د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دموکراسي یعني څه؟

صحراني ګل 28.02.2015 21:41

په افغانستان باندې د امریکا تر یرغل وروسته چې په سیاست، کلتور او فکر کې کومو اصطلاحاتو ځای نیولی یوه اصطلاح یې دموکراسي ده، په (۱۸۶۳م) کال کې ابرهم لنکن دموکراسي په دې ډول تعریف کړې ده، دخلکو حکومت د خلکو لپاره په خلکو باندې. دا یې عام او واضح تعریف دی، چې له دې تعریف څخه وړاندې اکثره خلک یواځي دخلکو حکومت او آزادي پیژنې اما د دموکراسۍ د اصولو او بنسټ څخه خبر نه دي، چې په اصل کې کومو اصولو ته او بنسټونو ته معتقده ده.په کلاسیک دور کې دموکراسي دوه ډولونه مشهور و چې یو لبرالیزم چې هغه وخت کې د افراد غوښتونکي ماناوه او دویمه یې سوشیالیزم چې د ټولنې غوښتونکي په مانا کارول شوي چې دا یې زاړه ډولونه او اوس یې زیات بدلون کړی. دموکراسي څلور اصول او دوه بنسټونه لري چې لاندې پرې رڼا اچول کیږي.
اصول:
• د عقیدي ازادي: په دې مانا چې فرد ازدي لري چې هرې عقیدي ته معتقد کیږي هیڅوک یې ممانعت نه شي کولای.
• درایې ازادي: فرد په ټولنه کې د خپلې رایې خق لري چې رایه وکاروي.
• د ملکیت ازادي: فرد حق لري چې دنړۍ په هر ګوډ وغواړي ازاد او خپل ملکیت ولري، اما اسلام کفارو ته په مکه کې د اوسیدو اجازه نه ورکوي.
• شخصي ازادي: فرد ازاد او خپلواک دی، پلار د (۱۸) کلنۍ وروسته دا حق نه لري چې دخپل زوی یا لور په شخصي کارونو کې مداخله وکړي. شخص کاملا ازاد دی چې ازادي په لاندې ټکو کې تعریف شويده: د فرد د ارادي پروړاندې د خارجي موانعو او خنډونو نه موجودیت ته د دفرد ازادي ویل کیږي، اسلام انسان ته ازادي ورکړي د اسلام په چوکاټ کې.
بنسټونه:
 سیاسي بنسټ (لبرالی نظام)
 کپتلیزم (سرمایداري، پانګوال نظام)
د بنسټونو له جملې څخه یواځې د موکراسۍ په سیاسي (لبرالیزم) بنسټ باندې رنا اچو، د لبرالیزم بنسټ بیا سیکولریزم دی چې په عربي کې ورته علمانیة او په پښتو کې ورته لادیني وایې، لبرالیزم یا سیکولریزم په دوه لویو برخو تقسیم شوي، چې یوه ډله خلک یې نعود با الله ، الله ج نه مني او بله ډله یې الله ج مني مګر دین له سیاست څخه جلا کوي، سیکولرستان لاندې نقطو ته معتقد دي:
• دین له سیاست څخه جلا کوي.
• بې حیایې په ټولنه کې رواج کوي او کورنۍ نظام له منځه وړي.
• په حقیقت، قران کریم او احادیثو باندې نیوکي کوي او د بیان دازادۍ په نوم دغه کارونه سرته رسوي.
• اسلام له تمدن څخه پاتې بولي، او په تولنه کې بد معرفي کوي.
• دوی وایې چې ښځي ته باید غربي ازادي ورکړل شي.
• د دوی مرستي او کومکونو زیاته برخه د معتزلو او خوارجو سره وي او دا دوه ډلې خلک تمویلوي.
• دوي غواړې چې په نړۍ کې کفري تمدونونه راژوندي کړي.
• د مسلمانانود نسل په اړه داسې عقیده لري چې دوی لادینه تربیه کړي. مکاتبو او مدرسو ته لاس غځوي.
په دموکراسۍ کې افراد په طبعي ډول د عقل خاوندان دي او دوی باید ژوند مناسب نظام غوره کړي، دلته افراد ازاد شول، که ښځي حجاب نه اچوي او خوښه یې نه وي کولای شي چې بې حجابه وګرځي. ښځه کولای شي میړه ته طلاق ورکړي او دېته ورته زیات مثالونه لري چې د اسلام مبین دین سره دموکراسي ټکر کوي. دموکراسي د خق لپاره هیڅ ډول عقیدتي بنسټ نه لري، چې داخپله یوه غربي ډموکراتیکه مفکوره ده، او هر څه دفرد په خوښه تر سره کیږي. د اکثریت لخوا منل شوي اصول یې عدالت اګر ناروا هم وي لکه په غرب کې دنارینه واده دنارینه سره او دښځي واده د سپي، اس، خر او بېزو سره. په دموکراسۍ کې واک د خلکو دي او قوانین دخلکو په لاس جوړیږي، چې دلته بیا له اسلام څخه فاصله پیدا کوي. ښه مثال یې د ملي حکومت مشارکت دی چې دواړه خواوي یې په اساسي قانون ټينګار کوي او له قرانکریم څخه یې مخ ګرځولی دی، چې الله په سورة النساء کې فرمایلي دي. ایات نمبر (۵۹) د تنازع او لانجي پر وخت الله ج کتاب ته رجوع وکړي، په بل ځای هم الله ج امر کړی ( ومن لم یحکم بما انزالله فا وُلئک هم الکافرون، هم الفاسقون، هم الظالمون) د الله دحکم نه سر عړونه کفر دی، ظلم دی او فسق دی، سورة المائده( ۴۴-۴۵-۴۷-۴۹-۴۸-۵۰) دا ټول ایاتونه دالله د حکمونو په اړه دي. په هر هغه ځای کې چې د شریعت پرځای وضعي قانون حاکمیت مومي هغه ځا پر داري کفر بدلیږي او له هغه ځایه هجرت لازمیږي.
د الله ج مبین دین ټولو سیاسي، ټولنیز، اقتصادي، عقیدتي او فرعي احکامو ته شامل دین دی او قطعي حکم دی چې هر څه باید دهمدې لارې وشي او ژوند قرانکریم او احادیثو په رڼا کې تیر شي، مګر داستعمار واکمنۍ او غربي افکارو په مسلمانانو غلبه کړي او یو شمیر مسلمانانو غربي کاپیټا لستي او علمانیة (لادیني) دموکرایک افکار منلي او دژوند په مختلفو برخو کې یې دحل وسیله شمېري... نو اوس ووایې چې دموکراسي یعنې څه؟ ( کفر) که (اسلام)....... MA.S.A