د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

روسان ولي د جدی په شپږمه را غلل ، او څنګه د سلواغې په شپږویشتمه ووتل ؟

محمد انور ولید 16.02.2015 12:06

تزاري روسانود امیرشېرعلي خان له وخته څخه له افغانستان سره دیپلو ماتیکې اړیکې لرلې ، او امیر شېرعلي خان د بریتانیې د توسعه وي استعمار، خپلې بې ثباته پاچاهۍ او محمد زایي شاه زاده ګانو له وېرې له روسانو سره دغه صیغه یي نکاح وتړله . که نه نو شېرعلي خان خو پر دې باندې ښه پوه ؤ چې د ماکیاول زامن هم چاته د افغانستان د نجات ضمانت نه شي ور کولی ، ولې یواځې دومره به وي چې د مجبوریت پر وخت به لږ تر لږه ده ته پناه ورکړي . بس همدومره .
خوبل لور ته روسان بیا په لوی هندوستان کې له مېشت بریتانوي استعمار څخه په اندېښنه کې وو . ځکه خو یې د منځنۍ آسیا پرمسلمانو هېوادونو باندې پرله پسې پوځي یرغلونه وکړل ، هغوی یې یو پر بل پسې لاندې کړل ، د امام بخاري په جومات او مدرسه کې یې تیاتراود آسانو طویله جوړه کړه اود پوځي کمند آسان یې په کې ودرول . کله یې چې بخارا او شاوخوا سیمې ونیولې ددغو مسلمانو هېوادونو څخه یې خواوشا ( اویا زره) دیني علمأ او پوهان او روسي ضد عناصر راټول ـ او بیا یې په یوه دښته کې په ترپالونو کې بستره پېچ کړل او وروسته یې ( ۷۰۰۰۰) آسان ور باندې په یوه قو مانده  ورخوشې کړل ، او ټول یې د آسانو تر پښو لاندې شهیدان کړل . همزمان یې د سوخوز او کلخوز سیستمونه  په کې رواج ـ او د مسلمانانو کورنۍ یې کیف ، باکو، لېنېن ګراد ، سپینې روسیې او نورو ځایونو ته تبعید کړې ، او پر ځای یې روسي کورنۍ د مسلمانانو په مینځ کې ورمېشت کړې . دا کار روسانو ځکه وکړچې په ډله ییزشکل سره د مسلمانانو دین ، فرهنګ اوغیرت له مینځه پرې یوسي . روسانو همدا کار تر سره ـ او پوره (۷۰) کاله یې د منځنۍ آسیا هېوادونه د کمونېزم په پوچ منتر سره بيده له ځانه سره وساتل .
روسانو مروه اوپنجده د امیر عبرالرحمن په زمانه کې له افغانستان څخه په داسې وخت کې بېله کړه او د افغانستان دوه تنه جنرالان او (۲۰۰۰) عسکریې د افغان خاورې ددفاع په خاطر په کې شهیدان کړل چې هغه مهال افغانستان ددوو یرغلګرو قووتونو د ژرندو ترمینځ ؤ، ځکه بل لور ته انګرېزانود افغانستان جنوب او جنوب شرقي خوا د روسي او بریتانوي سیالو قووتونو ترمینځ د خپل منځي جوړجاړي او معاملې له مخې د تجزیې اوعایْقو سیمو پرېښودلو په پلمه خپل پلان پلی کړی ؤ .
انګرېزانو که څه هم په دغه شوم هدف تر لاسه کولو کې دوه ځلې ماتې خوړلې ، او درېیم ځل یرغل ته یې تیاری نیوه چې هلته هم انګرېزانو په هغه جګړه کې بشپړه ماتې وخوړله او د افغانستان د خپلواکۍ سبب شوه. خو روسانو چې کله د انګرېزانو هغه زار حالت وکوت ، نوبیا بې روحه او بې لکړې افغانستان روسانو ته (۶۰) کاله لکه د سلیمان (ع) په څېر ترهغو پورې ژوندی ښکارېده ترڅوچې د (۱۳۵۷) هجري لمریز کال د غویي کود تا نوبت را ورسېد. روسانو د لومړي ځل له پاره دمخه په ویښ ځلمیانو کې تخم ګزاري وکړه ، بیا یې د ظاهرشا د کورني اختلاف او وروستۍ لسیزې (د دیموکراسۍ ) له لسيزې څخه ګټه پورته کړه .د چپیانو یومختلط خوځښت یې داسې پیل کړ(خلق او پرچم ) چې په افغانستان کې له روسي سفارت څخه یې اوبه خوړلې او له همغه ځایه تغذیه کېدل .
