د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د محمود هوتک وارث

نجیب منلی 28.03.2015 14:14

لا ماشوم و چې د میلیونونو نورو افغانانو په څېر بې وطنه شو.

ژبه یې پارسي وه او په مذهب شیعه و. اټکل خو دا دی چې پارسي ژبی شیعه به په ایران کې کومه خاصه ستونزه و نه لري. خو، نه. په ښونځي کې د «افغاني» او «مهاجر» په نامه له تبعیض سره مخ و. ایرانیان خپل ګاونډیان نه پېژني. د ښونځي استادانو به هڅه کوله چې د نورو شاګردانو په مخ کې یې کم راولي. حتی چې کله به یې ستایه هم، په یو ډول توهین به ورسره و: «عبدالرزاق که افغانی هم هست از شما بهتر میداند!» ستغو سپورو دومره بې زړه کړی و چې که  به په درس پوهېده هم ځواب یې نه ورکاوه.

چې لږ غټ شو، بیا یې نو د محمود هوتک میراث پر اوږو پرېووت. په اصفهان کې اوسېده. افغانانو صفوي امپراتوري ړنګه کړې وه، اصفهان یې نیولی و. اوس یې نو ایراني ماشومانو له عبدالرزاق څخه غچ اخیسته! هره ورځ به یې ورته یوه پلمه جوړوله چې و یې ځوروي. یوه ترخه خاطره یې دا ده چې د بس په تمځای کې ماشوم شوخي کوله، مور یې ورته وویل : «آروم باش که اون آغای افغانی ترا میخورد»

غریب و. سهار به ښونځي ته ته او له غرمې وروسته به یې له پلار سره په تعمیراتي چارو کې مرسته کوله. سره له دې هم په خپلو زده کړو کې بریالی و. د اصفهان د ښونځیو د ممتازو شاګردانو په ډله کې یې د ایران د ریاضي په اولمپیاد سیالیو کې برخه واخیسته. د ټول ایران په کچه یې دریم مقام خپل کړ. د مډال د ورکړې تر مراسمو څوک نه وو خبر چې عبدارزاق د کوم ځای دی. د سیالیو تنظیموونکو به د نورو ممتازو شاګردانو په کتار کې ده ته هم په درنه سترګه کتل. د مراسمو په ورځ مسوول استاد خبر شو چې دی افغان دی. په نه زړه یې د زېړو مډال ور په غاړه کړ او یوه د سرو زرو سکه یې هم د انعام په توګه وروسپارله. وروسته مالومه شوه چې رسمي انعام د سرو زرو لس سکې وې خو غالباً چې مسوول استاد به د یو «افغاني مهاجر» له پاره دومره ستره جایزه مناسبه نه ګڼله، نهه سکې یې ترې تروړلې وې.

په ریاضي کې یې په لوړه درجه د ماسټرۍ دیپلوم واخیست او دا ویاړ یې هم په برخه شو چې له فراعت سره سم په هماغه پوهنتون کې په استادۍ وګومارل شي. له پوهې یې کار اخیستل کېده خو د «افغاني» والي په جرم یې هغسې درناوی نه کېده چې حق یې و. دغه مهال عبدالرزاق یوه هیله درلوده: که خدای دومره عمر ورکړي چې یوازې یو ساعت د افغانستان هوا تنفس کړي.

د مهاجرت نړۍ وال سازمان د مسلکي افغانانو د بېرته راستنېدو پروګرام جوړ کړ. دی هم د همدې پروګرام په چوکاټ کې افغانستان ته راغی او د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د ریاضي څانګې استاد شو. کله چې ورته څرګنده شوه چې د افغانستان د پوهنتون د محصلینو ستونزې د ښونځي له تدریسي وضعیت سره تړلې دي، د ښونځیو د شاګردانو له پاره یې د «معلم همراه» په نامه د کمپیوټري انېمېشن په بڼه د مرستندویو درسي ویډیو ګانو جوړولو ته ملا وتړله.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان د پوهنتونونو د کانکور د ازموینو سیستم ایرانیانو ته په خورا لوړه بیه په اجاره ورکړل شي. عبدالرزاق د دې پروژې مخالفت وکړ او د نورو ځوانو استادانو په همکارۍ یې دغه پروسه سل په سلو کې افغاني کړه. په ملیونو ډالره د ملي بودجې پیسې هم وسپمول شوې او د افغانستان په لوړو زده کړو کې د یو بل هېواد د مغرضو لاسوهنو مخه هم ونیول شوه.

د مالیې وزارت د اداري ریاست، ورپسې د دفتر د ریاست او بیا د اداري معینیت تر څنګه یې لا هم له پوهنتون سره همکاري کوله. په وزارت کې یې د مالوماتي تکنالوژۍ یو لړ داسې اساسي پروژې پلې کړې چې تعمیم به یې د افغانستان د اداري نظام په رغولو کې ډېر اغیزمن وي.

د کابل پوهنتون د ریاضی استاد، د مالوماتي تکنالوژۍ متخصص، دغه مبتکر ځوان عبدالرزاق وحیدي دی. د شپږ کالو نېږدې همکارۍ په ترڅ کې مې ورسره کاري اړیکې په ملګرتیا واووښتې. زه پر استاد وحیدي باور لرم چې په هر ځای کې چې وي، د افغانستان ګټو ته به ژمن وي.

خدای دې یې بریالی لري.