د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کوچنیانو ادبیات تاریخي پس منظر، اوسنی حالت ۵

پوهندوی آصف بهاند 23.02.2015 11:52

اوس راغلو د کوچنیانو ادبیاتو ته او په اوسني وخت کې د کو چنیانو خوار حالت ته چې څومره د دولت اوحتی قلموالو له پامه لویدلي دي.
که د افغانستان د مطبوعاتو تاریخ ته سر ور ښکاره کړو، هلته لیدل کیږي چې په رسمي خپرونو کې د کوچنیانو له پاره د دوی د ادب په نامه لومړنۍ نښې نښانې په ۱۲۹۷ کال کې د سراج الاخبار په پاڼو کې د «سراج اطفال» په نامه را څرګندیږي.
محمود طرزي د نورو ډیرو نوښتونو تر څنګه دا نوښت هم وکړ چې آن په هغه وخت کې یې په خپرونو کې کوچنیانو ته او د کوچنیانو ادب ته پاملرنه وکړه او د هغه وخت په خپرونو کې يې ځای ورکړ. محمود طرزي له یوې خوا د سراج الاخبار تر څنګه کتابونه خپرول، له بلې خوا یې د دې جریدې په څنګ کې «سراج اطفال» ته هم د چاپ او خپریدو زمینه برابره کړه.
«سراج اطفال» په هرو پنځلسو ورځو کې یو وار د سراج الاخبار تر څنګه خپریده. مطالب یې ټول د محمود طرزي له نظره تیریدل او بیا چاپ ته لیږل کیدل. محمود طرزي د «سراج اطفال» د یوه مضمون په ترڅ کې، د کوچنیانو د دې خپرونې هدف داسې په نښه کړی دی:« ... سراج اطفال تاسو له نویو علومو او فنونو څخه په روزنه او ادابو کې، په عاقلانه ډول خبروي. د درس زده کوونکو ټکو او ګټورو حکایتونو په وسیله ستاسې دماغونه روښانه کو ... سراج اطفال د ښوونځي په درسونو کې تاسې سره مرسته کوي ...» (آصف بهاند، د کوچنیانو ادبیات،۴۱ مخ)
هغه څه چې په هغه وخت کې د کوچنیانو په ژبه او د دوی له ذوق او سويې سره برابر خپریدل، اوس یې هم موږ نه لرو. د سراج اطفال په لومړۍ ګڼه کې لیکوال ښه هنرمند او بر لاسی ښکاري، د سراج اطفال له خولې غږ را باسي او سراج اطفال په خپله له کوچنیانو سره خپله خبرې کوي. په هغه وخت کې چې زه د خپل کتاب (د کوچنیانو ادبیات) په لیکلو بوخت وم، ما وکولای شول چې د سراج اطفال کلیکسیون پیدا کړم. د سراج اطفال په لومړۍ ګڼه کې، سراج اطفال له کوچنیانو سره د زړه خواله کړې ده، دا خبرې لږې اوږدې دي، خو د کوچنیانو د ادبیاتو په تړاو ډیرې په زړه پورې دي او لوستل یې ګټور. سراج اطفال خپلې خبرې داسې پیل کوي:
«سراج اطفال را په خواننده ګانش کي شناسايي خواهد داد، مګر خودش. برادران! من یک نهالک نو نشانده باغبان معرفتم، مرا دریابید، میوه های شیرین علم ومعرفت را ربایید.
اولاد وطن! من یک چراغک نو روشن شده «عصر سراجیه» ام، روغنم انوار حکمت است، مرا در هر جایکه بیابید، بګیرید، روشني فکر پیدا کنید.
