د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مغزي سکتې علامې څنګه پیژندل کیږي ؟

محمدشفیق محمدی 28.02.2015 12:05

له محترم لوستونکو نه هیله کیږي چي دا لاندی مالومات په غور ولوي او له خپلو دوستانو سره یې شریک کړي . دا مالومات ډیر ساده دی ،خو کیدای شي ژوند وژغوري .
مغزي سکته که په لمړیو ثانیو او دقیقو کي وپېژندل شي او ناروغه په لنډ وخت کي تر درملني لاندي راشي ، دژوند ژغورلو امکانات یي ډیر زیات دي . په نورمال حالت او ورځني ژوند کي که څوک چي له مغزي سکته سره مخکیږي ، ډیر کم به داسي وي چي له ده سره یو طبي ډاکټر هم ملګری وي . هغه کسان چي ناروغه ته په چاپېریال کي حاضر وي ، باید پوه شي چي ایا ناروغه له مغزي سکتې سره مخ دي او که بله کومه ناروغي لري .
مغزي سکته هغه وخت را منځ ته کیږي چي وینه د انسان په بدن کي وړې غوټي پیدا کړي او هغه رګونه چي مغزو ته وینه رسوي ، بند کړي . مغز ته وینه او اسکېجن نه رسیږي ، پایله یې مغزي سکته ده . که ناروغه په داسي حالت کي د څو دقیقو په موده کي تر درملني لاندي را نه شي ، پایله به یې د بدني اعضاوو فلج وي . ناروغه د خبرو حس له لاسه ورکوي ، لاس یا پښه او یاهم دواړه یې فلج کیږي ، که ژوندی پاتي شي ، د ژوند تر اخیري لحظې پوري به د نورو مرستي ته اړتیا ولري .
ناروغه کیدای شي چي له داسي حالت نه وژغورل شي که د هغه په چاپېریال کي حاضر کسان د مغزي سکتې علامي و پېژني او ناروغه په کم وخت کي روغتون ته ورسوي .د مغزي سکتې پیژندنه لویه پوهي نه غواړي . هر څوک کولای شي د ناروغه له ظاهري حالت نه وپوهیږي چي مغزي سکته لري اوکه بل څه ؟
ډاکټران وایي : دتاُسف له مخي ډیر کسان د مغزي سکتې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي دا ځکه چي هغه ته نژدې او حاضر کسان د مغزي سکتي په علامو نه پوهیږي او په لمړي ګام کي یې یوه عادي او ساده ناروغي ګڼي . په داسي حال کي چي د مغزي سکتي علامو پېژندل دومره ګران نه دي . له ناروغه سره باید داسي چلند وشي :
لمړی : له ناروغه نه وغواړئ چي و خاندي
دوهم : له ناروغه نه وغواړئ چي خبري وکړي .
دریم : له ناروغه نه وغواړئ چي دواړه لاسونه پورته کړي .
څلورم : له ناروغه نه وغواړي چي خپله ژبه را وباسي .
که ناروغه خندا نه شوای کولای او یا یې د خندا په وخت کي خوله کږېدل ، خبري یې نه شوای کولای او یا یې خبري پرې پرې وي ،لاسونه دواړه یا هم یو لاس نه شو پورته کولای او یا يې ژبه یوې خواته کږه وي ، نو ناروغه له مغزي سکتې سره مخ دی ، هر څومره چي ژر وي باید روغتون ته ورسيږي .