روسان هغه مهال له غرب سره په شدیده سړه (تبلیغاتي ) جګړه کې ښکېل وو . هوایي جاسوسي سفینو یې د لمریز آسمان په ستوریز نظام کې چکرې وهلې او خپل مالومات یې را ټولول ، د وېتنام جګړه یې ګټلې وه د کوریاګانواو بنګال د بېلتون په کړکېچ کې یې فعال رول لاره ، سوریه ، یمن ، عراق ، ایتوپیا ( حبشه ) ،لیبیا ، هنګري ، هرزه ګووینا یې تر هندوستان پورې په خپله دوستۍ کې را نغښتي وو . (۳۶( سوسیالېستي هېوادونو له پخواني اتحاد جماهیر شوروي سره تړاو درلود . د بالستیکي توغندیو لانچرې یې د پو لنډ په سترا تيژیکو سیمو کې ور ته ځای پر ځای کړې وې . یوازې له چین سره په سرحدي سیمو کې لږه موده ښکېل ؤ ، په دې وروستیو کې خو یې ايران هم د اتومي ملګرتیا ( ساینس دانانو پلورلو ) له مخې د ځان ملګری کړ .
دغه ټولې شونتیاوي څه وړاندې او څه وروسته دروسانو په ګټه وې . او روسي واکمنو له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره لومړی په افغانستان کې د سپینو او ور پسې د سرو کودتاګانو پروګرامونه پیل کړل ، بیا یې خپل شاګردان یو پر بل سره ووژل ، تر هغو چې (۲۱) میاشتې وروسته د (۱۳۵۸) هجري لمریز کال د جدی په (شپږمه ) نېټه خپله روسانو په یوه شپه د ځمکې او هوا له لارې د (یولک و شل زره) وسله وال پوځ پر مټ پر افغانستان باندې د ځمکې او هوا له لارې پو ځي یرغل وکړ، ببرک کارمل د دوشنبې څخه بیان ور کړ ، او بیا یې همغه شپه پر ټانکونو سپور په کابل ارګ کې کوز کړ . او افغانستان یې لاندې کړ .
(نهه) کاله روسان په افغانستان کې وجنګېدل ، کلي کورونه او ښارونه یې ټول تباه او بر باد کړل .
روسانو په دې جګړه کې دوه نیم میلیونه افغانان شهیدان ، همدومره نور یې معیوب ، او په میلیونو نور یې پردیو هېوادونوته په هجرت کولو باندې مجبور کړل . بانکونه او شتمنۍ یې روسانو له ځانه سره وېوړې . او خپله یې هم (۱۵۰۰۰)عسکر او صاحب منصبان له لاسه په کې ور کړل ، (۴۵۰۰۰) عسکر یې ټپیان او معیوب شول ، په زرګونو نور یې په مخدره موادو باندې روږدي شول . نظامي رازونه یې په افغان جګړه کې ښکاره شول . ځکه په افغانستان کې یې ډول ډول اتومي ، ذروي ، کېمیاوي او بیو لو ژیکي وسلې استعمال کړې . او بیا په پای کې د (۱۳۶۷) هجري لمریز کال د دلوې (سلواغې ) په (۲۶مه) نېټه له افغانستان څخه د کورباچوف په واکمنۍ کې ووتل . په ميلیاردونو ډالره خساره روسانو په افغان جګړه کې ولیدله ، اتحاد جماهیر شوروي پر (۱۵) ټوټو باندې ووېشل شو . د اروپا ختیځې ـ او د منځنۍ آسیا جنوبي هېوادونه یې له ؤلکې ووتل .  د چرنوبل اتومي بټۍ یې له مینځه ولاړه . او په آسیا کې یې د خپلو مشرانو د کلونو کلونوټولې لاسته راوړنې تباه او بر باد کړې ، او په لاس ور غلی افغانستان او د هند سمندرګي ته د رسېدو چل یې له لاسه ووت ، او هغه ښکار چې روسانو کړی ؤ ، بېرته امریکایانو او ناټو ترې ترلاسه کړ . نن سبا په همغه سیمو او هېوادو کې د امریکې په مشرۍ ناټو ټلواله پرته ده . شوروي اتحاد او د کمونېزم مفکوره نوره په ټوله سیمه او نړۍ کې مړه ده . خو که د امریکې په مشرۍ ناټو ځواکونه هم په افغانستان کې دا کار وکړي ، ددوی انجام به هم د روسانو په څېر وي . ځکه په هغه جګړه کې خو اتحاد جماهیر شوروي په (۱۵) ټوټو ووېشل شو ، خو امریکا به په (۵۲) ټوټو سره وېشل کېږي .