د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ترکیې ته په ناقانونه لارو رسیدل، له ژوند سره لوبې دي

یاسر الهاشمی 21.02.2015 12:26

هغه ځوانان چې غواړي په نا قانونه توګه له افغانستان څخه انګلستان ته لاړ شي نو باید د ترکیې له پولو واوړي. خو تر هغه ځایه رسیدل او بیا د هغه ځای له سرحدونو تیریدل، په لوی لاس د مرګ خولې ته ځان اچول دي.
جمال صافي، هغه ځوان دی چې دغو سرحدونو پورې رسیدلې او ترې اوښتی هم دی. دا چې په دغه لاره له کومو حالتونو سره مخ شوی؟ د هغه کیسې ته غوږ شئ!

د موټر پيښه:
ماکو د ايران يوه سرحدې ښار دی چې د ترکيي هيواد سره ګډه پوله لري او د تهران څخه د ۱۰۵۹ کيلو مترو په فاصله کې پروت دی.
د دې لپاره چې پولیسو سره مخ نشوو، قاچاقبر وويلې چې بايد د شپې نهه بجې د تهران څخه د ماکو په لورې حرکت وکړو.
د شپې نهه بجې وی چې ۱۵ کسان د قاچاقبر سره يو ځای د هوټل څخه بهر ووتو، مخې ته مو يو کرولا ډوله بنز موټر ولاړ و.
دغه موټر د پنځه کسانو لپاره جوړ دی، خو قاچاقبر موږ ته وويلې چې تاسې ۱۵ واړه به ځان په دې موټر کې ځای کړئ.
زه تر نورو مخکې شوم او مخکې سيټ ته مې ځان ورسولو، پاتې ۱۴ کسان يي په ډاله (ټول بکس) او شاتنې سيټ کې ځای پر ځای کړل.
پداسي ډول چې څلور تنه يي په ډاله کې ځایه کړ او ډاله يي پرې بنده کړه، پاتې ۱۰ کسان يي په شاتنۍ سيټ کې ځای پر ځای کړل چې نهه تنه ځوانان په دوه پښو ناست و او يو تن يي د دوی د پاسه څملولی و.
زه راحت وم خو نور ملګرې مې د مرګ سره لاس او ګريوان و چې بلاخره تر ۱۸ ساعتونو مزل وروسته ماکو ته ورسيدو، دغه اتلس ساعته پر موږ داسې تیر شو لکه اتلس کاله.
د اوبو پيښه:
موږ تهران ته د شپې نهه بجې حرکت وکړ، هوا توده وه په لاره کې اوبه خلاصې شوی، د ورځې يوولس بجې وی، سخت تږۍ شوی وم.
ډريور سره د اوبو بوتلونه پراته و، په ډير عاجزانه اندازه مې ورته وويلې چې اجازه راکړي تر څو اوبه وڅښم، سترګې یی راباندې برګي کړلې او ډیر بد الفاظ يي راته وکارول او ښکنځلې وکړي.
ورته مې وويلي خیر ده پيسې درکوم، بس دومره اوبه راکړه چې ستونۍ مې پرې تازه شي.
ويي ویلې که اوبو ته دې لاس کړ په خوله دې وهمه.
ورته مې وويلې خير دوکان يا کوم ډنډ سره موټر ودروه چې اوبه ترې واخلم او يا بوتل ترې ډک کړم.
ويي ویلې چې مونږ ته د دريدو اجازه نشته او ته هم ډيرې خبرې مه کوه.
د ځان سره مې وويلې چې شايد دا به مې د ژوند وروستۍ شیبې وي، نور له خبرو پاتې او بیحاله شوم. چې کله مې سترګې پرانيستې د ورځې دری بجې وی او په يوه کوټه کې پروت وم.
دا په ماکو کې د قاچاقبر حويلۍ وه چې تر ۲۰۰ زيات افغانان پکې و او بيا د هماغې ورځې په شپه مو د ترکيي په لورې سفر وکړ.
د غونډۍ پيښه:
د ماکو څخه د ترکيي تر سرحده او بیا د ترکيي د دوګوبایزيت سيمې ته د رسيدو لپاره د مو د شپې په لسو بجو د ماکو څخه حرکت وکړ.
له دوو ساعتونو مزل وروسته مخې ته مو يوه غونډۍ راغله چې تر دوه سوو مترو لوړه وه، قاچاقبر وويلې چې پر دې کمر (غونډۍ) واوړئ.
اسمان وريځ وه، هوا تياره وه او لاره په سمه توګه نه ښکاريده . په کمر ور پورته شو او چې لږ مخکې ولاړو زمونږ ځينې ملګرې له کمره لاندې وښويدل.
قاچاقبر موږ ته وويلې تاسې ولاړ شئ زه د هغوی خيال ساتم، ناچاري وه ملګرې مو همغلته په تياره کې د کمر (غونډۍ‎) لاندې پريښود او موږ ترې ولاړو.
د جمال صافۍ پيغام:
په پاې کې جمال صافۍ دا هم راته وويل چې له خدایه ډير زيات شکر ګزاره دی چې صحيح او سلامت بیرته خپل هيواد ته رسيدلی او ويی ويلې چې بیا مې ژوند وي، په قاچاقي لارو به لاړ نشم.