زخمي ننگرهار
22.04.2015 01:59ای ننگرهاره ستا زوړ زخم لاجوړسوئ ندی
د « انگیزی » د جنازی غم لا سوړسوئ ندی
د وطن مورلا د شهید بچي په ویر ناسته ده
ښکاري دښمن په وینو څکلو لا موړسوئ ندی
ځکه خوبیایې ننګراریانو وینی توئ کړلئ
په انسانانو یی د ژوند دروازې پورې کړلئ
بیایی سلګونه خویندی میندی په غم بوری کړلئ
هره کوڅه کی یی د ښارهدیرئ جوړې کړلئ
دښمن ته ګوره چی جلاد په نوي رنګ رالیږي
کله په سپین کله په شین او په توررنګ رالیږي
یوخوا د مینئ او دوستئ خوږی خبری کوي
بل خوا روزلي جلادان دلته په جنګ رالیړي
دښمن لا اوس هم د افغان وینو ته تږئ ناست دی
لکه لیوه چی د غرڅه غوښو ته وږئ ناست دی
خوست، بدخشان او پکتیکا کی یی مرګونه وکړل
افسوس پدی چی افغان اوس هم ورته غلئ ناست دی
خالد
۱۹/۴ / ۲۰۱۵