د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کی د تغذیی وضیعت

محمد شفیق محمدی 25.02.2015 11:52

د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۲۴ نیټه د عامې روغتیا وزارت د ۱۳۹۲ کال د تغذی ملی سروې اعلان کړه. دا په افغانستان کې د خوارځواکی په اړه له ۱۳۸۳ کال وروسته دویمه ملی سروې وه. دا سروې چې ملی او نړیوالو علمی متخصصینو ترسره کړې پکې په ۳۴ ولایتونو کې د نجونو، ماشومانو، میرمنو او سپین ږیرو د خوراک وضعیت څیړل شوی دی. دا سروې په خپل وار سره بې سارې ده او د هر ولایت په اړه مالومات پکې راتول شوی چې تر ډیره د افغانستان په ټولنیزه او اقتصادی برخه کې خپل موثریت لری. په دې سروې کې ویل شوی دی افغانستان له دې سره سره چې د تغذیې په برخه کې پرمختګونه کړی دی خو بیا هم داسې یو هیواد دی چې خوارځواکی پکې شته. په دې برخه کې د ملګرو ملتونو ترسره شوې څیړنې چې د وروستیو کلونو دی د عامې روغتیا وزارت ته د اندیښنې وړ دی.
په دې سروې کې موندل شوې چې په هرو سلو ماشومانو کې چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دی ۴۱ یې وچ موری دی چې دا وچ موری توب یې مزمن هم دی. خو دا شمیر بیا هم د ۱۳۸۳ کال په پرتله ښه والی ښیی ځکه په یاد کال کې دا شمیر ۶۱ سلنه ته رسیده. له دې سره سره چې په ۱۳۹۲ کال کې شل سلنه یانې یو میلیون ماشومان له مزمن وچ موری توب څخه ژغورل شوی دی خو بیا هم په نړۍ کې د افغانستان د وچ مورو ماشومانو شمیر ډیر دی.
مزمنه وچ موری چې تر ډیره د ماشوم قد سوځوی په ټوله کې ډیر زیانمن دی چې دا بیا د بشری ودې په برخه کې ډیر د پام وړ دی. په ماشوم کې دا وچ موری د جسمی او ذهنی ودې د مخنیوی لامل هم کیږی. د نړیوالو څیړنو پر بنسټ هغه ماشومان چې پر دې ناروغۍ اخته دی تر ډیره یې جمسی او ذهنی وده لکه څنګه چې باید وی هسې نه وه، چې دې کړنې یې د لوست زده کړه ټکنۍ کړې او دوی نه شی کولای لکه څنګه چې ښایی خپل لوست زده کړی او یو ډول شاته پاتې شوی دی او په پای کې کله چې کاری وړتیا کمه شی بیا یې عاید هم کمیږی. څیړنې ښیی چې ټولنه خپل اته سلنه پرمختګ د خوراځواکی له امله له لاسه ورکوی چې دا بیا د یو هیواد د سړی سرعاید درې سلنه برخه جوړوی. په ډیره خواشینۍ سره د افغانستان دوه ویشت سلنه ماشومان چې وچ موری دی عمرونه یې له دوو کلونو کم دی. دا برخه ځکه د پام وړ ده چې په دوه کلنۍ کې یاده ستونزه د ماشوم ذهنی په ځانګړی ډول دماغی ودې د مخنیوی لامل کیږی چې دا بیا په ټول ژوند کې هم نه شی جبرانیدای. خو دا په داسې حال کې ده چې د کورنۍ د بیخی کمې پاملرنې په شتون کې یې مخنیوی شونی دی. یانې که په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې د مور شیدې ورکول شی نو یولس سلنه ماشومان په هر کال کې یې چې شپږ سوه زرو ته رسیږی وژغورل شی او تر شپږو میاشتو وروسته د مور له شیدو سره یو ځای د لږ خوراک له ور ډیروالی سره سم د خوارځواکۍ مخه نیول کیدی شی. البته باید و ویل شی چې په ولایتونو کې خوراځواکی یو شان نه ده او په شلو ولایتونو کې یې کچه پراخه ده. هغه ولایتونه چې وده پکې کمه ده لکه فراه او نورستان د وچ موری له ۶۵ نه تر۷۰ سلنه پیښې پکې لیدل شوی دی.
په ۱۳۸۳ کال کې هغه میندې چې له غذایی پلوه څیړل شوې وې په هرو سلو میرمنو کې چې د اومیندوارۍ پر وخت یې عمر له ۱۵ تر ۴۹ کلونو پورې و، یو ۲۱ تنه یې د بدن وزن له کموالی سره مخ وې چې ۱۸/۵٪ سلنه یې په خوار ځواکۍ کې راتلې خو په ۱۳۹۲ کال کې بیا دا کچه ۱۰٪ سلنه ته را ټیټه شوې. یانې د ۱۳۸۳ کال په پرتله د شپږ سوه زره میندو د خوراځواکۍ مخه نیول شوې. په میندو کې دغه مثبت بدلون د ماشوم د خوراکی برخې بدلون هم ښیی ځکه د څیړنو پربنسټ څرګندیږی چې د مور د غذا وضعیت په رحم کې د ماشوم پر وجود او ان جوړښت باندې هم اغیز کوی. په تیره پر خوارځواکی اخته نجونې یوه خوارځواکې مور کیږی او بیا خوارځواکی ماشوم دنیا ته راوړی. نو ویلای شو چې خوارځواکی له یو له نسل څخه بل ته لیږدیږی او دا لړۍ دوام مومی.
په دې سروې کې د میندو او ماشومانو وینه او متیازې هم اخیستل شوی دی او د اوسپنې او آیودین کچه پکې تجزیه شوې. دغه دوه عناصر په تغذیه کې ډیر مهم دی ځکه کمی یې د انسان ذکاوت تر اغیز لاندې راولی. نړیوالې څیړنې ښیی چې د اوسپنې ۲۵ سلنه کمښت او د آیودین او آی کیو ۱۵سلنه کمښت د ماشوم ذکاوت ته زیان رسوی