د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مصاحبه نادر ابوالکلام آزاد در آستانه ایجاد کشوری بنام پاکستان

پوهنوال دوکتور عبدالخالق رشید 02.03.2015 11:57

مولانامحی الدین ابوالکلام آزاد
 مردی که از آینده پاکستان قبل از ایجادآن آگاه بود .

 
نوشته وترجمه :
پوهنوال دوکتور عبدالخالق رشید
--------------------------------



دوستان گرانقدر !
این نبشته واین مصاحبه نادر را بخاطر تمجید و استقبال گرم ازمصاحبه واحساس ملی دوست عزیزم داکترسپنتا که درین اواخر درباره منافقت وسیاست توسعه طلبی حاکمان نظامی پاکستان انجام داده است به نشرمیسپارم.

         سخنی کوتاه درباره مولانا :
        مولانا محی الدین مشهور به ابوالکلام  آزاد درنوامبر 1888 در  شهر مکه تولد یافته است  ، پدر اش خیرالدین نام داشت  از باشندگان اصیل هرات باستان بودند. ده ساله  بود که با خانواده اش ازمکه به هندوستان مهاجرت نمود و درشهرکلکته مسکن گزین گردیدند.تحصیلات اش را درهندوستان دربخش علوم مروج وقت تکمیل نمودو درجوش جوانی از دیده وران مسلمان جوان وآزادی خواه هندوستان بشمار آمد.   در ویکیپیدیای فارسی دوستان ایرانی درموردایشان طبق عادت دیرینه شان نوشته اند که هراتی ایرانی اصل بودند که نظربه تقاضای تاریخ و واقعیت مساله درست نمی نمایند، بهترخواهد بود آنرا به هراتی افغانی الاصل تصحیح نمایم و بگویم که پدران ایشان از هرات افغانستان به مکه ومدینه رفته اند. باری با خانم نجمه هیپت الله چشم چراغ خانواده مولاناآزاد  ویکی از خانم های سرشناس درجامعه روشنگر هندوستان درباره خانواده شان صحبتی داشتم ،ایشان نیز گفتند که خانواده ما از هرات به مکه وازآنجا به کلکته رسیده اند ومی گفتند که مولانا می گفت که ما هراتی افغانی الاصل هستیم. وبه احتمال قوی  خانواده ایشان با قبیله نیازی افغانها که شماری زیاد از آنها دربنگال هندوستان متوطن بودند نیزرابطه قومی ونسلی داشتند.  
 مولانا با زبانهای فارسی ، عربی ، اردو وهند ی بلدیت تام داشت ، زبان پشتو را( طوریکه شماری ازنویسندگان ما به اشتباه نوشته اند که گویا میدانست )  تنها خواند میتوانست  وبدون چند جمله عام دیگر با آن بلدیت نداشت  . وآثاری نیز درهمین زبانها از ایشان به میراث باقی مانده است. این ابرمرد تاریخ ومبارز آزادی هندوستان از بنیادگذاران ومدافع تعلیم عصری ومطبوعات معاصرهند نیز می باشد ، ایشان بود که  در زمان  خود مشهورترین اخبارالهلال و البلاغ را ازهند نشر کرد  که به شکل متواتر از هندوستان به افغانستان ، ایران ، آسیای مرکزی و کاشغر می رسید وعلاقمندان زیاددرین کشورها داشتند . یکی ازمشهورترین اثرمولانا ترجمان القرآن می باشد  که درشبه قاره وجهان اسلام ازشهرت بلندی برخورداراست وآنرا  به یکی از علمای جید قندهاری  که خودرا از قندهار تا شهر رانچی که مولانا درآنجاازطرف انگلیسها نظربند بود نزد ش رسانید اهدا کرد ه است به گونه زیرین :
انتساب
« غالبآ این حادثه ای دسامبر 1918 است که من در رانچی نظربند بودم . ازنماز عشا فارغ شدم وازمسجد برآمد م ، فهمیدم که کسی از عقبم میاید. آهسته طرف اش نگاه کردم ، دیدم  کسی که خود را درکمبل پیچانده بود نزدیکم ایستاد است:
 -  میخواهید برایم چیزی بگویید ؟
- بلی جناب ! من از نهایت دور آمده ام .
- از کجا ؟
- از آنطرف سرحد.
- اینجا کی رسیدید ؟
- امروز شام رسیدم ، من یک مرد نهایت غریب استم . ازقندهارپیاده حرکت کردم، به کویته رسیدم ، آنجا با چند سوداگرهم وطنم یکجا شده ، بحیث نوکر تا اگره باایشان همراه بودم  واز اگره تا اینجا پیاده آمده رسیدم .
- آه ، این قدر زحمت را برای چه متقبل شدید ؟
بخاطر که از شما بعضی مقامات قرآن مجید را بیاموزم. من (الهلال ) و( البلاغ را حرف به حرف خوانده ام.
این شخص چند روز ماند وبعد ناگهان دوباره برگشت. ایشان دروقت رفتن نخواست مرا ملاقات کند زیرا او فکرمی کرد من دراثنای رفتن برایش پول خرچ برگشت اش خواهم پرداخت، لیکن او نمی خواست که این بار را برشانه من بگذارد. ایشان یقینآ دربرگشت نیز مسافت زیادی را پیاده طی کرده باشد.
 من نام اش را بخاطر ندارم .برای من این نیز روشن نیست که ایشان زنده خواهد بود یا خیر، لیکن اگرحافظه من کوتاهی نکرده باشد من این کتاب را بنام ایشان منسوب کردم.»
12 ستمبر سنه 1931
کلکته   
ابوالکلام

مولانا اولین وزیر تعلیم وتربیه هندوستان آزاد بود ، هندیان ایشان را بنیانگذار تعلیم وتربیه جدید هندوستان می نامند. درتکمیل نصاب جدید هندوستان به شیوه واساس علوم عصری تلاش های پیهم بخرچ دادودرایجاد مکاتب وپوهنتون های عصری هندوستان سعی بلیغی بخرچ داده است .
   مولانا ازجمله مبارزین نامدار هندوستان بودکه  همه ی زندگی خودرا وقف آزادی هندوستان کرد، که درجمع سرشناس وبزرگتر ین رهبران آزادی هند بشمار  آمد .ایشان از جمله مخالفان سرسخت تجزیه هند وستان بود که  تا آخرعمر خود علیه آن شجاعانه به پا استاد و درزمینه بدون شک ازهم نظران  وهم فکران مبارز نامدار پشتونها ویکی از رهبران مبارزه آزادی هندوستان خان عبدالغفارخان یا  گاندی سرحد در مقابل انگلیسها گردید . هردوی ایشان  مخالف بوجود آمدن پاکستان بودند. درموقع که  هند وستان  براساس توطیه و روحیه تجزیه طلبی محمد علی جناح ، هندوان تجزیه طلب وانگلیسها به دوکشورجداگانه ای هند و پاکستان تقسیم شد ، مهاجرت های طاقت فرسا ازهردوطرف سرازیرگردیدند ، حوادث تلخی روزگار درسراسرهندوستان بروزکرد، گاندی وشماری از دوستان اش به اشتباه تجزیه پی بردند، درهمین اثنای سخت ودشواربود که  مولانا بازهم مردانه وار علیه کشمکش های داخلی هند ایستاد ودر بیانات پرشور ومملو از خلوص انقلابی اش ، نگهداری وحدت کشور شان را به مردم هندوستان گوشزد می کرد وآگاهی می داد که دربرابرعواقب بد تجزیه باید مقاومت کرد ونگذاریم مال وهستی وفرهنگ مردم ماازطرف دهشت گردهای نفاق افگن و تجزیه طلب  به باد هوا داده شود . مهاجرت هندوها به هند ومسلمانان به کشور نو بنیادپاکستان هنگامه وحشتزا کشتار را درهرطرف را به بارآورد ،بیانیه مهم وتاریخی مولانا برای مسلمانان هند درمسجدجامع دهلی از بیانیه های تاریخی ایشان بود که درآن به مسلمانان که فکرمی کردند پاکستان نوایجاد شده برای شان امن گاه مطمین خواهد بود به صراحت گفتندکه:   این بناهای شاجهانی تقریبآ یک هزارساله تانرا به کی میمانید، مگراین مساجد ومناره سربلند ازافتخارات شما نبودند، این هارا حواله کی ها می کنید. واین قصرها وتاج محل مگر پدران شما نه ساخته بودند ؟ شما که ازدیارپدران تان می روید این افتخارات راکه صاحب خواهند بود...
