د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مورنۍ ژبې نړیواله ورخې په مناسبت

ډاکټر حمیدالله زړه ورساپی 22.02.2015 14:28

د مورنۍ ژبې نړیواله ورخې په مناسبت
زه او مورنۍ ژبه مې
د مور په نرمه غیږه او زانګو کې لومړنۍ للو؛آللو راته مور(ببو) پخپله ژبه ويلې
د کور دڼنه مې لمړنۍ خبرې له مور، پلار، نیا، خویندو اووروڼو نه زده کړې
کله چې له اطراف (لغمان) نه مرکز (کابل) ته راکډه شوي وو، د کابل کوڅو کې، موټرو کې او بیا وړکتون(کودکستان!) کې او ورپسې ابتداییه، متوسطه او لیسه کې صرف یو مضمون پښتو وء؛ ۱عربي؛ ۱انګلیسی؛ نور ټول دري(فاړسی) ول.!!!
د ڼنګرهار له پی-سی-بی نه استامبول ترکیی طب ته لاړم، هلته ټول په تورکي ول!
د انقلابونو له برکته نیمایی تحصیل کې بیرته وطن ته راغلم کابل طب فارسي،روسي او انګلیسی ووء
داخلی جګړو (په اصطلاح مجاهدینو له برکته!!) پیښور ته سپیره مهاجر شللو، بوړډونه په اردو او یا انګلش چې په چطلې اردو ولیکے؛ شمیرې په پانچء؛،پچیس اوپچاس او پچاسی کیدلې مګر سر مې په چارچهالیس نه خلاصیدء
نصیب،قسمت تر یورپ راورسولو،. دلته هم یو وړکی ملک د کابل په اندازه مګر ۳ ژبې رسمي لري (هالڼډی؛فرانسوی او جرمنی)
خو د دې ځای وګړي ډیرئ ۲ لومړنۍ د دولتی کار کولو لپاره مجبوری زده کوی، د کوڅو او هر شی نومونه په دواړو ژبو وي.او اوس حتی ۴مه ژبه انګلسی ډیرئ زده کوی.څوک دچاسره تعصبات نلريء.
دا شکر دی لوی الله ته چې د مډرنې ټکنالوجۍ له برکته پښتو سایټونه او ویکیپیډیا ا.د.ن. شته چې خپله مورنۍ ژبه رانه هیره نشي!