د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان ؤلسمشر متحده ایالاتو ته تر تلو د مخه باید مؤجهه پلان له ځانه سره ولري

محمد انور ولید 25.02.2015 23:54

افغان ؤلسمشر تراوسه پورې په کور د ننه ـ او له هېواده بهرهرکار پر پلان تر سره کړی دئ . خبرې او ژمنې یې ترعمل نه ډېرې مشرې ـ او نه هم ډېرې کشرې دي ، بلکې همزولې یې دي . یعنې کومه خبره یا کومه ژمنه یې چې تر اوسه پورې له چا سره کړې ـ همزمان یې عملي کړې هم ده . موږ د دې خبرې ډېر ژوندي ثبوتونه لرو چې عیان ته یې د بیان څه حاجت نه شته .
دا چې نوموړی خپل ځان او خپل کارکوونکي ټول ملت ته مسؤول ګڼي . له همدې امله یې په کاري ټيم جوړولو پسې ډېره تلوسه او هڅه ده . بې استعداده ، ټګ او ټګمار سړی یې نه خوښېږي ، ځکه هغه پرې پوه دئ چې نا لایْقه او چاپلوس سړی تل د نظام او ملت پر اوږو ور بار وي . نوموړی د کار او پر مختګ ډېر شوقي دئ . خپلو او پردیو غلطیانو ته ډېر متوجه وي . خپله هم ټول اړوند کارونه د پلان او سترا تیژۍ له مخې پرمخ وړي ، اوله نورو هم پر پلان او سترا تيژۍ باندې برابرکارونه غواړي .
ځکه چې له یوې خوا د مخه جوړ شوي پلان او سترا تيزۍ له مخې د سلا مشورو کارڅه ناڅه له خطرو او غلطیانو څخه  پاک وي . له بلې خوا په داسې کارکولو سره وجداناً ملي مسؤولیت ادأ کېدای شي . د ملت په استازیتوب په داسې سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کې د ګډون له پاره خو خامخا یوې داسې پلانیزه آجنډا ته اړتیا په کې شته چې پرمټ یې د خپلو ملي ګټو په خاطر د ملت ټولې ممکنه روا غوښتنې په یو اصولي او منطقي چوکاټ کې په کې نغښتې وي .
افغان ؤلسمشر متحده ایالاتو ته د روان زیږدیزکال په مارچ میاشت کې ور روان دئ . هلته په هغه نړیواله غونډه کې د افغانستان او سیمې پرامنیتي اړخونو باندې خبرې او بحثونه کېدونکي دي . دې غونډې ته افغان ؤلسمشر او ور سره پلاوی ، د متحده ایالاتو ؤلسمشر اوباما ، د ملګرو ملتونو سرمنشي ، د هند وستان جمهورریْس ، د پاکستان لومړی وزیر ـ  د استخباراتو ریْس او لوی درستیز یې ، د چین ـ  ایران ـ تاجیکستان او ترکمنستان جمهور ریْسان ، د سعودي عربستان پادشاه ، د متحده عربي اماراتو امیر ، د مخالفینو د ډلو مشران ، د ناټو سر منشي ، د اروپایي اتحادیې ریْس ، او د اسلامي هېوادونو د کنفران مشر ور تلونکي دي . د ملي امنیت ستر سلاکار هم په دې اړه قطر ته تللی .
تمه ده افغان ؤلسمشرهم په دې غونډه کې د خپل هېواد د ټولو ور پېښو ستونزو ، سولې ، امنیت ، بیا رغونې او ټیکاو په اړه منظم او دقیق منطقي پلان له ځانه سره ولري ، تر څو له مخې یې په دې نړیوال قرارداد کې له افغان ګاونډیانو سره ټولې سیاسي ستونزې د مفاهمې له لارې د دیموکراسۍ په چوکاټ کې د بین المللي حقوقو د په پام کې نیولو سره د فرانسې او آلمان په څېر په دایْمي ډول حل او فصل شي .
دلته په دې نړیواله غونډه کې هم اړینه ده چې افغان ؤلسمشر د علم ، منطق ، استدلال او د یپلوماسۍ په کاملاً مجسمه او مفکرانه ژبه نړیوال دېته را مات کړي چې نړیوال پر افغانستان باندې شوې ناروا ، ظالم او مظلوم ټول په خپلو سترګو په کې وویني ، او بیا یې پر مټ افغان ستونزې ته د پای منصفانه ټکی ور باندې کېږدي .
په هېواد کې سوله او ټیکاو راوستل د ملت خپل حق اود دولت دنده ده ، چې باید افغان اتباع د خپل نظام او خپل دولت ترچترلاندې آرام ، سوسا او بسیا د ورورۍ او سولې ژوند ولري . دا چې سوله او ټیکاو له هرې لارې راتلای شي د شرایْطو برابرولو ذمه واري یې د دولت پرغاړه ده . څرنګه چې ددولت په سر کې ؤلسمشر ځای لري ، نو د داسې سترو برخلیک ټاکونکو ملي مسْلو مسؤولیت هم د جمهور ریْس پرغاړه دئ . تمه ده چې ؤلسمشر یې په اړه د ګاونډیانو له هر اړخیز حرکت سره سم په احتیاط ، ټینګ او اغېزمن ګامونه واخلي .
او د یا دې غونډې را ټو لېدونکو مشرانو ته هم اړینه ده چې د افغانستان د امنیت ، سولې او ټیکاو په خاطرد افغانستان  پر ګاونډ یانوباندې زور راوړي ، تر څو په دې هېواد کې امن او سوله راشي ، ځکه د افغانستان امن د سیمې او نړۍ له امن ، سولې او ټيکاو سره مستقیم تړاو لري . خدای وکړي چې د متحده ایالاتو دغه سر مشریزه غونډه په افغانستان ، سیمه او ټوله نړۍ کې د بشپړې سولې ، امن او ټیکاو سبب ، او ؤلسمشر خپل هېواد ته د یقیني سولې او امن راتلو په اړه ډ ک لاس ترې را ستون شي .