واین مولانا ابولکلام آزاد بود که با شور وشهامت این بیانیه آتشین  اش  مسلمانان را از رفتن به پاکستان مانع شد وخود نیزتا آخرزندگی نخواست هندوستان را ازدست بدهد وتاآخرین دم حیات اش درین دیار با فخرو سربلندی زندگی کردودرجمع رهبران محبوب وآزادیخوا هندوستان بشمار آمد. وی کشوری را بنام پاکستان نشناخت و  حتی درجمع آثارمعروف اش مانند( هند آزادی گرفت) وغیره  نیزازجناح تجزیه طلب بحیث بنیانگذارپاکستان یاد نکرد، واین خود بیانگراین بود که پاکستان را جناح وامثال آنها نه بلکه انگلیسها روی پلان وتوطیه منظم شان که بخاطر تجزیه هندوستان بزرگ وواحد روی دست گرفته بودند دروجود کسانی  چون جناح و دیگران ظهورونزول دادند. که این اصل را میتوان از درک دقیق مولانا از ازاهداف وکارکردهای غیرانسانی استعماربشمار آورد.     
مولانا ازدوستان نزدیک شاه ترقی خوا افغانستان شاه امان الله خان بود وی از جمع کسانی بود که زمانی امان الله  بعداز سقوط حکومت اش وارد هندوستان گردید ومیخواست کشورش را ترک کند باایشان ملاقات نمود وبرایشان وانمود کردند که ایشان باید کشور راترک نکند زیراکه کمک های بی شایبه وانسان دوستانه مردم ومبارزین هندوستان باایشان صورت می گیرد. ایشان به این نکته پی برده بود ودر نوشته های اش نیزبیان داشته بود که سقوط دولت امانی نتیجه پیهم دسایس و توطیه های استعمار انگلیس بود که یکی پی دیگر دروجود عناصر بی مایه وجاهل منطقه روی صحنه تبارز می یافت.
 همین مرد آگاه از حقایق موجود درآستانه تجزیه هندوستان مصاحبه ای را بایکی از مجلات بنام (چتان ) یعنی (بلندی) که بزبان اردو ازلاهور نشرمی شد انجام داده است. این مصاحبه را ژورنالستی بنام شورش کشمیری دراپریل سال 1946 انجام داده است. آزاد درلابلای این مصاحبه پیش بینی های را درباب آینده کشوری بنام پاکستان آنجام داده است که واقعآ تمام آنها درجریان ایجاد زندگی سه ده دهه این کشور به حقیقت مبدل گردیدکه دنباله آن تاکنون با همان وحشت و دهشت که مولانا درک کرده بود دروجود نظامیان دست به ماشه جریان دارد. ایشان گفته بود که با ایجاد این گونه کشور تنهایک راه حکومت کردن وجود خواهد داشت که آن عبارت از بوجود آمدن اداره حاکمان نظامی وجنرال های دیکتاتور این کشورخواهد بود وبس. این مصاحبه همان پیشبنی این مرد بزرگوار ومجاهد راستین آزادی وآبادی هندوستان است که تا کنون نیز این کشور ازشرشبکه جهمنی ونظامی (آی اس ای) امان نداشته بل باعث مشکلات پیهم برای مردم پاکستان ، هند ومنطقه نیز گردیده است.
بادرک حقیقت گویی این مرد نستوه جهان اسلام وشبه قاره هند ترجمه متن پشتوی این مصاحبه نادر که تا کنون ازانظار شماری زیاد از نویسندگان وعلاقه مندان تاریخ تجزیه وتوطیه ایجاد پاکستان بدورمانده است خدمت دوستان وخواننده گان عزیز تقدیم می نمایم . باید یاد آورشد که این مصاحبه برای بار اول توسط نویسنده وسیاستمدار هندوستان عارف محمدخان ضمن تحقیقات شان درین اواخر کشف و بزبان انگلیسی از طرف وی ترجمه وپخش  گردیده است . من نیز به پاس دوستی با این مرد علم وسیاست هندوستان تلاش بخرچ داده ام که درترجمه آن کاستی ها به نظرنیاید. فکرمی کنم این مصاحبه نادر برای شماری زیاد از دانشمندان وآزادشناسان هند نیز حیرت آور خواهد بود  زیرا مولانا تمام این حقایق  را یکسال قبل ازتجزیه هندوستان بزرگ  درباره آخرین سوغات زایشی ازبطن استعمار انگلیس  ارایه داشته است . بیایید این پیشبینی جانانه را درلای این مصاحبه  باهم بخوانیم  تا ما نیز از مکروجادو این کشور واین  (عجوزه ) زمان درهمجواری خود بی خبرنمانیم .

مصاحبه ای مولانا :
پوښتنه :  دهندو او مسلمان کړکیچ اوس یوه داسې پړاو ته رسیدلی چې نوریې دپخولاینې شونتیا له منځه تللې ده . تاسې فکرنه کوئ چي په داسې یوه حالت کې دپاکستان زیږون یو حتمی آر او اصل  دی ؟  
ځواب : که پاکستان د هندو مسلم دستونزې او کړکیچ حل وای، ما به هم له دغه اصل څخه ملاتړکړی وای. دیوه  ځانګړې هندو تفکر لپاره کیدایی شي په زړه پورې وي . خو دپښتونخوا ، سند ، بلوچستان ، نیم پنجاب لپاره له یوې خوا اونیم بنګال  لپاره له بلې خوا خبره بل ډول ده ،  دوی فکرکوي چي دوی د ټول هند په کچه  دآرام ژوند پلویان ځایونه دي چې له هرډول قومی او نژادی جوړښت څخه پریوه خوا دي .که موږ د  مسلم لیک ترمینولوژي  کاروو په دغه حال کې به دغه نوې هند په عملي او نظري  توګه یو هندو هیواد وي. چې دا به دیوې معقولې پریکړې په توګه  رامنځ ته نه شي ، خود ابه دټولنیزو حقایقو منطقی نتیجه وي. تاسې  له داسې یوې ټولنې څخه څه انتظارلرلای شئ چې هلته  په سلوکې نوي هندوان له خپلو ویاړونو او ارزښتونو سره  ترتاریخ پخوا وختو راهیسې دلته اوسیږئ  آیا ددوې لپاره دا شونیتا شته چې باید دلته په توپیرسره  وده او ژوند وکړي ؟  هغه حقایق او فکتورونه چې دهغو له مخې  اسلامي بنسټونه  په هندي ټولنه کې را منځ ته شوی ، هغه ګرده  اوس په رښتینې توګه د پارتشن د سیاست په ترڅ کې د قربانۍ منګولو ته ور لویږي . قومی توپیر او دهغه بدمرغي په پټه خوله په بشپړه توګه د اسلام دخوریدو او تبلیغ ټول امکانات له منځه وړي. قومی اوبیلتون پال سیاست هغه څه دي چې مذهب په بې کچې سره زخمونه ږدي .  مسلمانان له قرآن څخه لرې شوي دي ، که دوی له قرآن او د  پیغامبر له درسونو څخه زده کړه وکړي ، قومی او بیلتون پالې سیاست ته دمذهب په نامه لمن ونه وهي ، په دغه ترڅ کې به داسلام  په  وړاندې دځنډ اوخنډ سوال کله هم مطرح نه شي. دمغلو د سقوط پرمهال  دهند دمسلمانانو شمیر تر ۲۲ ملیونه زیات و چې داوسنی شمیر ۶۵ سلنه یې جوړوله .  له همدغه مهاله را په دیخوا دغه شمیرمخ په زیاتیدو دی ، که چیرې مسلمان سیاست والو له تشددی ژبې څخه کار نه وای اخیستای ، له قومی اوبیلتون پالو اړیکو یې ډډه کړې وای ، بلې ډلې یې بیاد بریتانوی اجنټانو په توګه دندې ته ټټر نه وای وهلی ، او هم یی د هند و مسلم  دستونزې له تبلیغه ډډه کړې وای ، باور و چې په هند کې به دمسلمانانو شمیر لازیات او لوړ شوی وای . کومه سیاسی ستونزه او کړکیچ چې موږ د مذهب په نامه را ایجاد کړې ، دا به په خپل وار اسلام  د سیاسی قدرت  د وسیلې کچې ته راټیټ کړي ، دهغه دارزښتونه  به دهغه داصولو خلاف  یوازې دانسانی روح د تغیر په نامه سره وکارول شي. د انګریز د نفوذ پرمهال موږ اسلام  په یوه تړلي سیستم کې راښکیل کړ اودهغه په وړاندې مو دنورو ټولنو لکه یهودانو، فارسیانواو هندوانواصول ور وتپل او موږخپله هم ځانونه دیوې   میراثي ټولنې په توګه بدل کړل .       
