د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د عشق جذبه

نورالحق حداد 27.02.2015 11:09

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

خالق ذات چې هر څه پیدا کړي ښکلې یې پیدا کړي،هر څه یې له نفس واحده(ذرې) څخه پيدا کړي، د عالم او ادم د پيدایښت لامل مینه او عشق دی. د عشق د بادشاهۍ په شپو ورځو کې عقل لکه ګوښه شوی حاکم، په لرغوني یونان کې به چې په هر څه کې توازن وو، هغه یې ښکلې ګاڼه.
روهي صېب لیکي: د جهان هستي د عشق او ارتباط په زنځیر تړل شوې ده،عشق د ابدیت نغمه ده، که څوک له خپل عشق سره علاقه ولري. هرڅه جارو کېږي عشق پاتې کیږي، دا نه د عقل کار دی او نه د تجربو پورې تړلې ، دا د شهود او الهام وسیله ده، شهود د حقیقت د انوارو پړق دی ، دا نور یوازې په هغه ځای لګي چې چیرته عشق ژوند کوي.
حضرت عمر له خپلې لور څخه پوښتنه وکړه: بې له خاونده ښځه څومره وخت تېرولی شي؟
د لور په ځواب کې ډېره موده درې میاشتې، وروسته له دې په ویر اخته وي.

