د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کورنۍ سیالي، ځینې ځوانان قاچاقي سفرونو ته هڅوي

یاسر الهاشمی 08.03.2015 13:52

جواد صافۍ د لغمان ولايت اوسيدونکی ده چې په ناقانونه لارو انګلستان ته د سفر په نيت شپږ مياشتې وړاندې له افغانستان څخه بهر شوی او دغه سفر یی تر يوه ځايه بشپړ کړی هم و خو له بده مرغه چې اصلي منزل ته تر رسيدو وړاندې د پوليسو لخوا نيول شوی او افغانستان ته ډيپورټ شوی.
جواد صافی انګلستان ته د تګ اصلي لامل د خپلو خپلوانو سره سيالي او رقابت ښايي او وايي چې د ده د عمه او تره زامن په اروپايي هيوادونو کې دي نو ځکه ده هم قصد درلود تر څو انګلستان ته ولاړ شي.
دا چې په دغه سفر کې په جواد څه تیر شوي؟ له هغه یې اورو:

(( د جوزا مياشت وه، د جلال آباد ښار په صرافي مارکيټ کې مو قاچاقبر سره وليد، قاچاقبر وويلې چې تر انګلستانه پورې زه د يو کس پر سر (۱۲۰۰۰) ډالره اخلم او د خوراک، څښاک او لباس مصارف به د هماغه کس په غاړه وي.
له قاچاقبر څخه مې پوښتنه وکړه چې په کومه لاره مې بيايي؟
قاچاقبر وويلي: لومړې به له ننګرهار څخه کندهار ته ځو او له کندهار څخه کويټې ته، له کويټې څخه کراچي او له هغه ځایه به د بند بلوک له لارې ايران ته داخل شو.))
د صافي په وینا، قاچاقبر ورسره ژمنه کړې وه چې سفر به قانونې بڼه ولري او ټولو کسانو ته اسناد جوړوي او بیا یی انتقالوي.
صافی زياتوي :
(( ۱۲۰۰۰ امريکايي ډالر مې د صراف سره جمع کړل او کور ته راغلم. شپه تيره شو او په سبا مو د کندهار په لورې حرکت وکړ. په کابل کې د دوو ځوانانو سره چې د کنړ ولايت اوسيدونکي و يو ځای شوم او د کندهار په لورې روان شو.
ماښام ناوخته کندهار ته ورسيدو او شپه مو په هوټل کې تيره کړه، سهار قاچاقبر راغی او د پاکستان سپين بولدک په لورې وخوځيدو.))
سپين بولدک د کندهار ولايت په جنوب کې موقعيت لری چې د کندهار ښار څخه ۱۰۲ کيلومتره او د پاکستان د کويټې ښار څخه ۹۳ کيلومترۍ فاصله لري.
د نوموړي په وينا هره ورځ د سپين بولدک له بندر څخه په زرګونه افغانان د پاکستان خاورې ته په غیر قانونې ډول اوړې چې تر ۵۰٪ څخه زيات یې ځوانان دي او ټول غواړي په ناقانونه لارو صنعتي هيوادونو ته ولاړ شي..
صافی وایی چې په سپين بولدک کې يي ۲۲ تنه نورو ځوانانو سره يو ځای په ډاټسن ډوله موټر کې د پاکستان کويټی ښار ته سفر کړی.
(( پاکستان ته زموږ داخليدل او بيا تر کويټې پورې رسيدل ټول غير قانونې و او زموږ سفر اکثرا په هغه لارو و چې هلته پولیس نه و او پرته له شک څخه دغه لارې له خطر څخه ډکې و.))
د صافي په وينا قاچاقبر ورته هيڅ ډول اسناد نه دی جوړ کړی، له افغانستان څخه پاکستان او بيا له پاکستان څخه ايران ته ټول سفرونه ناقانونه و.
صافي وايي:
(( تر اوو ساعتونو مزل وروسته کويټې ته ورسيدو او په يوه حويلۍ کې چې د ښار څخه لرې پرته وه د دمې لپاره تم شو، پدې حويلۍ کې تر ۲۰۰ زيات کسان اوسيدل او ټول هغه افغانان و چې غوښتل یې اروپايی هيوادونو په قاچاقي لارو لاړ شي.
شپه تيره شو او په سبا مو د کراچې په لورې سفر وکړ، دا سفر نسبتا ښه و ځکه په لويو بسونو کې مو سفر وکړ، ماښام نژدې و چې د کراچۍ ښار ته ورسيدو.))
صافی وویلې چې د کراچې څخه تر بند بلوک پورې په ډاټسن ډوله موټر کې سفر کړی پداسې ډول چې په هر ډاټسن کې ۳۶ کسان سپاره و.
((دغه سفر زړه چاودنکۍ و، له يوې خوا د پوليسو له ويرې مو د شپې حرکت وکړ او له بلې خوا په داسې لارو مو سفر وکړ چې ټول کچه (خامه) و، له ۳۴ ساعتونو مسلسل مزل څخه وروسته بند بلوک ته ورسيدو، په بند بلوک کې مو دوه شپې تيرې کړي .))
ادامه لري....