هندی مسلمانانو اسلام او دهغه پیغام ګنګل کړ او ځانونه یې په بیلابیلو ډلو باندې وویشل . یوشمیر ډلي یې په روښانه توګه د ښکیلاک  د واک او ځواک ایجاد دي. چې په پای کې دغه ډلې پر یوه حرکت او خوځون باندې بدلې شوې او په ټولیزه توګه یې خپل باور داسلامی ارزښتو نو په وړاندې له لاسه ورکړ. دمسلمان دموجودیت نښه یوازې دومره دپاملرنې وړ وه چې هر څه او تیربرم  د دوی لپاره نا آشنا او نا څرګند  شول .سمه ده چې دوی مسلمانان وو، خو دوی بیا خپل منطق غږاوه اوخپلې غوښتنې یې تبلیغولې .  دوی په حقیقت کې  په ډیره  آسانه توګه داسلامي ارزښتونو پرځای  سیاسي ځواک ته ورغاړه غړۍ شول. همداوه چې دوی بیا دسیاست مذهب ته د قرآن دمذهب په انډول اهمیت ورکړ. پاکستان یوسیاسي  نظرټکی دی .     له دغو فکتونو سره سره  ویلای شو چې آیا دا به د هندی مسلمانانو لپاره د کړکیچونو یوحل وي اوکه به داد اسلام په نامه یوازې یوه غوښتنه وي . پوښتنه داده چې  چیرې او کله اسلام د تمامیتونو دبیلتون مساله د کافراومسلمان پربنسټ رامنځ ته کړې ده . آیا د داسې یوه عمل پته په قران اویا دپیغمبر په حدیثونو کې په نښه کیدای شی ؟ داسلام دپوهانو له ډلې کوم یوه دخدای برلاسې پردغو بنسټونو باندې ویشلی دی ؟  که موږ دغه ویش دیوه پرنسیپ په توګه ومنو ، موږ څومره کولای شو چې دا اصل  له اسلام اوکایناتي سستم سره تطبیق اوپخولاکړو.     
موږ  څومره  په غیراسلامی سیمو له هغې ډلې په هند کې دمسلمانانو دودې اوشته والی دغه  اصل تشریح او تطبیق کولای شو ؟  آیا دوی په دی پوهیږي چې که اسلام  دا اصل تایید او ومني ، روښانه ده چې  په دغه حال کې به موږ داسلام  پیروان دا اجازه ونه لروچې په غیراسلامی قلمرو کې ژوند وکړو ، روښانه ده چې په دغه حال کې به دپاکستان د ملاتړو نوي نسلونه ددې توان ونه لري چې اسلام ته ګام  ورد ننه کړي ؟ د مذهب پراساسی د سیمواو قلمرونو ویش د مسلم لیګ پلان او طرحه ده  ، دوی کولای شي چې داد دخپلې سیاسي  اجندا په توګه وڅاري ، خو ددغه کار پته نه په قرآن کې شته او نه هم په اسلام کې ، دیوه ارادتمند مسلمان  د زړه له کومي هیله او هدف څه دی ؟  داسلام د خپریدو رڼا ،  او که پرمذهبی کرښو باندې د قلمرونو او سیمو ویش هغه هم دسیاسی تمایلاتو پربنسټ ؟ دپاکستان غوښتنه او رامنځ ته کیدنه له هرپلوه دمسلمانانو په ګټه کار نه دی . داچې پاکستان  څومره  اسلام ته ګټور کیدای شي ، داپه خپله دبحث وړ پوښتنه ده  چې په پراخه توګه  په خپل ذات کې دهغه د مشرتابه په اړه دویلو وړ ده .    
دلویدیزفکری تمایل او فلسفي دغه کړکیچ ته نوره هم جدی بڼه ورکړه ، کومه تګلاره چې د مسلم لیګ مشرتوب ترلاس لاندې نیولی او یایي  په خپله ترسره کوي ، دا به  ددې لامل شي او دا لامل به پیاوړی کړي چې داکاربه  په پاکستان اوهند کې دمسلمانانو لپاره یو نوی او نادر ایجاد او تخلیق وي .  دایو خیال دی چې یوازې خدای پرې پوهیږي چی په راتلونکې  کې به څه ترې راوزي.  کله چې  دپاکستان  په نامه داسی یوڅه رامنځ ته کیږي ، نو په دی کې شک نشته  چې په دغه ترڅ کې به داسې یوکړکیچ زموږ په مخ کې وي چې هغه به مذهبي بڼه لري .
 ترهغه ځایه چې ما ته ښکاري ، هغوی چې قدرت یی په لاس کې دی ، هغوی اسلام ته  د زیان رسولو اصلی لامل دي . د دوی کړه وړه کیدای شی پاکستانۍ ځوانان  په هراړخیزه توګه د  نا باورو  ( بی عقیدې ) غورځنګونو په لور ور وهڅوي. نن سبا په هغوسیمو کې چې هلته مسلمانان په اقلیتونو کې دي ، دهغوی ځوانان دهغو سیمو  ترځوانانوچې هلته مسلمانان په اکثریت کې دي ، ډیرمذهبی دي.  تاسې  په دغو سیمو کې دعلماوو زیاتیدونکي بهیر او وده له ورایه کتلای شئ .  خو دپاکستان په جوړښت  سره به دغه وړتیا له لاسه ورکوي .
پوښتنه :  خو زیات علما له قاید اعظم ( محمد علی جناح ) سره دي.
ځواب : له اکبراعظم سره هم ډیرعلما وو ، دوی داکبرلپاره نوی مذهب اختراع کړ،  دځانګړو او انفرادی کسانو په اړه بحث مه کوئ .  زموږ تاریخ  دهغو علماوو په شته والي ډک دی چې هغو اسلام ته په هروخت کې له شرم او داغه پرته کې بل څه نه دي ور ډالۍ کړي.  خو د رښتیاوو او حقایقو پلویان اوپیروان بیا بیساري او ځانګړي دي.  دمسلمانانو دتاریخ په  ۱۳۰۰ کالو  کې  څومره عالمان چی  دمنښت په ویاړ پسولل  شوي ،  یو امام حنبل و ، یوازې ابن تیمییه . په هند کې یوازې له شاه ولی الله او دهغه له  کورنۍ پرته نورعلما نه وو.  د الف ثانی هڅونه له شکه پرته ده ،  هغوی چې له ده یې دربارته شکایت وکړ او دده خبره یې ترزندان پورې ورسوله ، هغوی هم علما وو.  خو اوس هغوی چیرې دي ؟  آیا یو سړی هم شته چې هغوی ته  به په  درناوی سره وګوري ؟    
پوښتنه : مولانا !  په دی کې څه غلطي ده که چیرې پاکستان په یوه واقعیت باندې بدل شي ؟ پردی برسیره  کیدای شي  (اسلام ) د ټولنیز یووالی دخوندي ساتنې ضما نت وکړي .