شاګردان عزتمند! من یک ذره ام که آفتاب حقیقت در من جلوه نموده است. از من نور ربایید، تا به آفتاب حقیقت رسید. اطفال نونهال! استقبال آمال وطن نمایید ... برای رهنمايي شما به علم وحکمت افروخته است، من از شمایم، شما هم از من شوید. یعنې از من رو متابید، مرا بخوانید. به زبان ساده طفلانه ی شما، با شما سخن می ګویم. تا میتوانم در آساني آموزش شما کوشش می ورزم. چنانچه آقای کلانم (سراج الاخبار افغانیه) در راه روشني افکار پدران عرض معلومات می کند، سراج اطفال عاجز نیز در راه خدمت و دانایي شما اطفال می کوشد.
از علم ها و فن های نو، از تربیه و اداب عاقل شنو، به نکته های درس آموز و حکایت های فایده اندوز و دماغک های کله ګک های کوچک شما را نوازش و دلاسا کرده؛ تازه ګي،نوي، خرمي، شادابي میدهد. شما را در یک زنده ګاني علمي و به یک غذای فني عادت میدهد.»(تیر اثر، ۴۱ – ۴۲ مخونه)
 د استاد عبدالهادي داوي په قول، سراج اطفال تر شپاړسمې ګڼې پورې خپلو خپرونو ته دوام ورکړ او بیا يې د ځینو خاصو شرایطو له کبله خپریدل وځنډیدل.(تیر اثر، ص ۴۳)
په دې ډول ګورو چې چې سراج اطفال په هغه وخت او هغو شرایطو کې زموږ د هیواد د کوچنیانو په روزنه کې د قدر وړ برخه اخیستې ده او په خپلو همغو لومړنیو موادو سره یې د کوچنیانو ادب لومړنۍ زمینې برابرې کړې دي.
د طلوع افغان په پاڼو کې هم دې ته ورته مطالب تر سترګو کیږي. د طلوع افغان د ۱۳۱۶ کال د دلوې د میاشتې د دوه ویشتمې نیټې په ګڼه کې د «اوسني هلکان، وروستني پلرونه دي» تر سر لیک لاندې، یوه مضمون سره مخامخ کیږو چې د کوچنیانو روزنه د ترقي او پرمختګ د عیني شرایطو په نظر کې نیولو سره څیړل شوې ده. د دې مضمون په یوه برخه کې راغلي دي:
«... ځینې سړي تل زیار کاږي چې خپل کوچني زامن او هلکان سم پر خپل فکر او خپله غوښتنه وروزي، مګر دا فکر ډیر بې اساسه او غلط دی. نن ورځ زموږ په لاس کې ده چې لویان یو، سبا ورځ پر نن نه قیاسیږي، هر وخت بیل مقتضیات، بیل  کارونه او جلا جلا لوازم لري ... نو زموږ هلکان هم ښايي د نوې زمانې له پاره سړي(لویان) سي ...»(تیر اثر ،ص ۴۵) د طلوع افغان ډیری مضامینو تربیتي بڼه درلوده.
په دې ډول د هغه وخت په چاپي خپرونو کې د کوچنیانو روزنې ته په عام ډول او د کوچنیانو ادب ته په ځنګځني ډول کار پیل شوی و.
بیا وروسته له څو کلونو د همغو هڅو نه د تومنې اخیستو په ډول د ۱۳۳۹ کال په حمل میاشت کې د انیس نشراتي موسسې له خوا «د وړو انیس» په نامه جلا خپرونه راووته چې مسول مدیر یې عظیم رعد و. د شپیتمې لسیزې په پیل کلونو کې چې کله ما «دکوچنیانو ادبیات» نومي اثر له پاره د کابل د کتابتونونو ګرد وهلي کلکسیونونه لټول، ما ونه شو کړای چې «د وړو انیس» کومه ګڼه پیدا کړم. یادونه یې د انیس په ورځپاڼه کې شوې ده.
