د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کوچنیانو لپاره سالم روزنیز او ښونیز محیطونه (١٠)

افغان تحرک 09.04.2015 12:03

د کوچنیانو روزنیز او ښونیز ارتقا زمونږ بقا او زمونږ د بقا کیفیت جوړوی!

پیش له دی نه چه مونږ لږ دقیق تره د د ماشومانو او د کوچنیانو پر بیلابیلو حقوق او بلخصوص د کوچنیانو پر ښوهنیز حقوق باندی مکث او یا هم پری وغږیږو، ترڅو چه د سالم روزنیز او ښوهنیز محیطونه جوړول لپاره د "قانونیت" او هم د "عمل" لاری خلاصه شی، راځو چه لمړی له یوه مشخصه "ماشوم محوره" زاویه څخه وګورو چه "حق" او "حقوق" او هم "قانون " او "قانونیت" څه دی، څه معنی ګانی یی لری او "قانون " او "قانونیت" څنګه مینځ ته راځی.

د "حق" او "حقوق" کلمات اواصطلاحګانی څه معنی ګانی لری:

١. بی له شکه لمړی باید تذکر صورت اخلی چه د "حق" کلمه په مفرده اسم په حیث اصطلاحآً د څښتن تعالی(ج) له نومونو څخه دی!

٢. او بیا د "حق" کلمه "درست" ، "صحیح" ، "ښی"، "راست" ، "دباطل ضد" ، "ثابت او واجب" ، "یقین" ، "عدل" ، "ګته او نصیب له یو شی څخه" ، "حقوقي قانون" ، "روا" ، "په قانون برابر" او "په شرع جوړ" معنی ګانی لری، چه جمع یی ته "حقوق" او یا "حقونه" وایو. "حقوق پوهنه" ته چه یو علم دی، هم مونږ کله نا کله مختصرا "حقوق" وایو. د "حق" کلمه په مرکب اسمونو کی د یو "پسوند اسم" په توګه هم استعمالیږی لکه "د ماشوم حق او حقوق" ، "د کوچنیانو حق او حقوق" ، "د انجنو حق او حقوق" ، " د ښځو او یا د میرمنو حق او حقوق"، "روزنیز او ښوهنیز حق او حقوق" او داسی نور. حقوق هغه قواعد او مقررات ته وایو چه تولنیز نظم تامین کوی! حقوق په حقوقی ملی نظامونو کی د مختلفی روشونو یعنی د مختلفی طرزالعملونو پر ذریعه مینځ ته راځی. د افغان نظام او یا د افغان دولت مقننه قوا، اجرایه قوا او قضایه قوا دا امکانات او مسولیت لری چه تولنیز ګتوری قوانین ایجاد کړی! او هم "خصوصی اشخاص" کولای شی په خپل مینځ کی، تر څو چه داساسی قانون سره په تصادم کی نه وی، قواعد او مقررات په لفظی او یا کتبی دول څخه ، لکه قرار دادونو په توګه، ایجاد کړی. مګر په هر صورت د هیواد اساسی قانون خپل اساسی، انکار نا پذیر نقش او ځای لری چه هیواد او د هیواد افرادو ارتباطات او اړیکی په عمومی صورت هدایت کوی!

د "قانون" کلمه اواصطلاح څه معنی ګانی لری:

"قانون" هغه معرب شوی یونانی کلمه "canon" ده، چه د "یو شی اصل او مقیاس" معنی درلود او نن صبا هغه "دستورات، مقررات او احکامو" ته ویل کیږی چه له دولت لخوا ، د تولنیز انتظاماتو حفظ او د تولنیزو امورو د اداری لپاره، وضع کیږی.

په یو بل دیر وسیع ، عام‌ مګر جالب عبارت پر اساس، "قانون" تول هغه شیانو ته وایو، چه د "انسان روش او رفتار تنظیموی". یو داسی تعریف له قانون، تول "فزیکی قوانین چه پر انسان تاثیر اچوی" او هم اخلاقی، دولتی قوانین په غیږ کی لری.

اوس کله چه مونږ د افغان ماشومانو او د افغان کوچنیانو روزنیز او ښوهنیز حقوقوقو پر وسیعو ساحاتو کی، خپل ځان او خپل ذهن له "چرت وهلو" څخه فارغ وکړو او په " فکر کولو کی بوخت شو" ، هرو مرو یو "لږ مناسب قانونیت" خپلو ماشومانو او کوچنیانو لپاره، په تولنیزه توګه، یعنی افغان ماشومانو او افغان کوچنیانو لپاره یو مناسب روزنیز او ښوهنیز "حقوقی-قانونی محیط" ایجاد کړو، ترڅو چه افغان ماشومان او افغان کوچنیان په یوه "دذهنی شګوفایی لیاره کی" بدرقه شی!

همداسی چه دزمونږ ماشوم لمړنی حق او حقوق په "کورنی محیط" کی مطرح دی او شه والی ته اړتیا لری، یعنی لمړنی ماشوم محوره حقوق او قوانین دزمونږ په "کورنیز کانون" کی مطرح دی او شه والی ته اړتیا لری، همداسی دزمونږ کوچنیانو دویم محیط چه د ابتدایه ښونځی محیط دی، هم شه او مناسب حقوق او قوانین ته اړتیا لری!

واضع خبره ده چه هره تولنه، هر هیواد، هر دولت ، هر حکومت ، بلاخره هر انسان خپلی مخصوص ستونزی او موفقیتونه لری ، مګر ولسیز تولنی، ولسیز هیوادونه ، ولسیز دولتونه او ولسیز حکومتونه د "قانون حاکمیت" له لاری څخه بلخصوص خپل ماشومانو او کوچنیانو پر مختلفو ساحاتو باندی مادی او معنوی خدمات عرضه کوی!

څنګه ده چه پر مختلفو ساحاتو کی د افغان ماشومانو او د افغان کوچنیانو روزنیز او ښوهنیز خدمات عرضه کولو لپاره لمړی خپل ځان فعال کړو او پس له دی څخه خپل "کورنیز محیط" ته مناسب خدمات عرضه کړو، پس له دی نه د افغانی میدیا په ذریعه "افغانی تولنیز وجدان" په دی ساحاتو کی ، بیدار کړو ، پس له دی نه افغان دولت څخه خپلو "غوښتنی" په دی ساحاتو کی دقیق مطرح کړو؟

که چیر ته زمونږ اګاه او صادق افغانان دا ملی مسولیت لپاره، هر یو د خپل توان په اساس، فعالیت وکړی، مونږ افغان ماشومانو او افغان کوچنیانو ته روزنیز او ښوهنیز په نږدی راتلونکی "د روزنیز او ښوهنیز وضعیت شه واړی" وړاندی کولای شو!

زما په اند،
دا چه مونږ لپاره کومه "روزنیز او ښوهنیز حقوق او قوانین" مناسب دی ،
یا دا چه مونږ څه رنګه "روزنیز او ښوهنیز حقوق او قوانین" ته ضرورت لرو،
او یا دا چه زمونږ روزنیز او ښوهنیز نظامونه کومه کیفیت باید چه ولری، یو "تولنیز بحث" ،
یو "تولنیز خبری اتری" ، "جرګه پرې کول" او یا "پرې غږیدل" ته اړتیا لری!

ادامه لری.


د افغان مظلوم ولس د سولی، ترقی او رفاه په هیله