ځواب : تا سو داسلام نوم دیوه داسې لامل لپاره کاروئ چي هغه په اسلامي معیاربرابر نه دی . دمسلمانانو تاریخ د داسې وحشتونواو ظلمونو دلیږد څرګند شاهد دی.  دجمل په جګړه کې  ( هغه چې د امام علی او دپیغامبر دکونډې  حضرت  عایشې  ترمنځ وه ) قرآنونه په تورو او نیزو کي پورته شول . آیا هغه سم و ؟ په کربلا کې  دپیغامبر د کورنۍ دغړیو شهادت دهغو مسلمانانو له خوا ترسره شو چی هغو ی ځانونه دپیغامبر ملګري او یاران بلل . آیاداسم کار و ؟ حجاج یو مسلمان جنرال و ، هغه چا چې دخپل وحشیانه یرغل په ترڅ کې په ملکه کې یو مقدس جومات دړې وړې کړ. دا سم کارو ؟  داسې الفاظ نشته چې په هغو سره با ید دا درواغجن حرکتونه توجیه  او بیان شي .      
که پاکستان د مسلمانانو لپاره سم انتخاب وای  نو ما به یی هم ملاتړ کړی وای. خو زه په ډاګه په دغه هیله کې لوی خطرونه وینم. زه له خلکو داهیله نه لرم چي دوی باید پرما پسې راشي ، خو داهم شونې نه ده چې زه باید دخپل فکر دغږ پرخلاف شم. خلک په عمومی توګه  یاد زور مني او یاهم دخپلو تجربو . مسلمانان به کله هم د پاکستان پرخلاف ترهغوپورې څه وانه وري ترڅویی هغه تجربه کړی نه وي. نن سبا دوی کولای شي  د تور او سپین خبره وکړي ، خو دوی به دپاکستان له خبرې تیر نه شي .  دمخنیوي یوازنۍ لار په دغه ترڅ کې داده چې له یوې خوا حکومت  او له بلې خوا پخپله جناح دغه کار ته اجازه ورنه کړي او په دغه اړه  دیوه بل نوي وړاندیز په لټه کې شي.    
 زه به اوس په  کاري کمیتي کې  دخپلوملګرو له  دریځه هم درته ووایم . دا سي ښکاري چې دهند ویش یو حقیفت دی. خو زه باید ددغه کار شیطانی پایلوته دا ګواښ وکړم چي  ویش به یوازې هندوستان زیانمن نه کړي ، بلکی پاکستان به هم په برابره توګه  دزیان دغه پیټي ته اوږې ورکوي. ویش به یوازې د اوسیدونکو دمذهب پراساس وي نه د بل کوم طبعیی حد او سرحد لکه غره ، سیند ، بیابان . یوه کرښه  به وایستل شي ، خو دابه ګرانه وي چي ووایو هغه به څومره  پاتیدونی او دومداره وي. موږ باید دا په یاد ولرو هغه څه چې په نفرت کې نغښتي وي ، هغه به ترهغه وخته ژوندی او فعال وي ترڅو چې نفرت له منځه نه وي تللی .خو همدغه نفرت به دیوه ځواک په توګه د هند او پاکستان پراړیکو باندې هم غوړیدلی او برلاسی وي. په دغه او داسی حالت کې به دا د هند او پاکستان لپاره شونی نه وي چي دغه دواړه  هیوادونه به له یوه اوبل سره ملګري شي او یا به دیوه بل په څنګ کې په خواخوږۍ او لوریني سره واوسی ، بلکه  برعکس دوی به دیوه او بل په وړاندې  دردونکي اوځورونکي  ځای و لري .  په دغه ترڅ  کې د تجزیی سیاستونه هم  په خپل وار  د دواړو هیوادو ترمنځ د بندیزونو او خنډونو لامل او دیوه بل په وړاندې په خپل وار ستونزمن دي . دپاکستان لپاره داهم شونی نه ده چې یاید دهندوستان ټول مسلمانان هلته خوندي او ا ستوګن کړای شي ، ځکه داهغه دنده او پازه ده چي دپاکستان  دقلمرو له توان  لوړه  ده. له بلې خوا  به دا دهندوانو لپاره هم شونې نه وي چې دوی به په لویدیزپاکستان کې تم شي . باور دی چې دوی به یا شړل کیږي او یابه هم خپله راووخي . چې اغیز به یې خامخا پرهندوستان باندې و ي ، دهندي مسلمانانو په  وړاندې به هم دالاندې دری ټکي په پام کې وي :
۱ : دوی به دلوټ او وحشیانه  یرغل  دقربانیانو په توګه پاکستان ته مهاجرکیږي ، خوهلته به دڅومره مسلمانانو لپاره دپناه ورکولو شونتیا وي ‎؟  
۲:    دوی به د  وژنو  ځورونو او تیریو قرباني وي ، زیات شمیر مسلمانان به دغه شپې ورځې ترهغوچي د ویش او پارتشن ترخې خاطرې یی له یاده وځي   او هلته ددغه بهیر دپښت  په توګه ژوند کوي اویا ځان تریوه طبیعی حالت پورې رسوي ترهغو پورې به یې زغمي .    
۳: ښایسته شمیر مسلمانان به دغریبۍ ، سیاسي نارامیو او سیمه ییزو ورانیو  او ناچاریوله امله داسلام په پر يښودواوانکار باندې ناچاریږي .  .
نومیالي مسلمانان ، هغوی چې د مسلم لیګ ملاتړي دي ، هغوی به  دپاکستان په لور ځي . شتمن مسلمانان به سوداګري او صنایع په خپل لاس کې نیسې او دپاکستان اقتصاد به د دوی په انحصار کې وي. خو تر ۳۰ ملیونه زیات مسلمانان به بیاهم په هند کې پاتې وي .  پاکستان د دوی لپاره څه وعده او لاره چاره  ترلاس لاندې نیولی شي ؟ حالت به له هغه وروسته چې له پاکستانه  دهندوانو او سکانو دوتلو توپان را منځ ته کیږي نورهم   د دوی لپاره خطرناک او دردونکی وي. پاکستان به خپله په دغه ترڅ کې له سختو او خطرناکو ستونزو سره مخامخ وي. لوی خطر به له نړیوالو ځواکونو هغوی چې غواړي دغه نوی جوړشوی هیواد په خپله الکه کې ولري له خوا وي ،  د وخت په تیریدو سره به دغه کنترول په خپله یوسخت ټاپی او رنځ وي. خو هند به بیا دپاکستان برعکس له دغو باندنیو لاس وهونکو له خطرونو او دښمنیو په امن کې وي .     
بل مهم ټکی چې د ښاغلي جناح له پامه پریوه خوا پاتې شوې ، هغه بنګال دی. دی په دی نه پوهیږي  چې بنګال  د رهبرې د اهانت په پوله ولاړدی ، هغوی به هم  زر او یا وروسته دغه معامله رد کړي . د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې  ښاغلي فضل الحق د جناح پرضد قدعلم وکړ او هغه یې له مسلم لیګ څخه وشاړه . ښاغلي  اچ . اس سهروردي ته یې د درناوي په سترګه ونه کتل.  موږ ولې په دغه بحث کې یوازې مسلم لیګ یادوو ، په کټ مټ ډول  دکانګرس په تاریخ کې هم ورته بیلګې  زموږ په مخ کې دي . دسوبهاش چندرا بوس پاریدنګ ټولو ته معلوم دی ،  ګاندي جی دسوبهاش په ریاست باندې نه و خوښ همداوه چې دهغه پرضد یې  دمرګ ترپولې پورې په راجکوټ کې د روژې لمنه ونیوه . سوبهاش د ګاندي جي پرضد را وپارید اوځان یې له کانګرس سره له همکارۍ  پریوه خوا کړ. دبنګال چاپیریال په واقعیت کې داسې یو چا پیریال دی چې خلک یې  له خارجه د رهبرۍ په وړاندې له خپلو حقونو اوګټو څخه  د دفاع په لامل دپاریدني په ډګرکې دریږي .  
