د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ننګرهار د خونړۍ پېښي تر شا د چالاسونه دي؟

خان ولي کامران 22.04.2015 00:49

د هېواد په تېرو رژیمونو او د تېر تاریخ په اوږدو کې به هیڅ معلومه نکړي چې په دومره سپین سترګۍ بهرنۍ جاسوسي شبکي د هېواد اتباع د خپل هېواد د ورانولو په موخه په ډېرۍ سپین سترګۍ او په ښکاره توګه کار کوي.
دغه جاسوسي شبکي د کرزي د تېر دریارلس کلن حکومت په رامنځ ته کیدو کې زیاتي فعالي شوې او د ګاونډیو او سیمې هېوادونو سربېره د لودیځ زیاتو هېوادونو خپلي جاسوسي شبکي فعالي او د هر هېواد جاسوسي شبکه په ښکاره توګه کار کوي چې زموږ افغان دولت یې په مهارولو کې نه یوازې پاتې راغلي بلکي خپله یې ورته زمینه برابره کړي هم ده.
د بیلګي په توګه څه موده وړاندي په پلازمینه کابل کې د نورو هېوادونو سربېره د ایران او پاکستان هېوادونو افغاني جاسوسان د ملي امنیت له لورې معلوم او ونیول شول خو ددې پر ځای چې مجازات شي بیرته روغ رمټ خوشي او ښکاره فعالیتونه کوي.
په کابل کې د ایراني اخواندانو په ملاتړ لاریونونه د ایران د جاسوسي فعالیتونو ښکاره بیلګي وي چې نه یوازې افغان دولت یې مخنیوي ونکړ بلکي د وخت ولسمشر حامد کرزی لخوا هغه کسان چې د ایران ضد او ایراني اخوندانو انځورونه سوزولي وي ورټل شول نو ایراني او نورو جاسوسانو ته زمینه برابره شوه چې افغان دولت زموږ په خوا ولاړ دي.
همدارنګه د ایران او پاکستان سربېره د نورو سېمه ایزو او لودیځو هېوادونو خلک چې د دولت په لوړو پوستونو کې کار کوي نو که یې دولت یې له دندي لري نو مربوطه هېواد پرې خپه کېږي ، ښکاره بیلګه یې د اوسني ولسمشر لومړني مرستیال جنرال دوستم دی چې د ولسمشر کرزي پرمهال په شیرپور کې د ترکانو اکبرباي په شخړه کې د جنرال دوستم په طرف ترکیه ودریده او کرزی ونشو کړای هغه ونیسی او یا یې محکي ته راکش کړي.
نو د جلال اباد د خونړۍ پېښي ترشا هم ګڼ لاسونه کیدای شی دخیل وي او برید زموږ د افغانانو پواسطه د افغان ورور وژنې په موخه ترسره شو چې له امله په لسګونو بې ګناه ملکي وګړي چې د يوې مړۍ ډوډۍ پيداکولو لپاره راوتلي ول له منځه یوړل.
که څه هم په ښکاره توګه د افغان دولت سربېره د دولت وسلوالو مخالفینو طالبانو او حزب اسلامي دغه خونړۍ برید غندلي خو د داعش ډلي چې نوې نوې یې په افغانستان کې ظهور کړي څه نه دي ویلي خو ځینو رسنیو ویلی چې مسولیت یې داعش په غاړه اخیستي دي.
نو ددغه برید په اړه بیلابیل شکونه کېږي څوک په یوې غاړي او څوک یې په بلې غاړي ور اړوي خو زما په اند ځیني شکونه کیدای شي د خلکو زړونو ته کیوزي مثلا ددغه برید سره دد داعش نوم تړل بیلا بیل اندونه لري په افغانستان کې اوسمهال د ایران او سعودي عربستان د نیابتي جګړي هم پیل شوې ایراني اخوندان کوښښ کوي په افغانستان کې د سعودي ملاتړ کم کړي.