دا دې یاده وي چې د زیري په جریده کې هم د کوچنیانو له پاره یو ځای ځانګړی شوی و چې «د وړو ادب» نومیده. د زیري په جریده کې «دوړو دنیا» لړۍ د کوچنیانو د ادب د یوې پاڼې په توګه، د کوچنیانو د ادب په تاریخ کې د خاص ارزښت درلودونکی ده.
د کوچنیانو د ادب په تاریخ کې له زیري جریدې نه وروسته «د کوچنیانو غږ» میاشتنۍ را ووته. دغه مجله چې د هغه وخت د پوهنې وزارت له خوا چاپیدله، د کوچنیانو له پاره یې جالب ذوقي، سپورتي، تربیتي، معلوماتي او ادبي مطالب خپرول او تر ټولو جالبه برخه یې دا وه چې د کوچنیانو په خپل قلم لیکلي مطالب یې هم خپرول او د هغو د تشویق له پاره به یې د کوچنیو لیکوالو عکسونه هم خپرول. د ښه والي دلیل یې دا ګڼلی شو چې تیرو تجربو ته یې په پام سره، نوې غوښتنې په نظر کې نیولې.
له دې نه وروسته بیا د انیس نشراتي موسسې «د کوچنیانو انیس» په نامه بله مجله را ویسته چې د تیرو خپرونو په څیر ماشومانو ته مطالب په کې خپریدل. په دې پسې بیا «دکمکیانوانیس» را ووت چې هماغه د کوچنیانو انیس لار یې تعقیبوله. په دې دوو ورستیو خپرونو(د کوچنیانو انیس، دکمکیانو انیس) کې د ادبي مطالبو تر څنګ ساینسي مضامین هم خپریدل.
دغه راز ځینو نورو خپرونو هم په خپلو پاڼوکې د کوچنیانو له پاره پاڼې ځانګړې کړې وې چې د هرې یوې څیړل جلا وخت ، جلا مقالو او آن د کتابونو لیکلو ته اړتیا لري. د دې خبرې یادول هم اړین دي چې د همدې مودې په اوږدو کې د کوچنیانو له پاره په آسانه او ساده ژبه ځینې کتابونه هم چاپ او خپاره شوي دي. دلته یې د نمونې له پاره د څو کتابونو نومونه یادوم:
ــ د همیش خلیل «آدم خان او درخانۍ» چې د آدم درخو مشهوره کیسه یې د کوچنیانو له پاره را لنډه کړې او په آسانه ژبه یې کوچنیانو ته برابره کړې ده چې په ۱۹۶۰ عیسوی کې دوه ځلې چاپ شوی دی.
ــ «اسلامي قصې» د حافظ محمد ادریس له خوا.
ــ پښتنی فولکلور، لیکوال یې سیال کاکړ دی.
ــ تربیتي کیسې، لیکوال: عبدالحمید مموزی.
ــ تعلیمي قصې، لیکوال: حافظ محمد ادریس،
ــ تنکۍ هیلې، درسي مرستندوی کتاب دی چې استاد خدمتګار بختاني د کوچنیانو په ژبه لیکلی دی.
ــ د کوچنیانو کتاب، لیکوال محمد حفیظ صحرايي. په ۱۳۳۹ کې د پوهنې وزارت خپور کړی دی.
ــ د لمر ترانې ، د افغانستان د لیکوالو ټولنې له خوا د کو چنیانو له پاره لومړنۍ شعري ټولګه چې په ۱۳۶۳ کې چاپ او خپره شوه. په دې کتاب کې د کوچنیانو له پاره د بیلابیلو شاعرانو شعرونه خوندي شوي دي.
ــ د وړکتوب دنیا ګۍ، د کوچنیانو له پاره د ښاغلي عثمان نژند د شعرونو ټولګه ده، په۱۳۶۳ کې خپره شوې ده.
