د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شعر

شعر 09.04.2015 12:04

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

نارې جګې شوې له غمه پرهارونه دي دردونه
د رحمت اوبو یو تږي وچې شونډې سوي زړونه
رېباران د بهار ورک شول د خزان نغمې چلېږي
کور شو وران د غریبانو راژوندي شول آفتونه
ربه دا څنګه انصاف دی د عمرونو لارې لنډې
نڅا ورکه ورک سازونه چپ په ستونو کې غږونه
د آسمان لمن سوزيږي رڼا ورځ په ځنکدن ده
ځلاند ستوري ورته ژاړي د تيارو جوړ دي بزمونه
تورې ورېځې نڅا کاندي غلغلې دي د موجونو
راروان پر کلو بیا شول د قیامت خړ سېلابونه
رنګ بدل د طبیعت شو د خوښۍ بورا نه ګورم
باغبان نشته ګلان ژاړي د پرون کوي یادونه
دلته ژاړي یو ماشوم هلته نارې اورم د کونډې
دا د غم لویه جرګه ده هلته ډېر د ژوند غمونه