د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دکوچنيانو د ساتني او روزني اداري خپل مسؤليت په ښه توګه ترسره کړی

ظاهر پښتون 13.04.2015 23:27

کله چي په ۱۹۸۸ ز کال کي د ګران هيواد څخه موږ و بلوچستان ته را کډوال سو ، نو زموږ د افغان کډوالو د پنډغالو د زده کړي (تعليمي ) چاري د افغان کمشنریټ له خوا پر مخ وړل کيدي ، چي کتابونه مو اکثره پاکستاني نصاب وو، خو زه په ۱۹۹۶ ز کال کي په دريم ټولګی کي وم ، چي د افغان کمشنريټ څخه دافغان کډوالو د پنډغالو د زده کړي (تعليمي) چاري د کوچنيانو د ساتني او روزني اداري ته د ( يو ، ين ، ايچ ،سي ، آر ) په لارښوونه وسپارل سوي . د کوچنيانو د ساتني او روزني اداره يو نړيواله خيريه ټونه ده او دنړی په زياتو هيوادونو کي د کوچنيانو د ساتني او روزني لپاره کار کوي . ددغي اداري په راتګ سره دافغان کډوالو تر کورونو پوري ، د علم ډيوه را ورسيدل او هر افغان ته رڼا يي ورکړه ،خو زموږ د ښوونځيو اکثره ښوونکي په دغه وخت کي د بهره پنډغالو ته راتلل او زموږ په اکثرو پنډغالو کي د شپږم ټولګیو څخه  فارغه زده کوونکي نه وو.

زما ښه ياد دي - چي زموږ په پنډغالو کي يو قصاب د حاجي بهادر په نامه غوښي خرڅولي ، چي زموږ په پنډغالي کي چي د پنځو ولاياتو خلګ ميشت وه ، دپور ليکلو څوک مو نه درلود ، نو دی به کتابچه او قلم په لاس و ښوونځی ته راتلی او زموږ په ښوونکو به يي خپل ورځني پورونه ليکل . خو کله د کوچنيانو د ساتني او روزني اداري خپل تعليمي پروګرام پيل کړه ، يو دم په پنډغالو کي د درو يا څلورو کالو په موده کي دومره ستر بدلون يي راوست ، چي د ټولو ښوونځيو ښوونکو د همدغو پنډغالو د ښوونځيو زده کوونکي سوه.

چه هم يي کډوالو ته مالي امکانات يعني د ښوونکو معاش وربرابرکړل او هم يي تعليمي پروګرام مخ پروړاندي روان سو ، چي مالي امکانات يي دا سوه چي هر هغه زده کوونکي چي لسم ټولګی ولولي . يو وخت د ښوونکي دنده ورکوي او دوهم وخت به خپل د يوولسم ټولګی زده کړي کوي .

چي دا هم تشوقي جمبه د زده کوونکو او والدينو  سره  وه او هم مالي ، چي هم زده کوونکو او هم والدين په دي کوښښ کي سوه چي بايد هر زده کوونکی خپله او يا پلار خپل بچی تر لسم ټولګی پوري زده کړو ته اماده کړي.

کله چي اداره پوه سوه چي نتيجه يي سمه وخته دوه ، دري  کاله يي وروسته دا شرايط تر يوولسم ټوګی پوري ورسول .

دوه ،  دري کاله وروسته يي تر دوولسم ټولګی پوري د لوستلو شرايط کيښود، چي د دوولسم ټولګی ولولي - يو وخت د ښوونکي دنده ورکوي . په همدغه طريقو يي ټول زده کوونکي د دوولسم ټولګی څخه فارغه کړل ، خو اوس يي بيا دا شرايط ورته ايښي چي هر هغه زده کوونکي چي دوولسم ټولګی څخه په ښه درجه فارغه او د ښوونکو په ازموينه کي بريالی سي ، هغه زده کوونکي ته به د ښوونکي دنده ورکول کيږي . ددغو لاسته راوړونو برسيره يي د غريبو زده کوونکو لپاره د کسب او کار کورسونه شروع کړل ، او هم يي زده کوونکو ته خپله او يا دنورو خيريه ټولنو په مرسته ځيني وختونه خوراکي توکي توضيح کړل ، چي د غو مرستو دومره تشوقي جمبه درلودل او لري يي چي اوس په ټولو پنډغالو کي داسي کور يا کورنۍ نسته چي تعليم يافته به پکښې نه وي .

او دهمدي اداري د هڅو په برکت دا وخت په سلګونو ځوانان د ګران هيواد د لوړو زده کړو لپاره په مختلفو پوهنځيو کي زده کړي حاصلوي  او يا هم فارغه دي او خپله دندي مخته بيايي او هم دا وخت په بلوچستان کي په لسګونه زره افغان ماشومانو په ښوونځيو کي دساتني او روزني چاري پر مخ وړي او ټول امکانات د همدي اداري لخوا ورته بربريږي . يوه اونۍ مخکي د خپلي ځمکي د دعوي لپاره خپل ولايت سرپل ته د ۲۷ نيم کالو وروسته راغلم  ،چي په دغه ترڅ کي مي د ځينو ښوونځيو حالت وليدی خصوصاَ د پښتون ميشتو سيمو ،چي د پوهني د وزارت تر چترلاندي د ي ، ډير د افسوس ځای دی ، کله چي مي د يو خيريه ټولني په پرتله قضاوت وکړ ډير په وځوريدم .

د دوولسم ټولګی زده کوونکي به وي خو نالوستي .....

غوربت او بي روزګاري دومره ده چي ، اکثره د دوولسم ټولګی فارغين په نشيي موادو روږد دي او يا داسي اعمال سرته رسوي چي د اسلاميت او انسانيت ضد وي ، چي په ويلو يي ماته شرم ښکاري . ښه  د دوو يا درو لکو ډالرو  ودانۍ يي د ښوونځيو لپاره ورته جوړي کړې او ځيني بيا تر خيمو لاندي زده کړي کوي .

خو په داخل کي دګوتو په شمير زده کوونکي نسته ټول قومي ژبني تعصبات او شخصي ګټي پا لل کيږي د سرپل  د ولايت د پوهني د رياست لپاره به څومره مياشتني مصرف او معاشات وي ؟

مګر دکار نتيجه يي صفر ده ، رښتياهم چي د يو ټولني پر مختګ په ښه مديريت او کاري ټيم پوري اړه لري ، نو زه  د کوچنيانو د ساتني او روزني د اداري د ټول ټيم خصوصاَ  ډاکټر امين الله امين ، ګران استاد عبدالغفار خان ، بهاوالدين بها ، بايزيد محتاج ، عبدالسلام خان ، عبدالطيف خان ، حبيبه جانه سعادت او رازيه جاني څخه په پوره افغاني او پښتني ميني  مننه کوم ،چي خپل افغانيت او مسؤليت يي د يادي اداري په امکاناتو ، په پوره ايمانداری سره سرته رسولي دي .

 

د يو سوکاله ، آباد او تعليمي افغانستان په هيله !!!