د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

څولیزی 27.04.2015 12:16

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

ځوانیمرګ
د انســان پــه جامه راشي یــوحېوان، بـل ځوانیمرګ کړي
خپل ټاټوبــی خوندي پرېــږدي یو افغان بل ځوانیمرګ کړي
ربــه څرنګ ازمېښتــون دی هر ګــړۍ پکــې مرګ ژوبله
هر وګــړی یې ټپــي دی یو انســان بــل ځوانیمرګ کړي
هېڅ کافــر،هندو مرتــد پــه دې کار نــه دی بری موندی
تل چــې ګورمــه او اورم مسلمــان بــل ځوانیمرګ کړي
الهي تــه مو لــه غېبه دا وطــن ګلــزار ګلــزار کـړې
چې هېڅ وینــه تویــه نشي یو ارمــان بـل ځوانیمرګ کړي
که شمــال دی که جنــوب دی که مشــرق او کـه مغرب مې
هره سیمه مــې ټپــي ده دا بـوستــان بل ځوانیمرګ کړي
دا تور مخــي او ژېړ مخــي یـې له څنکــه ننداره کــړي
اړو دوړ دلتــه کې جوړ افغــانستــان بـل ځوانیمرګ کړي
د هغــې ورځــې ارمــان مې پــه زړګــي تېغونه کاږي
سولــه ټینګه پــه وطن مــې یو شېطان بل ځوانیمرګ کړي
۳/۲/۱۳۹۴
څولیزی