د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عاقلانه تصمیم پښیماني نلري

احمد رشاد 26.02.2015 13:05

عقل د تمیز قوه ده. د همدې عقل په برکت موږ ښه او بد، سم نا سم، خطر او بې خطره او... سره جلا کوو. هغه څوک چې عقل لري او له عمل نه مخکې لومړی له همدې ځواکه کار اخلي، نو کارونه به یې سم وي.
شاعر وايي: چرا عاقل کند کاری که باز ارد پشیماني؟
حقیقت هم همدا دی. عاقلان هغه کارونه نکوي چې وروسته یې د پښیمانۍ لامل شي. ځکه ځینې وخت پښیماني هغه زیانونه او خسارات نشي جبرانولی چې له عاقلانه پریکړې نه پرته یې کړي وي.
ځوانۍ د احساساتو دوران دی او کله چې احساسات غالب شي، عقل ته ځای نه پاتې کیږي او کوم کار چې د احساساتو په وخت کې وشي، ښه پایله نلري.
له همدې امله باید د کورنۍ مشراند خپلو ځوانو او ځوانۍ ته تازه رسیدلو غړو پریکړې او کارونه و څاري او د اړتیا په وخت کې داسې مشورې ورکړي چې هغوی له خطرناکو عملونو وژغورل شي.
له خطرونو د ژغورنې لپاره، منل شویو اصولو او قوانینو ته درناوی هم اړین دی. ځکه قوانین د دې لپاره وضع کیږي چې د خلکو حقونه او مکلفیتونه معلوم شي او چې څوک خپل حقونه او مکلفیتونه وپیژني، هغه تر ډيره له خطرونو خوندي وي.
هر هغه عمل خطرناک دی چې له قانون سره په ټکر کې وي. ځکه د قانون پلي کوونکیو ځواکونو لپاره هغه څوک مجرم او د سزا وړ ګڼل کیږي چې د قانون نقض کوي.
قاچاقي سفرونه، د قانون خلاف عمل دی. هر هغه څوک چې دغه عمل ترسره کوي، نه یوازې له مالي بلکې ځینې یې له ځاني زیان سره هم مخ کیږي او د یوه مجرم په توګه چلند ور سره کیږي.
زموږ اساسي قانون په هیواد کې د نننه او له هیواده بهر مسافرت د اتباعو حق ګڼلی دی، خو شرط یې دادی چې دا سفرونه باید د قانون له حکمونو سره سم وي او کله چې دغه شان سفر وي نو دولت یې مکلف ګڼلی چې له هیواده بهر هم د خپلو اتباعو د حقونو ساتنه وکړي.
خو، قاچاقي سفرونه په دغو شرایطو نه دي برابر. همدا لامل دی چې دولت هم د خپلو دغه ډول اتباعو د حقونو په ساتنه کې پاتې راځي.
دغه ډول سفرونه له ویزې او پاسپورټ پرته وي. یانې په پټه مساپر د نورو هیوادونو خاورې ته داخلیږي. همدا لامل دی چې ځینې وخت په بندو کانټینرونو کې ساه ورکوي، ځینې وخت د کښتیو د ډوبیدو له کبله ژوند له لاسه ورکوي. کله بیا د ایران د سرحدي پولیسو لخوا په ډزو کې مرګ ژوبلې سره مخ کیږي. ولږه، تنده، بې خوبي او په ساعتونو پیاده مزل خو د دغه ډول سفرونو اصلي برخه ده.
له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو په ځانګړې توګه انګلستان ته تلوونکي کسان باید د پاکستان، ایران، ترکیې، یونان، ایټالیې، فرانسې او ... له سرحدونو په پټه تیر شي او کیدای شي له ایرانه او یا له بل یاد شوي هیواده بیرته را وشړل شي. په دې صورت کې یې شوی لګښت او ګاللې ولږې تندې ټولې بې ځایه ځي.
دغو سفرونو ته زړه ښه کوونکي ډيری هغه کسان دي چې له خپل عقله کار نه اخلي. د انساني قاچاقبرو له عینکو دغو لارو ته ګوري او قاچاقبر د خپلو شخصي ګټو لپاره دغه لارې ګل او ګلزار ښيي.
هر هغه چا چې دغه ډول سفرونه کړي دي، پښیمانه دي خو د دوی پښیماني ګټه نلري. ځکه دغه پښیماني هغه لګښتونه او کړاوونه نشي جبرانولی، چې دوی کړي او ګاللي یې دي.
که کورنۍ او ځوانان غواړي چې پښیماني تجربه نکړي، نو باید د قانون خلاف عملونو ته ،چې قاچاقي سفرونه هم پکې شامل دي، زړه ښه نه کړي.
ځکه د عقل تقاضا همدا ده چې هغه کار باید ونشي کوم چې وروسته د پښیمانۍ لامل ګرځي.