د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په خوست کې دکمال ناصر اوهمايون( درمان)

محبوب خان باک 23.04.2015 01:03

ليکنه:
دا ددې لپاره چې هيڅ هم پکې په سم لوري روان ندي،خير په ليکنو کې مې يوه ليکنه تر( په خوست کې رښتيا څه تېرېدل) عنوان لاندې ولوسته ډېر يې هيجاني کړم.
پوهېږۍ ولې هيجاني شوم؟ داځکه چې دخلکو دوه مخي توب او دمار پشان په خوله کې ددوه ژبو لرلوته ډير حيران شوم،د مقالې ليکوال چې درمان يې نوم دي ډېره اوږده ليکنه کړې ده اوهغه څه يې ليکلي چې په خوست کې د وروستيو سياسي حالاتو د خرابولو عاملينو هريو کمال ناصر اصولي اوهمايون همايون لخوا په ميټينګ کې ورکړل شوي مطالب يې سره لاندې باندې کړي وو،داچې زه څنګه خبرشوم چې کمال ناصر او همايون د خپل مېټينګ خبري يوچاباندې دمقالي په ډول ليکي اوبيآ يي په انټرنېټ کې نشروي دابه هم درته له ټولو دمخه ووايم:
تېره شپه دواړو وکيلانو کمال ناصر اصولي او همايون همايون د ولايتي شورا له ځينو غړو سره په يوه څوکسيز ميټينګ کې په همدې خبرو سره تود بحث او مشاجره کړې چې د نقل کوونکي له خولې نږدې وو په يوبل وارونه سره وکړي،دوي پخپلوکې ويلي چې ددوي بې ځايه هلو ځلو او مالي تاوانونو خو کوم ځاي ونه نيوه نو اوس څنګه وکړي چې هم يې هڅې له لاسته راوړنو خالي پاتې نشي اوهم يې تاوانونه ددوي لپاره په شخصي ډول پرځاي لګول شوي وي نو له دې وروسته به ښاغلي (........) چې مستعار نوم يې ( درمان ) دي ددوي د غونډې خبرې په مقاليزه توګه سره نښلوي او بيا به يې ميډياته وړاندې کوي.
داچې ددوي کارونه سر نيسي اوکنه نو هغه د بعضي خلکو خبره خپلې هڅې خو جاري ساتي.
خير په هرحال ښاغلي درمان په يوه ځاي کې ليکلي( چې له چاودنې وروسته بيا هم خلک سوله ييز لاريون کوي او د قاتلينو د نيولو غوښتنه کوي.)
عجيبه قضاوت دي ددغه ښاغلي زه له ده څخه پوښتنه کوم چې کوم سوله ييز لاريون او دچا لخوا او کله،ايا کوم خلک او جنګسالاران چې کمال ناصر او همايون د څو روپيو مزدوري ورکولو په بدل کې له سپکو او درنو وسلو سره دخوست په واټونو ،ولايت مقام مخي ،پوهنتون په انګړ او دوالي دکور شاخوا ګرځول دېته تاسو سوله ييز لاريون وايي،په ولايت مقام د حملې کولو پلان او دوالي د پرزولو هنرونه پکار اچول د څو روپيو شخصي ګټو لپاره دا تاسو سوله ييز لاريون بولۍ،له راکېټ څخه نيولې بيا ان تر چاقو پورې ځانسره داسي ځايونوته وړل تاسو سوله ييز لاريون بولۍ که چېرې ستاسو ځواب هو وي نو معلومه ده چې تاسې هم ددې بد کاريو او مخربينو يوه برخه ياست اوکه چېرې يې سوله ييز لاريون نه بولۍ او اوس دهغوي په خوله داسي وايي نو بيا موهم خپل وجدان تر سوال لاندې راوستي درمان صيب.
مستعارنومي ( درمان ) بل ځاي کې اعتراف کوي او وايي چې بېرون يو راوتلي اشپز نيول کېږي تاسو فکر وکړۍ ايا دا دځنګل قانون دي چې هرڅوک دې راځي او خلک دې نيسي او په شخصي محکمو کې دې فيصلي پرې کېيږ او په شخصي زندانونوکې دې پرې حکم تطبيقېږي؟ ښاغلي پخپله ليکلي چې په يوه ويډيو کې دغه اشپز اقرار کوي چې هو کله چې لاريون کېده نو د والي له کوره په لاريون کوونکو ډزې کېدلې،عجيبه قضاوت او عجيبه دروغ . وايي چې دروغجن حافظه نلري خير زه به يې له دغه محترم نه وپوښتم چې د ولايت مقام اشپز چې کله له ولايت څخه ووت چېرې ته ،دچا لخوا ونيول شو،چېرې يوړل شو،چا ورڅخه تحقيق وکړ اوبيا څه شو؟؟
بياهم په يوه بل ځاي کې درمان صيب ليکي چې دخوست ولايت يو کار کوونکي د والي دساتونکي لخوا په دې تور ووژل شو چې غوښتل يې په والي ځانمرګي بريد وکړي حال داچې هغه شخص د انتحار قصد نه لاره اوداخبره د يونما او ملي امنيت لخوا ثابته شوې.
