د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دسیمه ییزو ادارو پرضد روان کمپاین

ایمل افغان 28.02.2015 21:43

ولې دسیمه ییزو ادارو  پر وړاندې پراخ کمپاین پیل شوی دی؟ که څه هم دا وسنۍ خبره نه ده،خوتر ډیره دې کړنې ته د ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي  په مشرۍ دملي وحدت حکومت  په  دې پنځه میاشتنۍ موده کې ډیر پام ور اوښتی دی، په رسنیوکې دسیمه ییزو ادارو، والیانو ،رئیسانو او ولسوالانو پسې  منفي تبلیغات، په چارو کې په ناغیړۍ تورنول، له واک په ناوړه استفادې اخیستلو... اونوروغیر قانوني کړنو  بدنامول هغه خبرې دي چې موږ يې هره ورځ دبېلابېلو غږیزو،انځوریزو او ټولییز رسنیوڅخه اورو  او وینو ، چې دې کړنې تر ټولو زیات په ټولییزو رسنیو (فیسبوک،ټویټر) کې ډیر زور اخیستی دی.
ددې ترشا دچا لاس دی؟ دوی چې دا  ډول کړنو ته لمن وهي څه هدف لري؟ دې پوښتنو ته په ځواب کې  ویل کیږي چې ډیری لوړ پوړي چارواکي ،دپارلمان غړي،دځمکو غاصبین او مافیاوي ډلې  دې ډول کړنو ته زمینه سازي کوي، دخپلو شخصي ګټو  دترلاسه کولو  او په ولایاتوکې دزیاتې برخې اخیستنې په موخه  دسیمه ییزو ادارو پرضد منفي کړنې ترسره کوي،مدني ټولنې  اونهادونه هڅوي چې دسیمه ییزو ادارو  او مسؤلینو پر وړاندې مظاهري وکړي، تهمتونه پرې ولګوي او غیر ضروري انتقادونه پرې وکړي،دا ټول یوازې ددې لپاره چې ددوی دغیر قانوني شخصي ګټو پر وړاندې ځنډ  اوخنډ رامنځته نه شي او په هره اداره کې دخپلې خوښي کسانو اوملګرو ته دمقررۍ زمینه برابره  او په دې سره ټولې ادارې  او و لایت تر خپل اثر لاندې راولي.
له بده بخته دوی په دې سره د ولس په منځ کې  دبدې انګیزې په خپرولو سر بېره ان ولسمشر ته داسې ذهنیت ورکوي چې په دې ولایت او سیمه کې اوسنۍ  وضعیت د..... مسؤل دناسمو کړنو له امله دی، که پرځای يې ......  مقررشي نو حالت به ورسره سم  او دپرمختګ لپاره به زمینه برابره شي. دوی دخپلو کسانو دمقررولو  او ګمارنې لپاره دهر راز تکتیک او لارې څخه کار اخلي،چې دا یوناسم  او ناکام کار دی، ولسونه باید له ډیر دقت او هوښیار تیا څخه کار واخلي او پرته له دقت  او هوښيار تیا څخه دهیچا په نارو پسې لاړ نه شي،ځوانان ،مدني ټولنې او نهادونه دي  په یو غږ دغاصبینو ،قانون ماتوونکو او  مافیايي ډلو پسې چې زیان يې ملي ګټو او ولس ته دي راپورته  او پر وړاندې دي ټینګه مبارزه وکړي،ترڅو هیڅوک دخپلو شخصي ګټو د ترلاسه کولو لپاره ملي ګټي قرباني نه کړي.
 دهېواد د اوسني وضعیت دبهبود او سمون په موخه په کار ده  چې ولسمشر د ولس سره شوي ټولې ژمني په عمل کې څرګندې،دغاصبینو،مافیايي ډلو،غلو،خپلسرو وسلوالوګروپونو، قانون ماتونکو ،پردي پالو  او مزدورانو  لاسونه چې ډیر اوږده دي لنډ او پرې نږدې چې دخپلو شومو موخو د ترلاسه کولو لپاره  سیمه ییزې ادارې کمزوري او د ولس ارام ژوند نارام او له کړاؤنو ډک کي.
ولس له ولسمشره هیله لري چې دهېواد دژغورلو ،سیمه ییزو ادارو پياوړتیا ،خلکو ته دارام او پرمختللي ژوند برابرولو لپاره دې له ټولو شته امکاناتو  څخه استفاده او  ددې مافیا يي کړیو مخه دې ونیسي ، خدای مه کړه که دوی په خپلو شوموفعالیتونو کې کامیاب شي دهېواد وضعیت به  دنه جبرانیدونکي بربادۍ په لور لاړشي.