د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو او ټولنو کې د واده شپې دودونه

اجمل درمان 27.04.2015 11:18

ژباړه / اجمل درمان
۱ــ د واده شپه په بیلابیلو ټولنو کې
په نړۍ کې د واده شپې په اړه بیلابیل عجیب او نااشنا روایات شته چې له امله یې دا شپه لاپسې خوندوره کیږي.
د نړۍ په هره ټولنه کې د واده مراسم له مینې او خوښیو ډک وي چې په کې دوه کورنۍ یو ځاي او یوه جوړه (ناوې او زوم) نوی ژوند پیلوي او د خپل راتلونکي خوبونه ویني خو د واده د لومړۍ شپې په اړه د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې بیلابیل نااشنا دودونه شتون لري چې دغه شپه پرې لا رنګینه او خوندوره کیږي.
د بالښت لاندې پنیر ایښودل: په ځینو ټولنو کې دا روایت مشهور دی؛ که چیرې د واده په لومړۍ شپه د ناوې او زوم د بالښت لاندې یو پاو پنیر کیښودل شي نو ناوې او زوم به ډير اولادون راوړي.
که هر څوک لومړی ویده شو نو لومړی به ومري: د واده اړوند یو روایت دا دی؛ که چیرې د واده په لومړۍ شپه ناوې او یا زوم، هر یو لومړی ویده شو نو عمر یې کمیږي. په دې شپه که زوم لومړی ویده شو نو زوم، او که ناوې لومړی ویده شوه نو ناوې لومړی مري او په دې ترتیب به خپل د ژوند ملګری یا ملګرې په نیمه لار پریږدي.
د ملګرو او خپلوانو ښه موکه: د واده په شپه د زوم ملګري او خپلوان له زوم سره ټوکې ټکالې کوي او زوم نه پریږدي چې د ناوې کوټې ته ورشي. د زوم ملګري او خپلوان له دې موکې نه ګټه پورته کوي او زوم ته خپل د خوښې وړاندیزونه کوي تر څو ويي مني. زوم بیچاره چې بله لار د خلاصون نه لري نو مجبور دی چې د دوي غوښتنې ومني او وروسته بیا د ناوې کوټې ته ورشي.
د مخ روڼۍ ډالۍ: په عمومي ډول د واده په شپه لومړی ناوې کوټې ته وړل کیږي تر څو لږ ارام وکړي. کله چې بیا زوم کوټې ته ننوزي او د ناوې مخ د لیدو لپاره یې له مخ نه شال پورته کوي نو ناوې ته څه ډالۍ ورکوي چې دیته بیا د مخ ښکاره کولو ډالۍ (مخ روڼۍ) ویل کیږي او په عمومي توګه ناوې بیا دا ډالۍ د عمر تر پایه له ځانه سره ساتي.

د واده پر تخت اوبه اړول: په سکاټلینډ کې د ناوې او زوم پر تخت اوبه شیندل کیږي او ددې ځاي خلک ګومان کوي چې دا کار د زوم او ناوې د نیکمرغۍ نښه ده چې زوم د واده لومړۍ اونۍ له ناوې سره د خپل خسر په کور کې تیروې.
له کوټې د باندې ځوږ او ګډوډي کول: په امریکا، فرانسې او جرمني کې دا عام روایت دی چې د زوم او ناوې دوستان د ناوې له کوټې د باندې ښه شور او غالمغال جوړوي او دا نوې جوړه (زوم او ناوې) ښه په عذابوي چې دیته بیا «چیوري یا شیواري« وایي. ځینې دوستان یې له کوټې د باندې پوکاڼۍ چاودوي او ځینې یې پر تخت باندې خوراکي توکي شیندي او تر څنګ یې په کوټه کې پټ ځینې ځانګړي زنګونه (الارم) ترتیبوي. په جرمني کې یو عام روایت کې راځي چې د واده په شپه ځیني چیني لوښي ماتول کیږي او ګومان کوي چې په دې سره د شیطان ناوړه ارواح له کوره وځي، او بیا دا مات شوي لوښي په نوې جوړې (ناوې او زوم) مینځل کیږي څو پوه شي چې راتلونکي ژوند کې سختۍ ډيرې دي خو که دواړه یې په ګډه حل کړي نو بریالی به شي.
۲ــ د واده شپه د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې
رومانیا: په رومانیا کې د واده د لومړۍ شپې اړوند په یو روایت کې راځي؛ کله چې ناوې د زوم کور ته د ننوتلو پر ومهال وډار شي؛ دا یې د بدقسمتۍ نښه بلل کیږي. نو ددې لپاره چې ناوې له بدقمستۍ وژغوري ناوې یې خپلوان له لاسونو نیسي او د زوم کوټې ته یې بیایی څو و نه ډاره شي.
چین: په چین کې ناوې او زوم د واده په لومړۍ شپه؛ اژدها شکله شمعې بلوي او ګومان کوي چې ګویا په دې سره د شیطان ناوړه ارواح له کوره تښتي. د چین په ځینو سیمو کې زوم د ناوې په طرف درې ځله په لیندۍ د غشي ګوذار کوي بیا نوموړې لیندۍ هم ماتوي او دا کار ددې لپاره ترسره کوي چې د ناوې او زوم تر منځ مینه د تل لپاره ټینګه پاتې شي.
کینیا: په کینیا کې یو نااشنا روایت دا دی چې زوم د واده له لومړۍ شپې څخه تر یوې میاشتې پورې د میرمنو جامې اغوندي. دا کار ددې لپاره کوي څو نارینه احساس کړي چې میرمن کیدل څومره سخت دي؟
کوریا: په کوریا کې د واده په لومړۍ شپه د زوم خپلوان د زوم پښې تړي او بیا یې په کب (ماهي) یا تش بوتل وهي څو پوه شي چې زوم د نوي ژوند د کارونو څومره وړتیا او توانایي لري.
آیرلینډ: په آيرلینډ کې یو پخوانی روایت دا دی چې د واده په لومړۍ شپه کله چې زوم او ناوې نڅا کوي نو د نڅا په وخت کې ناوې باید خپلې پښې له فرش نه پورته نه کړي او که چېرې یې پښې پورته کړې نو ددوي په باور شیطان به د نوې جوړې په راتلونکي ژوند کې ګډوډي رامنځته کړي.
اندونیزیا: د ا ندونیزیا د خلکو تر ټولو په زړه پورې او نااشنا دود یې دا دی چې د واده په نوې جوړې (ناوې او زوم) تر درې ورځو د بیت الخلا ته د تګ بندیز وي. تر درې ورځو ناوې او زوم نه پریږدي چې حاجت رفع کړي. په دغو دریو ورځو کې ناوې او زوم ته کم خواړه ورکوي څو دوي خپل ځانونه کنټرول کړلای شي.