د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دارواښاد شمس ملي شخصيت او ملي اند

فضل قادرانډيوال 05.03.2015 11:01

د شمس صیب د لسم تلين په مناسبت
ارواښادشمس صاحب به دپېښور دورسک روډ په کبابيانو کې پرملي اندونو له هر افغان سره په اخلاص خبرې کولې سياسي دفتر يې د کليوالې ديرې ياحجرې په څېروو د هېواد له بيلابيلو سيمو څخه به ورته دسياسي او ناسياسي اند څښتنان راتل ، په شپو شپو په يې ورسره په خپلو سياسي او سيمه ايزو ستونزو خبرې اوجرگې کولې ،مشورې اوخبرې يې ټول درښتني ملي شخصيت ته ورته وې په خپل ملي غښتلي دريځ به کلک ولاړ وود خپل گوندي سياسي سيال (شمالي ټلوالې ) سره نه پخلاکيدونکى وو په ملي ستونزو به يې ښې درنې غونډې رابللې او د نور سياستوالو په غونډو کې به يې ونډه اخيسته ،داخبره هم ښکاره ده چې دشمال ټلوالى په ملي ضد دريځو ښه پوهيده او لکه دسپر په څېر به ورته ولاړوو له خپله ملي دريځه به يې ملاتړ کاوه دپېښور په هغه چارپيريال کې چې يووخت به ملي خبره په کې دکفرسره برابره گڼل کيده خو دې ترې نه تېريده دپښتو،پښتون ،افغان او افغانستان په اړه به يې هم خپل دريځونه په بيلابيلو رسنيو کې ترسترگوکېده په( وحدت اوسهار) ورځپاڼوکې به يې اوږدې اوږدې ليکنې خپريدې زما په څېرلوستوالو به ټکي په ټکي لوستې په هرځاى کې يې دپښتون ملاتړ کړى دى دکوزې پښتونخوا له پښتنومشرانوسره يې ښه راشه درشه درلوده خو په ځينو خبرو کې ترې ډيرگيله من او ماڼيجن (خپه )وو داخبرې دپښتون شتون اودپښتنو دستونزو په اړه وي ليدلوري سره جلا کيدل په مسلمانۍ هم له ډيروښو اخوانيانوڅخه ښه کلک مسلمان وو د لمانځه پابند وو ،دقران کريم تلاوت يې کاوه دځينو افغان ملتيانو په څېربه يې روژې نه خوړلې درباني او احمد شاه مسعود سره دسياسي تربگنۍ له امله يې د پښتون گلبدين حکمتيارملاتړکاوه خو ترې يې ډيرې گيلې هم په زړه کې وې خو دطالبانو ملاتړيې هم په دې دليل کاوه چې افغانستان يې له تجزيې وژغوره او شمالي ټلواله يې دهېواد قسم خوړلي دښمنان او (دلوى خراسان جوړونکي) گڼل اودا به يې وايل چې د خراسان جوړولو دسيسه (دجبل السراج تړون) حکمتيار ناکام کړ په رسمي دريځ کې به دپخواني پادشا(ظاهرشاه )ملاتړې و چې دځينواخوانيانو به ورسره جوړه نه وه خومخامخ يې ورته څه نه شوويلي په خپلو هراړخيزو وصولو کلک اومتين ولاړ وو او ترې تېريدل ورته سخت تمامېدل او دپېښوريانوپه خبره پروصولو يې له چاسره سودابازي نه کوله او په خپل ملي اند )افغانستان دټولو افغانانو لپاره ) ولاړ وو په ټولو افغانانو کې يې پښتون مشر ورورگاڼه او ويل به يې چې دروسانود تيري پرمهال ډير تاوان پښتنو دسيمواو دپښتنو شوې ،جهاد پښتنوکړې په حکومت جوړونه کې يې بايد ونډه ډيره وي په غم کې هم ډير صابر(صبرکوونکي ) وو
ستادښايست گلونه ډير دي
ځولۍ مې تنگه زه به کوم کوم ټولومه