د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابینې سل روځني پلانونونه باید کوم لومړیتوبونه ولري ؟

عبدالغني (هاشمي) 27.04.2015 11:21

ولسمشر محمد اشرف غني د کابینې له جوړېدا سره جوخت له ټاکل شوو وزیرانو وغوښت، چې تر درې اوونیو پورې دې د خپلو اړونده وزارتونو په کچه خپل ۱۰۰ ورځني کاري پلانونه جوړ او هغه ته یې وړاندې کړي.
په دې بحث نه کوو چې د نوو وزیرانو له خوا د سل ورځني پلان جوړولو لپاره دا موده (درې اوونۍ) لږه ده که ډېره؟ بلکې هدف دادی، چې ټول وزارتونه باید په دغو پلانونو کې تر ټولو وړاندې په ټولیز ډول د ژوند په ټولو برخو کې د تېر یوکلن کړکېچن بهیر د تشو او بن بستونو له امله د رامنځته شوو عوارضو له منځه وړلو ته جدي پاملرنه وکړي او د خپلو پلانونو په لومړیو کرښو کې ورته ځای ورکړي، تر څو ډېر ژر د دغو تشو لمنه، چې په ډېره جدي توګه زموږ د هېوادوالو ژوند له هره اړخه ګواښي، راټول شي.
د کابیني پلان جوړونې اړین لومړیتوبونه:
کله چې د هېواد په کچه د لومړیتوبونو په اړه غږېږو، نو امنیت مو تر ټولو وړاندې لکه لمر سترګې برېښوې او په اصطلاح په خپل زور مو اړباسي تر څو دا ترټولو مهمه او حیاتي مسئلې ته د خپلو ورځنیو، لنډمهالو او اوږمهالو پلانونو په لومړۍ کرښه کې ځای ورکړو.
د امنیت بحث زموږ په هېواد کې هر وخت او هر چېرته له لومړنیو بحثونو او مسائلو څخه دی، ځکه چې اوسمهال زموږ د هېواد سیاسي، امنیتي، اقتصادي، ټولنیز او نورې ټولې برخې په همدې سرچینې پورې تړلې دي، نو که امنیت ټینګ او په ډاډمنه توګه خوندي نه شي، که اړوند وزارتونه په ټولو مسلکي معیارونو برابر او ګټور پلانونه هم وړاندې کړي، بیا به هم تر همدې بنسټیز سیوري لاندې راځي او جګړه او نه خوندیتوب به یې په کلکه د عملي کېدو مخه نیسي او بیا مسوولینو ته د نه عملي کېدو په برخه کې ډېره ښه بهانه په لاس ورځي.
د امنیت په برخه کې تر ټولو لومړی او اړین اقدام:
دا جوته خبره ده چې د امنیت ساتته او ټینګښت، په ځانګړي ډول د ملي دفاع وزرات، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ارګانونو دنده او مسوولیت دی.
دلته په دې برخه کې د هر یوه ارګان دندې او مسولیتونه نه ځانګړي کوو، بلکې غواړو داسې یوه طرحه وړاندې کړو او له دولت څخه د جوړېدا او ایجاد او یا هم جوړو شوو شته وو ارګانونو ته ددغه مسوولیت سپارلو غوښتنه وکړو، چې کولای شي د ټولو دغو ارګانونو چارې تر څارنې لاندې ونیسي او د بېلابېلو پلانونو او دومداره شپه او ورځنیو کړنو له لارې یې تنظیم او رهبري کړي.
د امنیتي چارو د یوه واکمن او باصلاحیته همغږې کوونکې ادراې ایجاد، یا له شته وو ارګانونو څخه ښه ګټه اخستنه:
د هېواد یوکلن امنیتي بهیر، په ځانګړي ډول د وروستۍ میاشتې کړکېچن او له انساني تلفاتو ډک وضعیت موږ ته دا حقیقت په ډاګه کړ، چې په ډېرو حساسو او خطرناکو حالاتو کې د امنیتي چارو د تنظیم او سمبالتیا په برخه کې زموږ د درې ګونه امنیتي ارګانونو ترمنځ اړین کوارډیناسیون (همغږي) کمزورې او یا په نشت حساب وه، دا هم نه وایو چې دا همغږي په بشپړه توګه نشته، بلکې زموږ هدف دادی، چې ددې همغږۍ د چارو لا ښه تنظیم او سمبالتیا په موخه باید دا چارې تر یوه منظم او واحد چوکاټ لاندې راشي او د یوه واکمن او باصلاحیته ارګان له خوا تنظیمې او سمبالې شي.
موږ په دې برخه کې داسې کومه ځانګړې نسخه هم نه تجویزوو، خو دا ضرور وایو چې روان امنیتي وضعیت ته په کتو د همداسې یوه ارګان شتون ته ډېره جدي اړتیا ده، چې دا ارګان نه باید تخنیکي او سمبولیک وي، بلکې د شتون تر څنګ باید ورته د درې ګونو امنیتي ارګانونو د امنتیي چارو د تنظیم، انسجام، څارنې او سمبالتیا او په همدې حال کې د اړیتا په صورت کې د امنیتي اوپراتیفي چارو د ترسره کولو اړین واکونه او صلاحیتونه هم وکړل شي، زما په اند دا ارګان کېدای شي د هېواد ملي امنیت شورا وي، خو په دې شرط چې پورته یاد شوي ټکي او مسایل ددغې شورا په واکونو او کاري پروګرامونو کې په پام کې ونیول شي.
