د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

چپه کښ مې په کاردی

محمدعیان«عیان» 17.05.2015 13:39

ډیرپخوامې یوناولګی شانته د«چپه کښ» په نوم لیکلی ؤچې په وروسته کلونوکې د کتاب په ډول چاپ شو،خو زماسره ددغه ناولګي یوه ګڼه هم نه شته دی.اوس غواړم چې له سره یې اصلاح،ټایپ اوبیاچاپ کړم.که دهرچاسره وي نوهیله مې داده چې ماته یې راولیږئ! دغه کتاب اودنوي چاپ ګڼه به هم ورسره امانت سلامت ورولیږم اومنندوینه به مخکې له مخکې ترې وکړم.زمادایمیل ادرس دټول افغان،استقلال اوپکتیکا ویبپاڼو سره شته دی. داخود«چپه کښ»ناولګي په اړه زماد غوښتنې لنډیزاوهغه د چاخبره لکه دخبرافتتاحیه وه.اوس که مودلوستلو حوصله وي نودچپه کښ په هکله به څه ناڅه نوره یادونه هم وکړم:
په۱۳۴۳ کال کې چې مااومیراحمد«ګربز»(هغه دې خدای وبښي اوس وفات دی) دسترریالیست لیکوال ارواښادنورمحمد«تره کی»،څړه، دبنګ مسافري اوسپین ریالیستي ناولونه ولوستل نوګربزراته وویل: په ژمي کې چې روسختي (رخصتي) شي،په هغه وخت کې به زه ستاپه نوم یوه کیسه ولیکم اوته یې زماپه نوم ولیکه. تردغه وخته مولا دیادلیکوال دسنګ سارناول نه ولوستلی،خوزمونږیوبل انډیوال چې قلمي ګڼه یې ورله مطالعه کړې وه ،دهغې ناول څه لږوډیره کیسه یې راته کړې وه. دازمااوارواښادګربزترمینځ یوه هوایي خبره وه چې وشوه. خدای پوهیږي چې عملي به شي که نه.
دهمدې کال دلیندۍ دمیاشتې په لومړیوکې دژمي دروسختیودپاره خپلوخپلو کورونوته لاړو. ګربزخوست ته اوزه کونړته.اوس مونویوولسم ټولګی خلاص کړی اودولسم ته بریالي شوي یو.په کورکې مې یوه ورځ خپل دکابل کتابونه لټول چې په هغو کې یوه قوده دښوونځي دازموینوسپینې پارچې راپیداشوې. داد امتحانونوسپینې پارچې محترم استادجلال الدین «کونړي»راکړې وې.هغه زمونږدرحمان باباپه لیسه کې استازؤ(اوس هغه دپوهنتون استازدی). او چې دټولوزده کوونکوازموینې پای ته رسیدلې وې نودهغه سره دغه سپینې پارچې اضافي پاتې وې.راته وې ویل چې دا پارچې نورې په کارنه دي،که ته پې کومه لیکنه میکنه کوې نووایې خله. ماترې هغه وخت راواخستلې چه اوس مې ایله په کتابونوکې راپیداشوې.ګومان کوم چې دیرش دوه دیرش سپینې پارچې به وې.په سرونوخویې چاپي نښې نښانې وې لیکین لاندې سپینې وې.چې راوامې خیستې نودټکه مې ورته قلم اړم کړاودچپه کښ اتل ته مې د«میراحمد» نوم ورکړ.
چپه کښ یاچپه کښان په کونړکې هغومزدورکاروته ویل کیږي چې دکونړپه سیند کې له دانګام،شال،شنګر،اسماراویادپیج له درې نه غونډان،پالې(له چاتراشونه غټې وي)،چاتراش اوډاګې راوباسي اوبیایې دجلال ابادسمرخیلوته وررسوي.پخواخوبه کله کله ان پیښورته ددغه لرګینوجالوسروتو،لیکین اوس ترې خبرنه یم.اوس لکه چې ټولوځایونوته په لویولویولاریوکې په قانوني اویاقاچاقي ډول وړل کیږي.