ــ کاشکې زه کوتره وای، د کوچنیانو له پاره فولکلوریکې ترانې، د لیکوالو ټولنې له خوا چاپ او خپور شو.(بهاند، آصف، د کوچنیانو ادبیات، له ۱۳۵ ــ ۱۹۹ مخ پورې)
دغه راز دشوروي اتحاد د ځانګړو نشراتي موسسو له خوا هم په پښتو ژبه د کوچنیانو له پاره ډیر کتابونه چاپ او خپاره شوي دي چې د څو نومونه یې د نمونې په ډول دلته یادوم:
په ۱۳۵۷ کال کې د رژیم او حکومت له بدلیدو سره، او په ځانګړي ډول د ۱۳۵۸ کال په جدي کې د شوروي نظامي قواوو په راتګ سره، په بیلابیلو برخو کې، په شوروي اتحاد کې د چاپ شوو کتابونو ژباړې او زموږ هیواد ته یې د راوړلو او ویشلو پروسه هم ګړندۍ شوه. په دې کتابونو کې، هغه شمیر کتابونه چې د کو چنیانو په ادبیاتو پورې اړه درلوده، د ځانګړې پاملرنې وړ وو.
دا کتابونه یوازې د ښارونو په مرکزونو کې په وړیا ډول ویشل کیدل. کلو او بانډو ته او د کلو ماشومانو ته د بیلابیلو دلایلو له مخې نه رسیدل او نه هم چا مینه ورسره درلوده. آن تر دې چې د در ګران او سون له پاره کارول کیدل. په هغه وخت کې چې ما «دکوچنیانو ادبیات» کتاب باندې کار کاوه، په کابل کې د دې کتابونو بازار ښه تود و. ما ته چې څومره په مخه راغلي دي، په خپل کتاب کې مې په لنډ ډول معرفي کړي دي، چې د یو څو نومونه یې دا دي:
ــ افسانوي آس، د پرو ګرس نشراټي موسسې په ۱۹۸۱ کال کې په پښتو ژبه خپور کړی دی.
ــ پیل، د رادو ګا نشراتي موسسې په ۱۹۸۴ کال په پښتو ژبه خپور کړی دی.
ــ د پړانګ خورځه، په ۱۹۸۱ کال خپور شوی دی.
ــ د ډآنکو سوځیدونکی زړه، دا د ماکسم ګورکي اثر دی او د رادوګا نشراتي موسسې په ۱۹۸۳ کال خپور کړی دی.
ــ رسم شوې قصې، دا کتاب په ۱۹۸۱ کال د پروګرس نشراتي موسسې خپور کړی دی.
ــ سور چور ګوړی، په ۱۹۸۱ کال کې خپور شوی دی.(تیر اثر، له ۱۳۵ مخ نه تر ۱۹۹ مخ پورې)
کله چې د کوچنیانو پر ادبیاتو می څیړنه کوله، ډیرو شخصي او رسمي کتابتونونو ته مې سر ور ښکاره کړ، ډیرو څیړنکو او د کوچنیانو د ادبیاتو د برخې فعالینو سره مې لیده کاته وکړه. چا به سمه لارښوونه راته کوله ، ماخذونه به یې راته ښودل او د کتابونو او کلکسیونونو آدرسونه به یې راته را کول او چا به په ډیرې بې تفاوتۍ را ته ویل: « بله موضوع نه وه چې کار دې پرې کړی وای چې له ځان نه دې ماشوم جوړ کړی دی او د ماشومانو په ترانو پسې ګرځې »
خو ما په حوصلې سره خپل کار تعقیباوه، تر څو مې د هغه وخت د امکاناتو په چو کاټ کې دا کار بشپړ کړ. ما د خپل کار په موده کې د کوچنیانو ادبیاتو له پاره قلموال په دوو برخو وویشل:
۱ــ د کوچنیانو د ادبیاتو مسلکي لیکوالان
۲ــ د کوچنیانو ادبیاتو غیر مسلکي لیکوالان
