د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

موږ څوک وژني؟

فریداحمدفرهنگ 19.04.2015 12:00

افغانان دکلونوراهیسي دجګړې په تورتنورکې ورتیږي ،نړیوال دهوسایني اوپرمختګ نه ډک ژوندتیروي ، دنیادترقۍ اوپیشرفت لوړوپوړیوته ورسیدل ،په افغانستان کې ور ځ تربلي جګړه زوراخلي اوقومونه یوپه بل وژل کیږي .
داهیوادد تاریخ په اوږدو کې په نړیواله اوسیمه ایزه کچه دډیروستروامپراطوریومرکزپاته سوی اولامل یې  په دې خاوره کي دملیتونویووالي بلل کیږي ،کله چي افغانان په خپلوکي یوموټي سوي دتاریخ پاڼوته په کتوهیڅ یوزبرځواک په دې نه دی توانیدلی چي داملک دخپل قلمرو لاندي راولي اوله شتویې ګټه واخلي .
راځم دې ته چې افغانان څوک وژني اوڅوک یې دوژلوماشین تیزساتي ،جنګ همهغه جنګ دی اوهدف یې یوازي اویوازي افغان وژنه ده ،دهمدې جنګ قربانیان اوزیان منونکی افغان ولس دی ،پروژې اوګټي یې نورترلاسه کوي ،دافغان وژني داجګړه بیلابیل عوامل لري له یوې خوادلسیزوراهیسي افغان نسل نالوستی اوبې سواده پاته سوددوی له بې علمۍ څخه کارواخیستل سواوپردی جنګ یې دخپل ورور په وړاندي تود وساته ،کونډي ،یتمان ،بې وزلي ،غربت هم دوی ورکړي اوګټه یې دریم لاس ته رسیږي ،بل لامل یې دادی چي افغانستان داسیاپه زړه کي پروت دی اودخپل ستراتیژیک موقعیت له مخي یې نړیوال آرامښت ته نه پریږدي اوغواړي له دې هیواد څخه په ګټه اخیستلودسیمي نورممالک خپل داهدافومحوروګرځوي اوټاکل سوي موخي په لاس راوړي ،انګریزله خپلوسیالانولکه روسیه ،چین اویوشمیرنورواسیایې هیوادونوسره دمبارزې په لړکي دپاکستان له لاري پرافغان خاوره برید وکړاودهمدې ښکیلاک ګرله خواکلونه کلونه دجګړې په اورکي وسوځیدو،افغان ملت یې بې موره ،بې پلاره اوهمدومره میرمني یې کونډي هم کړې اوبالاخره ویلای سوچي دهمدې جنګ صدمه افغانانوته واوښته ،ورپسې روسې هم پرافغانستان یرغل وکړاوداملت یې له خاورو سره خاوري کړپه ملیونونه افغانان یې شهیدان ،معیوب اودربدره کړل ،اوس چي سره دزیاتومتحدینوامریکادالقاعده دځپلوپه موخه افغانستان ته راغلې بې له شکه ویلای سوچي په زرګونه افغانان یې په یواوبل نامه ووژل ،ترټولوتازه اودمطبوعاتودسرخبره چي په داوروستیوکې خبري بازارډیرګرم ساتلی هغه دداده چي په افغانستان کي دامریکادمتحده ایالاتوترشاتګ وروسته چین په تمه دی چي دغه رامنځته سوې تشه ډکه کړي ،چین همدااوس دسیمي ځواکونه سره راټول کړي دي ،دافغانستان دګازو ،تیلواودزیرموداستخراج په برخه کي پانګونه کړې اوپه دې سره یې دسیمي پر ملاتړی هیواد پاکستان فشارراوړی څووسله وال طالبان دافغان دولت سره دخبرومیزته آماده کړي ،دځینوراپورونوپربنسټ چین دطالب مشرانوځیني غړي خپل هیواد ته وربللي اوهڅه کوي دسولي په راویستلوکي مرسته وکړي ،تردې وړاندي هیڅکله هم چین له خپلوپولوبهریوه ډیپلوماتیکه هڅه هم نه ده کړې ،نوکه چیري په افغانستان کي دپیکینګ هیڅي دبریالیتوب منزل ته ورسېدې دغه هیواد به بیاوتوانیږي چي په شمالي کوریاکي هم مثبت رول اداکړي ،له کله چي ولسمشراوباما ۲۰۱۴ کال دډسمبرپه ۲۸ اعلان وکړچي جګړیزماموریت یې په افغانستان کي پای ته ورساوه داجګړه لاله پای ته رسیدو لیري ښکاري اوورځ تربلي زوراخلي ،دجګړې پای دوسلې غلي کیدل نه دي بلکي جګړه هغه وخت پای ته رسېدلې بللای سو چي دافغانستان خلک دهغې له ستونزو څخه په اساسي ډول دنجات لوری پیداکړي .
