د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خط او خال

نورالحق حداد 22.02.2015 14:29

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

دا یې خط نشو نما کاندې له مخه
که نری نری لوګی ځي له چراغه
ارسطو وایې چې موسیقار د موسیقۍ د الو، مصور د رنګ او برش،سنګتراش د کاڼي او تیشې او ادیب د الفاظو په ذریعه د خپل هنر نندارې وړاندې کوي. شاعری ، انځورګري، سنګتراشی، نڅاګري او موسیقي د هنر څانګې دي او د ټولنې د تړون ترجماني کوي، شاعرانو په هر دور کې له جنسي میلان ځان نه دی خلاص کړی، د دنیا په هر ژبه کې شاعرانو د جنسیت لمن نیولې او خپل هنر ته یې زړه راښکون ورکړی.
یوناني، هندي، ایراني او عربي ادب د جنسي قوې ډک دی . چې خبره یې د همجنسیت راورسیده . ښاعلي علي عباس جلالپوري په خپل کتاب جنسیاتې مطالعې کې ډېر مثالونه وړاندې کړي.
د یونان معروف لیکوال سوفوکلیز همجنس پرست و، دلزباس همدا ډول شاعري کړې، ورجل د همجنس پرستۍ نښه ده ،چې تر اخره یې واده ونکړ، تکړه سنګتراش لیوناړډو همدا ناروغي درلوده ، ځلانده انځورګر رفاییل مردپرست و.دویلیام شکپیر په نظمو کې هم دا نښې شته ، پروفیسر محمد نواز طاهر لیکلې : د عربې او فارسي ادبیاتو مطالعې پښتو ادب ته ډېر خوند او رنګ ورکړ، په هنري انداز سره یې د عرفان په ملغلرو د عشق او محبت سندرې ښایسته کړې او بل پلو یې په پښتو ادب کې د هلک بازۍ او میخوارۍ زڼي وکرل.
کاظم خان شیدا وایې:
لب یې جام د میو نه دی شکر تال دی
نوی خط یې د دکن توری لښکرې
په فارسي ادب کې د مرد پرستۍ نښې شیخ سعدي او خافظ شیرازي یادیږي. خواجه محمد سایل لیکي هلک خوښونه په ایراني ادب کې له غزنویانو راولاړیږي.
ټپه ده :
حسن بادشاه عشق غلام دی
محمود ته ګوره د ایاز محتاجه شو نه
د سلطان محمود غزنوي په دربار کې ایاز د فرخي سیستاني له ادب نه اغیزمن شو ، سلطان فرخي ته بدبین شو ، له درباره یې وشاړه ، بیا فرخي په یوه قصیده کې بښنه وغوښته . میرزا خان انصاري وایې :
او محمود په صورت ډېره کمیني کړه
چې حاصل یې معرفت شو له ایازه
حمید مومند وایې :
د حمید محموده راشه ته پخپله
کمینۍلره کمال زما ایاز را
د حکیم سنایې شاعري په دوه برخو وېشل شوې یوه یې د ځوانۍ د وخت د مجازي مینې سوز او ګداز دی . د پروفیسر راج ولي شاه خټک په وینا د مغل سرخېل ظهرالدین د محبوب نوم بابر و، چې کله به ظهرالدین سره مخ شو مغل سرخېل باندې به خوله راغله. د روښان زوی جلال الدین اکبر بادشاه د ښایست په وجه د زندان نه ازاد کړ. د هندي سبک شاعران لکه غنی کشمیري ، شوکت بخاري، طالب املی او بیدل هلک خوښونکي وو.
د اردو ژبې منلی شاعر میر تقي میر بیچاره په عشق کې عزت او سعادت د لاسه ورکړ. غالب هم ډېر د کار سړی و چې مینې بي حسه کړی و. د غالب د شعر ژباړه ده :
په باران کې یې جومات ته پناه وړې وه .
مسجد څڅېده وایې :
خدایه ستا کور هم داسې وران دی لکه زما زړه .
د تیموري کورنۍ ورستی واکمن سلطان حسین بایقرا په مجالس العشاق کې د صوفې ، ملا، عالم، بزرګ، فقیهه او د ښار قاضي په اړه لیکي چې هر یو به په ښایسته هلک مین و.
