د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نوي وزیران دې تر معمول زیات کاروکړي

حقیق 22.04.2015 01:58

دادی یو شمیرهغو وزیرانو چې له ولسي جرګې نه یې دباور رایه ترلاسه کړې وه خپل کارونه پیل کړل ، اود تحلیف مراسم يې پرځای کړل.  سره له دې چې دیو شمیر عواملو له کبله کابینه ونه توانیده په مناسب وخت کې په کارپېل وکړي او ددفاع وزیر لا تراوسه هم دباور رایه نه ده اخستې خو په هرصورت وزیران معرفي شول، چې اوس دغه چارواکي نه یواځې دادنده لري چې کارونه به په ښه توګه سمبالوي چې دتیرضایع شوي وخت جبران به هم کوي  ، یعني خپل ډیر وخت باید کارونوته وقف کړي او ترمعمول بهیرنه لازیات کاروکړي څوچې وتوانیږي  خپل کاري پلان سل په سلو کې تکمیل کړي.
بله مهمه خبرهم  داده چې باید نوروپاتې مهمو برخو لکه ددفاع وزارت ، سترې محکمې ، لویې څارنوالی او دافغانستان بانک لوی ریاست ته هم کسان وټاکل شي او په خپلو کارونو باید هرڅه ژر چې کیږي پیل وکړي .
دجمهور رییس په کاری دوره کې او له نوې کابینی څخه  دخلکو هیلی  ډیرې زیاتې دی خلک غواړی چې ولسمشر په نوې حکومت باندې خلکو ته دکار کولو لپاره فشار ډېر کړي. ترڅو افغانستان په هره برخه کې له پرمختګ څخه برخمن شي او هیواد مو سوکاله راتلونکی ولري.
او س دادی په هیواد کې له نوي پړاو څخه کابو دیارلس کلونه تیر شوي موږ ستونزې او لومړني شرایط شاته پرې ایښي اوس باید داسې یوه پړاوپیل شي چې په کښې اساسي کارونه سرته ورسیږي.
څه ډول چې ښاغلی غني په خپله هغه وینا کې چې کورنیو صنعت کارانو ته یی کړې ویلی چې دایران له سفر وروسته او دنوې کابینې دکار له پیل سره به دافغانستان اقتصادي څرخ به حرکت راشي ! اوس به ولید شي چې په دې اړوند کوم بدلونونه او پرمختیاوې په لاره دي چې دخلکو دهیله مندي او په راتلونکي باندې دباور سبب شي.
له نیکه مرغه اوس په هیواد کې سیستمونه یوڅه جوړشوی ، سره له دې چې لا ډیره ناوخته کړې مو هم ده ، ځکه هغه ډول پرمختګونه چې په دیارلسو کلونو کې هیواد ته لازم وو لاسته نه دي راغلي او ډیر څه مو په دې برخه کې له لاسه وکړي ، لاموهم اساسی اقتصادي بنسټونه نه دي رغول شي ، کیدای شي ناامنی ، دبهرنیانو مداخلو او اداري فساد ددې لاملونه وي چې موږ خپلو اصلی موخو ته نه یو رسیدلي ، خو لاهم ناوخته نه دی ، هیواد مو ښه فرصتونه لاپه مخ کې لری .
خلک هیله لري چې نه یواځې کابینه او مهم دولتي پوستونه  بلکې باید ولایتونه ، معینیتونه ، مستقل لوی ریاستونه ، په بهر کې دهیواد نماینده ګۍ او سفارتونه او نورې دولتي څوکۍ دوړتیا له مخې په مسؤلو کسانوهرڅه ژر  سمبال شي ، او دغه دسرپرستۍ حالت دې نور ختم شي.
خلک دغه راز غواړي  چې هغه ژمنې چې دملي یووالي حکومت مشرانو دخپل کمپاین په وخت کې اوهم دجمهوری ریاست له تحلیف نه وروسته کړي دکابینې په برخه کې هم عملي شي . او دکابینی په معرفي او دکارپه پیل سره په هیواد کې دنورو مثبتو پرمختیاوو زمینه برابره شي.
افغانان اوس داسې حالت لري چې نه غواړي بیایې تیرې ستونزې او ناخوالې تکرار شی ، داچې دحکومت او سیاست مدارانو ډيرو تیروتنو ته یې دزغم په سترګو کتلی علت یې دادی چې نه غواړي بیا تیرپخواني دورونه تکرارشي ، افغانانو دبې حکومتی او څو حکومتیو تریخ خوند څکلي نور نه غواړی هغه حالت ته بیا ورشي ، خو زموږ سیاستوال هم باید دوی له خوږ ګوتې ونه نیسي او داسې کړنې ترسره نه کړي چې نوردملت دصبرکاسه ډکه شي. او که داځل خدای مه کړه دهیواد حالت دناخوالو لورته ولاړ چې انشاألله نه به ځی بیا راګرځول یې هم  ډیر ستونزمن دي ، خو که داسې وشول بیا دملت ځواب ورکونه څه آسانه خبر نه ده . داملت که هغومره صبر او زغم لري خو دقضاوت او عدالت احساس یی هم موجود دی ، ټولو ته ښایی چې دملت دقضاوت په تله کې باید درانه راوخیژي او پرې نږدي چې نور مو وخت ضایع شي او دناخوالو بهیر مو خدای مکړه یوځل بیا تکرارشي.
یوه بله پرمختیا چې دخلکو هیله مندي دښې راتلونکې لپاره زیاتوي هغه داده چې دسولې داوسنی عالی شورا چارواکو په دې وروستیو کې څرګنده کړې چې دنوې کابینې دکار له پیل وروسته به دهیواد دسولې بهیر ګړندی شي او په دې برخه کې به هم دسولې دشورا په جوړښت ، مشرۍ او کار کې مثبت او رغنده بدلون رامېنځته شي اوهم به عملي ګامونه اوچت شي . داهم څرګنده ده چې دهیواد دروانو ستونزو ستر عامل همدا جګړه او بې امني ده نو داده دکابینې کار نږدې بشپړ شو نواوس ولیدل شي چې دسولې په اړوند څه کیږي؟ خو خدای دې وکړي چې داکار دکابینې په څیر دومره ونه ځنډیږي او یو جګړه ځپلی هیواد چې شپږ مېاشتې نه زیاته موده یې سرپرسته کابینه او نور چارواکې اداره کوي نور دغه ترخه تجربه تکرار نه کړي اوپه پاتې کارونوکې په چټکۍ سره عمل کړي.
هیله ده چې نوي وزیران او په ټوله کې حکومت او دولت هغه ډول چې دخلکو انتظاردی له خپل مکلفیت څخه زیاد کار وکړي څوچې زموږ دجګړه ځپلي هیواد ستونزو ته دژر له مېنځه تلو زمینه برابره شي.