د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دسولې د خبرو په اړوند نوې پرمختاوې دډاډ وړ دي

حقیق 25.02.2015 11:02

دادی په افغانستان کې دسولې او خبرواترونوي بهیر یوځل بیا دخلکو زړونو کې هیلې ټوکولي او که خدای کول دغه بهیر به بریالی کېږی، سره له دې چې په دې لار کې خنډونه لاهم شته او یو شمېر حلقې نه غواړي چې دافغانستان دخلکو دغه ارمان سرته ورسېږي خوخلک نور اوس په دې پوه شوي چې په جګړو کې ددوی خیر نشته او یواځینی لار چې دهیواد په خیر او دافغانانو ښه راتلونکی تضمینونی هغه سوله ده چې نور باید ژر ترژره لاسته راشي . په همدې اړه دملي یووالي حکومت څه موده وړاندې یوه اعلامیه خپره کړې چې په کې راغلی : ( د افغانستان د ملي وحدت حکومت د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ له څلورو میاشتو را په دیخوا په هېواد کې د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره هراړخیزې هڅې پیل کړي دي.)
اعلامیه زیاتوي: (چې افغانستان، پاکستان او نور نړیوال همکاران تعهد لري چې د سولې د ټینګښت په لاره کې په بشپړ صداقت سره له یو بل سره همکاري وکړي. )اعلامیه ټینګار کوي چې ،( د افغانستان د اسلامي جمهوریت دولت سولې او روغې جوړې ته د زمینې د برابرولو په خاطر د پاکستان د وروستیو هڅو قدرداني کوي او د هغه هېواد له وروستي دریځ څخه چې د افغانستان دښمن خپل دښمن بولي، هرکلی کوي.)
 
باید وویل شی چې دافغانستان داکثریتو خلکو غوښتنې ته په پام سره چې هغوی هم ټول دددولت له وروستی  دریځ سره ملتیا لري  انشاالله دغه هڅې دهغو خنډو سره سره چې په دې لارکې موجودې بریالی به هم شي.
تېرو وختونو او دافغانستان پنځه دېرش کلن ناورین دا ثابته کړې چې له ټولو ستونزو نه دوتلو لار یواځې سوله او ورولی ده اوبس.
په دې اړوند نوې پرمختیاوې دپاکستاني لوري تمایل او هم دافغان مخالفینو وروستی سیاسی تحرکات دي په  لومړي ځل داسې څرکونه هم څرګندوي چې وسله وال مخالفین هم چې  مخکې له دې یې له افغان دولت سره له مخامخ خبرو انکار کاوه اوس یې دا هوډ کړی او دې پرېکړې ته رسېدلي چې پرته له افغانانو نه دې هېواد ته بل څوک سوله نشی راوستلای ځکه دا افغانان دي چې دجګړو له لاسه زوریږي او(( ځمکه هغه ځای سوځي چې اور پرې بلېږي )) نو سوله هم همدوی ته کراري راوستلای شي او هغه چې نه دي زوریدلي دافغانانو له حاله خبر نه دي او دافغانانو په درد نه پوهېږي . ګرڅه یوشمېر رسنیو څرګنده کړې چې تراوسه طالبانو له افغان دولت سره دسولې دخبرو په اړه رسمي نظر نه دی څرګند کړی خو هغو نښو نښانو ته په کتوسره چې دطالبانو دتحرکاتو په اړه څرګندېږي داسې ښکاری چې طالبان اوس سولې ته لېواله دي او که بهرنی مداخلې نه وای نو له پخوانه به یې دسولې خبرې اترې پیل کړې وای. دنوې تحرکاتو بیلګه ، دطالبانو داستازو سفرونه دچین او یوشمیر نورو هیوادونو ته دي چې دوی خپله یی هم تاییدوي  او داچې کله ناکله دوی دسولې دخبرو په اړوند مخالفت څرګندوي کیدای شي دزیاتو امتیازاتو دغوښتلو تمه ولري پرته له دې هم بهرنی فشار اوتحرکات اوهم کورنی فشارونه داجوتوي چې دافغان دولت مخالفین هم پرته دسولې دخبرو دپیلولو نه او له همدې لارې یوې نتیجې ته درسیدوڅخه بله کومه لار هم نه لري.
پاتې دې نه وي که چېرې دافغانستان دسولې په اړه بدبینه نظرونه هرڅومره زیار وباسی چې په مېنځ کې خنډ شي او هم دسولې مخالفین ستونزې رامېنځته کړي سوله هغه په شانه تلونکی بهیر دی چې افغانانو خپل لاره ورته ټاکلی او نور ددې هیواد خلک نه غواړي چې تېرو ناخوالو ته کله هم  بېرته ستانه شي.
سیاسی شنونکی هغه پرمختیاوې چې په دې وروستیو کې دنړیوالوپه تیره دپاکستان په تحرکاتو کې رامېنځته شوي ، او هم دافغان دولت داعلامیو او دمشرانو له څرګندونو څخه معلومیږي دغه راز دامریکایی لوري او دطالبانو ترمنځ داسیرانو دتبادلې او یوشمیر تماسونو ته په پام کې نیولو سره داسې انګیرل کیږي چې که خدای کول افغانستان کې دسولې دخبرو په اړوند هیله مندی په چټکه سره مخ پرزیاتیدو ده.
سره له دې چې هم امریکا یی لوري او هم دافغانستان ددولت وسله وال مخالفین په خپلو وروستیو څرګندونو کې داسې وایی چې ګواکې ددوی ترمنځ کومې خبرې نه دي شوي خو دخبرو اترو او دسولې په اړوند مخالفت هم نه څرګندوي چې دغه دریځونه ددوی له پخوانیو دریځونو څخه تفاوت لري او روانو جریاناتو او پرمختیاوو ته په کتو سره  کیدای شي په نږدې راتلونکی کې ددوی په دریځونو او هم دافغانستان دسولې دخبرواترو په اړوند دراماتیک بدلونونه رامینځته شي چې دافغانستان خلکو ته به انشاالله ښه زیري له ځانه سره ولري.
------------------------------------------------------------------------