شمس الدین کاکړ وایې؟
لاس مې نه رسې داستادمخ وګل ته
خط دې وتړلی لارې په غزو
د ابوعلي قلندر له یو هندوکي سره د مینی کیسه ، سرمد چې اورنګ زیب وواژه په ما د هو هندوکی مین و.دې هلکانو ته شاعرانو رنګا رنګ نومونه پیدا کړي وو، ساقي بچه ، ترسا بچه ، زرګر بچه ، مخ، پیر مغان او داسې نور.
په پښتو ادب کې د جنسیت او همجنسیت خبره تر نړۍ ډېره غښتلې ده، په کلاسیک شاعرۍ سیکس ګایډ خوشحال خان، د یونان، هندوستان او ایران سره سیالي کړې ده ، دې ازاد خیاله چې کومې بې باحه خبرې سوونه کاله وړاندې کړي اروپا په کې اوس هم پاتې ده .
خوشحال وایې؟
څو یې ږیره بریت لا نه وي هومره ګل وي
په ویښتو سره یې مخ پيدا کا خار
صوفي شاعر عبدالرحمان بابا وایې:
چې زما په چمن راشي ګوستاخي کا
د شبنم په څېر یې عمر یو زمان دی
مخ دې اور خط دې سبزه ده حیرانېږم
چې په اور کې سبزه څنګه زرغونېږی
عبدالحمید مومند چې عشق یې مجازي دی ښکلا خوښونکی شاعر دی ، د خپل محبوب ستاینه یې کړې، په ښکاره د برات د راتلو لارې څاري.
که مې یو ځله اشنا له هنده راشي
په هوس ورته ګلزار د غم صحرا شي
د حمید مومند سمبول خال او خط دی :
سپېلني غوندې په اور د نو خط حسن
سرترپایه سره لمبه شم شنه لوخړه
عاشق د خپلې مینې راز تر هر چا پټ ساتې خو عشق او مشک ځان خپله ښکاره کوي:
د کامګار د مینې راز په څنګه پټ شي
چې دایم مې وچې شوندې ترلیمه یم
په سپین مخ دې د خط لیکه دوتا راغله
که قمر باندې هاله خوشنما راغله
علي خان هم بیداره سړی و خو عشق له کاره ویستی و په مینه کې یې درد دی، دا مخصوصه مینه ده ، غل په غله ښه پوهېږي:
چې سرې شونډې سبزخط یې راپه زړه کړم
سر تر پایه سره لمبه شم شنه ډډوزه
استاد فضل ولي ناګار بیا خط او خال د تصوف سمبولونه بولي، خو استاد اورنګ زیب اسحق زی بیا وایې چې د حمید په چاپېریال کې تصوف کم لیدل کېږی. د خنیف خلیل په وینا د صوفیانو معشوقه محبوب وي محبوبا نه وي. اول مجازي عشق کې اخته وي بیا وروسته حقیقت ته مخه کړي صوفیان د کتلو، خبرو او نورو ډېرو طریقو نه خوند اخلي ، د ځلمو د صحبت باره کې اکثره صوفیه باندې د ابلیس مکر وي.عبدالرحمن ابن جوزي په تلبیس ابلیس کې لیکلي هر انسان چې دا دعوه وکړي چې د ښایسته هلک لیدو سره د شهوت جوش نه راځي دا دروغجن دی . ابونصر هم یو جفاکش عابد و، چې ښایسته هلک په سرو سترګو وژړاوه. مهرجان اول مجوسي و بیا ورسته مسلمان شو لوی صوفي و، ترتهجد وروسته به یې ځآن سره ښکلي هلک ویده کاوه . ابو عبدالله بن محمد نقل کړی د فارس صوفي و ، د هلک عشق ګې ګېر و. د فحش ترحده ورسېد بیا یې ځآن دریاب ته واچوه. د بغداد په یو رباط کې د صوفي نه د تهمت په وجه هلک جدا شو ، صوفی په چاړه وواهه مړ شو، کوټوال صوفي ونیو، د هلک پلار ته یې اقرار وکړ، په پښو کې ور ولوید. اووم ډول صوفیان ښه په دې پوهېږي چې ښکلو هلکانو سره صحبت اجازه نه لری. عبدالرحمن محمد بن حسین وایې ښکلې هلک سره صبحت لویه فتنه ده ، د پروردګار سره مې سل ځل وعده وکړه سپینو انګو، نېغ قد، نخره بازو سترګو دا وعده ماته کړه .
