د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمیرویس نیکه جامع جومات دمشرتابه هیئت ټاکنې په خوښي او بریالیتوب سره ترسره شوې

بسمل 27.04.2015 12:15

نن داپریل میاشتې په شپږویشتمه نېټه دجرمني دبایرن آیالت په مونشن ښارکې بایرن مېشتو افغانانود میرویس نیکه په جامع جومات کې ټاکنې ترسره کړې.
دغه ټاکنې د وروري په یوه آزاده، صمیمانه فضأ او دعلني رایو ورکولوپه ترځ کې ترسره شوې.
نننۍ غونډه داجنډا له مخې دقران پاک دڅومبارکو ایتونو په اورولوسره پیل او ورپسې دتېرو دوو کلونو کاري رپوټونه دمسؤلینو لخوا واورول شول.
غونډه محترم حاجي صاحب انجنیرغمی کاکړاومحترم ډګروال صاحب احمد ظفرپه مخ وړله.
مشرتابه ته کاندید محترم حاجي صاحب احمد احمدزي دتېرځل په څېر په بري سره رایې خپلې او تکرارأ د رایوپه اتفاق دمیرویس نیکه جامع جومات دمشرتابه هیئت د مشر په حیث وټاکل شو.

دمشرتابه هیئت مرستیالي ته دمیرویس نیکه جامع جومات لوی خادم محترم حاجي صاحب انجنیرغمی کاکړ ونومول شوهغه هم دتېر په څېر په بري او اتفاق سره رایې وګټلې.

دمالي چارومســــؤل چې تېرځل هم محترم حاجي صاحب حبیب الله فیضي وبیا یې هم میدان وګاټه اود رایوپه اتفاق بریالی شو.
دمالي چارومرستیالي ته محترم ډګروال صاحب احمد ظفر ونومول شو چې هغه محترم هم دپخوا په شان په بري سره میدان وګاټه.
په نننۍ غونډه کې بیا هم دهغه بل ځل په ډول ترټولوپه زړه پورې اوشخصأ زمادخوښي وړبرخه داوه چې دمیرویس نیکه دجامع جومات مشرتابه هیئت ته بیاهم زموږیوه محترمه بي بي حاجي خور چې تورپېکۍ ظفرنومیږي د رایوپه اتفاق وټاکل شوه ورته مبارک دې وي.
داقدرمنه خورزموږدماشومانودرسي او روزنیزه پالنه کوي دخپلې مورنۍ ژبې خواږه خواږه توري او خوږې خوږې جملې ورښيي، دګران هېواد(ویاړلي افغانستان) محبت اومعـنویت ورښيي زه، په داسې خویندو او وروڼوویاړم چې په بهرکې زېږېـدلو ماشومانوته زموږ د ګران افغانســتان مینه ورکوي هو! مینه اوبیاهم داپاکه اوسپېڅلې مینه بللی شو.
له همدې کبله زه له زړه څخه پورتنیوګټونکوته مباره کي وایم، پخپلوچاروکې له پاک رب څخه ورته سترې بریاوې غواړم البته ترڅنګ یې داهیله هم لرم، چې د رواسیالي په چوکاټ کې زموږنور وروڼه اوخویندې دسبالپاره ددوی دځای نیونې په موخه مټې راونغاړي ترڅوزموږ دا لوی اسلامي اوفرهنګي مرکز دنړۍ په مخ له ډېرونورواسلامي او فرهنګي مرکزونوسره دسیالۍ جوګه شي.
لنډه داچې غونډه نه یوازې په خوښي سره پای ته ورسېده، بلکې دغونډې ګډنوالودخپل وس په اندازه مالي مرسته هم وکړه ترڅو دمیرویس نیکه جامع جومات دملکیت رانیولولپاره ورڅخه کار واخیستل شي ددوی ټولو دې کورونه ودان وي.
په وروستۍ برخه کې د ډوډۍ دستارخوان هواراوپه مینه مینه مونوشی جان کړه له هغه څخه وروسته مودمازدیګر لمونځ ادأ کړخدای پاک دې قبول کړي.

پاته دې نه وي چې دمیرویس نیکه دجامع جومات د مشرتابه هیئت ترڅنګ زموږ یوشمېر نور قدرمن وروڼه اوخویندې پخپله خوښه هراړخیزې مرستې کوي دبېلګې په ډول نسیم، ساحل خان ځاځی چې د ارواښاد قومي مشرحاجي صاحب اقبال خان ځاځي کشروراره دی همېش دمیرویس نیکه جامع جومات خدمت کوي همـــدارازډګروال صاحب علی احمــدخان، قیـومي صاحب اونورهم ډېرې هلې ځلې کوي زموږ دماشومانودښوونې او روزنې په برخه کې محترم ډګــــروال صاحب راحت ګل ارام اوڅونورې خویندې اووروڼه هم خپله اســـلامي اوافغـــاني دنده په مخ وړي ددوی ټولودې کور آباد او الله (ج) دې عوضونه ورکړي.
دټولوافغانانودیووالی اوګران افغانستان دسرلوړۍ په هیله