د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د يونان پر لور

یاسر الهاشمی 16.03.2015 12:19

ازمير د ترکيي يو سرحدې ولایت دی چې د مديترانی سمندرګي پر څنډه پرته دی، د از مير په ۲۰۰ کيلومترۍ کې د ساموس جزيره موقعیت لري.
له افغانستان، ايران، سوريه، عراق او پاکستان څخه ناقانونه کډوال لومړی ازمير ته راځې او بيا له ازمير څخه د ساموس جزيرې ته ځې او له هغه ځايه د يونان په لورې سفر کوي.
صافی وايي چې په ازميرکې یې ۱۵ شپې تيری کړې او بيا له نورو افغانانو سره يو ځای د ساموس د جزيرې په لورې تللی.
هغه وويلې:
(( زموږ تعداد ۱۲۰ تنه و، لومړۍ په لويو ګاډو کې او بيا کښتۍ کې مو تر ساموس مزل وکړ. پدې سفر کې ښځو او ماشومانو هم زموږ ملتیا کوله چې د ایران، عراق او سوريي اوسيدونکې وو.
تر درې ساعتونو مزله وروسته د ساموس جزیرې ته ورسيدو، په جزیره کې يو لوی ځنګل و او موږ په ځنګل کې دمه شو. دلته يوه زړه ټیوپي کښتۍ ولاړه وه چې پنځه متره اوږودالی او يو نيم متر سور یې درلود، په څنډو کې پړی ځوړند و او شاتنی برخه کې يو جنراتور درلود.
په درې ساعتونو کې مو کښتۍ پمپ کړه، قاچاقبر وويلې چې تاسو کې چا ته د کښتۍ چلول زده دي؟
موږ ټول چپ و خو د سوريي يو تورپوستې ځواب ورکړ چې زما زده ده او زه يي چلوی شم. د دې لپاره چې قاچاقبر مطمئن شي نو تورپوستی ځوان ته يي د کښتۍ جلب ورکړ او څو دورې پرې ووهلې.))
د افغانستان څخه ترکيي ته او له ترکيي څخه بيا تر اروپا پورې قاچاقي سفرونه په داسې لارو او د داسې نقلیه وسایلو په ذریعه کیږي چې د خطر کچه پکې زیاته وي.
دا ځکه چې مطمينې لارې د پوليسو تر څار لاندې وي او ښه او مجهز نقليه وسايل ډيرو پیسو ته اړتيا لري.
صافی زياتوي :
((کله چې تمريني چلونې خلاصې شوی، ۱۲۰ تنه د ښځو او ماشومانو په ګډون په پنځه متره کښتۍ کې سپاره شوو او د مازديګر څلور بجې وي چې د يونان په لورې مو حرکت وکړ.))
هغه زیاته کړه:
(( د سمندر په منځ کې کله کله د باد څپی را الوتلی او داسې څپی وی چې څلور چته او پنځه چته لوړوالی درلود، په کښتۍ ناستو کسانو به چې دا څپۍ او موج ليده نو ټولو به ژړل او ما د ځان سره سورتونه تلاوت کول)).
صافی وایی چې د ترکيي څخه تلونکې ناقانونه کډوال چې کله د يونان ساحلي اوبو ته نژدې شي د دې لپاره چې د يونان پوليسو لخوا دوی بيرته ترکيي ته و نه شړل شي نو کښتۍ سوری کوي.
دا چې موږ سره په کښتۍ کې ماشومان او ښځې وی نو ملګرو ته مو اجازه ور نکړه چې کښتۍ سوری کړی، هماغه وه چې تر وچې پورې مو کښتۍ و چلوو.
يونان د اروپايي اتحاديي غړۍ هيواد دی خو وروستۍ اقتصادي بحرانونه د دې هيواد لپاره ډير زيات خطرناک ثابت شول او هره لحظه د دې امکان شته چې د اروپايي اتحاديي له غړيتوب څخه وويستل شي.
د يونان اوسيدونکې وايي چې د اقتصادي بحرانونو يو لامل هم يونان ته د ناقانونه کډوالو راتګ دی، همدا وجه ده چې د يونان اوسيدونکي د ناقانونه کډوالو په وړاندې ډير شديد غبرګون ښکاره کوي.
صافۍ وايي:
((سهار و چې د يونان خاورې ته داخل شو، ۱۵ دقيقې مو د يونان ازاده هوا تنفس کړی وه چې د پوليسو لخوا ونيول شو))
ادامه لري...