دختیزپاکستان باور به یې ترهغو پورې روزي نه شي ، ترڅو چې جناح او لیاقت علي ژوندي وي. خو له دوی وروسته ددی شونتیا شته چې یوشمیر وړې وړې پیښې به دقهراو نا رضایتی په نامه را ایجاد شي. زه  دا احساسوم چې ختیزپاکستان به  د لویدیزپاکستان تر اداره لاندې دیوې اوږدې مودي لپاره پاتې نه شي.  ځکه چې  ددغو دواړو سیمو ترمنځ هیڅ ډول داسې نورعام څه پرته له دې چې ځانو ته یوازې مسلمان ووایي نشته .  د مسلمانو ویلو اصل په ګرده نړۍ کې ددې لامل نه شي کیدای چې  دهغه پربنسټ باید سیاسی  یووالی رامنځ ته او سمبال شي . عربي نړۍ زموږ په مخ کي یوه څرګنده بیلګه ده . چي دوی په مذهب ، عام تهذیب او کلتورکې ځانونه یوشان بولي او په یوه ژبه خبرې کوي.ان داچي  دوی تمامیتی یووالی هم مني ، خو د دوی ترمنځ هیڅ ډول سیاسي یووالی نه ترسترګو کیږي.  د دوی  دولتی سستمونه له یوه بل سره توپیر لري ،  زیاتره وختونه له یوه بل سره په متقابلو سیالیو او دښمنیو اخته دي.  له بلې خوا  دختیزپاکستان ژبه ، کلتور، او د ژوند ډول په ټولیزه توګه له لویدیز پاکستان سره توپیرلري . په اوسنۍ شیبه کې به دپاکستان د ایجاد تودوخه  یوڅه آرامه وي ، ځکه مخالفتونه او تضادونه را برسیره کیږي،  د دوی لپاره  دباور وړ تګلارې اړتیا شته ده . ځکه چې دلته ترهرڅه دمخه  اوس دنړیوالو طاقتونو دګټو پوښتنه هم په پا م کې ده ، خو په نتیجه کې به دغه دواړه وزرونه له یوه بله سره بیلیږي.
کله چې دختیزپاکستان د بیلیدو بهیرپای ته رسیږي ، له هغه وروسته به لویدیزپاکستان  دسیمه ییزو شخړواو تضادونو د جګړې پرډګر باندې اوړي.  سیمه ییز واړه  هویتونو لکه پنجا ب ، سند ، سرحد او بلوچستان  به دخارجی مداخلو لپاره خپلې دروازې پرانیزي . دابه له هغه وخته ډیره مخکې خبره نه وي چې  نړیوال قوتونه به دپاکستانی سیاسی مشرتابه یوشمیر عناصر ددی لپاره وکاروي څو دغه هیواد هم لکه دعربی او بالکانو د دولتونو په شان دماتي په لور ورمخه کړي . په دغه حال کې به بیا موږ له ځانه دا پوښتو  چې موږ څه وګټل او څه مو له لاسه ورکړل .
اصلی خبره  د اقتصادی ودې او پرمختګ خبره ده ، دمذهب خبره  په دقیقه توګه دلته ګردسره مطرح نه ده . مسلمان پانګوال په دغه برخه کې په خپله ځواکمني  او سیاله روحیه باندې باور نه لري ، ځکه نو دوی له رسمی برلاسی او دریخ څخه کاراخلی ، په دي چې دوی له نوې آزادۍ او خپلواکۍ څخه ډاریږي. دوی د دوو ملتي تیورۍ  پلویان اوملاتړي دي  ځکه نو دوی  دمسلمان دولت غوښتنه کوي څو دهغه ترسیوري لاندې له یوې خوا اقتصاد په خپل لاس کې ولري او له بلې خوا له سیالو رقابت کونکوڅخه  په امن کې پاتې شي. دابه په زړه پورې وي چې ورته سترګي په لاره شو چی دوی دغه نیرنګ تر څومره پورې ژوندی ساتلي شي .
زما په نظر پاکستان به له خپل هماغه ایجاد سره سم له یوشمیر سختو اوجدی ستونزو مخامخ وي لکه :
۱: ناخبره او بی تجربې  سیاسی مشري به ترهرڅه دمخه دلته پرځان باندې دپوځي دیکتاتورۍ چتر راغوړوي لکه چې داکار په زیاترو اسلامي هیوادو کې ترسره شوی هم دي .
۲:  تر درنو خارجی پورونه لاندې به وي .
۳: له ګاونډیو سره به له دښمنۍ ډک اړیکي لري اوپه احتمالي توګه به پوځي کړکیچ هم ور سره مل وي.
۴:  کورنۍ نا رامۍ او سیمه ییز جنګونه او کړکیچونه .
۵:  دعامه شتمنیو لوټ، په تیره بیا د پاکستان دنوي شتمن صناعي پاټکي له خوا .
۶:  دپاټکیز یا طبقه یی جګړې ډار چې دنویو شمتنو دزبیښ په پایله کې به رامنځ ته کیدونکي وي.
۷:   دمذهب په وړاندې د ځوانانو د نارضایتۍ او دښمنۍ راپاریدنګ  اوپای کې  دهم هغې تیورۍ  له منځه تلل چې دهغې پربنسټ پاکستان را منتځ ته شوي دی  .
۸: د هغو باندنیو نړیوالو ځواکونو توطیې چې دپاکستان دکنترول غواړي . دابه داسې حالت وي چې دپاکستان ثبات به دټولو اسلامي هیوادو لپاره دپوښتنې وړ، او په داسې یوه حالت کې به وي چې دپاملرنې وړمرستې به نه شي ورسره کیدای ، دنورو سرچینو مرستې   به هم د دوو بیلابیلو ایدیالوژیکو او سیمه ییزو جوړجاړیو ترسیوری لاندې وي.
 
پوښتنه : خو پوښتنه داده چې مسلمانان څومره کولای شي چې خپل  کمونیتی هویت په هراړخیزډول دځان کړي ، او یاداچې  څنګه کولای شي دیوه مسلمان دولت په توګه دخپلو اتباعو باور او منښت  له ځان سره ولري.
 ځواب : بی مانا اوهوایی خبرې  نه بنسټیز واقعیتونه دروغ ښودلای شي ، اونه هم کږو  پوښتنو ته  بی مانا ځوابونه ورکولای شي . له  کومونیټی هویت څخه مو هدف څه دی ؟ که دغه  کمونیتی هویت دبریتانوي غلامي په ټوله دوره کې خوندی پاتې شوی وي ، نو هغه بیا په څه ډول د خپلواک هندوستان په جوړښت کې  ترخطرلاندې واقع کیدای شی ، هلته چې مسلمانان په هغه کې مساوي برخه وال بلل شوي  ؟  کوم  ټکی او اړتیا ده چې دهغه له مخې  باید دیوه مسلمان دولت   رامنځ ته کیدل  زموږلپاره دپاملرنې وړشی .  مهمه خبره په دغه ترڅ کې  دعقیدی او باور آزادی ده ، څوک کولای شي چې ددغې آزادۍ په سرخولۍ کیږدي. آیا دا آزادي  به ددې لامل شي چې د (۹۰) ملیونو په شمیرمسلمانان وکولای شي چې په داسې یوه بې مرستې  دولت کې سره راغونډ شي او یابه وکولای شی چی خپل مذهبی مراسم په سمه توګه ترسره کړای شي ؟ کله چې بریتانیا هغه چی ځان نړیوال ځواک بولي  ونه شوای کولای دغه آزادي تامین کړي ، دا به کوم جادو او یا ځواک وي چې دهغه له مخې به یو هندو به هم له دغې مذهبی آزادۍ څخه انکاروکړي ؟  داډول سوالونه په زیاته کچه  دهغوی له خوا راپورته کیږي   چې هغوی دلویدیز دکلتور تر اغیزلاندې  دي ،  له خپل میراثه  د انکار پرپوله دریدلي او اوس  ددغې سیاسي فضا  تر چترلاندې دغه لړې او غبارونه په بې پروایي سره  راتورولی دي.  اسلامی تاریخ د هندوستان دتاریخ مهمه برخه جوړوي ، تاسو فکرکوئ  چې مسلمان پاچهان د اسلام دخدمت لامل وو ؟   دوی  له اسلام سره  تش په نامه رابطه درلوده ،   دوی داسلام مبلیغین نه وو. دهندوستان د مسلمانانو  زیاته پاملرنه دصوفیانو پرلور وه ، چی ددغو صوفیانو یو زیات  شمیر بیا دهمدغو پاچهانوله خوا په وحشیانه توګه وټکول شول .      
