د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملت ته د ملي تحريک ډالۍ

سردار محمد همدرد 24.03.2015 12:33

زموږ هېواد يو له هغه هېوادونو دی چې ګوندونه پکې ورځ تر بلې ډېريږي، د ډېرو لږو يې هدف او تګلاره مالومه ده خو ډېر داسې تحريکونه او ګوندونه جوړ سول چې يو څه وخت يې ګوند فعاليت وکړ او بېرته تر خاورو لاندې سول.
ځينې داسې ګوندونه او تحريکونه هم پيدا سول چې فقط د خپل هدف او سياسي موخو لپاره يې کار وکړ او اوس هم په خپلو سياسي فعاليتونو او کارونو بوخت دي.
د پورته يادو سويو ګوندونو تر څنګ ځينې داسې ګوندونه او تحريکونه هم پيل سول چې يوازې يې په سياست بسنه ونه کړه، بلکې د ملي حماسې تر سيورې لاندې يې په بېلابېلو برخو کې خپلو هېوادوال په سينه پورې ټينګ ونيول، د خلکو اواز يې واورېد او پر خپلو مبارزو چغو يې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ازانګه کړل.
هغه تحريک چې د سياسي فعاليت ترڅنګ يې اسلاميت، افغانيت او انسانيت ته کار وکړ په هره برخه کې يې د خپلو هېوادوالو تشې درک کړې او بالاخره د کلتور او فرهنګ د کاروان يون يې ګړندی کړ د افغانستان ملي تحريک دی.
د افغانستان ملي تحريک يوازې دا نه چې په سياسي برخه کې يې د پام وړ ګامونه واخيستل، د دې سربېره يې ټولنيز، پوهنيز، کلتوري، ادبي او بالاخره داسې ملي حرکتونه وکړل چې په رښتينې توګه يې دا وښوده چې ملي تحريک يوازې نوم نه بلکې د عمل په ډګر کې هم مخکښ دی.
دغه تحريک د تېر يو کال په موده کې په بېلابېلو برخو کې نږدې ۵۰ لوی غونډې جوړې کړي دي، چې د اسلامي، کلتوري، ټولنيز او نورو ملي مسايلو د ساتنې او پرمختګ لپاره يې طرحې وړاندې کړي دي، ملي، اسلامي او کلتوري ارزښتونو باندې د يرغل مخه يې نيولې ده.
افغانستان ملي تحريک په دې وروستيو کې په فرهنګي ډګر کې داسې نوښتګر قدم واخيست چې د خلکو پام يې خپل لور ته ورواړو.
((خپل ملت ته د ملي تحريک ډالۍ)) تر نوم لاندې يې شل عنوانه کتابونه تر چاپ وويستل او د يوې لويې غونډې په ترڅ کې يې ملت ته وروپېژندل.
دغه کتابونه د بېلابېلو ليکوالو لخوا پر بېلابېلو موضوعاتو ليکل شوي او ترتيب سوي و ﺍﻭ ﺩ ﺑﯧﻼﺑﯧﻠﻮ ﺍﻓﻐﺎﻥ فرهنګپالو لخوا يې د چاپ لګښت ورکړل سوی و.
دغه غونډه د تېر ۱۳۹۳ل کال د کب د مياشتې پر ۲۸مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د کابل په سټار هوټل کې جوړه سوې وه چې د ملي تحريک د مشر استاد محمد اسماعيل يون ترڅنګ نورو فرهنګي شخصيتونو هم برخه پکې اخيستې وه.
اوس به راسو دې ته چې د ملي تحريک دغه حرکت څومره له نوښتونو ډک دی او څومره اړتيا ورته ليدل کيږي.
مخکې مو هم يادونه وکړه چې ملي تحريک د ملي مسايلو په اړه په بېلابېلو برخو کې کارونه کړي دي، غونډې يې جوړې کړي دي، ولايتونو ته يې سفرونه کړي دي، فرهنګي غونډې او مشاعرې يې جوړې کړي دي او دا دی زموږ د ټولنې او په تېره بيا د ادب او فرهنګ په برخه کې ستره اړتيا چې د کتاب چاپ دی دا يې هم ترسره کړ.
د کتاب چاپ زموږ ژبې او زموږ ټولنې ته ستره ډالۍ ده، ځکه په دغه برخه کې له بده مرغه موږ ډېر پاتې يو، له يوې خوا د کتاب ارزښت هم زموږ په ټولنه کې دومره نه پېژندل کيږي لکه په نوره نړۍ کې ښايي له همدې امله يې چاپ ته پام هم نه وي شوی او بل پلو مو د چاپ لړۍ ډېره کمزورې ده.
ملي تحريک چې ځان يې د  عمل په ميدان کې ثابت کړی دی، دغه برخې ته هم پام کړی دی، تشه يې درک کړې ده او خپل ملت ته يې د کتاب د چاپ ډالۍ ورکړه.
دلته يوه خبره يادول اړين بولم، زموږ د ټولنې هغه طبقه چې ليکوالي کوي، مينه ورسره کوي او د کتاب پر ارزښت پوهېږي تر ډېره پورې امکانات نه لري، چې خپل کتاب چاپ کړي او خپل فکر تر نورو ورسوي، خو هغه خلک چې امکانات يې په لاس کې دي او د ليکوال د ارمانونو د پوره کېدو لپاره کوم خنډ سره نه سي مخ کېدلی ممکن د کتاب له ارزښت بې برخې وي او يا يې هم دغه تشه نه وي درک کړي.
زه په هېواد کې په نورو ګوندونو، تحريکونو، شخصي او نا شخصي ادارو ږغ کووم چې د ملي تحريک په څېر دې د نورو بېلابېلو فعاليتونو سربېره په فرهنګي ډګر کې کار وکړي، د مرکز تر څنګ دې په بېلابېلو ولايتونو کې فرهنګي غونډې او علمي سمينارونه جوړ کړي، مشاعرې دې جوړې کړي، کتابونه دې چاپ کړي او داسې خدمت دې وکړي چې تر ابده پورې هم دوی پرې ياديږي، هم ټولنې، هم ژبې او هم کلتور ته ستره غنی وي.
پای