د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لوړو زده کړو وزارت دستراتيژيک پلان انتقادي تحليل

ثناءالله صالحي 14.03.2015 14:24

لنډيز
د لوړو زده کړو وزارت په درې پړاوونو کې د خپلو پروګرامونو د ښه والي تضمين کړی و، چې په درې پړاونو کې به سرته ورسیږي، مګر په هر پړاو کې ياد وزارت ندی توانيدلی چې دغه تضمين شوي برخې په ښه ډول سره سرته ورسوي، د لته په ميلياردونو ډالره لګيدلی مګر بيا هم پدې برخه کې ستونزې او مشکلات په دالو دالو پراته دي ،کميت ښه شوی مګر کيفيت بيا ډير راغورځيدلی ،محصلين او استادان ډير شوي، مګر د زده کړې او تدريس کيفيت خراب شوی ، د وړتيا لوړونې پروګرامونه په خارج او داخل کې په کار اچول شويدي مګر د نظارت او څارنې برخه ترې قطع او پرې شويده، ماسټران او ډاکټران زيات شويدي مګر له دغو کادرونو د ګټې اخيستنې کچه ټيټه شويده مونږ د دغو کادرونو په لسګونو پيښې په خارج او داخل کې لرو چې له خپلو مسلکونو څخه په تيښته او فرار سر شويدي، دا او دې ته ورته نور مسايل دي چې د لوړو زده کړو د وزارت معيارونه يې له کاره غورځولي دي.
سريزه
افغانستان د نړۍ له هغو هيوادونو څخه دی، چې د زده کړو کچه پکې له بل هر هيواد څخه ټيټه او ښکته ده،په دغه هيواد کې د ميليونونو خارجي مرستو سره سره هم يو عالم ستونزې او مشکلات شتون لري، چې لامل يې خپله نا اهله چارواکي اويو څه خارجي کړۍ دي. زمونږ په هيواد کې د پوهنې وزارت اړوند له لومړنيو ټولګيو نيولي بيا د لوړو زده کړو وزارت تر ماستري او دوکتورا پورې ټول علمي بنسټونه په ډير بد او خراب وضعيت کې قرار لري، په پوهنتونونو کې که څه هم استادان او محصلين موجود دي مګر کارونه يې د تامل وړ دي، لکچرونه او د تدريس مواد مو آن چې د اتلسمې پيړۍ سره هم ندي برابر، د مسلکيتوب او تخصص معيار مو له بل هر هيواد څخه ښکته او ټيټ دی، په وزارت کې له وزير نيولي بيا تر پياده پورې ټول پدې هڅه کې دي چې څرنګه خپل جيبونه ډک کړي.
زمونږ د څيړنيزې موضوع د عنوان (د لوړو زده کړو وزارت د ستراتيژيک پلان انتقادي تحليل) مطابق هڅه شويده چې تر ډيره هغه موضوعات وڅيړل شي چې په بنا يې سمون رامينځته کيدای شي مونږ دغه ستراتيژيک پلان چې په درې پړاونو کې يې وزارت د ښه والي تضمين کړی و، تر ډيره هره برخه تنقيد کړه او د خپل توان ترحده مو پرې ليکل وکړل، دا چې پدې برخه کې څومره ستونزې شتون لري ،د مقالې له لوستلو وروسته سړی پوهيږي، زمونږ د ګروپ هر غړی خپل آند پدې برخه کې څرکند کړی او هر يو خپله برخه مسوليت د کار په ترسره کيدو کې په غاړه اخيستی .
په ټوله کې د افغانستان دلوړو زده کړو وزارت په تيرو کلونو کې د يو وزير په شتون کې هم ندی توانيدلی چې خپلې تضمين شوي موخې د لکونو او ميليونونو ډالرو په موجوديت کې په سمه توګه تعقيب کړي ،سره ددې چې ټول امکانات او سهولتونه هم ورته موجود وو، مګر بيا هم دغه وزارت په ډيرو فساد ککړو وزارتونو کې راغی، دا چې دغه وزارت په خپل ستراتيژيک پلان کې کومې موخې او اهداف درلودل او تر کومې دغو موخو ته رسيدلی په مقاله کې به يې تر يوې اندازې مالومات درته وشي هيله ده زمونږ مقاله تر يوې اندازې د سمون باعث وګرځي، په همدې هيله.
