د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ختیځ ادبي بهیر د ۱۴۶ غونډې ګزارش‏

اکرام الله اکرام 29.04.2015 12:37

ډرامه څه شی ده ؟
ډرامه څه ده ؟ څو ډولونه لري؟ ستېژ ډرامه کومې ته ویل کیږي ؟ حماسي ډرامه د څه لپاره لیکل کیږي ؟د راډیوي او تلویزیوني ډرامو ترمنځ کوم توپیرونه موجود دي او تعلیمې ډارمه د کوم دهدف لپاره لیکل کیږي.
دا هغه لوی عنوانونه و چې تېره اونۍ د ختیځ ادبي بهیر په ۱۴۶مه غونډه کې پرې د بي بي سي راډیو د نوي کور نوي ژوند ډرامې لیکوال انجینر ستانه میر زهیر بحث وکړ.
د ختیځ ادبي بهیر دا غونډه دمعمول سره سم د جمعې په ورځ د روان د۱۳۹۴ لمریز کال د ثور یا غويي په ۴ مه نېټه د ننګرهار میدوتیک په انګړ کې ترسره شوه.
دغه ناسته چې ویاندي يې انیس الرحمن حلیم کوله د زاهدالله احمد له لوري د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شوه، د غونډې مشر قسیم ځیر، میلمه خالد سهار حفیظ او د کوربه په توګه شاه محمود شینواري د ستیج خواته څوکیو ته وغوښتل شول .
له تلاوت وروسته ګډون والو د جلال اباد د وروستۍ پېښې شهیدانو ته د مغفرت او ټپيانو ته د بشپړې روغتیا غوښتنه وکړه
د حمل په ۲۱ نېټه د جلال اباد ښار د مخابراتو څلور لاري د کابل بانک په ساحوي دفتر د ځان مرګي برید له امله ۳۵ تنه شهیدان او تر ۱۲۵ ټپيان شول .
د تېرې اونۍ د ګزارش لپاره اکرام الله اکرام ته بلنه ورکړل شوه، له ګزارش لوستلو وروسته قسیم ځیر د ګزارش ستاینه وکړه خو په ګزارش کې د خو، خو زیات راوړل يې سم ونه بلل .
ځیر خبره پسې وغځوله او وې ویل :(( په ګزارش کې د دوه کسانو ترمنځ د نظر د اختلاف ترمنځ د مخالفت يې وښود سم نه دي باید ورسره موافق نه و، ورته نظر نه درلود او داسې نور راوړل شي ))
راحت ګل زیارمل بیا دقسیم ځیر نظر رد کړ او وې ویل د( خو) کلیمه په لیکلې بڼه د دوه مخالفو نظرونو راخیستلو په منځ کې باید راشي ځکه چې مخالفت په خپله ( خو ) او ددې لپاره بدیله کلیمه نه لرو .
استاد شیرحسن کمالزي، شاه محمود شینواري. ایمل مړوند، ستانه میر زهیر او محمد زمان سهیل د ګزارش ستاینه وکړه خووې ویل چې یو شمېر لغاتونه باید په کره پښتو لیکل شوی وای .
په ګزارش له بحث کولو وروسته انجینر ستانه میز زهیر ته بلنه ورکړل شوه ترڅو د ډارمې په اړه خپل لیکچر وړاندې کړي، ښاغلي زهیر شینواري پیل د ډرامې له پېژندنې وکړ وې ویل (( ډرامه یونانې کلیمه ده، چې د( ډراو) نه اخیستل شوې او ډراو عمل ته وايي یانې ډرامه خپله یو عمل دی او تعریف یې پدې شکل کولای شو،چې ډرامه د ژوند نقل، د دود او دستور اینه او د حقیقت عکاسۍ ته ویل کیږي ))
انجینر زهیر د یو شمېر ډرامه پوهانو له نظره د ډرامې بیلابیل تعریفونه هم وړاندې کړل، یوناني لیکوال سیسرو د ډرامې په اړه وايي: ډرامه یوه هنداره ده چې فطرت پکې منعکس کیږي.
یو بل لیکوال وایلډ ډرمه داسې راپېژنې: ډرامه د ژوند په ترتیب جوړه شوې داسې یوه نقشه ده چې د ننداره کوونکو جزبات په حرکت راولي .