زه بيا له دغه بې مغزه څخه پوښتنه کوم چې ته ماته دا ووايه چې ملي امنيت او يونما په کوم ځاي کې دا پيداکړل چې د هغه مامور په بدن ليکل شوي وو چې دا ځانمرګي نه دي انتحاري حمله يې نه کوله او دوالي دنفرو لخوا په قصدي ډول وژل شوي دي،خير وايي ځمکه هغه سوزي چې اور پرې بلېږي ،ښاغلي رمان صيب ته ورباندې اوښتي نه يي که چېرې پرې واوړې نو بيا به خپل اودس هم روغ ونه ساتې بدبخته زه تا ډېرښه پېژنم چې چېرې لوي شوي يې ،چا لوي کړي يې او دڅه لپاره،بس هسي خپله دلالي درباندې کوي او سبا په کونه کې لغته درکوي او د فوټ بال د توپ په شان دې شوټ کوي.
زه نه غواړم خپله ليکنه ډېره اوږده کړم ځکه چې ستاسو بې ځايه تورونه لګول کوم ځاي نه نيسي هسي مو ځان ستړي کړي دي له ځانه مو کرښې توري کړي او خپلو بادارانو ( کمال ناصربې اصوله او همايونک ګړپټ ) چې څه درته په غوږ کې څڅولي دي هماغه وايي خو يوه خبره بايد په غور سره واوري او په دماغو کې ځاي ورکړي چې اوس رېښتونو خوستوالو تاسو ډېر ښه پېژندلي ياست چې د انسان په لباسونوکې شيطانان او منافقين ياست خو داچې څه نه وايي او ځانونه يې غلې کړي د فرست اوموقع انتظار اوباسي يو ورځ نه يوه ورځ به مو ورمېږونه در لاندې کړي چي بيا به دځان خوځولو پاتې نه شي .
په اخر کې راځم ستاسو اصليت او پېژندنې ته ښاغلي (.......) درمان صيب تاسو خو هماغه څوک ياست چې همدې عبدالجبار نعيمي ته مو څو ځله کسان وکتل واسطې مو ورته وکتلې ترڅو په خوست کې يوه نومره ځمکه درکړي ،ترڅوتاسو هم په خوست کې ديوې څلور ديوالۍ خاوندان شۍ.
ښاغليه ته خو هماغه شخص يې چې ويل به دې دخداي لپاره نور په کور کې راته پلار او مور پيغورونه کوي او وايي چې په دومره پېژنګلوي کي ته بې ځمکې ګرځې په دومره دروغ ويلوکې ته حقيقت نشي ترلاسه کولي خو تاويل چې زه دا جرئت نلرم چې خپلې کورنۍ ته ووايم چې ددروغو مزل لنډي وي.
درمان صيب ته خو هماغه شخص يې چې غوښتل دې په خوست کې د يوه لوړ موقف څښتن شي او همدې والي پسې دې منډې ترړې وهلي خو فکر کوم چې همدې والي به په هماغه وخت کې هم ستا په سترګو او مخ کې د شيطانت او رزالت نښي ليدلې نو ځکه خويې د يوه لوچک او کوڅه ګي پشان بېرته ځوابولې او خپل منزل دې نشوم ختمولي.
داچې نن ته په والي پسي خبري نه کوي نو څوک به يې کوي،داچې ته نن د کمالي او همايون خبري نه منې څوک به يې مني،اچې نن ته دوالي پر ضد ليکنوته دوام نه ورکوي نو څوک به يې ورکوي او داچې نن ته له خپل عزت سره دبې عزتۍ لوبې نه کوې نو څوک به يې کوي خو دابه ښه وي چې ځان په دې پوه کړې چې کوږ بار هېڅکله هم تر منزله نه رسېږي او هېڅکله به هم دې شوم هدف ته ونه رسېږي اونه به ستا د بادارانو دا ارمان پوره شي.