لومړی پړاو:۱۳۸۴ــــ ۱۳۸۵
الف: د څرنګوالي يا د کيفيت لوړوالی
که چيرې مونږ دغې برخې ته پام وکړو په کلي ډول په لومړي سر کې په دغه برخه کې يو څه سمون راغلي، مثلا د لوړو زده کړو په موسسو کې د وړتيا جوړونې په برخه کې يو څه کار شوی دی، په همدې ډول د استادانو او کارکوونکو د وړتيا لوړونې په برخه کې د داخلي او خارجي پروګرامونو او تحصيلي بورسونو له لارې يو څه کار شويد ی ،په همدې برخه کې د درسي نصاب په اړه هم د کريدټ سيستم راميځنته شوی، د اړتيا مطابق ځينې څانګې زياتې شوي او ځينې په يو بل کې مدغم شوي دي، که څه هم د څانګو په برخه کې د کيفيت او څومره والي په برخه کې کار شوی، مګر د کيفيت او څنګه والي په برخه کې بيا تقريبا دغه اړخ کمزوری دی، همدا رنګه د کريډټ سيستم په هغه کچه چې وزارت يې تضمين کړی و، ندی پلی شوی، چې بيلګه يې د خوست دشيخ زايد پوهنتون دی، چې تر ۱۳۹۲ کال پورې په ټولو پوهنځيو کې کريډټ سيستم نه و عملي شوی، که په کومو برخو کې عملی شوی، د هغې د تطبيق لپاره بيا په بشپړه توګه شرايط نه دي برابر شوي مثلا په ټولګيو کې د زياتو محصلینو شميره او نور.....
د امکاناتو د بيا جوړونې او بريښنايي کتابتونو د جوړونې تضمين شوی و، چې په لومړۍ برخه کې وزارت يو څه بريالی و، مګر په دوهمه برخه کې بيا ناکام او هيڅ پوهنتون تر اوسه پدې ندی توانيدلی چې منظم بريښنايي کتابتون ولري که کوم يو پوهنتون له دې نعمته برخمند شوی په هغې کې بيا د ژبو ترمينځ انډول په پام کې ندی نيولی شوی او د هيواد د دواړو ژبو ويوونکو لپاره پکې کتابونه نه پيد اکيږي.
ب: د مديريت د نظام سمون
پدې برخه کې د پوهنځيو او څانګوسمون، حسابداري، د سرچينو مديريت او نوی قانون عملي کول، چې متاسفانه پدې ټولو برخو کې په ټوليز ډول دهيواد پوهنتونونه پاتې راغلي او ترډيره پکې وړ،اخلاص لرونکي او په کار پوه خلک ندي ګمار شوي .
ج: لوړو زده کړو ته لاس رسی
پدې برخه کې د محصلينو لوړو زده کړو ته د لارو پيدا کول، دوه وخته تدريس، د خصوصي سکتور هڅونه، کيفيت او کميت ته پاملرنه. او که چيرې مونږ لوړو ټکو ته ځير شو، نو دلته هم يو عالم ستونزې شتون لري، پدې مانا چې پوهنتونونو ته د جذب په برخه کې توازن په پام کې نه نيول کيږي، چې د مشکلاتو د ايجاد لوی لامل يې د کانکور کميټه ده، د دوه وخته تدريس شروع په ډيرو پوهنتونونو کې شويده، مګر کيفيت يې ډير لويدلی او ټيټ دی ،او ترډيره پکې تش په نوم ثبت نام کيږي او درسونه يې په نشت حساب دي .
د خصوصي سکتور په برخه کې کميت لوړ شويدی ،مګر کيفيت په توله مانا ښکته او راغورځيدلی دی او خصوصي موسسې يواځې دسواداګيزو شرکتونو په بڼه راڅرکندې شوي دي او نه ترې کوم منظم نظارت کيږي.