که څه هم داعش په افغانستان کې تر اوسه په یو ځواک بدله شوې نه ده او افغان دولت هم ویلی داعش په افغانستان کې نشته دي خو داچې یوه سني ډله ده او ایران له دې څخه په راتلوونکي کې ویره لري نو کوښښ کوي ددغه ډول بریدونو په ترسره کولو ولس د داعش ډلي د احتمالي نفوذ د پراخیدو په مقابل کې ودروي نو ایران باندې شک هم له عمل څخه لري نه دي، همدارنګه د پاکستان او هندوستان نیابتي جګړه په افغانستان کې روانه ده او دواړه هېوادونه زموږ افغانان د یو اوبل پر ضد استعمالوي او یو پاکستاني جنرال خو تور هم پورې کړ چې په دغه برید کې هند لاس لري ځکه هند افغاني طالبان د پاکستان لاسپوڅي ګڼي او دسولي دخبرو اترو ډنډوره هم روانه ده نو شاید ددغه ډول بریدونو په ترسره کولو هند وغواړي د پاکستان پر وړاندي د خلکو کرکه نوره هم زیاته کړي باالکعس هند وایي پاکستان د ترهګرو ځالي لري او تل یې د خلکو د وژنو لپاره استعمال کړي او د طالب څخه موضوع داعش ته وړلو له امله پاکستان غواړي د داعش پروژه په افغانستان کې تطبیق کړي او د خلکو ویني وبهوي. همدارنګه د امریکا په ګډون لودیځ هېوادونه چې په سېمه کې د چین او د روسیي د نفو‌ذ کمولو لپاره کار کوي روسیه او چین لا له وړاندي له داعش څخه په ویره کې ده او داعش د امریکا لخوا د منځنۍ اسیا د ناارامولو یوه پروژه ګڼي نو په دغو خونړیو بریدونو کې ددغو هېوادونو د استخباراتو لاس لرل هم نشي رد کیدلي.
له بلې خوا ددغه ډول لویو پېښو ترسره کول د هېواد په ستراتیژیکو موقیعتونو کې زموږ د امنیتي بنسټونو کمزوي هم په ګوته کوي د بیلګي په ډول د جلال اباد برید په داسي یوه سېمه کې ترسره شوې چې شااوخوا ټولي امنيتي پوستي او ترهګر په دې بریالي کېږي چې ترهګریز توکي ورڅخه را تیر او د خلګو په ګڼه ګوڼه کې ورته انفجار ورکړي ځکه په دغه سېمه کې ښاروالۍ ، د مخابراتو ریاست، د افغانستان بانک نماینده ګي ، افغان بیسم نماینده ګي، کابل بانګ نماینده ګي او په لس مترۍ کې د ولایت د قصر دروازه چې په ټولو یادونو ځایونو کې امنیتي ساتونکي ناست خو بیا هم ترهګر دغه ډول لوی بریدونه ترسره کوي.
نو د جلال اباد د خونړۍ پېښي په اړه مشرقي ولسونه چپه خوله پاتې نشي او راوزي او خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکړي ترڅو افغان دولت د پیښي د عاملینو په پیداکولو پسي لاس پکار شي همدارنګه د مشرقي ولسونو له مشرانو او مخورو څخه هم غوښتنه کوو چې له ولس سره په اعتراضونو کې برخه کې واخلي او افغان دولت مجبور کړي چې د ننګرهار پېښه بابیزه ونه ګڼي ، افغان ولسمشر اشرف غني دغه پېښه دومره بابیزه وګڼله چې ترې ایران ته لاړ او دلته په درجنونو خلکو مړه او ټپیان دي د نورو هېوادونو مشران دیو کس وژلو له کبله خپل رسمي سفرونه را لنډوي خو زموږ ولسمشر د پېښي په ورځ سفر کوي نو زموږ مشرقي ولسونه باید د افغان دولت د مشرتابه غنی او عبدالله ددغه چلند په اړه هم چوپ پاتې نشي او ترې پوښتنه وکړي.
خو په ټوله کې دافغان وژني او په تېره بیا د پښتون وژني دسیسي دي چې د بیلابیلو پروژو پواسطه خپله د افغانانو لخوا تطبیق کېږي چې پښتون نسل را کم کړي ځکه څه باندې دري لسیزو راهېسي د افغان وژنې دسیسي رواني دي او څښتن تعالی دې وکړي د افغان وژنې دغه وروستۍ پېښه وي او له نورو پېښو څخه زموږ افغان وروونه وژغورل شي.