د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کوچنیانو لپاره سالم روزنیز او ښونیز محیطونه ٥

افغان تحرک 27.03.2015 12:02

د کوچنیانو روزنیز او ښونیز ارتقا زمونږ بقا او زمونږ د بقا کیفیت جوړوی!

ب : حق تعلیم طفل یا "د کوچنیانو شونیز حقوق"

شونیز حقوق:

شونیز حقوق تول هغه حقوق ته وایو چه د ښوهنی چارې سره ارتباط او اړیکی لری. ښونیز حقوق د حقوق هغه ساحه ته وایو چه په ښوهنه برخه کی مختلف او متعدد حقوقی مناسبات ترتیبوی، تنظیموی او سمول یی مینځ ته راوړی. یعنی ښونیز حقوق، ښونیز چاپیریال لپاره په حقوقی لهاظ سمول مینځ ته راوړی.

په بل عبارت ښونیز حقوق د حقوق هغه وسیع ساحه ته وایو چه د وړکتونونو حقوقی مسایل او موضوعات، د ابتدایی ښونځیو مسایل او موضوعات، د متوسطه ښونځیو مسایل او موضوعات، د مسلکی ښونځیو مسایل او موضوعات، د عالی ښونځیو مسایل او موضوعات، د ښونیز انستیتوتونوحقوقی مسایل او موضوعات، د ښونیزاکادمی ګانی حقوقی مسایل او موضوعات او د پوهنتونونو حقوقی مسایل او موضوعات او همچنان د ښونیز بورسونو توزیع، توشیح او توضیح مسایل او موضوعات په غیږ کی نیسی.

د کوچنیانو شونیز حقوق:

بیا کله چه د "د کوچنیانو شونیز حقوق" څخه خبری کوو، مطلب مو د تول هغه حقوق او هم مکلفیتونه دی چه د ښونځی د ابتدادیه دوره (لمړی صنف تر شپږم صنف) پوری حقوقی او مکلفیتی ارتباط او اړیکی لری.

پیش له دی نه چه د ښونیز حقوقی او مکلفیتی موضوعاتو باندی خپل ذهن معطوف وکړو، لمړی له یوه مشخص زاویه څخه یو نظر اچوو پر خپل ښونځیو معارف نظام باندی یو دیر لند او مخصر نظر اچوو.

مونږ کولای شو چه د "نظم نړی" ، له یوه مشخصه زاویه ، او په یوه سطحی توګه، په دوه دوله تقسیم وکړو، یو یی ته "طبیعی نظم" وایو او بل یی ته "هندسی نظم" نوم درکړو. همدارنګه چه د ماشومانو (له تولد تر شپږ کلنی پوری) روزنی لپاره مونږ، یو زیادتره "طبیعی نظم" سره سر او کار درلود، نو بیا کله چه کوچنیان نو ځوانان او ځوانان ښونځی ته ځی (یعنی له شپږ کلنی عمر تر اوه لس کلنی او یا اته لس ګلنی عمر پوری) ، باید چه مونږ افغان کوچنیان، افغان نوځوانان او افغان ځوانانو ته، یو دیرشه منظم او دیر شه مرتب "هندسی نظم" را ایجاد کړو!

دلته امکان لری چه زمونږ ځینی پوهان د "هندسی نظم" اصطلاح نه منی، او دوی حق په جانب هم دی! ځکه چه دوه لس کاله په ښونځیو کی یوازی خو "د هندسه علم" نه تدرسیږی او نورو مضامین هم تدرسیږی. دمثال په دول "ژبه" په تدریس کی یو دیر لوی او محوری رول او نقش لوبوی. همداسی په دوه لس درسی کلونه کی د ژبه او ادبیات تر څنګ دینیات، اخلاق، ریاضیات، بیولوژی، فزیک، کیمیا، جغرافیه، دیجیتل نړی ته لاس رسی، تولنه پیژندل، سیاست، خارجی ژبی، تدبیر منزل، سپورت، رسم او هنر او داسی نورو مضامین هم تدریسیږی. مګر په هر صورت دا اصطلاح یعنی د "هندسی نظم" اصطلاح، سره له دی چه زمونږ مطلب او موضوع لپاره یوه "نیمکله اصطلاح" ګنل کیږی، مګر استعمال یی د موضوع د وضاعت په خاطر دلته " نیمه مجاز" ګنل کیږی.

زمونږ دښونځیو معارف نظم باید چه له "کیفیت او کمیت څخه دک" منظم او مرتب "هندسی شکل" پیدا وکړی: مثلا: په ابتدایه درسی دوره کی، په اول صنف کی، په دوهم صنف کی، په دریم صنف کی، په څلورم صنف کی، په پنځم صنف کی او په شپږم صنف کی باید چه "تدریس" څه "کیفیت" او څه "کمیت" ولری؟

په "تدریس کیفیت" او هم د "تدریس په کمیت" کی کوم محتویات او یا کوم محتوی ګانی باید چه په پام اخلو؟

مونږ ګورو چه په دی ساحاتو کی مختلفه ستونزی او پرابلمونه سره مخامخ یو چه ځینی ته دلته اشاره کیږی:

- زمونږ لمړنی بنستیز او اساسی ښونیز ستونزی دا دی چه تر اوسه پوری په درسته او دقیق توګه نه پوهیږو چه په دا دوه لس کال کی شاګردان لپاره "څه" تدریس کړو او "څه دول" تدریس کړو.

د کوچنیانو شونیز حقوق په برخه کی دلته پر یو څو موضوعاتو باندی اشاره کیږی.

- ددولت حقوق، مکلفیت او وظایف د کوچنیانو د ښوهنی په ساحه کی کومی دی؟

- تر اوسه پوری، تر کومه اندازی پوری دولتی ارګانونه په "د کوچنیانو د ښوهنی ساحه" کی " توانایی او قوت" او تر کومه اندازی پوری دولتی ارګانونه په دی ساحه کی "ناتوانی ضعف او کمزورتیا" څرګندولی دی او دلایل یی څه دی؟

- دولتی ارګانونه "دتدریس کیفت" او د "تدریسی میدیا" څه دول، په کوم "دقیق ارزیابی متود" او یا په کوم "دقیق ارزیابی متودونه" تر غور لاندی اخلی؟

- اداری فساد په "ښونیز ساحه" کی - په دقیق ارقام او اثبات باندی ولاړ- تر کومه اندازی پوری موجود دی، او مفسد افراد په دی ساحه کی کوم یو کسان دی؟

- ښونکی او یا معلمین په ابتدایه ښونځیو کی باید چه کومی "علمی توانایی" او کومی د "حوصله، مهربانی، شفقت او انظباط" توانایی ګانی ولری؟

- د والدین حقوق او مکلفیت په "ښونیز ساحه" کی کومی دی؟


باید چه زمونږ اګاه او صادق پوهان خپل نظریات د "روزنیز ښه والی" په باره ګی ولس سره شریک ګړی تر څو یو "اصولی ملی ښونیز طرح" مینځ ته راشی او عملی اقدامات لپاره لاره جوړ شی!!!


ادامه لری.

د افغان مظلوم ولس د سولی، ترقی او رفاه په هیله