*****
کلي ته چې به کوم دلرګوسوداګرراغی نوپه جومات یاډبه کې به یې غږوکړچې : چپه کښان یایوچپه کښ مې په کاردی.بس نوتاسره خدای په نیکۍ مل شه،بیکاره خواران چې شمیریې په دې کلي کې بیدریغه وپه یوه منډه راټول شول.سوداګربه په کې کسان خوښ کړل اوورته وه به یې ویل چې په پلاني ځای کې مې مال(لرګي) پروت دی،غواړم پلاني ځای ته یې ورسوم.لیکین زمااودهغه سوداګروتوپیردادی چې زماد«چپه کښ»کتاب(ناول)په کاردی،خودهغوی به مزدوران په کاروو.
زه داوړي په پشکال موسم کې دکونړله مرکزاسعداباد نه دلرګوپه جاله کې یوځل ترسمرخیلوپورې تللی یم اوزیات حوادث مې ورله لیدلي دي.داوسني اسعداباداود هغه وخت ددمکلي په «دومو»(ددوه سیندونودیوځای کیدوځای ته وایي چې ډیرې خطرناکې غاړغوړۍ جوړوي)کې مې دجالې ډوبیدل لاتراوسه ترسترګوسترګو کیږي اودډاګودماتیدوټقامې هم تردې ګړۍ په غوږونوکې انګازې کوي.زه په کې هم نیژدې ترنامه پورې ډوب شوي وم،خواسې خدای وساتلو.
که دکونړسینداودلرګودمزدورانوله پیښواوتوپانونوډک ژوندپه امریکاکې وای او کوم لیکوال پې ناول لیکلای وای نوارومروبه پې هالیوودفلم جوړکړی وای.زمونږ خودومره غټوغټوهوسونوته سلام،خوچې اوس مې دخپل کتابګوټي کومه ګڼه پیدا کړم اوله سره یې اصلاح،ټایپ اوچاپ کړم نودابه زمادپاره هرڅه هرڅه وي.ښایي په امریکاکې په دې برخه کې کوم فلم هم جوړشوی وي ځکه چې هلته هم سیندونه شته،خومادغه ډول فلم نه دی لیدلی.
*****
دغه ناولګی چې په دیرشونیم تخته یي سپینوپارچوکې مې لیکلی ؤ،بیامې په دویم ځل نه دی لوستلی.که سپین کاغذ راسره ډیروی ښایي ناول نورهم اوږدشوی وی. ځکه خومې په چپه کښ دسیند ټوله لارترسمرخیلوپورې ونه وهله اودخپل کلي سره مې په «غړنه»ډوب کړ.په دویم ځل لوستل خویې لا څه کړې چې له سره مې پاک هم نه دی لیکلی.چې په پسرلي کې بیرته ښوونځي ته راغلونودګربزنه مې پوښتنه وکړه چې څنګه زماپه نوم دې کومه کیسه میسه ولیکله که نه؟ویل یې نه.
ماورته وویل چې یاره ماخودچپه کښ په نامه چې اتل یې میرامد(میراحمد)دی یوه کیسه ګۍ شان لیکلی ده.هغه ویل زریې راکوه چې وې لولم.ماورته ویل چې لا چټل نویسه ده.چې له سره یې پاکه ولیکم نودربه یې کړم.هغه ویل خیردی پاکه دې نه وي لیکل شوې،زه ستاپه خط پوهیږم.هله شاباس راکوه یې!
هغه څوڅووارې ولوستله،خوما تراخیره نه دویم ځل ولوسته اونه مې له سره پاکه ولیکله.
هغه وخت چې داطلاعاتواوکلتورپه وزارت کې ماموروم ،په دفترکې راسره دوه ټایپستانوکارکاوه.په زړه کې مې وویل چې راشه داکیسه دې ټایپ کړه،خویره بیا له سره لیکلوته مې ملا ماته وه.زمونږکارخوبیله دې هم دکتابونوچاپول وو،لیکین په دې هم پوهیدم چې زما داناولګی به له دې ریاست نه چاپ نه شي،خودامې ښه وګڼله چې تیارټایپ وي.