زیاترو واکمنانو بیا د علماو یوه لویه ډله  را منځ ته اوپرځان راټوله کړه ،  داسې چې هغوی بیا د اسلام د فلسفي او ارزښتو دخورولو په لاره په خپله  یو مشکل او ستونزه وو. اسلام په بنسټیزه توګه  دخپل دور په لومړۍ پیړۍ کې له یوه عالی شانه پیغام سره مل و چې د حجاز دشاوخوا  زیات شمیر ولسونو زړونه  او فکرونه پرې راپریوتل . خو کوم اسلام چې هندوستان ته راغي ، دغه اسلام بیا له هغه اسلامه توپیر درلود.  ددغه  اسلام لیږدونکی غیرعرب ول ، ځکه د هغه حقیقي روح ترې ورکه شوه . داسلامي دورنښې نښاني تراوسه پورې د هند له کلتور، موسیقي ،هنر، معمارۍ او ژبو سره  په تړاوکې پاتې  شوې دي. د ډهلي او لکنهو لوی کلتوري مرکزونه دڅه استازیتوب کوي ؟  د یادو شویو اسلامي ارزښتونو اصلی روح  تر پښو لاندې اوتیري پرې شوي دی . که چیرې مسلمانان تراوسه هم  په خپلواک هندوستان کې د عقیدې او باور له پلوه دغلامئ  احساس کوي ،په دغه حال کې  زه  یوازې  د دوی ایمان او زړونو ته دعا کوم .  که چیرې یو سړي  له  ژونده ستړی کیږي ، هغه کولای شي  ځان تجدید نظرکړی ، خو که یوسړی  بیا دعصبیت لاره نیسې ، په دغه حال کې بیا دا امکان نه لري چې هغه د زړور وبلل شي . ځکه نو باوردی چې په داسې دریځ سره به مسلمانان دیوې کومونتي په توګه ډیرکمزوري وي ، دوی له خدایه نه ډاریږي  او ټول ډار یې له خلکودی  . دغه ټکی داخبره په ډاګه کوي چې  ولی دوي  په خپل موجودیت کې ځان  دخپل خیالي  ایجاد له خطرسره  مل کوي ،        
کله چي بریتانیا بریالۍ او واک یې ترلاسه کړ ، حکومت یې په ټول توان سره د مسلمانانوپرخلاف خپلوهڅو ته دوام ورکړ، خو مسلمانانو  بیاهم خپل شته والي او ژوند ته دوام ورکړ. برعکس  د دوی پرمختګ له نورمالی کچې لوړ و. دمسلمانان کلتوری ارزښتونو بیا خپله وړتیا اوجذابیت درلود. هندوستان په خپل چم ګاونډ کې دریو خواو ته پیاوړی مسلمان ګاونډي لري . ددغه هیواد اکثریت  ولې دې ته لیوال شي  چې دوی باید مسلمانان له دغه هیواده جاروکړې ؟  څنګه به دوی وکولای شي چې دخپلوځاني  ګټو د ودې اوپراختیا په برخه کې ګا م اوچت کړي ؟  آیا دابه ډیره آسانه وي  چې باید  (۹۰) ملیونه انسانان دي ختم کړی ؟ حقیقت دادی چې اسلامی کلتور دومره  لویی ښيګړې او وړتیاوې لري ، چې زه ورته اندیښمن نه یم ، او دابه هغه لویه بریاوي چې په آزاد هندوستان کې به هم خپل بشپړاومهم ځای  اووړتیا لری.
نړۍ ، دواړوټکو، پیاوړې سولې او دژوند فلسفې ته  اړتیالري ، که هندوان وکولای شی له مارکسه وروسته  دلویدیز دپوهې او فلسفي په پیل اوتقلید لاس پورې کړې ، دوی به بیاهم  ونه شی کولای چې پراسلام باندې کرښه راوکاږي اویابه  دهغه له پرنسيپونو ګټه وانخلي .  په حقیقت کې دوی په دي ښه پوهیږي او دامني چې  داسلام مانا  دوګم  ، میراثی کمونیتی او د ادارې یومطلق سستم  نه دی .
اسلام یوکایناتی غږ دی  چې دسولي او انساني عدالت اوبرابرې رامنځ ته کیدل غواړي. دوی پوهیږي چې اسلام دهغه استازي اعلامیه ده ، چا چې ویې ویل چې هدف یی دخدای عبادت او بندګي ده  نه د ځان ، اسلام یانی  له ټولو ټولنیزو ، سیاسي او اقتصادی توپیرونو څخه خپلواکي ، او په دریو خدايی بنسټیزو اصولو لکه  خدايی ارشادات، رښتیاني عمل او پوهې باندې دټولنې بیا خوندي کول دي.  
په حقیقت کې داموږ مسلمانان او زموږ افراطی عادات او کړه وړه  دي چې دغیرمسلمانانوپرذهنوکې یې داسلام په وړاندې کرکه اوناخوښې را منځ ته کړې ده.  که موږ خپلې ځان غوښتنې د اسلام دسپڅلتیا قلمروته ورنننباسو، په دغه حالت کې به زیات رښتیا خوښونکي  داسلام په غیږه کې  د آرامۍ او هوسایۍ احساس وکړي.  پاکستان به د اسلام لپاره هیڅ هم ونه کړي ، ځکه چې دا د مسلم لیګ یوپروژه شوی سیاسي غوښتنه وه  چې دهندوستانی مسلمانانو دملي غوښتنې په توګه  راپورته کړې ده .  زه دا احساسوم چې دابه دمسلمانانودهغو ستونزو په وړاندې چې ورسره مخامخ دي دحل لاره نه وي.  رښتا خبره په  دغه برخه کې داده چې دا به  دلازیاتو مسایلو  د رامنځ ته کیدو پیل او پوله وي .
سپیڅلي پیغامبرویلي دي : « خدای داټوله ځمکه ماته  دیوه جومات په شان جوړه کړې ده. »  اوس ماته مه وایه  چې باید د جومات دتجزیي د نظر او ایدیې ملاتړوکړم . که چیرې دغه نهه کروړه مسلمانان  په ټول هند کې سره خواره شوي وای ، او  داغوښتنه هم ورسره  وای چې غواړي په یوه یا دو سیموکې خپل اکثریت هم ثابت کړي ، دغه غوښتنه دتفاهم او منلو وړ ده  ،خو هغه شان غوښتنه  به کله هم  داسلامی لید له نظره سمه ونه بلل شي ،  پرته له دې چې په اداري لحاظ  یوه توجیه ورته پیداکړه شي .  . کوم حالت لکه څنګه چې اوس روان  دی ، هغه په پیاوړې توګه له لویو توپیرونو سره مل دی ، هند په خپل چم ګاونډ کې له اکثریت مسلمانانوسره ګډې پولي لري . په دغه حال کې ته ماته ووایه ،چې څوک کولای شي دغه نفوس دلته له منځه یوسي  ؟  دپاکستان د غوښتنې پرلامل موږ کولای شو خپلې سترګې  له وروستي زرکلن تاریخ څخه واړوو . که زه چیرې د لیګ ترمینالوژي کاروم ، یوازې په دغه کارسره موږ تر  (۳۰) ملیونه زیات مسلمانان  د « هندو راج » کړۍ ته په لوی لاس وراچوو .  دهندو او مسلمان ستونزه چې د کانګرس او لیګ  دخپل منځي شخړې په  ترڅ کې رامنځ ته شوې ، دا به هغه ستونزه وي چې  ددواړو حکومتونو ترمنځ به د نړیوالو ځواکونو په مرسته اوتحریک  دپاریدنې لابشپړې پوړۍ ته رسیږي ، داسې چې په راتلونکې کې به یې پوله ترجګړاو ټکر پورې هم وغزیږي .  