البته په هغه وخت کې له مسلکي او غیر مسلکي نه موخه دا نه وه چې مسلکي دې هغه چا ته ووایم چې د کوچنیانو د ښوونې روزنې، یا د هغو له پاره د څه لیکلو په برخې دې زدکړې کړې وي او یا له کوچنیانو سره د چلند او خبرو کولو په برخه کې د زدکړو خاوند کسان او یا د کو چنیانو د روان پیژندنې په برخه کې ماهرین، دا به مسلکي وي او پرته له دې زدکړو به غیر مسلکي وي. داسې نه وه. په هغه وخت کې د مسلکي لیکوال له لیکلو نه زما هدف دا و چې مسلکي ښاغلو به په تصادفي ډول نه، بلکې په شعوري ډول کوچنیانو او د هغو ادب ته پام و او یو څه یې په عمدي یا شعوري ډول ورته کار کړی وي، چې هغه دا ښاغلي دي:
محمد عثمان نژند چې یوخوايې د مسؤلیت احساس کړي او له بل پلوه يې وظیفه د ښوونې روزنې د تالیف او ترجمې یا د درسي کتابونو د لیکلو په برخه کې وه چې د وظیفې له مخې یې د ښوونځي د کتابونو له پاره د ماشومانو په ژبه ترانې لیکلې. کوچنیانو ته شعرونه، کیسې او کتابونه برابر کړي.
حبیب الله  زړه سواند. چې یو نظامي صاحب منصب و، خو د خپلې شاعرۍ په څنګ کې یې په جدي پام سره د کوچنیانو له پاره هم کار کاوه.
دغه راز محمد جان فنا چې په اصل کې د نظامي برخې زدکړی و،خو د مسؤلیت له مخې یې د کوچنیانو د روزنې او ادبیاتو له پاره په څو برخو کې ډیر مهم کارونه تر سره کړي دي. ده د ادبیاتو له ساحې د باندې ډیر پیچلي علمي او هنري مسایل د کوچنیانو په ژبه او د دوی له ذوق سره سم، د دوی له پاره برابر کړي دي. په هغو برخو کې چې دماشومانو له پاره محمد جان فنا کار کړی دی دا دي:
اقتصاد، ریاضي، فزیک، هندسه، ارکیالوژي، الاهیات، اخلاق، پتالوژي، احصایه، بیالوژي، ارتوپیدي او نور اجتماعي او ساینسي مضامین. ۰(د کوچنیانو ادبیات،  ۱۲۳ ــ ۱۲۴مخونه)
څو نور ښاغلي چې ما په خپل کتاب کې د مسلکي تر سر لیک راوستي دا دي: صالح محمد کندهاری، استاد ګل پاچا الفت، شمس الدین مجروح، عبدالروف بینوا، سلطان محمد صابر، غني خان غني، سلطان فریدي، همیش خلیل، احسان آرینزی او ...(د کوچنیانو ادبیات، ۱۰۴ ــ ۱۲۰مخونه)  
 
غیر مسلکي مې هغه چا ته ویلي دي چې کله یې تصادفي د کوچنیانو له پاره کوم شعر ویلی او یا یې کوم نثر لیکلی یا یې د اماتور په ډول د کوچنیانو ادبیاتو په ساحه کې کله قلم چلولی او کله غلي پاتې شوي وي. په هغه وخت کې یې ما داسې لست برابر کړی و:
 