چې دفترته مې راوړنوټایپیستې ته مې ورښکاره کړ چې دایوناولګی شانته مې لیکلی،خولومړی بایدپاک ولیکل شي اوبیابه یې تاسوټایپ کړئ.هغې راته په دري وویل : زه یې یوارې وګورم چې په خط دې پوهیږم که نه؟ چې وی کوت نوویل یې بیلکل پې پوهیږم اوټایپولی یې شم. زه زړه نازړه وم،ځکه چې یوخودهغې مورنۍ ژبه دري وه اوبل لیکنه پاکه نه وه. بیاهم هغه ټینګه شوه ویل یې ته یې یوځل راکړه چې زه یې ولولم نوبیابه تصمیم ونیسو.په بله ورځ چې دفترته راغلم هغې پې پیل کړی واوان تراخیره یی ټایپ کړه، خومالابیاهم ونه لوسته.همداسې کلونه کلونه ټایپي نالوستې کیسه راسره پرته وه.دٍثورله انقلاب نه وروسته مې دهیوادورځپاڼې ته یوړه اوپه هغوی مې ښې ګټې واړولې چې ګورئ پام مووي،ما متن له ټایپه وروسته نه دی کتلی په ډیردقت به یې تصحیح کړئ! هغوی ډاډ راکړ چې ته بیغمه اوسه.
*****
ناول په هیوادورځپاڼه کې په پله پسې ډول چاپ شو. له خپریداوروسته راته دمطبوعې یومؤظف تن څوځله راغی چې داکیسه مونږدکتاب په ډول چاپوو،خوکه ستااجازه وي. که څه هم زه بیا زړه نازړه وم چې غلطیانې په کې تیرې نه شي،خو دهغه محترم په ډیرټینګارسره مې موافقه وکړه چې بس چاپ یې کړئ. کتاب چاپ شواوبیاهم ما ونه لوستو. په رادیوافغانستان اودژوندون په مجله کې پې تبصرې هم وشوې،خومالاونه کوت.په روسي ژبه ژباړه اوچاپ شواوهغه چاپ هم ما ونه لیدو. یواځې دچاپ دخپریداخبرمې ورله واوریدو.په انګلیسي ژبه دترجمې دپاره رانه هم یوچاوړی و،خوپوه نه شوم چې ژباړلی به یې وي که نه؟
اوس اوس چې مې د«کوچۍ»په نامه خپله دلنډوکیسودټولګې دلومړني چاپ کتاب وکوت اوډیرې زیاتې غلطیانې مې په کې ولیدې نووسواس راولویدوچې په« چپه کښ» کې خوبه ارومرودتیروتنواوګډوډیوشمیرزیات وي. ځکه چې دکوچۍ په ټولګه کې مې داسې کلیمې ولیدې چې زه یې لا په مانانه پوهیدم اوماکله لیدلی هم نه وې.تصحیح یې سرترپایه غلطه اوخراپه وه، لازماپه ژوندلیک کې یې هم ډیرڅه بدل کړي وو.داکارهغه وخت هم شوی وچې زه په پولیندکې په رسمي وظیفه ټاکل شوی وم اوژوندلیک مې په ورځپاڼوکې دومره ښکته پورته اوبدل را بدل شوی و چې هیڅ باورمې نه راتوګوندې دابه زماسوانح وي.
دادواړه ځلې بدلونې اولاس وهنې بیلکل قصدي اوپه لوي لاس وې.اوس خومې دکوچۍ ټولګه له سره ټایپ اواصلاح کړه انشاالله چې چاپ به شي.
