د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځه ډول له تنګلاسی ځان خلاص کړو

محمد شفیق حقپال 17.02.2015 12:12

بسم الله الرحمن الرحیم

نړۍ لیدل کیږي ورځ تربلې مادياتو لورته روانه ده او له بده مرغه دغه حالت بیا معنویات په خلکو کې کمزوري کړی ، په داسې حال کې چې دغنا اصلی سرچینه معنویات دي نه مادیات .
یو پوه وایی استغنا او فقر او یاهم خوښی او غم زموږ دفکر زیږنده ده که موږ ځان غنی فکر کړو یا خوښ فکر کړو نو خوښ او غنی یو او که ددې برغکس بیا نو بې وزلی او ناخوښه یو سره له دې چې په لومړني حالت کې به بې وزله یو او په دوهم حالت کې به مالداره او غنی هم یو . که موږ خپل ځانته غنی فکر وکړو بیا غني یو او که بې وزلی فکر وکړو بیا بې وزله یو . ځینی وخت ډیر مالداره خلک هم ځان بې وزلی احساسوی ځکه هغوی قناعت نه لري او کله چې له ځانه پورته کسان ګوري بیا نو ډیر درد ورځي او ځیني وخت بې وزلی کسان ګورو چې په خپل ژوندانه کې خوښ وي او ځان خوښ او غنی احساسوي.
داسلام سپېڅلي دین مو ږ دحلالې روزۍ او غنا په لور د کار او کسب په کولو سره هڅوي خو غنی او عزت یواځې دالله ج له لوري ګڼي. څه ډول چې الله ج په عظیم الشان قرآن کې فرمایی:قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِی الْمُلْكَ مَن تَشَاء وَتَنزِعُ الْمُلْكَ مِمَّن تَشَاء وَتُعِزُّ مَن تَشَاء وَتُذِلُّ مَن تَشَاء بِیَدِكَ الْخَیْرُ إِنَّكَ عَلَىَ كُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ (۲۶) تُولِجُ اللَّیْلَ فِی الْنَّهَارِ وَتُولِجُ النَّهَارَ فِی اللَّیْلِ وَتُخْرِجُ الْحَیَّ مِنَ الْمَیِّتِ وَتُخْرِجُ الَمَیَّتَ مِنَ الْحَیِّ وَتَرْزُقُ مَن تَشَاء بِغَیْرِ حِسَابٍ (۲۷)آل عمران.

ترجمه : ووایه چې ای الله ته دهرڅه څښتن او مالک يي هرچا ته چې وغواړي ملک او واک ورکوي او له چانه یی چې وغواړې واک او ملک ترې اخلې ، هرچاته چې وغواړې عزت ورکوې او هرڅوک چې ته وغواړې هغه ته خواري ورپه برخه کوې ، ټولې ښېګڼې ستا په واک کې دي او ته په هرڅه توانمندیې ، شپه په ورځ کې ننباسې او ورڅ له شپې نه راباسې ، مړي له ژوندي راباسې او او ژوندی له مړي نه او هرچاته چې ته وغواړې بیحسابه روزي ورکوې .
یعنې هرچاته چې الله ج وغواړي بې حسابه روزي ورکوي یا ډیره زیاته روزی یاهم داسې پرته له دې چې کوم ظاهری او دنیایی علت یې معلوم وي روزي ورکوې ، او داپه دې مانا هم نه ده چې موږ نو کرار کینو چې الله موږ ته روزی راکوي نو او څه ونه کړو بلکه زیار ، غوښتنه ، دعا او زموږ خپل کوښښ په دې لاره کې ګټه رسوي او الله ورته ثمر ورکوي او همدغه دالله ج قول چې که چاته وغواړي بې حسابه روزي ورکړي زموږ په دعاوو او غوښتنې او زیار سره ترلاسه کیږي. هغه مشهوره خبر ه ده چې الله ج هر الوتونکی ته روزي ورکوي خو په ځاله کې یې نه ورته اچوي بلکې خپله به پسې وځي او روزې به دځان لپاره لاسته راوړي.
مسلمانان باید چې دخپل کار او کسب له لارې دحلالې روزی منابع په لاس راوړي او هیڅکله دې هم دعا نه هیروي او دالله تعالی څخه دخیر غوښته وکړي ځکه بیخیره روزی هم دمسلمان لپاره مطلوبه نه وي.
یوه لاره دغني کیدولپاره چې دلته غواړم یادونه یی وکړم او هرمؤمن او مسلمان کولای شي هغه پرځان عملي کړي او حقیقت یې په سترګو وویني دګران پیغمبر ص ارشادات دي .
موږ له سهاره تربېګاه دیوې دنیایی ګټې او مال لپاره که چیرې زیار ګاللی شو، راځی چې یو څو شیبې هم هره ورځ او هرماښام د عظیم الشان قرآن په ویلو او یادولو سره چې هم ثواب لري او هم کولای شو له هغې لارې ځان له بېوزلی او دبېوزلی له احساس څخه وژغورو بوخت شو. په یوه مبارک حدیث کې چې عبدالله رض نقل کړی او به مشکوت شریف کې لیکل شوی ویل شوي هرچا چې هرماښام دواقعې سوره تلاوت کړه هغه به تنګلاسی نه شي.