دوهم پړاو: ۱۳۸۶ــ ۱۳۸۸ درې کاله
د کيفيت سمون
پدې برخه کې د استادانو او کار کوونکو د وړتيا لوړول، نوښتونو ته دوام، د وړتيا جوړونې له پروسې څخه څارنه،د درسي نصاب سمون، په انګليسي ژبه د لوړو زده کړو پيلول، او د ماستري پروګرامونو شروع کول شامل دي. او که مونږ دغې برخې ته پام وکړ، نو په ټوله کې يو څه کار شوی مثلا د نوښتونوپه برخه کې يو څه هلې ځلې شوي دي او د وړتيا زياتولوپروسه تر څارنې لاندې نيول شويده، خو د درسي نصاب د سمون او دانګليسي ژبې د تدريس په برخه کې بيا بلاستونزې شتون لري چې متاسفانه تر اوسه پورې په خپل ځای پاتې دي، ځکه چې زمونږ د لکچر نوټونو زياته برخه هغه پخواني مواد دي چې له انقلاب مخکې دورې او يا حتی له هغې هم په پخوا دوره پورې اړه لري، د انګليسي ژبې د تدريس په برخه کې بيا خپله استادان پدې ندي توانيدلي چې پدې ژبه زده کړې وکړي، نو کله چې يو استاد په يوه ژبه کې ستونزې ولري زده کوونکو ته به څه پرې تدريس کړي.د ماستري پروګرام په برخه کې بيا وزارت تقريبا چې بريالی دی، ځکه مونږ همدا اوس په لسګونو محصلين په خارج او داخل کې په تخصص اخيستو بوخت دي، د پوهنتونونو په هره پوهنځی کې دوه او درې ماسټران موجود دي او په همدې ډول يې دوه او درې د تخصص په جريان کې دي.
څرنګوالي يا کيفيت
دغه برخه د ميکانيزمونو او تشکيلاتو په جوړښت، دعملي پروګرامونو په تداوم او د دغو پروګرامونو د ارزونې په کړنلارو مشتمله ده. د تشکيلاتو په جوړښت کې وزارت يو څه بريالی دی او هم يې عملي پروګرامونه په کار اچولي، مګر له دغو پروګرامونو څخه د نظارت او څارنې اړخ يې ډير کمزوری دی او دهيڅ پروګرام په پای ته رسيدو سره څوک مکافات او يا مجازات شوي ندي .
د نظام اصلاح او د مديريت سمون
پدې برخه کې د موسسو خپلواکي او د (PRR) پروسه شامله ده، چې متاسفانه د موسسو اکاډميکه ازادي د نړيوالو پوهنتونونو په شان نده موجوده يواځې په ځينو برخوکې پوهنتونونه خپلواک دي ،په همدې ډول د (PRR) پروسه تريوې اندازې شفافيت لري مګر ډيرۍ برخې يې ددولت دنورو اورګانونو غوندې له روابطو،ژبينو او سمتي اړخونو متاثره دی .
لاس رسی
پدې برخه کې په دولتي موجوده موسسو کې د وړتيا زياتول، په ولايتونوکې د شپې کاليجونه جوړول او په ټولو پوهنتونونو کې د علمي غړو مقررول شامل دي، چې البته دغه برخه هم نيمګړتياوې لري د بيلګې په توګه د وړتيا په زياتولو کې يو څه کار شوی او ځينوهيوادونوته وزارت مامورين د لنډومهاله کورسونو لپاره ليږلی دی، مګر په کيفي لحاظ بيا ډير پاتې راغلی د شپې په کاليجونو کې يواځې ثبت نام کيږي مګر درسونه او درسي جريان يې بيا په نشت حساب دی دلته ډيری محصلين هغه څوک دي چې دندې لري او په اوسني دولت کې دولتي مامور هيڅوک هم نشي غيرحاضر کولی او د ناکامۍ خو يې سوچ هم نه کيږي ، دعلمي کادرونو په برخه کې بيا واسطو او روابطو هغه نا دودې زمونږ په پوهنتونونو کې راوستې چې سړی حيرانيږي ، چې پدې برخه کې لوی ظلم د ولايتونو له پوهنتونونو او په مجموع کې له هيوادوالو سره د کابل پوهنتون او د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون وکړ، د دې پوهنتونونو د ادارو له خوا په ډير تاسف سره ولايتونو ته داسې خلک ورمعرفي شول چې د استادۍ سوچ يې هم نه کيده، مګر د ولايتونو په پوهنتونونو يې دغه بې سواده خلک ورتحميل کړل چې په ټوله مانا يې په پوهنتونونو کې د کيفيت اړخ تت او کمزوری کړ.
