د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پلازمینه که کندارشي

عیان:کونړی 11.04.2015 23:32

که کندارموپایتخت شي څنګ به ښه وي+
که بیدارمو آ،زوړبخت شي څنګ به ښه وي
دآسمان کاسه یې ښه ډیره پراخه +
هم خدای ځمکه ده ورکړې ډیره پړاخه
دمیووباغونه یې هم ښه حاصل خیزه+
اوفصلونه یې رسیږي ډیرپه تیزه
چې خواران په کې نیک بخت شي څنګ به ښه وي+
که کندارموپـــــایتخت شي څنګ به ښه وي
*****
تاریخي افتخارات یې دي بې شماره +
هم یې خلک هرافغان په شان نامداره
داحمداودمیرویس نیکه نومونه به ژوندي شي+
اودهیواداوچت ویاړونه به خوندي شي
که رسمي موپه دونیاکې نوی تخت شي څنګ به ښه وي+
که کندارموپایتخت شي څنګ به ښه وي
*****
ظرفیت یې دپراخوپانګونو،فابریکوشته +
اساني په کې دغټوغټولارو،سرکوشته
شرق اوغرب سره تړي هم یوتربله+
دیورپ اسیا«تـــم ځای»به تل ترتله
که مرکزدصنعت شي څنګ به ښه وي+
که کندارموپایتخت شي څنګ به ښه وي
*****
همدااوس دښوښارونوپه کتار +
ډیرمشهوریې دي جهان کې سره انار
که شي بیرته پلازمینه سودمن کاردی+
د«عیان»په خوښه ټولوکې کنداردی
یوه ټوټه به دجنت شي څنګ به ښه وي+
که کندهارموپایتخت شي څنګ به ښه وي
«پای»۱/۱/۱۳۹۴/