سرور زی، شیوا، نجیب الله، نور الله لودین، ګړندی خوږیاڼی، ریدی ژواک، ښادمن، ط بډک، رحمان الدین اکبري، شیر خان رښتین، وږمه رښتین، عتیق الله ولسیار، اجمل روهي، خوشال روهي، محمد آصف فهیمي، م نواب عبهر، محمد معصوم سهاک، ع حمید وردک، حمید الله امیني، تاتیوال، احمد بړیڅی، محمد اسماعیل څړبن، نور محمد، دوست محمد، بصیر امیري، محمد ایوب علومي، وحید، م متین، مصطفی جهاد، منت بار، عبدالغفار، زرغونه ایاز ځاځۍ، زمری کلیوال، مهریه هوتکي، نانی، سعدالله وطن، ح یاسیني، فاطمه صیامي، غلام حضرت همکار، رحمت، عبدالخلیل سودايي، ، شاه محمود حصین، مجاور احمد زیار، حافظ محمد ادریس، سیال کاکړ، فاروق فردا، محمد نواز حقیقت، غلام حضرت روغمن شګیوال او ...(د کوچنیانو ادبیات، ۱۲۲مخ )
د کوچنیانو ادبیاتو په برخه کې چې دا لیکوالان او شاعران ما په مسلکي او غیر مسلکي ویشلي، ښايي ځینې ښاغلي ورسره موافق نه وي او ځینې به یې راسره ومني، چې تایید یا ردول یې زما له پاره دومره مطرح نه دي؛ زما له پاره ډیره مهمه او د خوشالۍ خبره دا ده چې په هماغو شرایطو کې له هماغو امکاناتو نه په استفادې سره یو څوک پیدا شوي چې یا په تصادفي ډول یا په شعوري ډول یې د ماشومانو په باب فکر کړی او د کوچنیانو د ادبیاتو په نامه یې یو څه د کاغذ پر مخ پیاده کړي دي.
او س چې د یوویشتمې پیړۍ د دویمې لسیزې په نیمايي کې د تکنالوژۍ له دومره امکاناتو سره ژوند کوو، نولازمه ده چې هغه قلموال چې د کوچنیانو د ادبیاتو په باب فکر کوي او څه تخلیقوي، داسې څه دې ولیکي چې هغه د کوچنیانو له پاره د درک او پوهیدو وړ وي، یعنې ساده او د هغوی په ژبه لیکل ورته وکړي.
هغه لیکوال او شاعران چې کوچنیانو ته څه لیکي، باید د کوچنیانو دنیا ته ور ننوزي، ځان هلته احساس کړي، کوچنی درک کړي او بیا د هغه له غوښتنو سره سم قلم وچلوي او داسې څه ورته ولیکي چې کوچني ته د اوسنۍ زمانې له غوښتنو او پوښتنو سره سم څه ورکړي، هغه څه ورکړي چې د کوچني په راتلونکي ژوند کې له هغه سره د لارښود په ډول مرسته وکړي.
ما ولیدل او ګورم یې، له هغې ورځې چې زه په ښه او بد پوه شوی یم، له هغې ورځې مې چې قلم چلول زده کړي دي، په تیره بیا له هغې ورځې مې چې د کوچنیانو په باب، د هغوی د روزنې په باب او د هغوی د دنیا او ادبیاتو په باب فکر کړی؛ موږ ډیر وخت او امکانات له لاسه ورکړي دي چې اوس یې په ارزښت پوه خلک، حسرت او افسوس کوي، خو تش حسرت او افسوس کول څه ګټه نه کوي. موږ باید له اوسنیو امکاناتو او ټولو تجربو څخه استفادې وکړو، په خپله کورنۍ او ټولنه کې کوچنیان وپیژنو، د هغوی روان او دنیا درک کړو او د نوي زمان له غوښتنو سره سم هغوی ته د کوچنیانو د ادبیاتو په نامه داسې څه ولیکو چې کوچنی د خیال او هوس له نړۍ نه وروـ ورو را وباسو او د ده په ژوند کې د راتلونکې نړۍ نه یې خبر کړو.