د خصوصي لوړو زده کړو موسسو هڅونه
پدې برخه کې د قانوني چوکاټ چمتو کول او ممتازو محصلينو ته بورسونه ورکول شامل دي، که چيرې مونږ يادو برخوته نظر وکړو نو د قانوني چوکاټ په برابرولو کې وزارت تر ډيره پاتې راغلی دوی په ډيرو برخو کې د پوهنتونونو لپاره قانوني چوکاټ ندی برابر کړی او په کومو برخو کې چې توانيدلی په هغه کې بيا د همدغه قانون په تطبيق کې پاتې راغلی او کله يې هم په بشپړه توګه هغه ندی تطبيق کړئ.
د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو ممتازو محصلينو ته د تحصيلي بورسونو ورکول، يو خيال او خوب دی ځکه چې لومړی خو خپله په خصوصي پوهنتونونو کې تر ديره ممتاز محصلبين ندي مالوم دلته هم د دولتي هغو غوندې واسطه او واسطه بازي دومره په زور کې روانه ده چې ريښتيني ممتاز محصلين په ډيره کمه اندازه پيژندل شوي دي، او بل دولت خپلو دولتي پوهنتونونو هم په پراخه کچه دا زمينه نده برابر کړي نو خصوصي پوهنتونونوته به څه شی ورکړي.
د مالي سرچينو پراختيا
په خصوصي تحصيلي موسسو کې د فيس ورکول،د نړيوالومرستو ملاتړ جلبول،او د کمپنيو، صنايعو او سوداګريزو شرکتونوملاتړ خپلول د دوهم پړاو تضمين شوې برخې دي، مګر مونږ ته د لوړو زده کړو په خصوصي موسسو کې د فيس پوره اندازه نه لګيږي چې دوی په کومه کچه فيس اخلي او څومره برخه ېې دولت ته تسليموي ،خو د نړيوالو مرستو د جذب په برخه کې بيا تر يوې اندازې لاسته راوړنې شتون لري چې په تاسف سره ترې سمه استفاده نده شوي او د مرستو ډيری برخې بې ځايه مصرف شوي دي ،د شرکتونو،کمپنيو او صنايعو د ملاتړ او جذب برخه بيا هيڅ په حساب کې نه راځي او حتی چې خلک سوچ هم نشي کولی چې خصوصي شرکتونه ،کمپنۍ او سوداګريز شرکتونه دې له پوهنتونونو سره مرسته وکړي چې ټوله ملامتي د لوړو زده کړو وزارت د پالسيو جوړونکو په غاړه ده.
دريم پړاو ۱۳۸۹-۱۳۹۳درې کاله
الف: د علمي لوړتياوو لوړول، نوښتونوته دوام، د وړتياوو د لوړونې څارنه، داستادانو او محصلينو څيړنيزو کړنو څخه ملاتړ او د رتبولړۍ د پراخيتا تداوم دی، دغه هغه څه دي چې لوړو زده کړو وزارت يې په ترلاسه کولو کې ژمنه کړي وه، لکن ترکومه چې مونږ ګورو پورتنۍ ټولې برخې يواځې تر ژمنو پورې پاتې شويدي دعلمي وړتياوو لوړلو ته چندان کار ندی شوی، کوم ځای چې يو څو ګامونه پورته شوي له هغې څخه سمه څارنه نده ترسره شوي د استادانو او محصلينو څيړنيز کارونه خو لومړی ترسره کيږي نه او بيا کوم چې ترسره شوي دهغې لپاره د چاپ او نشر زمينه نده مساعده د مکافاتو او تقدير برخې خو سوال نه پيدا کيږي ، د رتبو د لړيو پراختيا هم چندان په سور کې نده روانه ځکه مونږپه لسګونو استادان ګورو چې داستادۍ په برخه کې يې لسګونه کلونه شويدي مګر تر اوسه پورې هماغه پوهيالی او يا هم پوهنيار پاتې دی ،چې نيمګړتيا خپله داستاد هم ده او د وزارت هم ځکه هغوی له هيڅ استاد څخه د دې ناغيړۍ پوښتنه نه کوي او نه يې مجازات کوي له بل پلوه کوم استادان چې بيا رتبې اخلي دهغوی په اخيستلو کې تر پوزې راغلي ځکه چې په مياشتو مياشتو د دوی علمي دوسيې ورکې وي چې پدې برخه کې هم دپوهنځيو ریئسان او هم وزارت مقصر دئ .