ټولیز ژوند او اقتصادي مسائل:
د اقتصادي ډګر په ګډون د ژوند په بېلابېلو برخو کې د تېر یوه کال تشې او بن بستونه، له شک پرته زموږ د هېوادوالو پر ټولیز ژوند باندې خپلې ناوړه اغېزې درلودې، چې دا اغېزې زموږ د اکثریت خلکو د ټولیز ژوند په ډېرې ټیټې کچې او ټولنیزو فاحشو توپيرونو کې په روښانه توګه ترسترګو کېږي.
په دې برخه کې پر نورو ګڼو ستونزو، ننګونو او لاملونو سربېره دوه عمده هغه زموږ د هېوادوالو تولیز ژوند تر سخت فشار لاندې نیولی، چې ټول دولت په ټولیز ډول او اړوند وزارتونه باید په ځانګړي ډول جدي او پراخه پاملرنه ورته وکړي:
لومړی، بېکاري او بې روزګاري: د حامد کرزي د واکمنۍ له ختمېدو او ملي وحدت دولت له جوړېدا سره جوخت د ټاکلي قرارداد پر بنسټ بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او ورسره سم له افغانستان سره نړیوالې مرستې هم په بې سارې توګه کمې شوې او همداراز هغه اقتصادي، پراختیايي او ټولنیزې پروژې چې د نړیوالو مرستندویو هېوادونو، سازمانونو او بنسټونو له خوا تمویلېدې او زموږ سلګونه زره هېوادوال پکې په یو ډول نه یو ډول په کارونو بوخت وو؛ نږدې په ټپه ودرېدې، چې له امله یې زموږ هېوادوال په یوه وار د سختو اقتصادي ستونزو پر لرلو له بېکارۍ سره مخ شول او په هېواد کې د ناامنیو د پراخېدو په ګډون ډېرې نورې ستونزې هم له همدې امله رامنځته شوې، ځکه نو اړینه ده چې نوي ټاکل شوي وزیران دې ټکي ته ډېره جدي پاملرنه وکړي او خپل کاري پلانونه داسې اووډي، چې دغو او دې ته ورته نورو بېکارو او بې روزګارو ظرفیتونو ته پکې د کار او روزګار زمینې برابرول یې د پلانونو د لومړیتوبونو په سرټکو کې ځای ولري.
دویم، د بازار د نرخونو کنټرول او مهارول: څرنګه چې کتل کېږي، اوسمهال د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ټولو سیمو او ولایتونو کې دولت د توکو پر بیو او نرخونو هیڅ د پام وړ څارنه نه لري، چې له امله یې زموږ هېوادوال له سختو ستونزو سره مخ دي. زموږ هدف دا نه دی، چې دولت دې د ازاد بازار له اصولو او میکانیزمونو پرخلاف، د ازاد بازار په چارو کې ناقانونه مداخله او لاسوهنه وکړي، بلکې دا په ټوله نړۍ کې د دولت دنده، مسوولیت او صلاحیت دی چې؛ کله بازار د عدالت او ټاکليو قوانینو او میکانیزمونو له ولکې وځي، بې مهاره حالت خپلوي، ټولنیز نظم او عدالت په بې رحمانه توګه تر پښو لاندې کوي؛ نو دولتونه دا دنده او مسوولیت لري، چې د عدالت او ټاکلو قوانینو د پلې کولو او تطبیق لپاره مداخله وکړي او د نرخونو په عادلانه کنټرول، په داسې ډول چې په اصطلاح (نه سیخ وسوزي او نه کباب)، ملت د بازار د بې رحمو انحصارګرانو له بې عدالتیو څخه وژغوري.
ځکه نو په دې باور یو، چې دولت په ټولیز ډول او نوي ټاکل شوي اړوند وزیران په ځانګړي ډول د خپلو سل ورځنیو پلانونو په جوړولو کې دې ټکې ته هم کلکه پاملرنه وکړي.
دا هغه حیاتي مسائل دي، چې اوسمهال زموږ د خلکو ستوني کلک نیولي دي او ژوند او پایښت یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی، چې زما په اند د کابینې نوي وزیران باید ورته تر ټولو وړاندې ډېره جدي پاملرنه وکړي، خو دا یوازې د ټولو ستونزو د حل کلي نه ده، بلکې په نیمايي کې د پاتې شوو بېلابېلو اقتصادي، پراختیايي او ټولنیزو پروژو د کارونو چټک بیا پیلول، د نوو کرنیزو، ساختماني او نورو بېلابېلو اقتصادي پراختیايي پروژو پلانول او پیلول، د کانونو د ایستلو مسئله او په دې برخه د عینکو د مسو په څېر د بېلابېلو کانونو د ودرول شوو چارو چټک بیا پېلول، د معارف او لوړو زده کړو په برخه کې پراخ او چټک اړین اقدامات، د بهرنیو سیاسي او اقتصادي اړیکو لا پراختیا، د بهرنیو مرستو پراخ راجلبول او په بېلابېلو برخو کې د نوو سترو او کوچنیو پراخو پروژو پیلول، د برښنا له پلوه د هېواد د بسیا کولو لپاره اړین اقدامات او ... هغه اړینې چارې دي، چې سربېره پردې چې زموږ هېواد د پرمختګ، ټیکاو او سمون لوړو پوړیو ته رسوي، پر نورو پورته یادو شوو برخو (امنتت، بېکارۍ، بې روزګارۍ، اقتصادي پراختیا او ...) برخو باندې هم د پام وړ او جوت مثبت اغېز ښندلی شي.