د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

که هرڅوک په خپل کار کار ولري نوڅه ګټه به وکړو؟

محبوب خان باک 25.04.2015 12:33

وايي چې تجربه د علم پلار بلل کېږي او دا موږ په خپل هېواد کې تجربه کړه چې په هغه ولاياتوکې چې څوک په رښتيا هم دملت او ولس لپاره په رېښتوني توګه خدمت کوي او غواړي چې دغه هېواد هم که ډېر نه وي نو تر يوه حده خو له خپلو همسايه هېوادونو سره د سيالۍ جوګه شي دهغو خلکو لاسونه او پښې ورلنډېږي،سترګې يې ړندېږي او د صلاحيت او څوکۍ داخستلو کوښښونه يې له امکانه هم تر پورته حده کېږي،خوپه هغو ولاياتوکې چې څوک کار نکوي او څوکۍ يواځې دخپل شخصي منفعت او جېب ډکولو لپاره تر لاسه شوې وي هلته دهېچا مخه نه نيول کېږي،څوک پرې سر نه خوږوي ،نه دولت غږ کوي اونه هم ملت .
پوښتنه داده چې ددغه شان اشخاصو مخه نيول کېدای نشي اوکه څوک نه غواړي چې مخه يې ونيسي،فکر کوم ځواب به داوي چې دمرکرزي دولت ډېره برخه اوياهم ډېرکليدي پوسټونه ډېر وخت دهمدغه شان خلکو په لاس کې دي،همدغه اشخاص دي چې په انساني قاچاق ،وسلوال بې قانونه تجارت او نورو ډېرو ورانکاريوکې لاس لري او تر ډېره حده تور بازار هم ددوی لخوا په چلښت وي،نو دې خلکوته به څوک څنګه له سپوږمو پورته خبره وکړای شي،که يې وکړي نو دوی خوهسې هم لوی قاچاقبر او دانسان وژونکي دی نو هغه شخص خير نشته اوکه چېرې بيا دومره لويې ننګونې او خطر څوک په غاړه واهم خلي نو بيا يې انجام معلومېږي چې څنګه کېږي.
د مثال په توګه له ولاياتوڅخه د ننګرهار،خوست،کابل،فراه،کندوز او ځينې نور ولايتونه را اخلو،داهماغه ډول ولايتونه دي چې د يو ډول مافيايي کړيو تر انحصار لاندې دي او همېشه غواړي خپل راج په نورو تحميل او جاري وساتي،دوی هماغه خلک دي چې دمخه مو يادونه وکړه چې ددولت مرکزيت يې په لاس کې دی که څه غواړي به وي اوکه څه نه غواړي هغه به نه وي،دوی ډېری برخه د پارلمان تشکيلوي چې مقننه قوه ده او ډيری دندې يې د قوانينو تصويبول او تر ولسمشره ور رسول دی،خو دوی ډېری وخت داسی قوانين تر پښو لاندې کوي چې په هېڅ قانون کې پښه اړول ورڅخه جواز نلري،هېڅکله دملت لپاره اواز نه پورته کوي،هېڅکله د يوه مظلوم په غم کې نه ګرځي اوهېڅکله ددې خاورې دپايښت لپآره له څوکۍ نه پورته کېږي.
تاسو فکر وکړۍ دافغانستان په ولسي جرګه کې د ډېرو لويو او کليدي کمېسيونونو لکه د بوديجې،دوکيلانو دامتيازاتو،دفرهنګي او نورو کمېسيونونو مشران هغه غله او منحوسې څهرې دي چې ددې ملت او هېواد په سر هر ډول سودا کولو ته اماده دي او تراوسه يې هر وخت پرې سودا کړې دي،خو داچې څنګه دې کمېسيونونوته راغلي او دلته يې لنګرې خښې کړي دي دا ډېره د څېړلو خبره ده،کله چې دوی دکمېسيون دمشرۍ لپاره ټاکل کېږي دوی ته صندوقونه کېښودل کېږي او رايې په اساس رازي،خو دوی بيا رايه نه بلکې دولسي جرګې او سنا مجلس غړي اخلي،هريوه ته له يو قېمت بها فون څخه نيولې بيا ان تر موټر اخستو پورې ژمنې کوي او د برياليتوب په صورت کې يې ورته ورکوي هم نو وکيلانوته دومره پيسې له کومه کېږي او دادوی ته له کومه ځايه راځي، دا هماغه پيسې دي چې ددې ملت دوينې په زبېښلو يې تر لاسه کړي او دا هماغه پيسې دي چې ددې هېواد قدم په قدم خاوره يې پلورلې ده اوس نه دې خلکوته څوک څه ويلي شي اونه يې هم له څوکۍ څخه د لرې کېدو صلاحيت لري.
نو په پآيله کې اوس نوي دوه ګوني دولت ته پکار داده چې له تېرو تجروبو څخه د درسونو په توګه کار واخلي او هغه اشتباهات چې دمخه تر سره شوي بيا تکرار نشی، دهرچا دنده او صلاحيت بايد معلوم وي، وکيل بايد دوزير په کار کې مداخله ونکړي،وزيربايد دولسمشر،هرڅوک بايد دخپل کار اومسؤوليت ځواب ورکوونکی اوسی،هرڅوک بايد له ځان څخه دټيټ شخص د کار پوښتنه وکړي او هرچاته بايد دهغه له زکاوت ،پوهې او وړتيا سره سم کار وکړل شي اوکه داسی ونه شي نوبيا نه شو ويلی چې کار اهل دکار ته وسپار شو او تر ډېره به بيا هم هماغه پخوانی غله او رهنزن په موږ مسلط شي او داهېواد به يو ځل بيا دتېر پشان د بحران خواته ولاړشي او يا په بله اصطلاح هماغه غر اوهماغه کربوړی به وی.
له هرڅه ډېر بايد ولسمشر غني او اجرائيه رئيس عبدالله په دې پوه شي چې دغه ولس اوس له دوی څخه کار غواړي او دوی بايد کار وکړي، ددوی وزيران بايد اهل خلک وي نه د پخوانيو پشان او هیڅوک بايد دولتي څوکۍ ميراثي ونه ګڼي دوی بايد د کمپاينونو دوخت ژمنې را يادې کړي چې ددې هېواد اوخلکو دجوړولو په برخه کې يې کړې وې.