د ابو سفیان ثوري نه روایت دی چې جلۍ سره یو شیطان وي او له نوي زلمي سره دوه شیطانان د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمیسون ریسې سیما ثمر کنفرانس ته د وینا په مهال ویلې چې زورواکه او لوړپوړي چارواکي په همدې ناروغۍ اخته دي. څه موده وړاندې نعمت سعادت خپل ځآن همجنس باز اعلان کړی و، او په اساسی قانون کې یې د همجنسبازۍ د ځای کولو غوښته کړې وه . احمد جواد په ۱۷ کلنۍ کې یو شتمن نڅا وو او بد فعلي به یې ورسره کوله ، د شمالي تخار چمن ګل ویلي : زړه مو نه صبریږی څه وکړو ؟
د یتیم فرید په وینا دا کار د یتیمانو او غریبانو سره شتمن کوي، نوموړی زیاتوي: په یوه شپه به په دوه امریکایي ډالرو ټوله شپه نڅیدم او په ډلیز ډول جنسي تیر به راسره کېده . د ډاکتر نجیب الله له حکومت روسته په کندهار کې قوماندان خان محمد په یو هلک نکاح وتړله . په نړۍ کې مشهور د فوټبال ستوري حسټین فیشینور د برتانیه اوسیدونکي په ۱۷ کلن هلک جنسي تېری کړی و.
میکل جیکسن یې تر محکمي راکش کړ، هغه اعتراف کړی و، چې ښایسته هلکان یې ترهر څه ډېر خوښ دي، په پالنګ به ورسره پیمخي هلکان څملاسته، ده دا هم ویلي و، چې په کایناتو کې ترټولو زړه راښکونکي توکي هلکان دي.
د پاکستان وزیر جودري محمد علي دراني د اطلاعاتو کارکوونکي د ښکلا په دام کې ګیر و، دخوشالۍ په فن کې یې مهارت درلود،ډېر هلکان یې د تفریح لپاره ښکار کړه. د پاکستان یو بل وزیر نهه هلکان د خپل شق پوره کولو په عرض له ملک نه بهر ولېږل.
ریاض افریدی وایي؟
زړه مې تور نه شو د یار له سپینه مخه
که هر څه وشول پرې تور ویښته د پاسه
د ملک اقبال کاشف اور فیراني اجړا سره د واده خبره څو ورځې میډیا وډنګوله.
قلندر مومند وایې:
د دنیا د ناوې تل زما توبه ده
زه که نروم ښکلومه به د نر مخ
صوفي شاعر مطیع الله پیره خیل هم د دوو هلکانو تراب او دلاور یاده کړې او دلاور خپل محبوب ګني. نعیم ازاد وایي:
کرښې د خط پرمخ وروکاږي اخر ازاده
چې و ښایست ته وخت د خپل غرور سزا ورکوی
له ښاغلي رحمت شاه سایل مې پوښتنه وکړه مجازي مینه دې کړې؟ ویې وویل: زه همدې ته حقیقي وایم. صابر شاه صابر هم د سمندر خان سمندر په څېر په هلک مین و.
د باز محمد عابد د خولې خبره ده ، سمندر خان د سوات د والي په لمسي مین و، تراب وایې:
جانانه ستاکشمیر مخ په هندی لښکر تور مه شه
پیروي دې همداسې د شېدو په سر ولاړ وي
سرچینې:
پښتو ټپه ـــ داور خان داور
راڼه فکرونه ــــ حنیف خلیل
معاصر تاریخ ــــ ابراهیم عطایي
رنګ اوبوقافله ــــ اقبال نسیم خټک
د افغانستان مشاهیرـــ محی الدین هاشمی
کلاسیک شاعري ــــ حنیف خلیل
مینه مجله ــــ ۵ــــ ۴۶ـــــ ۴۷ ګڼه
تلبیس ابلیس ــــ عبدالرحمن ابن جوزي