د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ميلون جام د نن ورځې دوه سيالۍ

محمد واصل وصال 15.04.2015 10:51

د ميلون جام د نن ورځې دوه سيالۍ ایروبازانو او ان اف سي ټایګرز بریاوې:
نهمه لوبه: داوي اتلان/ اېن اېف سي ټايګر
د ميلون ليګ په نهمه لوبه کې چې د سه شنبې په سهار په کابل نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه اېن اېف سي لوبډلې خپلې سيالې داوي اتلان لوبډلې ته په 120 منډو ستره ماتې ورکړه.
په دغه لوبه کې ټاس د داوي اتلانو لوبډلې لوبډلمشر محب الله اورياخېل وګټله او د لومړۍ توپ وهنې بلنه يې د اېن ايف سي لوبډلې ته ورکړه.
د اېن اېف سي لوبډلې په ټاکلو شلو اورنو کې د څلورو لوبغاړو په سوزېدو سره 197 منډې وکړې او 198 منډې يې هدف وټاکه، د اېن اېف سي لوبډلې لخوا ګلبدين نايب 79، محمد شهزاد محمدي 41 او وحيد الله شفق 36 منډې وکړې.
خو ورکړل شوی هدف د داوي اتلان لوبډلې لخوا پوره نشو او ټوله لوبډله يې په پينځلسم اور کې د 77 منډو په جوړولو وسوزېده او لوبه يې په 120 منډو وبايلله، د اېن اېف سي لوبډلې لخوا طارق ستانکزي هېټرک وکړ، ګلبدين نايب، رشيد ارمان او محمد شهزاد محمدي دوه دوه وېکټې ترلاسه کړې.
په دغه سيالۍ کې د اېن اېف سي ټايګر لوبډلې لوبډلمشر شفيق الله شفق په زړه پورې کفتاني وکړه چې په لومړي ځل يې وېکټ ساتونکي محمد شهزاد محمدي ته د توپ اچونې موقع ورکړه او شهزاد وتوانېده چې دوه لوبغاړي وسوزوي.
د لوبې غوره لوبغاړی د اېن اېف سي لوبډلې بريد کوونکی لوبغاړی ګل بدين نايب و چې 77 منډې يې کړې وې او دوه لوبغاړي يې سوزولي وو.
ميلون جام
لسمه لوبه: المصافي واريرز/ اېرو بازان
اېرو بازان لوبډلې د جاويد احمدي په کفتانۍ کې دريېمه بريا خپله کړه.
د ميلون جام سياليو په لسمه لوبه کې چې د سه شنبه په ماسپښين د کابل په نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه اېرو بازان لوبډلې وکړای شو چې المصافي لوبډلې ته په دريو وېکټو ماته ورکړي، د دې سيالۍ پچه د المصافي لوبډلې کفتان نورالحق ملکزي وګټله او خپله يې د لومړۍ توپ وهنې فېصله وکړه.
المصافي واريرز لوبډلې په ټاکلو شلو اورنو کې د اتو لوبغاړو په سوزېدو سره 124 منډې وکړې د المصافي لوبډلې په توپ وهنه کې اسد افريدي 48 منډې، نور الحق ملکزي 19 منډې او سيد نصرت الله 16 منډې وکړې.
د اېرو بازان لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې په نولسم اور کې د 7 لوبغاړو په سوزېدو سره پوره کړ او سيالې لوبډلې ته يې په 3 وېکټو ماتې ورکړه.
د اېرو بازان لوبډلې لخوا امير منګل 48 منډې، جاوېد احمدي 22 منډې او رحمت سهاک 21 منډې وکړې، د لوبې غوره لوبغاړی د اېرو بازان لوبډلې لوبغاړی شرف الدين اشرف و چې 15 منډې يې کړې وې او څلور لوبغاړي يې سوزولي وو.
د يادولو وړ ده چې درېو لوبډلو دوېم پړاو ته لار پيدا کړې او د څلورمې لوبډلې فېصله به سبانۍ لوبه کوي. د الف ګروپ څخه اېن اېف سي ټايګر لوبډله سيمې فاينل ته او د (ب) ګروپ څخه اېرو بازان او المصافي واريرز لوبډلو نيمه پای لوبې ته لار پيدا کړې.
په درنښت
محمد واصل وصال
د لوبه کرکټ ټولې مطبوعاتي مسوول