د درسي نصاب د سمون بشپړتيا
په ټولو پوهنتونونو کې د رسمي ژبو ترڅنګ د انګليسي ژبې زده کړې څارنه، د ماستري پروګرام پيلول، دغوښتنو سره سم د درسي نصاب سمون او ارزونې دوام. نو پورته برخې هم د نورو تضمين شويو موضوعاتو په څير ستونزې لري ،په پوهنتونونو کې تر اوسه پورې د ژبو ترمينځ انډول په پام کې ندی نيول شوی، ځکه تر اوسه پورې دلته د اکثريت ژبه محکومه ده او پام ورته ندی شوی، پاتې شوه دانګليسي ژبې زده کړه،دا په هغه حد کې نده چې محصلين دې پرې زده کړې وکړای شي او پدې ژبه دې د روانو خبرو او ليکنو جوګه شي په پوهنتونونو کې انګليسي ژبه د يو مضمون په څير تدريس کيږي مګر بغير له خارجي کورسونو څخه هيڅ هم نشي پرې کيدای.
د ماستري پروګرامونه په ۱۳۹۳کال کې نظر نورو کلونو ته ښه شويدی خو د فراغت وروسته په خارج او داخل کې له اړونده علمي اورګانونوڅخه د ماسترانو د فرار او تيښتې کچه لوړه شويده او دغې ستونزې په پوهنتونونو کې د کادرونو ستونزې لاپسې ډيرې کړيدي.
د درسي نصاب په هکله د تير په څير ستونزې پدې پړاو کې هم په خپل ځای پاتې دي او وزارت پدې ندی توانيدلی چې د نصاب په برخه کې شته ستونزې حل کړي په پوهنتونونو کې هر استاد د خپلې سليقې او پوهې مطابق مواد برابروي او پرمحصلينويې تحميل کوي، چې تر اوسه پورې وزارت پدې برخه کې د پام وړ ګامونه ندي پورته کړي.
د بنسټونو پراختيا
د نويو بنسټونو رامينځته کولو ادامه او د معاصرو کتابتونونو غښتلتيا.
پدې برخه کې په ځينومواردو کې ځينې نوي بنسټونه رامينځته شويدي او ځينې نوي پوهنځی او ديپارتمنتونه ايجاد شويدي، مګر په عملي ساحه کې هم په بشري او هم په مالي برخه کې بيا ډیرې ستونزې لري، د معاصرو کتابتونونو جوړول هغه څه دي چې مونږ ترې تر ډيره بې برخې يو که ځای ځای دا کار شوي په هغې کې بيا د ژبو او موضوعاتو ترمينځ انډول په پام کې ندی نيول شوی او محصلين ورڅخه په لويه کچه ګټه نشي پورته کولې.
څرنګوالی يا د کيفيت تضمين
پدې برخه کې تش په نوم پروګرامونه طرح شويدي او د دغو پروګرامونوپه نوم په میلیونونو ډالره لګښتونه شويدي، چې متاسفانه کومه خاصه پايله ترې په لاس نده راغلي د کيفيت د ښه والي لپاره دا دوه کاله کيږي چې چيغې وهل کيږي مګر د دغو ټولو هڅو او زیاتو خارجي مرستو سره سره هم پدې برخه کې يو عالم ستونزې شتون لري، مونږ د کميت په برخه کې شايد ډير مخته تللي واوسو مګر د کيفيت په برخه کې بيا له ډيرو ښکته او وروسته پاتې یو.