زیات وختونه  دا پوښتنه  راپورته کیږي چې د پاکستان ایده  دمسلمانانولپاره تل دیو شخړییز خطرپه توګه  مطرح ده ، په داسې حال کې  چې  کټ مټ خبره بیا ولې  د هندوانو په وړاندې نه مطرح کیږي ؟ زه خو داسې احساس کوم چې ددغې غوښتنې په وړاندې مخالفت له دوو اړخو رامنځ ته کیږی ، یوه خوا دهغوی استازیتوب کوي چې هغو ی په رښتیاینې سره  دا اندیښنه لري چې دلته امپریالستي توطیه په مخکې ده ، دوی په پیاوړې توګه په دې اند دي چې یو متحد او آزاد هندوستان هغه د دوی په  نظر هغه مقام دی چې کولای شي له ځانه دفاع وکړي .  خو په بله خوا کې یوه ډله ده چې هغوی هم له خپل پارونکي هدف  اونظرسره  د پاکستان خلاف دي ، هغوی فکرکوي چې که دا کارترسره شي ، دابیاهم دمسلمانانو دپیاوړتیا لامل کیږي او پایله به يې بیا پردوی باندې یرغل وي.  مسلمانان په هراړخیزه توګه دا حق لري چې دقانون ترسیورې لاندې خپله خوندي ساتنه په پام کې ولري ، خو دهندوستان تجزیه به کله هم  د دوی ګټوته پیاوړتیا ورونه بښې . ځکه چې داسې غوښتنه  د قومی شخړو په برخه کې  یو ناسم سیاسي حل دی .
 راتلونکې  هندوستان به د طبقې له ستونزې سره مخامخ وي ، نه له قومی شخړو او ستونزو سره ، لوی توپیربه د پانګوال او کارګر ترمنځ و ي ، کمونست او سوسیالست غورځنګونه د ودې په حال کې دي او دا ممکنه نه ده چې پرهغوی باندې سترګې پټې کړو .  دغه غورځنګونه  به په زیاتیدونکې او هراړخیزه توګه د کښتنۍ طبقې د ګټو په خاطر خپل جګړه پرمخ بیایی .  
 مسلمان پانګوال او ځمکه وال پاټکي په بشپړه توګه ددغه خطر له منګولو خلاصیدای نه شي ، دوی اوس دغه ټکي ته قومی رنګ ورکوي  او اقتصادی موضوع  په مذهبي شخړه باندې اړوي . خو داباید ووایو چې ددغې موضوع مسوولیت یوازې پرمسلمانانو پورې نه دی تړلې ، ځکه دغه ستراتیژي لومړی د انګریزي حکومت له خوا تر لاس لاندې ونیول شوه او بیا د علیګړ دسیاسی افکارو له خوا دتایید ټاپه پرې ولګیده . وروسته بیا هندو تنګ نظرو له  هغې ناوړه معضله جوړه کړه  چې  داده اوس یې آزادی دهندوستان دتجزیی په بیه تمامه کړه .
جناح په خپله د هندو- مسلم  دیوالي سفیرو ، د کانګرس په یوه غونډه کې سروجني نایدو دغه ستاینوم (لقب) ورته وکاراوه . دی د ( داد بایی ناروجی ) له پیروانو څخه و،  په ۱۹۰۶ کال یې  دمسلمانانو په غونډه کې له ګډون څخه ډډه وکړه ، دهغې غونډې چې په هندوستان کې یې دقومي سیاست بنسټ کیښود.  په ۱۹۱۹ کال کې هغه په مطلق ډول د یوه نشنلسټ په توګه د  انتخابی کمیټې ترجوړیدو دمخه د مسلمانانو دغوښتنو پرخلاف ودرید.
د ۱۹۲۵ کال د اکتوبر په دریمه یې تا یمز اف اندیا ته دیوه لیک په ترڅ کې  هغه وړاندیز چټیات وباله په هغه کې چې ویل شوي وو کانګرس یو هندي جوړښت او ډله دی .  په ۱۹۲۵ او۱۹۲۸ کلونو کې  دی په پیاوړې توګه د ګډ انتخاباتي سستم  له لیوالو څخه و.  کله یې چی په ۱۹۲۵کال کې په ملی اسامبلې کې خبرې کولې ، ده وویل : «  زه لومړني او  وروستني نشنلست یم »  او خپلو همکارانو ته یې نصحت کاوه چې  دوی باید هندو  وي یا مسلمان ، « نه داچي  په غونډه کې قومي موضوعات راپورته  کړي ، دوی باید اسامبلې ته دیوه ملي جوړښت  دفکر له هندارې وګوري .»   

په  ۱۹۲۸ کال کې  جناح  دکانګرس ملاتړ وکړ او غږیي پرې وکړ چې له  (سیمون کمیشن ) سره  پریکړون (بایکات) وکړي .  تر ۱۹۳۷ کال پورې ، دی دهندوستان دتجزيی پلوی نه و.  د زده کونکو بیلابیلو ټولنو ته  هغه په خپل پیغام کې پردغه ټکي ټینګار کاوه چې باید دهندو مسلم د یووالي په لاره کې هڅې وکړي. ده پرهغه مهال د خواشیني احساس وکړ چې کنګرس په اوو ایالاتو حکومتو جوړکړل او مسلم لیګ ته یې اهمیت ورنه کړ.  په ۱۹۴۰ کال کې یې دا تصمیم ونیو چې دتجزیي غوښتنه پرمخ بوځي  او د مسلمان سیاسي  ماتې په فکرکې شي.
په لنډه توګه ،   باید ووایم چې د پاکستان لپاره غوښتنه دده خپله ځاني سیاسي تجربه ده ، ښاغلي جناح په هرلحاظ  زما په باره کې دخپل نظر حق لري ، خو زه  دده په ځیرکۍ اوهوښیارۍ کې  هیڅ شک نه لرم.  دیو سیاست وال په توګه ، ده  دمسلمانانو دفرقه یي او دپاکستان دغوښتنې په برخه کې له حده زیات کارکړی دی. ځکه نو اوس دغه کار په خپل ذات کې دده د پرستیژ په برخه کې دیوه مشکل په توګه را څرګند شوی  چی نه شي کولای له هغه څخه  ځان په هرقیمت چې وي  خلاص کړي.  
پوښتنه :   داثابته ده چې مسلمانان  د پاکستان له غوښتنې تیریدونکي نه دي  . دوی ولې  په دغه برخه کې له هرډول لامل  او استدلال څخه  انکارکوي ؟
ځواب :  دا ډیره ګرانه ده ، ان چي ناشونې ده ، چې ددغې ناوړې لیوالتیا دشورماشور په وړاندې وجنګیږو ، دیوچا  د روحیي ماتول  دهغه ترمړینې بد اغیز لري ، نن سبا مسلمانان  حرکت نه کوي ، بلکه ښویږي ، ستونزه دلته ده چې د مسلمانان دبا ثباته  حرکت کولو په چل  نه پوهیږي ، دوی یا منډ ې وهي او یا هم ړ نګ وبنګ خوځښت کوي . کله چي د خلکو یوه ډله خپل ډاډ او پرتم له لاسه ورکوي.  دوی بیا ځانونه په خیال پلونو ، شکونو او خطرونو کې دومره ډبوي چې په پایله کې بیا د سم او ناسم  حق اوناحق ترمنځ توپیرکول هم له لاسه ورکوي .   
د ژوند رښتینې مانا تفاهم  ده ، نه تش په نامه پیاوړتیا ، بشپړباور دی  اوصادقانه عمل . بریتانوی سیاست  د ډار او بی باورۍ زیات تخمونه  دمسلمانانو دفکر پرکرونده باندې کرلي دي.  اوس دوی د یو ه دردونکي حکومت په منګولو کې دي ،د انګریزانو په تګ افسوس کوي ،  مخکې تردې چې باندني ښاغلي یې له هیواده ووځی دوی بیا دبیلتانه اوتجزیي غوښتنه کوي.  آیا دوی په دی باورلري چې تجزیه او بلتون به  د دوی پر سراو مال د تیری مخنیوی وکړای شي ؟  که چیرې دغه خطرونه رښتیانی وي ، په دی کې شک نشته چې  پایله به یې داسې  یو وسله وال کړکیچ وي چې په هراړخیزه توګه به له لویو مالي او ځاني زیانو سره ملګرې وي.