ټینګه مې ونیسه په غیږ کې
د پيغلتوب ستړیا مې وباسه میینه
سپېنه سینه درته پرته یم
د پنډاو چورګوړیه خوب دې ځنګوینه
د ښځینه احساس داسې ډېري نمونې شته، چې د عشق جذبه ترې څرګندېږي.
ټینګه مې ونیسه په غیږ کې
سبا به بوی د لونګین درڅخه ځینه
عشق د حقیقت سلوک دی او د مخلوقاتو پلار دی.
دا دنیا ده خدای له عشقه پیدا کړې.
د جمله وو مخلوقاتو پلار دی دا
رحمان بابا عشق او مینه د بشریت یو عالي مقام ګڼي له زور او تشدد سره وران دی .
شاه جهان او اورنګزیب غوندې اشراف
صدقه شه ترمنصور غوندې نداف
د شیخ غلام حضرت په وینا،عشق په لغت کې د بېرې ګل ته وایې، د ګل په منځ کې په ژیړه برخه جالکۍ وي هغه عشق دی او د مینې ۴۸ نومونو کې تر ټولو لوړ ځای لري.
هاشم بابر د علامه اقبال له نقلې قوله وایې: عشق داسې شی دی چې نه ترې میا خلاص دی او نه ملا. د پروفیسر راج ولي شاه خټک خبره ده ، چې عشق د جمال او جلال کار دی.که څوک جمال لټوي، نو دا په ګلانو کې دی. که څوک جلال ګوري دا په غرونو او سیندونو کې دی. چې جمال او جلال یو ځآی شي نو بیا زړه راښکون پيدا کړي، دا د شهوت جذبې تحریکوي.
پروفیسر حنیف خلیل وایي: عشق یوه داسې جذبه ده ، چې په هره تنه کې شته. که د لرګي تنه ده ، که د غوښې ‏ ده ، ذرې نه تر نورو بوټو او حیواناتو یا په هر ژوندي کې الله د عشق جذبه اچولې.
سید رسول رسا وایې: خوند په زړه کې عشق پيدا کړي که عشق نه وی ژوند بې نوره بې نمکه تور تورتم دی. ځینې علما عشق یوه ناروغي بولي او وایې دا غټه غلطي ده ، چې څوک وایې : د الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم سره عشق کول.
د عشق کلمه له (عشقه ‏) څخه راوتلې، عشقه هغه ګیاه ده ، چې د ونې خوا کې د همدې له اوبو څخه ګټه اخلي او د همدې ونې له ډډ نه تاوه راتاوه شي له حرکته یې وباسي.
شرر ساپی د ژبپوهانو له نظره لیکي: د حب او عشق ترمنځ دومره فرق دی، چې حب له شهوا‏ني عوښتنو پاک دی او عشق شهواني غوښتنې لري. عشق په مینې سر بېره دوه نورې څنګې لري، چې یوه یې خپل معشوق ته ډېر ډېر کتل، ډيرې خبرې ورسره کول او ډېر پاتې کېدل، بل یې جنسې رغبت دی. نجیب عامر وایي د عشق کلمه له درې حروفو څخه جوړه شوې، ع عقل، ش شرم او ق د قرار نه اخیستل شوی دی، دا درې واړه خبرې په عاشقانو کې ځای لري.
عقل شرم او قرار د سړي یوسي
د عشق لفظ به دې خبر کړي له دې رازه.
شهوت د یوی شېبې خارښت دی ، چې مینه بیا چاته دا اجازت نه ورکوي، چاسره چې عشق لري ترې شرمیږی، چاسره چې عشق لرې شېبه په شېبه به دې خیال ته راځي.
ښاغلی د اور خان داود د عشق په اړه لیکي: عشق او ښکلا دواړه ابدي تړون لري، له عشق پرته ښکلا نیمګړې او د ښکلا نه بغیر د عشق فکر نه شي کېدی. په عربي ادب کې د عشق په اړه دا نظریه ده،چې د عشق مثال د اور دی بې له معشوق هرڅه سوزوي. د یو مفکر په قول عشق روح سره تړاو لري د دې په واسطه انسان وړاندې ځي، بل طرف ته شوت دی ، چې انسان پرې د حیوان درجې ته رسي.
عشق دوه څانکې لري یو یې مجاز او بل یې حقیقت :مجازي عشق د حقیقي لپاره واسطه ده ، د کوټې چت ته په زینه ختل دي، لکه کامګار چې د مجاز په پاټکو د حقیقت منزل ته ختلی.
که منصور غوندې په دار شم یا سنګسار شم
نه به پاتې له دلدار شم نه به ډار شم
د بالیوډ ستوری امیتاب بچن په خدا ګوا فلم کې ډیلاک کوي وايې عشق زما مذهب دی، پښتو زما قانون دی . د اقبال شاکر شعر دی:
بغیر د محبت نه که مې بل ټکی ایزده وي
په ما دې راپسې شي قرانونه پاڼې پاڼې
خوشاله خان په دې برخه کې لارښود پاتې شوی، وایي چې کومې ښځې زوی یا لور نه وی زیږولي صحبت یې دارو دی، بل ځای وایې د اور پروا مه کوي:
که دی لاس په بکره بر شي پرې مه ږده
که دې ځای شي په هغې جهان سقر
په یونان کې هم شهوت زور کړی، د روم سناتور د عشق جذبې اخستی و، چې د خپلې لور په مخکې یې له یوې ښځې مچکې اخستې، سناتور جورم د یوې باکمالې ښځې یادونه کوي چې په وروستي وار یې ۲۳ میړه کړی و او د میړه یې هم ۲۱ یوویشتم واده و، هلته ازاده عشق بازي څه بد کار نه و، نراو ښځو به سره یو ځای لمبل.
په مصر کې یو وخت د شهوت جذبه دې حد ته رسیدلې وه، چې د مصر فرعون په هلکان وژل او جینکۍ به یې د شهوت لپاره پریښودې. په لرغوني مصر کې د واده لپاره اول وړاندیز ښځې کړی و. د کلنټن او منیکا په معامله مېرمن کلنټن هم خبهر وه ، د هندوستان جهي چوله او پرویز مشرف به هم سره په دې کې نه ډیل کېده . ویل کېږي په جنرال ضیاءالحق چې به د عشق جذبه راغله، نو له دندې به نادرکه شو او د بیګم عطیه عنایت الله کور ته به یې ځان رسولی و.
د پاکستان پخوانی وزیر اعلی ارباب ډاکتر غلام رحیم چې دلالي یې کوله، یو عرب شیخ ته دوه خامې جینکۍ راوستې چې بلې نړۍ ته یې رخصت کړې. د یو بل عرب او ډیانا خبرې هم په مجلسو کې ژوندۍ دي. د نواب صادق علي په عشق کې ۳۴۰ ښځو د نواب صیب سره لیده کاته کړي، ریما هم په سلګونو هلکان لانده سرونه پريښي او له ښیخ رشید نه یې په یوه شپه دوه لکه روپۍ اخستې وې. نواز شریف به د سنجي د خور دلشاد بیګم په غوښتنه د کشمیر عملیات بندول. ‏د پاکستان ټیکس به یې مشهورې سندرغاړې طاهره سید ته ډالۍ کولو.طاهره سید خو به په نوازشریف حکم کاوه اخر پرې کلثوم نواز هم خبره شوه. په مجازي عشق کې عمران خان تردې حده رسیدلی و، چې بې نکاح یې له سیتا وایټ څخه لور پیدا شوې ، سیاست ته تر راتګ وروسته یې لور پرېښوده، بابرا شریف ، پوجابټ ، سري د یوي عمران لکه د لوبو نانځکې ولوبولې ، د ملک نه بهر یې هم ډيری جینکۍ وکارولې او پریښودې، خو اوس یې د مفتیانو لاره نیولې.
پدې میدان کط شپرپاو هم بینظیر بټو ته سر سپین کړ، چې اوس یې ځای حنارباني او بلاول بوټو نیولی دی . یحیی خان په وخت کې جینکۍ په درې ګروپونو له هند څخه دوبۍ لپاره اخستل کیدلې ، د اعظم هوتي خبره دپښتنو تر حجرې راغله ،
پیر بابا ته تلل په لاره یې ملګرې وه
هلک د سالار زیو او جلۍ د تیمرګرې وه
میرزا غلام محمد قادیاني په وړاندیز کاوه، چې د بیګم خانم زما سره نکاح کېږي، شیخ برصي سا هم د عشق جذبې نیولی و، چې پیرانۍ جلۍ ته یې پيران دم کړل.
سرچینې
د یادو اد‏بپوهانو خبرې
ادبې څیړڼې
پښتو ټپه
مینه (۴۷،۴۶،۶) ګنې