پايله
لوړو زده کړو وزارت په يوه برخه کې هم هغه کارونه ندي کړي چې هيوادوال دې ترې راضي اووسي او يا دې محصلين د خپلو پاليسيو په رڼا کې هغه ځای ته ورسوي چې تمه ترې کيږي ، د لکونو مصارفو سره سره هم مونږ دمسلکي کادرونو په برخه کې ستونزې لرو د کيفيت خرابوالی، د خصوصي سکتور سوداګریز کيدل، د نظارت او څارنې نه شتون، د نا اهله چارواکو ګمارنه، او په ټوله کې بې امينتي هغه څه دي چې زمونږ دهيواد د لوړو زده کړو کيفيت او څنګه والی يې په ځمکه را غورځولی دی ، چې ورسره زمونږ نور دولتي بنسټونه هم اغيزمن شوي دي او هيواد يې له بيلابيلو ستونزو سره مخ کړيدی.
وړانديزونه
د دې لپاره چې پورته ستونزو ته مو د حل لارې پیدا کړي وي نو د لوړو زده کړو محترم وزارت باید لاندې ټکو ته پاملرنه وکړي او د هغې لپاره هڅې او کوششونه پیل کړي.
 - د لوړو زده کړو وزارت اداري او ساحتماني کیفیت باید لوړ شي، ترڅو اهدافو ته د رسیدو لپاره د لازمو بشري او فزیکي منابعو او امکاناتو څخه ګټه پورته شي چې له امله یې ټاکل شوي پلانونه او تګلارې په ښه ډول تطبیق شي.
 د بهرنیانو په هڅولو سره د استاذانو لپاره د ماسټري او دوکتورا فرصتونه برابر شي ترڅو د دوی علمي کچه لوړه شي او په اینده کې د هېواد ځوان نسل په ښه شکل وروزي.
 پوهنتونونه باید د نړۍ د نورو پوهنتونونو سره وصل شي ترڅو استاذان د هغوی د تجربو څخه ګټه پورته کړي او په خپل تدریس کې یې عملي کړي.
 په ټولو علمي بنسټونو کې باید مجهزې کتابخونې او لابراتوارونه جوړ کړل شي ترڅو استاذان د خپلو معلوماتو ساحه پراخه کړي.
 هغه محصلین او استاذان چې خارجي هېوادونو ته د زده کړې لپاره استول کیږي باید په هغه هېواد کې ورته د پاتې کېدو موقع ورنکړل شي او د دوی د فرار او تيښتې مخه ونيول شي.
 د لوړو زده کړو وزارت باید د اداري او تدریسي چارو څخه جدي څارنه او نظارت وکړي.
 دولت باید د لوړو زده کړو وزارت ته زیاته بودجه ځانګړي کړي.او دهغې څخه ملاتړ وکړي.
 د باکیفیته تدریس او علمي مفاهېمو د ښه انتقال لپاره باید استاذانوته په زیات شمېرلنډ مهاله کورسونه، سمینارونه او ورکشاپونه دایر کړل شي ترڅو دهېواد ټول استاذان په عادلانه او متوازن شکل پکې برخه واخلي. او د تدریس چارې ښې پر مخ بوزي.
 د اوسني وخت د غوښتنو سره سم درسي نصاب تدوین او پلی کړي.
 د کانکورپه ازموینه کې شفافیت، عدالت اومساوات قایم کړي اود محصلینو د جذب سطحه لوړه کړي.
 وزارت باید پوهنتونونو ته په ټولو چارو کې ازادي ورکړي ترڅو د مصرفي حالت څخه عایداتي حالت ته بدلون وکړي.
 د مامورینو د استخدام په چارو کې وړتیا او استعداد ته پاملرنه وکړي او روابط له پامه وغورځوي.
 د پوهنتونونو او مرتبطو وزارتونو ترمنځ باید لازمه همغږي ایجاد کړي، ترڅو کارونه په ښه شکل مخ په وړاندې لاړ شي.
 د ټولو پوهنتونونو زړې ودانۍ باید له سره ترمیم او پراخې شي او د اړتیا وړ نورې ودانۍ ورته جوړې شي ترڅو په کاري بهیر کې خنډونه له منځه لاړ شي.
 وزارت باید د چارو د څارنې او نظارت لپاره یو قوي، مخلص او باتجربه ټیم ایجاد کړي ترڅو د ټولو پروګرامونو او برنامو څخه جدي څارنه وکړي او د دې ترڅنګ د مکافاتو او مجازاتو اصل پلی کړي.