د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په اروپا کې افغان او ايراني مسيحيان

یاسر الهاشمی 23.04.2015 01:05

د اسلام دين يو شامل او کامل دین دی. د ژوند د هرې برخې لپاره ځانګړی احکام لري. اسلامي شريعت د انسانانو تر منځ د سوکاله او آرامه ژوند د تامين او همدارنګه د مسلمانانو د آمتحانولو په منظور ځينې محدوديتونه وضع کړي دي.
هغه اشخاص چې دغه اصول په ځان پلې کړي او د هغې سره سم چلند وکړي پرته له شک څخه چې ښه بدله به ورکړل شي چې هغه جنت ته تلل دی، هغه اشخاص چې دغه اصول په ځان پلې نه کړي او د هغې سره سم چلند و نه کړي نو د جنت له نعمتونو څخه به محروم او له عذاب سره به مخ شي.
ډیری ناخبره او سست عنصره مسلمانان بيا د اسلام په دایره کې ژوند کول ځانته عار ګڼي او د نفساني خواهشاتو تر تاثير لاندې غواړې د اسلام له دایرې څخه ووځي او هغه کارونو ته لاس اوږودوي چې جنت د دخول مانع ګرځي.
د اسلام له دين څخه د اوښتلو په صورت کې شخص مرتد کيږي چې جمهورو علماو له قوله يي وژل روا دی او دليل يې هم دا دې چې يو شخص له دين څخه په اوښتلو سره په حقيقت کې له خدای تعالی سره دښمني اعلانوي.
د آلماني رسنی دويچه وله د راپور پراساس په اروپا کې په عیسويت د اوښتي افغانانو او ايرانيانو په شميره کې د پام وړ زياتوالی راغلی. دغه زياتوالی دې حد ته رسيدلی چې د برلين په ځينو سيمو کې د کليسا مراسم په آلماني او فارسي ژبو تر سره کيږي.
د دويچه وله د راپور پر اساس هغوی چې تازه عیسویان شوي کره شميره تر اوسه په لاس کې نشته، خو دغه رسنی وايي چې د دوی شميره ورځ تر بلې مخ په زياتيدو دی او اکثريت هغه کسان دی چې په ناقانونه توګه دې هيواد ته داخليږي.
راپور زياتوي:
(( هغه کډوال چې پرته له پاسپورټ او ويزې څخه آلمان او ځينې نورو اروپايي هيوادونو ته داخليږي، د پوليسو لخوا د نيول کيدو له ويرې کليسا ګانو ته پناه وړي او کليسا ګانې هم دوی ته خپلې دروازې پرانيستي دي.))
هر دين ځانته دعوت کوونکي لري، د عيسويت د دين د دعوت محل کليسا او داعي يې په کليسا کې شته مذهبي مشران او کارکوونکي دي.
کله چې مسلمانان پخپله د دوی کليسا ګانو ته پناه وړي بیا نو دوی ته ښه موقع په لاس ورځي تر څو د عيسويت د تبليغ او عيسويت ته د اوښتلو لپاره په دوی باندې کار وکړي.
په ډیری مواردو کې پناه غوښتونکو کې ته دا هم ویل کیږي کېږي چې که چيرې دوی له خپل دين څخه واوړي نو دوی ته په مربوطه هیواد کې پناه ورکړ شي.
د آلماني رسنیو له قوله له (۲۰۰۸ ع) کال څخه را پدېخوا تر (۵۰۰) زيات افغان او ايراني پناه غوښتونکي مسيحيان شوی، چې د هغې جملې څخه (۷۵٪) يي ايرانيان او پاتې (۲۵٪) نور يي افغانان دی.
د پناه غوښتونکو د ویبپاڼې د راپور پر اساس ځينې وختونه داسې هم کيږي چې پناه غوښتونکي د يوه کال لپاره په دغه کليسا ګانو کې پاتې شي. يو کال ژوند کول په کليسا کې حتما خپل اثر لري او پر پناه غوښتونکو اثر پريباسي.
بې له ویلو دې پاتې نه وي چې آلمان هم يو له هغه هيوادونو څخه دی چې افغان کډوال، انګلستان ته را د رسیدو په موخه ترې د يوه چينل په حيث ګټه پورته کوي.