدادونه وپېژنو.
شپږم: تل بايد اميدواره اوهيله مند واوسو، تر څو بريا ته ورسېږو.
اووم: په خپلو واقعي او رښتينو وړتياوو باور ولرو، په ځان کې له کمي او حقارت احساس څخه په جدي ډول ځان وساتو.
دلکچر په اړه ګډونوالو خپلې پوښتنې وکړې، وروسته دکليوال ادبي ملګري دټولنې مشر جميل وقار دريځ ته راغی دغونډې ګډونوالو نه يې مننه وکړه، چې په اونيزو ناستو کې راسره ګډون کوي، همدارنګه يې وويل داچې تاسو په ما باور کړی او دغه دروند مسووليت مو راسپارلی نو که ستاسو همکاري له ماسره وي، نو زه به خپل کارونه په ډېره ښه توګه سره پرمخ يوسم.
وقار دخپلو راتلونکو فعاليتونو په اړه هم رڼا واچوله، هغه وويل: ديوې اوونۍ په ترڅ کې به دټولنې تګلاره هم په کتابي
بڼه چاپ شي او ټولو ګډونوالو ته به يې ووېشو.
بله خبره دا چې د کتاب سیالیو یادونه يې وکړه چې په راتلونکو ورځو کې به یوه کمیته ورته وټاکل شي او دا سیالۍ به ترسره شي.
د غږ د شپږمې ګڼې یادونه يې هم وکړه چې د سیف الله لکڼخیل په مدیریت چاپ او په ګډونوالو ووېشل شوه
همدارنګه هغه وويل هغه څوک چې دکليوال ادبي ملګري دټولنې غړيتوب کارت اخلي، موږ ورته ښه راغلاست وايو.
دجميل وقار په خبره داونيزو ناستو دروازه دهر چا په مخ خلاصه ده، هر څوک کولی شي، چې زموږ اونيزو ناستو کې ګډون وکړي.
جميل وقار د ژباړې دمرکز خبره هم له ګډونوالو سره شريکه کړه، چې موږ په راتلونکي کې غواړو يو دژباړې مرکز ولرو، چې په سیمه ايزو ژبو سربېره به له انګليسي ژبې څخه دهيواد ملي ژبو ته ژباړې کوي.
اونيزه ناسته چې په مسلم پوهنتون کې جوړه شوې وه، دمازيګر په څلورو بجو سره دعبدالمتين افغانمل په دعايې سره يې لمن ورټوله شوه.