.

راځي چې دغه آسانه لار خپله کړو او هغو کسانو چې لایی هم نه دی آزمایلی دا آزمېښت دې وکړي او دپیغمبر ص پردغه مبارک حدیث دې عمل وکړي چې څه برکات په کې نغښتي. ( دواقعې سوره په اوویشتمه سپاره کې دالرحمن له سورې مخکې شپږپنځوسم سورت دي) خوزموږ هدف به یواځې دا نه وي چې ددې آیت په ویلو سره موږ له تنګلاسی او فقر نه خلاص شو اصلي هدف مو باید ثوابونه وي او دآخرت ثواب ډیر ښه دی تر دنیایی شتمنی.
یو اعجاز چې په دې سورت کې دی هغه په مانا سره دهغه لوستل دي دغه سوره کې الله پاک دقیامت پېښو ته اشاره کوي چې په لوستو سره یی دانسان ذهن له فاني دنیا څخه اوړي او دابدي ژوند په فکر کې کېږي او ددایمي شتمنی په فکر کې کېږي ، الله ج په دې سوره کې دمحشر په ورځ له درې ډلو انسانانو څخه خبرې کوي ، یو اصحب الیمین چې جنیتان دي او په جنت کې ورته هرډول نعمتونه تیا ر شوي ، بل السابقون چې ددوی نعمتونه ترټولو زیات دي او بل هم اصحب الشمال چې په دنیا کې په ګناهونه اخته دي او په عقبا کې به عذابونو!
چې دقیامت یادونه ، دنعمت او دعذاب یادونه انسان له دنیایی فکرونو راوباسی او دآخرت په فکر کې کیږي. که غواړي چي حقیقتا له تنګلاسی نه خلاصون ومومی هرماښام دغه سوره تلاوت کړی ، حفظ یی کړی په معنی کې فکر وکړی .
دغه راز وروسته له هرفرض لمانځه پنځه پنځه ځلې دآل عمران شپږ ویشتم او اووه ویشتم آیتونه تلاوته کړی له
قل للهم مالک ملک توتی ملک من تشاء … تر ترزق من تشاء بغیر حساب . او تکراریی په هروخت کې مه هیروي .
دغه راز الله ج په خپل مبارک کلام کې دهغه چا لپاره چې دالله ج په لاره کې هجرت او جهاد کوي او هغه چا لپاره چې ډیر استغفار وایی هم دفراخې روزی او له داسې لارې یې دلاسته رواړو وعده کړې چې دی یی هیڅ فکر هم نه کوي.
راځي دواقعې سوره هرشپه ولولو او له الله ج نه بښنه او دهغه عبادت کله هم هیر نه کړو انشاالله چی الله ج به مو روزی فراخه کړي او دښه او بریالي ژوندانه څخه به مو برخمن کړي ...