*****
داهرڅه چې شوي،شوي دې وای، خودې ته ډیرحیران وم چې کله کابل ته لاړم نوپه دې خپلودوه کتابونوپسې دولتې مطبوعې ته ورغلم چې یوه یوه ګڼه یې راپيدا کړم اوله سره یې خپاره کړم.هلته چې لاړم نوددولتي مطبوعې کارکوونکوراسره ډیرښه په زړه پورې چال چلنداودرناوی یې راله وکړ.هلته ماهم څه موده کارکړی ؤ.هغوی چې زما کتابونه ولټول نوراته وې ویل چې: د«کوچۍ»دلنډوکیسودټولګې ایله نوم ددې دفتردراجسترپه کتاب کې شته،خوکتاب ونه مندل شواود«چپه کښ» دناول نوم هم زمونږسره نه دی ثبت شوی. کیدای شي چې دهیوادورځپاڼه کې به پیداشي. هلته چې ورغلم نودمحترم شاولي«قرار»سره مې ولیدل.هغه ددغې ورځپاڼې مرستیال و.چې ددې دفترله تحویلدارنه یې مالومات وکړنوهغه وویل چې د راجسترۍ په کتاب کې خویې نوم نه شته،لیکین زه به یې په تحویلخانه کې وګورم، خوهلته ډیره ګڼه ګوڼه ده اوداسې پخوانی کتاب پیداکول دومره اسان کارهم نه دی. دقرارصیب دې کورودان وي،تحویلدارته یې وویل چې دوه سوه افغانۍ به دې انعام وي. تحویلدارورته بیرته راغبرګه کړه چې انعام راکوې نودرې سوه یې کړه. قرار صیب ورته وویل بس سمه ده درې سوه افغانۍ دې انعام شو.
بله ورځ چې ورغلم نوتحویلدارته چاویلي ووچې چپه کښ اویوشمیرنورکتابونه یې له مطبوعې نه دروسانو دهماغه لومړي وخت دراتګ په پیرکې ویستلي وواو بیایې ورته دارګ په یوه څنډه کې اور وراچولی ؤ. دکتابونودسوزیدو د پیښې نه زه هم په هغه وخت کې خبرشوم .که څه هم دهغه وخت خبرې اوس زړې وې،لیکین ماته ځکه نوی وه چې زماغریبګوټی چپه کښ په کې هم دوزخ ته تللی ؤ.
زمونږپه کلی کې یوه ټوکه ده وایي: په کلي کې دګرمۍ په وخت کې په غویانواو غواګانوتبخ(تبخ یاټاکوددغوڅارویوخطرناک مرض دی)لګیدلی و.دکلي ټول غویان، غواګانې اوسخوندرې یې تباه کړې.کلی نیژدې وچې له دغه مالونونه خالي شي.د اوړي په پای اودمني دپیل په وخت کې چې نورتبخ یاټاکومخ په کمیدوونوراضي کاکاپه جومات کې دمازیګردجمعې دمانځه اودوعانه وروسته په لوړاوازخلکوته وویل چې: یره ټاکواوس زورولګاوه.
چاترې تپوس وکړ: راضي کاکا څنګه وایې چې ټاکواوس زوروکړ؟ اوس خوهوا هم ورځ په ورځ یخیږي اوټاکوهم مخ په کمیدودی.دټاکوزورخوهغه وخت وچې په کلي به هره ورځ بې شماره مالونه مړه کیدل.
وروسته دجومات خلک پوه شول چې نن دراضي کاکا سخوندرګی ټاکووژلی ونو ځکه یې له خولې داسویلي سره یوځای راووتل چې: یره ټاکواوس زورولګاوه.
زه هم اوس دمطبوعې په یوه دفترکې پوه شوم چې دروسانودراتګ په وخت کې که له نوروخبرونه دیوې لازې(لحظې)دپاره تیرشونوپه کتابونویې هم زورراغلی ؤ اوزماپه چپه کښ غریب ګوټي هم.
نورموسرنه خوږوم.که کتاب مې دهرچاسره وي،مهرباني وکړئ راویلیږئ اویارا سره تماس ونیسئ! مخکې له مخکې درنه مننه کوم.کورموودان.
«پای»