د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د انسانانو تبادله (پاتې برخه)

یاسر الهاشمی 16.03.2015 11:19

(( تهران کې مو دوه شپې تيرې کړې او بيا د ترکيي په لورې و خوځېدو، له افغانستان څخه تهران ښار ته په ۱۴ ورځو کې او د تهران څخه بيا ترکيي ته په [۱۸] ساعتونو کې ورسيدو.))
ناقانونه افغان کډوال په ژمې کې د سلماس د غرونو، چې ترکيي ته نژدې د ايران په يوه لرې پرته سيمه کې موقعيت لري، له لارې ترکيي ته تګ ګوي؛ دا ځکه چې په ژمې کې دغه غرونه په واورو پټ وې او د پوليسو لاس ته د لويدلو چانس کم وي.
او په اوړې کې بيا د ماکو سرحدې سيمې څخه په تيريدو ځان د ترکيي قلمرو ته رسوي.
صافي وايي چې کله ترکيي ته تللو هوا توده وه نو ځکه د ماکو سرحدې سيمې له لارې ترکيي ته اوښتی دی.
ماکو د ايران يوه سرحدې سيمه ده چې د ترکيي هيواد څخه ۲۲ کيلو متره فاصله لري او په ايران کې ترکيي ته تر ټولو نژدې پرته سيمه ده.
هغه زیاتوي:
(( د سفر په څوارلسمه ورځ وه قاچاقبر راغی او ويي ویل: پنځلس کسان اماده شئ چې ترکيی ته سفر کوو، مونږ ځانونه اماده کړل او د هوټل څخه بيرون ووتو. په بهر کې يو کرولا ډوله بنز موټر ولاړ و. قاچاقبر اشاره وکړه چې ټول په دې موټر کې سپاره شئ چې حرکت کوو. همدې کوچني موټر کې [۱۵] کسان ځای پر ځای شوو. ))
د نوموړي په وینا دوی د تهران څخه د ماکو په لورې وخوځيدل، د تهران څخه ماکو پورې (۱۰۵۹ ) کيلومتره لاره ده، دغه لاره یې په (۱۸) ساعتونو کې ووهله، خو دغه (۱۸) ساعته دومره له کړاوه ډک و، لکه اتلس کاله چې تیر شوي وي:
(( ځکه چې په دغه [۱۸] ساعتونو کې مو د معذرت لپاره اجازه نه وه، ډوډې خوړلو ته اجازه نه وه، اوبه اخیستل ته به يي نه پريښودلې. بس چپه خوله به ناست یی او که خبرې به دې وکړي بیا به یی رټلې او ښکنځل به يي درته کوله.))
هغه له خپلو ملګرو سره ماسپښین ماکو ته رسیدلی او دلته بیا په یوه لویه کلا کې چې شاوخوا (۲۰۰) نور افغانان هم پکې و، یو ځای شوی او بیا د شپې د ترکیې په لورې حرکت کړی دی.
هغه وايي:
(( د شپې يوولس بجې وی، له دوه ساعتونو مزل وروسته يوې غونډۍ ته ورسيدو چې تر دوه سوو مترو لوړه و. قاچاقبر وويلې چې پر دغه کمر (غونډۍ) واوړئ.
هوا ډيره تياره وه، لاره نه ښکاريده په ډير زحمت او خوارۍ له دې کمر واوختلو او تر شپږو ساعتونو مزل وروسته د ترکيي دوګوبایزيت سيمې ته ورسيدو.
د ترکيي دغه سيمه د ايران سرحد ته تر ټولو نژدې پرته سيمه ده چې (۲۳۸۳) کيلومتره مربع مساحت لری او د استانبول څخه (۱۵۱۲) کیلو متره فاصله لري.))
صافۍ زياتوي چې:
((دوګو بايزيت سيمې په رسيدو په يوه حويلۍ کې د دمې لپاره تم شو،په دغه حويلۍ کې وړی وړې کوټې وی چې د پنځو کسانو لپاره مناسب و خو موږ پکې [۲۰] کسان اوسيدو. هوا ډيره توده وه، د ځمکې په مخ ناست و فرش نه وه او مياشي هم وی.
موږ ډوډې نه وه خوړلې، قاچاقبر ته مو وویلې چې ډوډې راوړي. قاچاقبر لاړو روميان او د سيلو ډوډۍ يي راوړ، يوه ډوډۍ او یوه رومې د پنځو کسانو لپاره و.
شپه تيره شوه، سهار مو د استانبول په لورې حرکت وکړ. دا سفر ښه راحت و، په لويو بسونو کې مو سفر وکړ او تر[۲۴] ساعتونو مزل وروسته استانبول ته ورسيدو. په استانبول کې د يوې شپې دمې څخه وروسته د ازمير ښار ته لاړم.))
ادامه لري......