همدارازد سي آی اې یوه پخواني رييس خبرداری ورکړ چې له افغانستانه د لوېدیځو ځواکونو له وتلو او نورو خواوو ته د لوېدیځو هیوادونو د پام له اوښتلو سره دا خطر پیداکیږي چي افغانستان یوواربیادسخت دریځوپه مرکزبدل سي .
د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یا سي آی اې د اسلام اباد د څانګې پخواني رييس او د افغانستان په اړه د یوه نوي کتاب لیکوال رابرت ګرینر وايي، دا هیواد کېدای سي د هغو جهادیانو په پناهځای واوړي چې اوس په سوریه او عراق کې جنګېږي.
د ده د خاطرو کتاب، چې «په کندهار کې ۸۸ ورځې» نومېږي، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې له حملو وروسته په افغانستان کې د طالبانو د رژیم د پرزولو د مهال تجربې بیانوي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې رابرت ګرینر د نیو امریکا د تحقیقاتي انستیتیوت له لوري په یوه ترتیب سوې غونډه کې وویل:«ویلی شم چې په افغانستان کې د سختدریځو ځاله به دا ځل ممکن تر پخوا، چې د سپټمبر د یوولسمې په مهال وه، زیاته خطرناکه وي.»
په هرصورت خبره په دې هیواد کي درواني افغان وژني ده زموږ په خاوره اوزموږ په ولس په بیلابیلونومونوجګړه ورتپل کیږي اودپردیوپه لمسون افغانان په خپلوکي سره وژني دبیلګي په توګه دسره پوځ دیرغل پرمهال روس پلوه نظامونوافغانان اوپه تیره بیاپښتانه داشرار په نوم له تیغه تیرول اوپه مقابل کي یې جهادي ډلوپه هیواد کي دننه اوکوزه پښتونخواکي دمحلي محکموله لوري په دې نومونووژل کیدل چي ته پرچمي یې ،ته خلقي یې،ته کمونیست یې حال داچي وژل سوي کسان به دواړو خواوو ته هم علاقمند نه وو اودبهرنیواستخبارتي شبکودنفوذ له امله به په نښه کیدل اودیادونومونوپه توربه یې له منځه وړل .
دولسمشرکرزي دواکمنۍ پرمهال هم دوژني دې رواني لړۍ دوام درلود اوډیری بې ګناه ولس موله تیغه تیرسو ،دمګړی دجګړې یوه بله لوبه چي نوې دپیل کیدو په درشل کي ده یوځل بیاددې باتوراومیړني ولس دوژني بدمرغه زیری راکوي ،دالوبه دهیواد په ځینوځینوسیموکي دداعش په نوم ترسترګوکیږي اودداعش په نوم دراپیل سواوراپیل کیدونکوخوځښتونوموهیوادوال اندیښمن کړي اویوځل بیابه مودولت اونړیوال متحدین یې ددې په نوم اوداعش به موله دولت سره دهمکارۍ په نوم خپل وژونکی ماشین راباندي وچلوي چي دایوازي اویوازي افغان وژنه ده اودپردیواستخباراتي کړیوټاکل سوي موخي دي چي ورته رسیږي به ،داځل دوژني دالړۍ تیروهغوته پراخه ښکاري اوصرف ترافغانستان پوري نه محدودیږي بلکي دداعش ددې اورلمبې دامهال سوریه ،عراق ،لبیا،پاکستان اوځیني نورهیوادونه هم ځپي اوداسلام دمبارک دین بدنامول دي .
پایله داده چي ولس باید نورداسلام په نوم چي حقیقت کي داسلام بدنامول دي ونه وژل سي هڅه وکړي چي دراتلونکي نسل په وړاندي ورسپارل سوی مسولیت په صحي ډول اوایماندارۍ سره اداکړي اوخپل هیوادله دې بربادونکوتوطیواودسیسووژغوري .
په درنښت