ښاغلي زهیر دا هم وویل چې ډرامه د ادب د یو صنف په توګه د لوستلو لپاره نه ده دا هغه څه دي چې زموږ په وړاندې ګرځي او خبرې کوي .
هغه وویل :(( دا چې انسانان په نقل او پېښو خوشحالیږي نو څومره چې دا پېښې پوره او بشپړې وې نو هغومره يې پیغام تر خلکو ښه رسیږي او خوند يې ډېریږي ))
انجینر زهیر په عمومي ډول ډرامه هغه ننداره یاده کړه چې پکې اشخاص د خپل حرکت، خبرو او عمل په وسیله د ژوند یوه ګوښه تمثیلوي.
ددې ترڅنګ يې په ټوله کې ډرامه په دریو برخو وویشله چې یوه يې د جوړښت له پلوه بله يې د محتوا له مخې او دریمه يې د هدف له مخې .
نوموړي وویل : (( هره ډرامه خپل یو قالب لري چې د همغې له مخې جوړیږي لکه د ستیح ډرامه چې په ستیج ترسره کیږي، راډیوي ډرامه چې په پرلپسې ډول په راډیو کې نشریږي او ټلویزیوني ډرامه چې تیاترې او تلویزوني نمایش نامې هم ورته ویلای شو ))
همداراز يې د محتوا له مخې د ډارمې په اړه مالومات وړاندې کړل او وې ویل چې د محتوا یا کیفیت له پلوه ډرامه په څو ټوټو ویشلای شو چې یوه يې تراژيدي ده او هغه ډرامو ته ویل په کومو چې د ژوند یوه جدي موضوع په عاطفي ډول وړاندې کیږي، ددې ترڅنګ يې کمیډي ډرامه د خندا او تمسخر په وسیله د یو شمیر جدي پیغامونو نشر کول یاد کړل چې په وینا يې کله د طنز یوه بڼه بیانوي خو کله بیا په خندا کې د یوه جدي موضوع بیانوي چې انسان فکر کولو ته مجبوروي .
او دریم يې د هدف له پلوه هغه ډارمې دې چې د یوه ځانګړي هدف لپاره جوړیږي ، تبلیغې، تعلیمي او تفریحې ډارمې ددې برخې منځپانګه جوړوي.
د ښاغلي زهیر په خبره تبلیغي هغه ډرامو ته ویلای شو چې د یوه ځانګړي هدف د تبلیغ لپاره جوړیږي چې عموما سیاسي ګوندونه يې د ځان په ګټه څرخوي، تعلیمي هغه دي چې د تعلیمي پیغامونو د لیږد په موخه جوړیږي خو تفریحي بیا یواځې د یوې خولې خندا په موخه نندازې ته وړاندې کیږي چې کوم ځانګړی پیغام نه لري.
انجینر ستاننه میر زهیر نه یواځې دا چې پدې اړه يې مالومات وړاندې کړل بلکې د لیکچر په پای کې دګډون والو پوښتنو ته ځوابونه هم وویل، هغه ژمنه وکړه چې په راتلونکو اونیو کې به د ډرامې په نورو تخنیکي برخو هم مینه والو ته مالومات وړاندې کړي.
د غونډې وروستۍ برخه ازادې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه چې له پورتنیو سربیره پکې سلیمان ځاځي، طارق تسل، نوید شینواري، ضیاالدین همت مل، میرحسن خاټول، بصیر تلاش، حضرت علي شباب،قسیم ځیر. استاد کمالزي،لیاقت لایق، خالد سهار حفیظ، محمد اغا احمدزي، درویش زمان، محمد زمان سهیل او بلال ظاهر زوی خپل شعرونه واورول چې د اورېدونکو له تاوده هرکلي سره مخ شول.
د غونډې نور ګډون وال: پښتون سهیم، ایمل مړوند، عبدالله هوډ، بختیار ساحل، بختیار ماښام، راحت سوکال، نویم حسن زی، ګل شینواری، بلال خان، جاوید غفور، مجیب نعمان، باز محمد عابد، واحدالله سعیدي، زکریا همت ، جاوید نوري، محمد نسیم، ابوبکر علیزی او الفت پاڅون .
دا ناسته غرمه نږدې دولس نیمې بجې پای ته ورسېده .