پوښتنه : هندو ان او مسلمانان خو  دوی بیلي ټولنې دي چې هره یوه یې ځانګړی احساسات او جذبات لري . څنګه کیدای شي چې  د دوی یوالی او اتحاد  به د دوی دواړو ترمنځ یوه بریا وي ؟    
ځواب : دایو زوړ او له موده لویدلی بحث دی ، ما  په دغه اړه دعلامه اقبال او مولانا حسین احمد مدني ترمنځ یوه مکاتبه لیدلې ده .  په قرآن کې د قوم اصطلاح یوازې د هم باوره ټولنې لپاره نه ده کارول شوې ، بلکه هلته دغه نومونه په عامه توګه د بیلابیلو انساني ډلو لپاره هم یاده اوهم کارول شوې ده  ، اوس څنکه موږ داهیله درلودای شو چې ددغه بحث په ایتمولوژیکه بڼه لکه  ملت ، قوم ، امت په یادونه سره به  په بریا ور واوړو ؟  له مذهبي پلوه هندوستان د ډیرو خلکو لکه هندوانو ، مسلمانانو ، عیسویانو، فارسیانو ،سکانو او نورو کوردی .  
دهدف له مخې هم د هندو اواسلام  مذهبو  ترمنځ لوی توپیر شته دی . خو دغو توپیرونو ته باید اجازه ورنه کړه شي  چې  دهندوستان دخپلواکي دبریاوو په وړاندې څوک  ددغو دوو بیلو عقیدوی سستمونو  د اتحاد او یووالي په نامه خپله اجندا او طرحه پرمخ بوځي .ځکه  دلته موضوع زموږ ملي خپلواکي ده  چي څنګه کو لای شو هغه خوندي وساتو. آزادي دهربشري موجود لپاره یو نعمت او حق ده  چې باید دمذهب پربنسټ ونه ویشله شي.      
مسلمانان باید په دي پوه شي ، چې دوی دکایناتی پیغام لیږدونکي دي . دوی له دغه تعصبه خالي دي چې د دوی قلمرو ته نور نه شی ور ننوتی . داخبره باید په رټه توګه وکړو چې ، مسلمانان په هند کې یوازې یوه ټولنه  یا یوه کمونیتی نه ده ، دوی په ډیرنورو او نه بدلید دونکو ډلو او پاټکو باندې ویشل شوي دي. تاسو کولای شئ چې هغوی د هندو ضد احساساتو پربنا یوالي ته راوهڅوئ ، خو تاسو نه شئ کولای چې هغو د اسلام په نامه سره یوموټی کړئ ، ځکه چې هغوی کله هم   خپل قوم اوخپلې ډلي ته له وفادارۍ نه سرغړونه کولای شي او نه هم دهغوي پرضد کاریدای شي . په دغه ډله کې  وهابیان ، سنی او شعیه  او نورې بی شمیره ډلی دي  چې دوی دبیلابیلو صوفیانو او روحانیونو تراغیز لاندې دي. وړې  وړې  خبرو لکه دلمانځه په ترڅ کې دلاسو پورته کول ، او یا په زوره د امین ویلو په شان  نورې  یوعالم شخړې دي چې حل یې  د دوی په وړاندې له ګواښونو او خنډونه سره مل دی . علماوو تل له تکفیرڅخه دیوې وسیلی په توګه په آزاده توګه کاراخیستی دی. پخوا به دوی اسلام پرنامسلمانو باندې مانه ، خو اوس دوی اسلام له مسلمانوڅخه اخلي . داسلام تاریخ په دغو بیلګو ډک دی چې څنګه په ښو او پرهیزګارو مسلمانانو باندې دکفرټاپه لګول شوې ده . پیغامبرپه خپل وخت کې یوازې خپله دا ځواکمني  درلوده ، چې په داسې باورنه کیدونکو حالاتو او کړو وړو  کې ځان خوندي وساتي.  ان چې  دوی یې دوخت په تیریدو سره  دناروغیو او محاکمو منګولو ته هم ورحواله کړي دي. رښتیا په دغه ترڅ کې داده  چې هرکله دلیل او منطق  له لاسه وځي ، کړه وړه هم خپله اصلي بڼه له لاسه ورکوي ، په دغه حالت بیا د ریفورمستانو او سمون غوښتونکو چاره  او کړه وړه له لوی زیان سره مخامخ کیږي.    
خو نن حالت تربل هروخت ډیربد شوی دی، مسلمانان ټول د خپل فرقه ایي والي په چوکات سره را ښکیل دي . دوی ترمذهب سیاست ته اهمیت ورکوي او دوی خپلې دنیایی  غوښتنې  دمذهبي لارښونواو ارشاداتو په توګه پرمخ بیایی ، تاریخ  ددغوحقایقو شاهد دی چې موږ په هرعصرکې پرهغوی باندې خندلي دي چې ښه اونیک یې په بشپړټینګار  او تحقیرسره څارلي  ، هغوی چې په دغه برخه کې دخپل وخت له روښانه مشالونو څخه وو ،   دوی ځانونه دغې قربانۍ ته وقف کړي وو  چې دنفسي لوړتیا بیرغونه ترخپل کنترول لاندې  را ولي . موږ باید څه ووایو چې څوک یو ، عادي وګړي یو ،  موږ باید دا ومنو چې ان لوړ پوړي پیغامبرانو هم  ددغو دوویزو یندیزونو  اوښکیلونو له  ستونزو پریوه خوا  نه دي پاتې شوي .
پوښتنه :  تاسو خپله  خپرونه  الهلال اوږده موده دمخه  بنده کړه ، دغه کارمو له دی امله و چې تاسو له مسلمانانو ، له هغوی چې  د روښانتیایی چلند پرمخ یې د خاوروخټو بندونه جوړول  خواشینی وئ  او یاداچی تا سو داسې احساس کاوه لکه چې دبارین  (barren)په بیابان کې په  آذان لګیایاست  ؟
ځواب :  ما الهلال له دی امله چې ما دهغه پرحقانیت باندې خپل باور له لاسه ورکړی وي ، نه دی تړلي ،  دغه اخبار دمسلمانانو دپراخو ډلو په منځ کې  د دوی د پوهې او تنویر په برخه کې لویه برخه واخیسته ،   دوی پراسلام  ا نسانی آزادۍ باندې پرخپل باور بیا کتنه وکړه اوپه پرله پسې توګه یې د هغه په رڼاکې د رښتینو موخو پرلور خپله تګلاره ور وایستله .  په حقیقت کې  زما دغې تجربی زما پرخپل ژوند هم  ژور اغیز وکړ ، هغه یې را بډای کړ او دهغوی په شان مې احساس وکړ ، دچا چې د خدای د استازي ترلارښونې لاندې یې  د زده کړې اوپوهې امتیاز په برخه شوي وي.           
زه خپل غږ هغه ته ور دننه کړم او دهغه تر اغیزلاندې یې  لکه عنقا دا سې راوځوښولم ،  الهلال دخپلو موخو لپاره په زړه پورې خدمت وکړ او دیوه نوي لمرڅرک دوریي پیل کړ.  زما دتجربی پربنسټ ، ما پرخپل حالت  بیا کتنه وکړه او پریکړه دا وه  چې ما خپل ټول وخت اوتوان زموږ  دخپلې ملي خپلواکۍ  دبریا لپاره ونډه کړ. زه په خپله دغه عقیده باوری وم چې د آسیا  او افریقا خپلواکۍ په لویه کچه د هندوستان له خپلواکۍ سره اریکی لري، ځکه نواوس هم په دغه باوریم چې د هندو اومسلمان یو والي د هندوستان دخپلواکۍ کلي ده .
ان چی ترلومړۍ نړیوالې جګړه دمخه ، زه پردي باوري وم چې هندوستان دخپلواکۍ لپاره مصمم او ژمن دی ، هیڅ ځواک او هیڅ هیواد نه شي کولای چې له دغه اصله انکاروکړي ،  زه په خپل فکرکې د مسلمانانو پر ونډه باندې هم باوري وم .  ما دزړه له کومي هیله درلوده چې مسلمانان باید له خپلو هیواد والو سره یو ځای حرکت وکړي او دا فرصت باید تاریخ ته  ورنه کړي چې ووایې ، کله چې هندوستان  دخپلې آزادۍ لپاره جګړه  کوله مسلمانان پرهغه مهال یوازې کتونکي وو .  پریږدئ چې څوک دا ونه وايی چې د جګړې له څپوسر ه د مبارزې پرمهال دوی دساحل پرغاړه ولاړ وو اوهغوبیړیو ته موسکي وو، چې  دآزادۍ جنګیالي یې لیږدول.
پای  
له    Covert   مجلې څخه په مننې