موږ باید له کوچنیانو سره په خپل چلن کې ژور بدلون راولوو. په ډیری افغان کورنیو کې ماشومان په ډار او تهدید ویده کولو ته اړ ایستل کیږي، چې دا د هغه په ذهن او راتلونکي ژوند باندې ژور منفي اثر بریباسي. هغه ته باید د خوب په وخت کې کیسې و ویل شي یا ولوستل شي، خو زموږ په ټولنه کې ډیری کورنۍ د خراب اقتصاد له کبله، د سواد د نشتوالي له کبله او د نه پوهیدنې په وجه ماشوم باندې د خوب په وخت کې نه یوازې پټکې کوي، بلکې د راتلونکې ورځې د جبري فزیکي کار او نویو ستونزو یادونه هم ورته کوي او کوچنی د ستونزو له یوه درانه بار، روحي فشار، تشویش او ډار سره ویده کیږي.
په پرمخ تللو هیوادونو کې د ماشوم د پالنې، روزنې، خوب خوراک او هر څه له پاره امکانات برابر دي او له پروګرام سره سم تطبیقیږي هم. په دې دلیل چې د ټولنې د پوهې کچه او د کورنیو او میندو پلرونو د پوهې سطحه لوړه ده . کوچنی پیژني درک کوي یې او هر هغه څه چې ور ته اړین دي هغسې یې ورته برابروي او هماغسې ورسره کوي، خو زموږ په هیواد کې او زموږ په ټولنه کې په دې برخه کې یا قوانین نه شته او که کوم قانون وي هم، هغه څوک نه تطبیقوي او زموږ د ټولنې ماشوم ته او بیا زموږ د ټولنې کوچني او تنکي زلمي ته د پرمخ تللو ټولنو د امکاناتو دوه درې یا پنځه سلنه هم نه وي برابر او پر ټولنه باندې د ډیر پخواني حاکم کلچر په دایره کې ماشوم او کوچنی د ژوند په داسې یو مجبور او تنګ چاپیریال کې را ګیر کیږي چې کوچنی له فزیکي او رواني پلوه د تباهۍ کندې ته ور پورې وهل کیږي.
په دغسې یو منفي او بد چاپیریال کې د کوچني د جسمي ودې مخه نیول کیږي، د ذهني جوړښت تهداب یې خرابیږي او د هغه د راتلونکي ژوند د تباهۍ بنسټ ایښودل کیږي. کله چې کوچنی په دغسې یو جسمي او ذهني خراب حالت کې لوی شي چې د هغه د کوچنیتوب د حق دوه سلنه هم ور نه کړل شي، بیا نو هیڅ څوک حق نه لري چې له هغه نه د مثبت عمل او کومې ښیګڼې تمه ولري. نه مور پلار، نه کورنۍ او نه هم ټولنه.
په هغو هیوادونو کې چې د ماشومانو اوکوچنیانو په ارزښت پوهیږي، کوچني ته او د هغو ادبیاتو ته دومره پاملرنه شوې چې د نوې تکنالوژۍ د نویو امکاناتو په چوکاټ کې، که په کمپیوتر کې یوازې ولیکل شي:«د کوچنیانو ادبیات» او کلیک شي، د کوچنیانو له پاره په سل ګونو او لا زر ګونو کیسې او شعرونه تر لاسه کیدای شي. په یادو هیوادونو کې د کوچنیانو په مورنۍ ژبه په سل ګونو کارتوني فلمونه او نور امکانات شته دي.
دا ټول د دې ګواهي ورکوي چې په هغو ټولنو کې ماشوم، کوچنی او د هغو نړۍ او روان پیژتدل شوې او درناوی یې کیږي، د پالنې او روزنې لازم چاپیریال ورته برابریږي، د هغوی له عمر او غوښتنو سره سم اړین کتابونه، کیسې او فلمونه ورته برابریږي. دا په حقیقت کې د هغو ټولنو هغه پانګونه ده چې راتلونکو نسلونو او راتلونکو ټولنو له پاره یې کوي. سم یې روزي چې په راتلونکې کې یو سالم او روغ کارګر، پوه انجنیر، سم ښوونکی، زیرک طبیب ... او په وطن او خلکو مین رهبر ولري.

د پنځمې برخې پای